caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الحجر الحجر

۹۹ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۵۴

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الٓر تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْكِتَٰبِ وَقُرْءَانٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالر [1]، دغه د كتاب او واضح قرآن آیتونه دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رُّبَمَا يَوَدُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْ كَانُوا۟ مُسْلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerډیر ځلې به ارزو (هېله) کوي هغه کسان چې کافران شوي دي چې کاشکې وی دوی مسلمانان.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَرْهُمْ يَأْكُلُوا۟ وَيَتَمَتَّعُوا۟ وَيُلْهِهِمُ ٱلْأَمَلُ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپريږده دوی (ای پیغمبره) چې خوراکونه کوي او مزې اخلي (د دنیا) او غافل کړي دوی لره امیدونو، نو زر دی چې دوی ته به ښکاره شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُومٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ هيڅ كلي والا نه دي تباه كړي مګر د هغوی لپاره ټاکلي لیکل وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَـْٔخِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه شي مخکې کیدلی هیڅ قوم له خپلې نېټې څخه او نه وروسته کیدلی شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالُوا۟ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِى نُزِّلَ عَلَيْهِ ٱلذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ویلی (دغو کافرانو محمد صلی الله علیه وسلم ته) ای هغه سړیه چې نازل کړی شوی دی پر هغه باندې ذکر (قرآن) بې شکه ته خامخا لیونی يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّوْ مَا تَأْتِينَا بِٱلْمَلَٰٓئِكَةِ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerولې نه راولې ته موږ ته ملائکې که یې ته له ريښتینو څخه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَا نُنَزِّلُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةَ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَمَا كَانُوٓا۟ إِذًا مُّنظَرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه نازلوو موږ پريښتې مګر له حق سره، او بيا خلكو ته مهلت نه وركول كېږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا ٱلذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شکه موږ پخپله نازل کړې دی ذکر (قرآن کریم) او بې شکه چې موږ د ده خامخا ساتونکي یو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِى شِيَعِ ٱلْأَوَّلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو خامخا په تحقیق سره لیږلي و موږ (رسولان) پخوا له تا په ډلو د پخوانیو (خلکو) کې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه به راته هغوی ته هیڅ رسول مګر حال دا چې وو به دوی چې په هغه پورې به یې مسخری کولې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَذَٰلِكَ نَسْلُكُهُۥ فِى قُلُوبِ ٱلْمُجْرِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمدغه شان موږ ورننباسو دا (انكار) د مجرمانو په زړونو كې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَا يُؤْمِنُونَ بِهِۦ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ ٱلْأَوَّلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى پرې ايمان نه راوړي، له پخوا نه د دغه ډول خلكو همدا كړنلاره ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فَظَلُّوا۟ فِيهِ يَعْرُجُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو که راپرانیزو موږ په دوی باندې یوه دروازه له اسمانه چې شي دوی په دې کې (ټوله ورځ) ورخیژي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَقَالُوٓا۟ إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَٰرُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُورُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا به يې هم همدا ويل چې زموږ سترګې غولول كېږي، بلكې پر موږ كوډې شوې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِى ٱلسَّمَآءِ بُرُوجًا وَزَيَّنَّٰهَا لِلنَّٰظِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بې شکه په اسمان كې موږ ډير پاخه برجونه جوړ كړي او هغه مو د نندارچيانو لپاره ښايسته كړيدي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَحَفِظْنَٰهَا مِن كُلِّ شَيْطَٰنٍ رَّجِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هر رټل شوي شيطان څخه مو هغه خوندي ساتلي دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا مَنِ ٱسْتَرَقَ ٱلسَّمْعَ فَأَتْبَعَهُۥ شِهَابٌ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerمګر هغه څوک چې په غلا غوږ ونیسي، نو بیا هم يوه روښانه پلوشه ورپسې شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْأَرْضَ مَدَدْنَٰهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَٰسِىَ وَأَنۢبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَىْءٍ مَّوْزُونٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ ځمكه غوړولې، په هغې كې مو غرونه نصب كړي، په هغې كې مو هر ډول شينکي په ټاكلې تللې اندازه راټوكولي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَٰيِشَ وَمَن لَّسْتُمْ لَهُۥ بِرَٰزِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پیدا کړي مو دي تاسي ته په دغه (ځمکه) کې (اسباب د) ژوند او هغه چا لره چې نه ياست تاسي هغوی ته رزق روزي ورکوونکي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن مِّن شَىْءٍ إِلَّا عِندَنَا خَزَآئِنُهُۥ وَمَا نُنَزِّلُهُۥٓ إِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهېڅ څه شی نشته چې د هغه زيرمې له موږ سره نه وي، او موږ چې هر شى نازلوو په يوه ټاكلې اندازه يې نازلوو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَرْسَلْنَا ٱلرِّيَٰحَ لَوَٰقِحَ فَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَسْقَيْنَٰكُمُوهُ وَمَآ أَنتُمْ لَهُۥ بِخَٰزِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ بارداروونكى بادونه ليږو، بيا له اسمانه اوبه وروو او په هغو اوبو سره تاسي خړوبه كوو، د دې (زېرمې) خزانه داران تاسي نه ياست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّا لَنَحْنُ نُحْىِۦ وَنُمِيتُ وَنَحْنُ ٱلْوَٰرِثُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerژوند او مرګ موږ وركوو، او همدا موږ د ټولو وارثان يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ عَلِمْنَا ٱلْمُسْتَقْدِمِينَ مِنكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا ٱلْمُسْتَـْٔخِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله تاسي نه مخكې چې كوم خلك تېر شويدي پر هغوى هم موږ علم لرو او وروسته راتلونكي هم موږ ته معلوم دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ إِنَّهُۥ حَكِيمٌ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یقینا ستا رب به راجمع کوي دې خلکو لره، او یقینا ستا رب حکمت والا، پوه دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ مِن صَلْصَٰلٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یقینا پیدا کړی موږ (اولنی) انسان د کړنګاري کوونکی له تورې زړې خټې نه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْجَآنَّ خَلَقْنَٰهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ ٱلسَّمُومِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو جان (د پیریانو پلار) موږ پیدا کړی دی پخوا له (ادم علیه السلام) له ګرم بې لوګي اور څخه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَٰٓئِكَةِ إِنِّى خَٰلِقٌۢ بَشَرًا مِّن صَلْصَٰلٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (یاد کړه) کله چې وویل ستا رب ملایکو ته یقینا زه جوړوم یو بنده د کړنګاری کوونکې تورې زړې خټې نه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِذَا سَوَّيْتُهُۥ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِى فَقَعُوا۟ لَهُۥ سَٰجِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپس كله چې ما هغه برابر كړ او له خپل روح څخه مې پکې ورپو کړ، نو پرېوځئ ورته سجده کوونکي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَسَجَدَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپس سجده وكړه ملائكو ټولو په یو ځل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّآ إِبْلِيسَ أَبَىٰٓ أَن يَكُونَ مَعَ ٱلسَّٰجِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې له ابليس نه چې هغه د سجده كوونكو له ملګرتيا څخه انكار وكړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ يَٰٓإِبْلِيسُ مَا لَكَ أَلَّا تَكُونَ مَعَ ٱلسَّٰجِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپروردګار پوښتنه وكړه: اى ابليسه! پر تا څه وشول چې تا له سجده كوونكو سره ملګرتيا ونه كړه؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُۥ مِن صَلْصَٰلٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerو ویل (ابلیس) چې نه یم زه چې سجده دې وکړم بنده ته چې تا جوړ کړی د کړنګارې کوونکي تورې زړې خټې نه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ فَٱخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوفرمایل (الله تعالی) پس ووځه له هغه (جنته)، یقینا ته یې رټلی شوی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّ عَلَيْكَ ٱللَّعْنَةَ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلدِّينِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بی شکه پر تا باندې (ای شیطانه) لعنت دی د جزا تر ورځې پورې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوويل (ابليس): اى ربه زما! پس مهلت راكړه ما ته تر هغي ورځې پورې چې پورته كولی شي مړي (له قبرونو نه).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ ٱلْمُنظَرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوفرمایل (الله تعالی) پس بي شكه ته (اى ابليسه) له مهلت وركړل شويو څخه يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْوَقْتِ ٱلْمَعْلُومِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد ټاكلي وخت تر ورځې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِى لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه وويل: زما پروردګاره! څنګه چې تا زه بې لارې كړم په هماغه شان به اوس زه په ځمكه كې د دوى لپاره د غولوونكو وسايلو په وړاندې كولو دوى ټول بې لارې كړم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ ٱلْمُخْلَصِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerمګر له دوی څخه ستا هغه بندګان چې بچ پاتي کړی شوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ هَٰذَا صِرَٰطٌ عَلَىَّ مُسْتَقِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerويې فرمايل: دا هغه لاره ده چې سمه نیغه ماته رارسېدلې ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ عِبَادِى لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَٰنٌ إِلَّا مَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلْغَاوِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شکه زما پر خاصو بندګانو ستا واک نشته، مګر هغه څوک چې ستا تابعداري وکړي د بې لارې شویو څخه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بیشکه چې جهنم (دوزخ) خامخا ځای د وعدی د دغو (ستا د پېروانو) دی د ټولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَٰبٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې دې (دوزخ) لره اوه دروازې دي او د هرې دروازې لپاره د دې خلکو نه برخه ده تقسیم کړی شوې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى جَنَّٰتٍ وَعُيُونٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerیقینا پرهیزګاران خلک به وي په جنتونو او چینو کې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱدْخُلُوهَا بِسَلَٰمٍ ءَامِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(ویلی کیږي به دوی ته) ننوځئ دې جنتونو ته په سلامتۍ سره په داسې حال کې چې په امن به یاستئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَنَزَعْنَا مَا فِى صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَٰنًا عَلَىٰ سُرُرٍ مُّتَقَٰبِلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو وبه باسو (لرې به کړو) هر هغه حسد چې د دې په سینو کې و، ورونه ورونه به وي او په تختونو به وي یو بل ته مخامخ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَا يَمَسُّهُمْ فِيهَا نَصَبٌ وَمَا هُم مِّنْهَا بِمُخْرَجِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه به رسیږي دغه (جنتیانو) ته په دغه (جنت) کې هیڅ ستړې والی او نه به دوی د هغه نه ویستلی کیږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

نَبِّئْ عِبَادِىٓ أَنِّىٓ أَنَا ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخبر ورکړه (ای پیغمبره!) زما بندګانو لره چې زه یم بخښنه کوونکی رحم کوونکی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَنَّ عَذَابِى هُوَ ٱلْعَذَابُ ٱلْأَلِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (بله دا چې) بې شکه عذاب زما هم دی دردناک عذاب.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَنَبِّئْهُمْ عَن ضَيْفِ إِبْرَٰهِيمَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو خبر ورکړه دوی ته په باره د میلمنو د ابراهیم -علیه السلام- کې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ دَخَلُوا۟ عَلَيْهِ فَقَالُوا۟ سَلَٰمًا قَالَ إِنَّا مِنكُمْ وَجِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerکله چې دوی ننوتل (ابراهیم -علیه السلام) ته نو وویل دوی موږ سلام کوو، هغه ورته وویل یقینا موږ له تاسي څخه ویریدونکي یو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ لَا تَوْجَلْ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَٰمٍ عَلِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو وویل (ملاېکو) مه ویریږه بې شکه موږ زیری کوو تا ته په هلک ډیر پوه سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ أَبَشَّرْتُمُونِى عَلَىٰٓ أَن مَّسَّنِىَ ٱلْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerابراهيم علیه السلام وويل: آيا تاسي په دې زوړوالي كې ماته زېرى راكوئ؟ نو د څه زېرى راكوئ؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ بَشَّرْنَٰكَ بِٱلْحَقِّ فَلَا تَكُن مِّنَ ٱلْقَٰنِطِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل (ملائکو ابراهیم -علیه السلام- ته) چې زیری کړی دی موږ تا ته په یقیني خبره نو مه کیږه ته د ناهیلي کېدونکو څخه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ وَمَن يَقْنَطُ مِن رَّحْمَةِ رَبِّهِۦٓ إِلَّا ٱلضَّآلُّونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل (ابراهیم -علیه السلام-) ناهیلي نه ښکاره کوي د خپل رب له رحمت څخه مګر ګمراهان.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا ٱلْمُرْسَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوويل (ابراهيم -علیه السلام-) نو څه دی لوی کار ستاسو ای رالیږل شویو ملاېکو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوٓا۟ إِنَّآ أُرْسِلْنَآ إِلَىٰ قَوْمٍ مُّجْرِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوويل دوي بې شكه موږ رالیږل شوي د مجرمانو یو قوم پسې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّآ ءَالَ لُوطٍ إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ أَجْمَعِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيوازې د لوط علیه السلام كورنۍ مستثنا ده، هغوى ټول به موږ وژغورو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا ٱمْرَأَتَهُۥ قَدَّرْنَآ إِنَّهَا لَمِنَ ٱلْغَٰبِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته د هغه (لوط -علیه السلام-) له میرمنې، مقرر کړې موږ چې یقینا دا به خامخا د پاتې کیدونکی څخه وي (په عذاب کې).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا جَآءَ ءَالَ لُوطٍ ٱلْمُرْسَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو کله چې راغلل کورنۍ د لوط -علیه السلام- ته رالیږل شوي ملائک.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغه وويل: تاسپ نا اشنا ښكارېږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ بَلْ جِئْنَٰكَ بِمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَمْتَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغو ځواب وركړ: نه بلكې موږ له هماغه څه سره درته راغلې يو چې د هغه په راتګ كې دوی شک کاوه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَتَيْنَٰكَ بِٱلْحَقِّ وَإِنَّا لَصَٰدِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو راوړې ده موږ تا ته حق خبره او یقینا موږ خامخا ریښتیا ویونکي یو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ ٱلَّيْلِ وَٱتَّبِعْ أَدْبَٰرَهُمْ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ وَٱمْضُوا۟ حَيْثُ تُؤْمَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو بوځه کورنۍ خپله په یوه برخه د شپې کې او ورپسې شاته روان شه، او وروسته دې نه ګوري هیڅ یو کس ستاسو څخه، او ځئ تاسې هغه ځای ته چې تاسو ته حکم شوی دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَضَيْنَآ إِلَيْهِ ذَٰلِكَ ٱلْأَمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَٰٓؤُلَآءِ مَقْطُوعٌ مُّصْبِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو فیصله واوروله موږ دې ته دغه فیصله چې یقنیا د دې کسانو جرړي به پرې کړای شي په وخت د سبا کې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَآءَ أَهْلُ ٱلْمَدِينَةِ يَسْتَبْشِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو راغلل د ښار والا چې خوشحالي یې ښکاره کوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ ضَيْفِى فَلَا تَفْضَحُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(لوط علیه السلام) وويل: دوى زما مېلمانه دي، ما مه شرموئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله الله نه ووېرېږئ ما مه رسوا كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوٓا۟ أَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوی وویل: آیا ته مو نه یې منع کړی د خلکو (د میلمه پالنې) څخه؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ هَٰٓؤُلَآءِ بَنَاتِىٓ إِن كُنتُمْ فَٰعِلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل (لوط -علیه السلام-): دغه زما لوڼي دي ( نکاح ورسره وکړئ) که چېرته تاسو تر سره کوونکي یاست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِى سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerقسم دی ستا په ژوند؛ یقینا دوی په خپله نشه کې دي پریشانه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو د لمر له څرك سره سم هغوى يوې قوي چغې ونيول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَجَعَلْنَا عَٰلِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ هغه سيمه پر بل مخ نسكوره كړه او پر هغو مو د پخې شوې خټې د تيږو باران ووراوه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه دې پېښه كې د ځيركو خلكو لپاره سترې نښانې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُّقِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بې شکه دغه (کلي) خامخا پراته دي په لار سمه (چلنده) کې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه هغې كې د عبرت درس دى هغو خلكو لپاره چې د ايمان خاوندان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن كَانَ أَصْحَٰبُ ٱلْأَيْكَةِ لَظَٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یقینا وو خاوندان د بڼ (ځنګل) خامخا ظلم کوونکي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱنتَقَمْنَا مِنْهُمْ وَإِنَّهُمَا لَبِإِمَامٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو بدل واخیست موږ له دوی څخه او یقینا خامخا دوی دواړه قومونه په مشهوره او ښکاره لاره باندې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَٰبُ ٱلْحِجْرِ ٱلْمُرْسَلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد حجر خلكو (د كندې اوسيدونكو ثموديانو) هم پېغمبران دروغجن ګڼلي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَءَاتَيْنَٰهُمْ ءَايَٰتِنَا فَكَانُوا۟ عَنْهَا مُعْرِضِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ورکړي وو موږ دوی ته ډیر معجزات خپل نو وو دوی له هغو (معجزو) څخه مخ ګرځوونکي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَانُوا۟ يَنْحِتُونَ مِنَ ٱلْجِبَالِ بُيُوتًا ءَامِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوی به د غرونو نه تراشلې کوټې او په امن سره اوسیدونکي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّيْحَةُ مُصْبِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ونیول دوی لره یوې ناڅاپه چغې په وخت د سبا کې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَمَآ أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغو ګټلې هغوی ته هېڅ په درد ونه خوړل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَآ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَإِنَّ ٱلسَّاعَةَ لَـَٔاتِيَةٌ فَٱصْفَحِ ٱلصَّفْحَ ٱلْجَمِيلَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه دي پیدا کړي موږ اسمانونه او ځمکه او هر هغه څه چې په منځ د دواړو کې دي مګر د حق د ښکاره کولو لپاره، او بې شکه قیامت خامخا راتلونکی دی نو مخ واړوه له دې خلکو څخه په ښایسته مخ اړولو سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ رَبَّكَ هُوَ ٱلْخَلَّٰقُ ٱلْعَلِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شکه رب ستا دی ښه پیداکوونکی او پوهه دی په هر څه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَٰكَ سَبْعًا مِّنَ ٱلْمَثَانِى وَٱلْقُرْءَانَ ٱلْعَظِيمَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ تا ته اوه بیا تکرارېدونکې ايتونه دركړيدي، او تا ته مو ستر قراّن دركړيدى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِۦٓ أَزْوَٰجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَٱخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerته هغه سامانونو ته سترګې مه اړوه چې موږ له دوى څخه بيلابېلو خلكو ته وركړيدي، او مه د دوى پر حال خپل زړه ځوروه، او مومنانو ته د خواخوږۍ او مهربانۍ وزرې ښکته کړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقُلْ إِنِّىٓ أَنَا ٱلنَّذِيرُ ٱلْمُبِينُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (نه منونكو ته) ووايه: بې شکه زه خو ښكاره څرګند اخطار وركوونكى يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَمَآ أَنزَلْنَا عَلَى ٱلْمُقْتَسِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا هماغسې اخطار دى لكه چې مو تفرقه اچوونكو ته لېږلى و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ جَعَلُوا۟ ٱلْقُرْءَانَ عِضِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوی چې ګرځولی یې و (قرآن کریم) ټوټې ټوټې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَوَرَبِّكَ لَنَسْـَٔلَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو قسم دى ستا په رب، موږ به هرومرو له دوى ټولو څخه پوښتنه وكړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

عَمَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغو عملونو باره کې چې دوی يې کوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ ٱلْمُشْرِكِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ښکاره بیان کړه هغه چې تا ته حکم شوی دی، او مخ واړوه له مشرکانو څخه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّا كَفَيْنَٰكَ ٱلْمُسْتَهْزِءِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerستا له لوري موږ له ملنډو وهونكو څخه (د غچ اخيستلو) لپاره كافي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ يَجْعَلُونَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه کسان چې له الله سره بل د عبادت وړ نیسي، ډېر ژر به دوى ته معلومه شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ ته معلومه ده كومې خبرې چې دوى پر تا پورې كوي په هغو سره ستا زړه ته خپګان رسيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ ٱلسَّٰجِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو تسبیح وایه سره د حمدونو د رب خپل، او شه له سجده کوونکو څخه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّىٰ يَأْتِيَكَ ٱلْيَقِينُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د خپل رب بندګي تر هغه چې مرګ درته راشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70