کور › سورتونه › سورت النحل
سورت النحل النحل
۱۲۸ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۷۰
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ أَتَىٰٓ أَمْرُ ٱللَّهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ سُبْحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د الله فيصله راغله، اوس یې تلوار مه كوئ، هغه پاک دى او له هغه شرك نه پورته او لوړ دى چې دوی يې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُنَزِّلُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةَ بِٱلرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦٓ أَنْ أَنذِرُوٓا۟ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱتَّقُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له خپلو بندګانو چاته چې وغواړي، روح د ملايک په واسطه په خپل حكم پرې نازلوي چې (خلک) وپوهوئ، چې له ما پرته بل معبود نشته نو (يوازې) له ما ووېرېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ تَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه اسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړيدي، له هغه شرک څخه ډېر پورته او لوړ دى چې دوى يې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خَلَقَ ٱلْإِنسَٰنَ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center انسان یې له نطفې پېدا كړ، نو ترې یو څرګند جګړه مار جوړ شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْأَنْعَٰمَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَٰفِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څاروي یې (هم) پېدا كړيدي، چې په هغو كې تاسي لپاره ګرم پوښاك او نورې ګټې هم شته، او له هغو څخه خوراک هم كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په هغو كې تاسي لپاره ښكلا ده چې سهار يې د څرولو لپاره لېږئ او ماښام يې بېرته راولئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَىٰ بَلَدٍ لَّمْ تَكُونُوا۟ بَٰلِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ ٱلْأَنفُسِ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ستاسو درانه پيټي تر هغې سيمې وړي چې تاسو يې له ډېر كړاو ګاللو پرته نه شئ رسولى، رښتيا چې ستاسو رب خامخا ډېر مهربان خواخوږى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْخَيْلَ وَٱلْبِغَالَ وَٱلْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آسونه، كچر او خره يې دې لپاره پيدا كړل چې هم پرې سپاره شئ او هم ښكلا وي، او نور داسې شيان هم پيدا كوي چې تاسو ورباندې نه پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعَلَى ٱللَّهِ قَصْدُ ٱلسَّبِيلِ وَمِنْهَا جَآئِرٌ وَلَوْ شَآءَ لَهَدَىٰكُمْ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پر هماغه الله د سمې لارې ښودل دي، او (سره له دې چې) څه لارې كږې هم دي او كه هغه غوښتي وى نو تاسو ټولو ته به يې هدايت كړى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هماغه ذات دى چې له اسمانه یې اوبه ورولي چې هم ستاسو څښاك دى او هم ونې بوټي چې خپل څاروي پكې څروئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُنۢبِتُ لَكُم بِهِ ٱلزَّرْعَ وَٱلزَّيْتُونَ وَٱلنَّخِيلَ وَٱلْأَعْنَٰبَ وَمِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center رازرغونوي (الله تعالی) تاسي ته په دغو اوبو سره کښت (فصل) او زیتون (خونه) او خرماوې او انګور او له هر قسمه میوو څخه، بې شکه په دې کې خامخا دلیلونه دي د هغه قوم لپاره چې د فکر نه کار اخلي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ وَٱلنُّجُومُ مُسَخَّرَٰتٌۢ بِأَمْرِهِۦٓ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تاسي لپاره یې شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ په كار اچولي دي او ټول ستوري هم د هغه په حكم په كار اچول شويدي، په دې كې د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې له پوهې څخه كار اخلي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا ذَرَأَ لَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مُخْتَلِفًا أَلْوَٰنُهُۥٓ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې هغه تاسي لپاره په ځمكه كې ډېر رنګارنګ شيان پېدا كړيدى، په دې كې هم د هغو خلكو لپاره ارومرو نښانه ده چې درس اخيستونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى سَخَّرَ ٱلْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا۟ مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا۟ مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى ٱلْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې سمندر په كار اچولى څو تازه غوښه ترې وخورئ، او د ښكلا هغه ګاڼه ترې وباسئ چې اغوندئ يې، او ته وينې چې بېړۍ ګانې پكې څېروونكې روانې دي څو تاسو د هغه (الله) د لورينې لټون وكړئ او شكرونه وباسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَلْقَىٰ فِى ٱلْأَرْضِ رَوَٰسِىَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَٰرًا وَسُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په ځمكه كې يې كلک غرونه واچول چى درباندې ونه خوځيږي، او (پيدا كړې يې دى) ويالې او لارې چې تاسو لار ومومئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعَلَٰمَٰتٍ وَبِٱلنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (پيدا كړې يې دي) علامې (نښانې) او په ستورو سره (هم) دوى لار مومي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَمَن يَخْلُقُ كَمَن لَّا يَخْلُقُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو آيا هغه څوک چې پيدا كوي د هغه چا په شان دی چې هېڅ هم نه پيدا كوي؟ آيا تاسي پند نه اخلئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن تَعُدُّوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ لَا تُحْصُوهَآ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه تاسي د الله د نعمتونو شمېرل وغواړئ نه يې شئ شمېرلى، بې شکه هغه ډېر بخښونكى او مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله تعالی پوه دی په هغه څه چې تاسو یې پټوئ او په هغه څه چې ښکاره کوئ یې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَا يَخْلُقُونَ شَيْـًٔا وَهُمْ يُخْلَقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې له الله پرته نور څه رابلي، هغه هېڅ نه پيدا كوي بلكې خپله مخلوق دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْوَٰتٌ غَيْرُ أَحْيَآءٍ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center مړه دي، نه ژوندي، او نه پوهيږي چې بيا به كله راپاڅول شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ فَٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ قُلُوبُهُم مُّنكِرَةٌ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په حقه سره ستاسو معبود هماغه يو معبود دى، نو هغوى چې آخرت نه مني، زړونه يې منكر او دوى په لويي كې تللي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا جَرَمَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُسْتَكْبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center شک نشته چې الله ښه پوهيږي په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې څرګندوي يې، بې شکه هغه لویي کوونکي نه خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا قِيلَ لَهُم مَّاذَآ أَنزَلَ رَبُّكُمْ قَالُوٓا۟ أَسَٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چې ورته وويل شي رب مو څه نازل كړي؟ وايي: د ړومبنيو څه نكلونه (کیسې).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِيَحْمِلُوٓا۟ أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ ٱلَّذِينَ يُضِلُّونَهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ أَلَا سَآءَ مَا يَزِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر څو د قيامت په ورځ هم خپل پيټي پوره په شا كړي او هم د هغو له پېټو چې په ناپوهي كې دوى بې لارې كړي دي، ګورئ څومره بد پيټي دي چې دوى يې وړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَدْ مَكَرَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى ٱللَّهُ بُنْيَٰنَهُم مِّنَ ٱلْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ ٱلسَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَىٰهُمُ ٱلْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له دوى مخكې خلكو هم (دغسې) چلونه جوړ كړي وو خو الله يې د چلونو كلا له بېخه ونړوله، چت يې له پاسه پرې وغورځېد او له يو داسې لوري آفت ورباندې راغى چې دوى نه پوهېدل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَآءِىَ ٱلَّذِينَ كُنتُمْ تُشَٰٓقُّونَ فِيهِمْ قَالَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ إِنَّ ٱلْخِزْىَ ٱلْيَوْمَ وَٱلسُّوٓءَ عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا به يې د قيامت په ورځ (نور هم) سپكوي، ورته وايي به چې زما هغه شريكان چېرې دي چې تاسو يې په هكله (مسلمانانو سره) جګړې كولې؟ چاته چې علم وركړى شوى هغوى به وايي: بې شكه چې رسوايي او بدي نن ورځ په همدغو كافرانو ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ تَتَوَفَّىٰهُمُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ ظَالِمِىٓ أَنفُسِهِمْ فَأَلْقَوُا۟ ٱلسَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِن سُوٓءٍۭ بَلَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې پر خپلو ځانو ظالمان وو نو كله چې یې ملايكې سا اخلي، دوى به سمدلاسه روغه جوړه وړانداې كړي، چې موږ خو هېڅ بد نه كول، ولې نه! يقيناً الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱدْخُلُوٓا۟ أَبْوَٰبَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَا فَلَبِئْسَ مَثْوَى ٱلْمُتَكَبِّرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو (اوس) د جهنم په دروازو ورننوځئ تلپاتې په هغه كې، د كبرجنو استوګنځى نو خامخا ډېر ناكاره دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقِيلَ لِلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ مَاذَآ أَنزَلَ رَبُّكُمْ قَالُوا۟ خَيْرًا لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ فِى هَٰذِهِ ٱلدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَلَدَارُ ٱلْـَٔاخِرَةِ خَيْرٌ وَلَنِعْمَ دَارُ ٱلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (بل لور ته) چا چې نيكي وكړه، هغوى لپاره په دې دنيا هم ښېګڼه ده او د آخرت كور خو حتماً لا غوره دى، او ډېر ښه كور د ځان ساتونكو (له ګناه) دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
جَنَّٰتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَآءُونَ كَذَٰلِكَ يَجْزِى ٱللَّهُ ٱلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د تل اوسېدو باغونه چې دوى به ورننوځي، ترې لاندې به ويالې بهيږي هلته به دوى لره هر هغه څه وي چې غواړي يې، الله متقيانو ته همدغه شان بدله وركوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ تَتَوَفَّىٰهُمُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلَٰمٌ عَلَيْكُمُ ٱدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې پاک دي، كله چې ملايكې يې سا اخلي ورته وايي: پر تاسو دې سلام وي، (ځئ) جنت ته ننوځئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّآ أَن تَأْتِيَهُمُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ أَوْ يَأْتِىَ أَمْرُ رَبِّكَ كَذَٰلِكَ فَعَلَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَمَا ظَلَمَهُمُ ٱللَّهُ وَلَٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا (اوس) دوى له دې پرته د بل څه انتظار كوي چې يا ملايكې ورته راشي او يا ستا د رب پرېکړه ورته راشي؟ له دوى ړومبنيو خلكو هم دغه شان كړي دي، او الله پر هغوى ظلم نه و كړى، ظلم خو دوى خپله پر ځانو كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَصَابَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا عَمِلُوا۟ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو بيا دوى ته هم د خپلو کړنو شر ورسېد، او هغه څه ترى چاپېر شول چې (پخوا) به يې ملنډې پرې كولې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ لَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِۦ مِن شَىْءٍ نَّحْنُ وَلَآ ءَابَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِن دُونِهِۦ مِن شَىْءٍ كَذَٰلِكَ فَعَلَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى ٱلرُّسُلِ إِلَّا ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چا چې شرک كړى وايي چې كه الله نه واى غوښتي نه به موږ له هغه پرته څه شى لمانځلی و، نه زموږ پلرونو او نه به مو د هغه له حكمه پرته كوم شى حرام كړى و، له دوى مخكنيو هم دغه شان كول، نو آيا په رسولانو باندې پرته له ښكاره تبليغه نور څه شته؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِى كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَٱجْتَنِبُوا۟ ٱلطَّٰغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى ٱللَّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ ٱلضَّلَٰلَةُ فَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُكَذِّبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه چې الله ولمانځئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ، نو بيا له هغو نه چاته الله سمه لار وښوده، او ځينى يې هغه و چې بې لاريتوب پرې مسلط شو، نو وګرځئ په ځمكه كې او وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه شو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِن تَحْرِصْ عَلَىٰ هُدَىٰهُمْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى مَن يُضِلُّ وَمَا لَهُم مِّن نَّٰصِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه ته د هغوى لار موندنې ته (هر څومره) حرص هم كوې خو الله هغه چاته هدايت نه كوي چې بې لارې كوي يې، او هغوى لره به څوک مرستندوى نه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَٰنِهِمْ لَا يَبْعَثُ ٱللَّهُ مَن يَمُوتُ بَلَىٰ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى په الله كلک كلک قسمونه وكړل چې بيا به الله هغه يو هم راژوندى نه كړي چې مړ كيږي، ولې نه، دا خو يوه ژمنه ده چې هغه پر ځان منلې، خو زياتره خلک نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِيُبَيِّنَ لَهُمُ ٱلَّذِى يَخْتَلِفُونَ فِيهِ وَلِيَعْلَمَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَنَّهُمْ كَانُوا۟ كَٰذِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دې لپاره چې الله هغه څه ورته څرګند كړي چې دوى پكې اختلاف كوي، او كافرانو ته معلومه شي چې بې شكه دوى دروغجن وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَىْءٍ إِذَآ أَرَدْنَٰهُ أَن نَّقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زموږ وينا خو چې كله د يو شي اراده وكړو، بس چې ورته وايو: شه نو هغه كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ فِى ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا۟ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې د الله په لار كې هجرت كړى وروسته له هغه چې ظلم ورباندې شوى، نو خامخا به دنيا كې هم ښه ځاى وركړو او د آخرت بدله خو ډېره لويه ده، كه چېري دوى پوهېدلاى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې صبر يې كړى او په خپل رب بروسه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُّوحِىٓ إِلَيْهِمْ فَسْـَٔلُوٓا۟ أَهْلَ ٱلذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه دي لیږلي موږ ستا نه مخکې مګر سړي (پېغمبران) چې وحي مو ورته کوله، نو پوښتنه وکړئ د علم والاو نه که چیرته تاسي نه پوهیږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بِٱلْبَيِّنَٰتِ وَٱلزُّبُرِ وَأَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى مو هم له ښكاره نښانو او كتابونو سره لېږلي وو، او تاته مو دغه ذكر (قرآن) درنازل كړ چې هغه څه ورته بيان كړې چې دوى لپاره نازل شوي او تر څو دوى خپله هم څه فكر وكړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَأَمِنَ ٱلَّذِينَ مَكَرُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن يَخْسِفَ ٱللَّهُ بِهِمُ ٱلْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ ٱلْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغه خلک چې ناوړه چلونه جوړوي، له دې بې غمه دي چې الله به يې په ځمكه ښخ كړي؟ يا به له كوم داسې لوري عذاب پرې راشي چې دوى پوه هم نه شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِى تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا به يې هسې ګرځېدو راګرځېدو كې ګير كړي، بيا به دوى عاجزونكي نه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَىٰ تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا به يې په وېره كې ونيسي، په يقين سره ستا رب ډېر مهربان لوروونکی دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَىٰ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ مِن شَىْءٍ يَتَفَيَّؤُا۟ ظِلَٰلُهُۥ عَنِ ٱلْيَمِينِ وَٱلشَّمَآئِلِ سُجَّدًا لِّلَّهِ وَهُمْ دَٰخِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اّيا دوى د الله كوم پيدا كړى شى هم نه ويني چې څنګه يې سيورى له ښۍ او كيڼې خوا الله ته په سجده كولو پرېوځي؟ حال دا چې (ټول) عاجزي كوونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هماغه الله ته سجدې كوي څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي له خوځېدونكو حيواناتو او ملايكو پورې په داسې حال كې چې دوى (هېڅ) لويي نه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دپاسه يې خپل رب نه وېريږي او څه چې ورته امر كيږي ترسره كوي يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱللَّهُ لَا تَتَّخِذُوٓا۟ إِلَٰهَيْنِ ٱثْنَيْنِ إِنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ فَإِيَّٰىَ فَٱرْهَبُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله وايي چې دوه معبودان مه نيسئ، بې شكه چې هماغه يو معبود دى، نو يوازې مانه ووېرېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلَهُ ٱلدِّينُ وَاصِبًا أَفَغَيْرَ ٱللَّهِ تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هماغه لره دي څه چې په آسمانوو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، او دين (تسليمي) سوچه هماغه لره ده، نو آيا پرته له الله بل چانه وېره كوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ ٱللَّهِ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ ٱلضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْـَٔرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په تاسي چې كومه لورينه (نعمت) ده هم د الله له لوري ده او بيا چې څه كړاو درته رسي هم هغه ته زارۍ كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ إِذَا كَشَفَ ٱلضُّرَّ عَنكُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنكُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو بيا چې هغه كړاو درنه لرې كړي، يو دم ستاسو څه خلک خپل رب سره شريكان نيسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِيَكْفُرُوا۟ بِمَآ ءَاتَيْنَٰهُمْ فَتَمَتَّعُوا۟ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څو چې د هغو نعمتونو ناشكري وكړي، چې موږ وركړي نو مزې وكړئ، زر به وپوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَجْعَلُونَ لِمَا لَا يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِّمَّا رَزَقْنَٰهُمْ تَٱللَّهِ لَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَفْتَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ چې څه ور روزي كړي له هغو نه، هغه څه ته برخه ټاكي چې (كوم دليل يې) ورته معلوم نه دى، نو په الله قسم چې وبه پوښتل شئ له هغو دروغو نه چې تاسو به تړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ ٱلْبَنَٰتِ سُبْحَٰنَهُۥ وَلَهُم مَّا يَشْتَهُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اودوى الله لپاره لوڼي ټاكي، پاکي ده هغه (الله) لره! او دوى لپاره هغه څه دي چې غواړي يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِٱلْأُنثَىٰ ظَلَّ وَجْهُهُۥ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې كوم يو ته يې د لور زېرى وشي، مخ يې تک تور واوړي او له غوسې ډک وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَتَوَٰرَىٰ مِنَ ٱلْقَوْمِ مِن سُوٓءِ مَا بُشِّرَ بِهِۦٓ أَيُمْسِكُهُۥ عَلَىٰ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُۥ فِى ٱلتُّرَابِ أَلَا سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له خلكو نه پټ ګرځي له هغه ناكاره خبر له امله چې ده اورېدلى، آيا (لور يې) له شرم سره سره وساتي او كه په خاوره كې يې ومنډي؟ ګورئ! څومره ناوړه حكم دى چې دوى يې (د الله په هكله) كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ مَثَلُ ٱلسَّوْءِ وَلِلَّهِ ٱلْمَثَلُ ٱلْأَعْلَىٰ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى لره چې په آخرت باور نه لري ناكاره صفتونه دي، او الله لره خو تر ټولو غوره صفتونه دي، او هماغه حكمت والا برلاسى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ يُؤَاخِذُ ٱللَّهُ ٱلنَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍ وَلَٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَـْٔخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه چېرى الله تعالی خلک د هغوى په ظلم سره سمدلاسه رانيولاى نو د ځمكې پر مخ به هېڅ ساكښ نه و پاتې، خو هغه يې تر يوه ټاكلي وخته ځنډوي بيا چې كله يې همغه نېټه راشي نو يو ساعت هم نه وروسته كيږي او نه ړومبى كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ مَا يَكْرَهُونَ وَتَصِفُ أَلْسِنَتُهُمُ ٱلْكَذِبَ أَنَّ لَهُمُ ٱلْحُسْنَىٰ لَا جَرَمَ أَنَّ لَهُمُ ٱلنَّارَ وَأَنَّهُم مُّفْرَطُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى هغه څه الله ته ټاكي چې خپله يې بد ګڼي، او ژبې يې دا دروغ بيانوي چې دوى لپاره ښېګڼه ده، په حقيقت كې دوى لپاره یوازې اور دى، او دوى تر ټولو مخكې ورغورځېدونكى دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَٱللَّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَآ إِلَىٰٓ أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ أَعْمَٰلَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ ٱلْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په الله قسم له تا مخكې مو هم ډېرو قومونو ته رسولان لېږلي دي، بيا يې شيطان بد عملونه ورته ښايسته كړل، نو نن ورځ يې هم هماغه دوست دی، او دوى لپاره دردناک عذاب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ ٱلَّذِى ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ له دې پرته بل څه لپاره دا كتاب نه دى نازل كړى چې ته هغه څه ورته روښانه كړې چې دوى پكې اختلاف كوي، او (بل دا چې) مومنانو لپاره به لارښوونه او رحمت وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱللَّهُ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَآ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله له اسمانه اوبه را واورولې او دا مړه ځمكه يې پرې ژوندۍ كړه، په دې كې خو يقيناً هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې (خبره) اوري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ لَكُمْ فِى ٱلْأَنْعَٰمِ لَعِبْرَةً نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِى بُطُونِهِۦ مِنۢ بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَّبَنًا خَالِصًا سَآئِغًا لِّلشَّٰرِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په دې څارويو كې هم تاسو لپاره خامخا يو درس شته، د هغو په ګېډو كې له څه شيانو د خوشيو او وينې له منځه تاسو ته سوچه پۍ درڅښو چې د څښونكو لپاره آسانه په خوند تېرېدونكې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِن ثَمَرَٰتِ ٱلنَّخِيلِ وَٱلْأَعْنَٰبِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (همداسې) د كجورو او انګورو له مېوو چې تاسو هم نېشه يي مواد او هم ښه روزي ترې لاس ته كوئ، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې عقل كاروي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَوْحَىٰ رَبُّكَ إِلَى ٱلنَّحْلِ أَنِ ٱتَّخِذِى مِنَ ٱلْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ ٱلشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ستا رب د شاتو مچۍ ته په زړه كې ورواچوله چې په غرونو، ونو او هغو څپرو كې چې خلک يې لوړې جوړوي، كورونه جوړ كړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ كُلِى مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ فَٱسْلُكِى سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنۢ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَٰنُهُۥ فِيهِ شِفَآءٌ لِّلنَّاسِ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا د هر ډول مېوو نه خوراک كوه او د خپل رب په هوارو كړيو لارو روانه اوسه، د دوى له ګېدو د بېلا بېلو رنګونو يو څښاک راوځي چې په هغه كې خلكو لپاره شفا ده، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې فكر كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱللَّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّىٰكُمْ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰٓ أَرْذَلِ ٱلْعُمُرِ لِكَىْ لَا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْـًٔا إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله تاسو پيدا كړئ بيا مو پوره اخلي (مړه کوي مو) او له تاسو نه څوک بد (د ذلت) عمر ته پريږدي، چې له پوهېدو وروسته بيا په هېڅ ونه پوهيږي، بې شكه الله ډېر پوه ځواکمن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ فِى ٱلرِّزْقِ فَمَا ٱلَّذِينَ فُضِّلُوا۟ بِرَآدِّى رِزْقِهِمْ عَلَىٰ مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَآءٌ أَفَبِنِعْمَةِ ٱللَّهِ يَجْحَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله له تاسو نه ځينو ته پر ځينو باندې په روزي كې زيات والى وركړى دى، نو چاته چې زيات والى وركړ شوى هغوى د خپلو مريانو لور ته د دې روزۍ ورګرځونكي نه دي په داسې شان چې هغوى ټول پكې يو برابر شي، نو آيا د الله له (دغې) پېرزوينې منكريږي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَٰجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَٰجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ أَفَبِٱلْبَٰطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ ٱللَّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله تاسو ته له خپله جنسه مېرمنې پيدا كړې او له مېرمنو يې زامن او لمسي دركړي او له ښو پاكيزه شيانو يې روزي دركړې ده، نو آيا دوى باطل مني او د الله له پېرزوينې انكار كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ شَيْـًٔا وَلَا يَسْتَطِيعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له الله پرته د هغه شي بندګي كوي چې د هغه په لاس كې نه له اسمان نه دوى ته څه روزي وركول شته، نه له ځمكې نه او نه دا كار د هغوى له وسې پوره دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَا تَضْرِبُوا۟ لِلَّهِ ٱلْأَمْثَالَ إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو الله لپاره مثالونه مه جوړوئ، بې شکه الله پوهيږي، او تاسو نه پوهيږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوكًا لَّا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَىْءٍ وَمَن رَّزَقْنَٰهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا هَلْ يَسْتَوُۥنَ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله يو مثال راوړي: لكه د چا په ملكيت كې يو مريى دى چې خپله څه واک نه لري او بل څوک داسې چې هغه ته مو له خپله لوري غوره روزي وركړې او دى په پټه او ښكاره لګښت ترې كوي، آيا دوى سره برابر دي؟ الله لره ستاينه ده، بلكې زياتره يې نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَآ أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَىْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَىٰ مَوْلَىٰهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِى هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِٱلْعَدْلِ وَهُوَ عَلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله يو (بل) مثال راوړي: لكه دوه كسان دي چې يو يې ګونګ دى، هېڅ نه شي كولاى او په خپل څښتن باندې هسې پېټى دى، هرې خوا ته يې چې استوي څه خير نه راوړي، آيا دى او هغه كس چې په عدالت حكم كوي او په سمه سيده لار برابر دى، سره يو شان كېداى شي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِلَّهِ غَيْبُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَآ أَمْرُ ٱلسَّاعَةِ إِلَّا كَلَمْحِ ٱلْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د اسمانو او ځمكې غيب الله لره دي، او د قيامت معامله لكه د سترګو رپ لا څه چې ډېره نږدې ده، بې شكه الله په هر څه قادر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱللَّهُ أَخْرَجَكُم مِّنۢ بُطُونِ أُمَّهَٰتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْـًٔا وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله تاسو د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حال كې راووېستئ چې په هېڅ هم نه پوهېدئ او هغه تاسو ته غوږونه، سترګې او زړونه دركړل چې شكر وباسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَى ٱلطَّيْرِ مُسَخَّرَٰتٍ فِى جَوِّ ٱلسَّمَآءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا ٱللَّهُ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا دوى الوتونكو ته نه دي كتلي چې څنګه د اسمان په هوا كې مسخر شوي دي؟ الله نه پرته يې بل هېڅوک نه ساتي، يقيناً په دې كې ايمان راوړونكو ته ډېرې نښې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنۢ بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُم مِّن جُلُودِ ٱلْأَنْعَٰمِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَآ أَثَٰثًا وَمَتَٰعًا إِلَىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله مو كورونه آرام ځايونه درته وګرځول او د څارويو له پوستكو يې داسې كورونه درته پيدا كړل چې د كوچېدو او دېره كېدو په ورځ يې سپک مومئ او د هغو له وړيو، اون او وژغنو يې ستاسي د ګټې وړ سامان پيدا كړ تر يوې ټاكلې نېټى پورې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلَٰلًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلْجِبَالِ أَكْنَٰنًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَٰبِيلَ تَقِيكُمُ ٱلْحَرَّ وَسَرَٰبِيلَ تَقِيكُم بَأْسَكُمْ كَذَٰلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُۥ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هغو شيانو چې ده پيدا كړي ستاسي لپاره يې سيوري برابر كړل، په غرونو كې يې پناه ځايونه درته جوړ كړل او داسې كميسونه چې له ګرمۍ مو ساتي او هغه كميسونه چې (په جنګ كې) ستاسي ساتنه كوي، په دې ډول خپل نعمتونه درباندې تماموي ښايي چې تاسو غاړه كيږدئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كه دوى مخ اړوي نو پر تا هم له څرګند تبليغه پرته بل څه نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ ٱللَّهِ ثُمَّ يُنكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ ٱلْكَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى د الله نعمت (ښه) پېژني خو بيا ترې منكريږي او زياتره يې كافران دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لَا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ورځ چې له هر امت نه يو شاهد راپاڅوو نو بيا به كافرانو ته نه (د څه ويلو) اجازه وي او نه به د توبې غوښتنه ترې وكړى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا رَءَا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلْعَذَابَ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې ظالمان هغه عذاب وګوري نو بيا به نه ورباندې سپک كړى شي او نه به مهلت وركړى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا رَءَا ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ شُرَكَآءَهُمْ قَالُوا۟ رَبَّنَا هَٰٓؤُلَآءِ شُرَكَآؤُنَا ٱلَّذِينَ كُنَّا نَدْعُوا۟ مِن دُونِكَ فَأَلْقَوْا۟ إِلَيْهِمُ ٱلْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَٰذِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې مشركان خپل (باطل) شريكان وويني وايي به: اى زموږ ربه! همدا زموږ هغه (انګېرلي) شريكان وو چې له تا پرته مو رابلل، نو هغوى به دا خبره ور وړاندې كړي چې يقيناً تاسي (خپله) دروغجن ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَلْقَوْا۟ إِلَى ٱللَّهِ يَوْمَئِذٍ ٱلسَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په هغه ورځ به الله ته سوله وړاندې كړي او هغه ټول دروغ به يې له منځه ولاړ شي چې دوى به (دنيا كې) جوړول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ زِدْنَٰهُمْ عَذَابًا فَوْقَ ٱلْعَذَابِ بِمَا كَانُوا۟ يُفْسِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څوک چې خپله هم كافر شوي او (نور يې هم) د الله له لارې اړولي هغو ته به د عذاب له پاسه عذاب ورزياتوو، په دې چې دوى به فساد كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِى كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ تِبْيَٰنًا لِّكُلِّ شَىْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ورځ چې موږ به هر امت كې خپله له هغوى نه يو شاهد ورباندې راپاڅوو، او تا به پر همدغو خلكو د شاهد په توګه راولو، او (د همدې لپاره) موږ دا كتاب پر تا نازل كړ چې په ډاګه د هر شي څرګندونكى، لارښوونه، رحمت او زېرى دى مسلمانانو ته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُ بِٱلْعَدْلِ وَٱلْإِحْسَٰنِ وَإِيتَآئِ ذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ ٱلْفَحْشَآءِ وَٱلْمُنكَرِ وَٱلْبَغْىِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يقيناً الله د عدل، ښېګڼې او خپلوانو ته د وركړې امر كوي او له بې حيايي، بدۍ او تيري نه منع كوي، هغه تاسو ته نصيحت كوي تر څو درس واخلئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَوْفُوا۟ بِعَهْدِ ٱللَّهِ إِذَا عَٰهَدتُّمْ وَلَا تَنقُضُوا۟ ٱلْأَيْمَٰنَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ ٱللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د الله ژمنه پوره كوئ، كله چې ژمنه سره كوئ او خپلې لوړې (قسمونه) له ټينګولو وروسته مه ماتوئ، كله چې تاسو الله (هم) درباندې شاهد نيولى وي، بې شكه الله خو په هغه څه پوهيږي چې تاسو يې كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّتِى نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنۢ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنكَٰثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَٰنَكُمْ دَخَلًۢا بَيْنَكُمْ أَن تَكُونَ أُمَّةٌ هِىَ أَرْبَىٰ مِنْ أُمَّةٍ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ ٱللَّهُ بِهِۦ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ مَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغې ښځې په شان مه كيږئ چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مزي كولو وروسته بېرته سپخول، خپل منځ كې مو قسمونه د ټګۍ وسيله ګرځوئ تر څو يو قوم د بل قوم نه زياته ګټه ترلاسه كړي، (حال دا چې) الله مو په دې سره ازميښت كوي او د قيامت په ورځ به حتماً هغه څه در څرګند كړي چې تاسو پكې اختلاف كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَلَٰكِن يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ وَلَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه الله غوښتي واى نو تاسو به يې خامخا يو امت ګرځولى وای خو چاته يې چې خوښه شي بې لارې كوي يې، او چاته چې وغواړي سمه لار ورښيي او خامخا به له هغه څه وپوښتل شئ چې تاسو به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَتَّخِذُوٓا۟ أَيْمَٰنَكُمْ دَخَلًۢا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌۢ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا۟ ٱلسُّوٓءَ بِمَا صَدَدتُّمْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خپل منځ كې مو قسمونه د غولونې وسيله مه ګرځوئ كنه بيا به كوم قدم له ټينګېدو وروسته وښوييږي او په دې به كړاو وڅكئ چې خلک مو د الله له لارې اړولي او ستاسو لپاره به لوى عذاب وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِعَهْدِ ٱللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا إِنَّمَا عِندَ ٱللَّهِ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د الله ژمنه په لږه غوندې بيه مه پلورئ، بې شكه څه چې الله سره دي هغه درته غوره دي كه تاسو پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ بَاقٍ وَلَنَجْزِيَنَّ ٱلَّذِينَ صَبَرُوٓا۟ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څه چې تاسو سره دي هغه ختميږي او څه چې الله سره دي، هغه باقي دي، او هغوى چې صبر كړى خامخا به يې د هغو نېكو عملونو په سر بدله وركړو چې هغوى به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَنْ عَمِلَ صَٰلِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُۥ حَيَوٰةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چا چې نېک عمل وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو حتماً به ښه ژوند ورباندې تېر كړو او (آخرت كې به) د هغو نېكو عملونو چې دوى به كول، ښه بدله وركړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِذَا قَرَأْتَ ٱلْقُرْءَانَ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ مِنَ ٱلشَّيْطَٰنِ ٱلرَّجِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې ته قرأن لولې، له رټل شوي شيطانه په الله پورې پنا وغواړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُۥ لَيْسَ لَهُۥ سُلْطَٰنٌ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center حقيقت كې د ده په هغه چا څه برلاسى نشته چې ايمان يې راوړى او په خپل رب بروسه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا سُلْطَٰنُهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُۥ وَٱلَّذِينَ هُم بِهِۦ مُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغه برلاسى خو پر هغو كسانو دى چې له ده سره ملګرتيا كوي او هغوى چې له (الله) سره شريک جوړونكې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا بَدَّلْنَآ ءَايَةً مَّكَانَ ءَايَةٍ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوٓا۟ إِنَّمَآ أَنتَ مُفْتَرٍۭ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې د يو آيت پر ځاى بل آيت بدل كړو او الله ښه پوه دى چې څه رانازل كړي نو دوى وايي چې ته دروغ تړونكى يې، بلكى زياتره يې نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ نَزَّلَهُۥ رُوحُ ٱلْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِٱلْحَقِّ لِيُثَبِّتَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه دا خو سپېڅلې پرښتې په رښتيني ډول ستا د رب له خوا نازل كړى دى، تر څو مومنان پرې ټينـګ او د امر منونكو لپاره هدايت او زېرى وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُۥ بَشَرٌ لِّسَانُ ٱلَّذِى يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِىٌّ وَهَٰذَا لِسَانٌ عَرَبِىٌّ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ پوهېږو چې دوى وايي: كوم انسان ده ته ښوونه كوي! خو حال دا چې كوم كس ته دوى اشاره كوي، د هغه ژبه عجمي، او دا څرګنده عربى ژبه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ لَا يَهْدِيهِمُ ٱللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه الله هغو كسانو ته هدايت نه كوي چې د الله پر آيتونو باور نه کوي، او دوى لره به دردناک عذاب وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا يَفْتَرِى ٱلْكَذِبَ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَٰذِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په حقيقت كې هغه كسان دروغ جوړوي چې د الله پر آيتونو ايمان نه راوړي او همدوى دروغجنان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَن كَفَرَ بِٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ إِيمَٰنِهِۦٓ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُۥ مُطْمَئِنٌّۢ بِٱلْإِيمَٰنِ وَلَٰكِن مَّن شَرَحَ بِٱلْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ ٱللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څوک چې له ايمانه وروسته يې الله نه منكر شي، پرته له هغه چې مجبور كړى شي او زړه يې پر ايمان ډاډه وي (نو بيا خو خير دى) خو چا چې د زړه په خوښۍ سره كفر ومنلو، نو پر هغوى د الله له لوري غضب دى، او دوى (ټولو) ته ستر عذاب.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ ٱسْتَحَبُّوا۟ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا عَلَى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا ځكه چې هغوى د آخرت په مقابل كې د دنيا ژوند غوره وګڼلو او دا چې الله دغسې كافرانو خلكو ته (د ژغورنې) لار نه ښيي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَٰرِهِمْ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْغَٰفِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا هماغه خلک دي چې الله يې پر زړونو، غوږونو او سترګو مهر وهلى دى او همدوى غافلان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center حتمى ده چې همدوى به په آخرت كې تاوانيان وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ مِنۢ بَعْدِ مَا فُتِنُوا۟ ثُمَّ جَٰهَدُوا۟ وَصَبَرُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو بيا (بل لور ته) چا چې هجرت وكړ له هغه وروسته چې وځورېدل، بيا يې جهاد وكړ او صبر يې وكړ نو يقيناً له دې وروسته ستا رب بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ تَأْتِى كُلُّ نَفْسٍ تُجَٰدِلُ عَن نَّفْسِهَا وَتُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې هر ساكښ به راځي او د خپل ځان لپاره به جګړه كوي او هر چاته به د خپل عمل پوره بدله وركړل شي او په دوى به (هېڅ) ظلم نه كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ ءَامِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ ٱللَّهِ فَأَذَٰقَهَا ٱللَّهُ لِبَاسَ ٱلْجُوعِ وَٱلْخَوْفِ بِمَا كَانُوا۟ يَصْنَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله د يو كلي مثال بيانوي چې بې غمه ډاډه پروت و، او له هر لوري پرېمانه روزي ورته راتله خو بيا يې د الله د نعمتونو ناشكري وكړه نو الله د لوږې او ډار خوند وروڅكلو د هغو عملونو په وجه چې دوى به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُولٌ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ ٱلْعَذَابُ وَهُمْ ظَٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى ته له خپل قوم څخه يو رسول هم ورغلى و خو دروغجن يې وګڼلو نو عذاب راګير كړل په داسې حال کې چې دوى ظالمان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكُلُوا۟ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ حَلَٰلًا طَيِّبًا وَٱشْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو له هغه څه نه چې الله در روزي كړي دي حلال پاک شيان خورئ، كه چېرې تاسو د هغه (رښتینی) عبادت كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ ٱلْمَيْتَةَ وَٱلدَّمَ وَلَحْمَ ٱلْخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ ٱللَّهِ بِهِۦ فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه خو پر تاسو یوازې مرداره، وينه، د خنزير غوښه او هغه څه حرام كړي چې د غير الله نوم پرې اخيستل شوى وي. نو كه څوک مجبور شو نو چى سركښي او زياتى كوونكى نه وي نو بيا الله بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ ٱلْكَذِبَ هَٰذَا حَلَٰلٌ وَهَٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه څه ته چې خپله يې ستاسو ژبې په دروغو بيانوي دا حلال او دا حرام مه واياست چې په الله پورې دروغ تړئ، يقيناً هغوى چې الله پورې دروغ تړي (هېڅكله) نه بريالي كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَتَٰعٌ قَلِيلٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا لږه ګټه اخيستنه ده، بيا به د دوى لپاره دردناک عذاب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعَلَى ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَمَا ظَلَمْنَٰهُمْ وَلَٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (خاص) پر يهودو مو هغه څه حرام كړي چې مخكې مو درته بيان كړي دي، او موږ خو څه ظلم نه دى پرې كړى، خپله دوى پر ځانو ظلم كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُوا۟ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَٰلَةٍ ثُمَّ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا هم ستا رب هغو كسانو لپاره چې په ناپوهۍ سره يې ناوړه عمل وكړ، بيا يې له هغه وروسته توبه وكړه او سم كارونه يې وكړل نو يقيناً ستا رب له هغه وروسته خامخا بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ إِبْرَٰهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِّلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه ابراهيم (په يوازې ځان) يو امت و، الله ته غاړه اېښودونكى حق پلوى (سړى) و، او (هېڅكله) له مشركانو څخه نه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
شَاكِرًا لِّأَنْعُمِهِ ٱجْتَبَىٰهُ وَهَدَىٰهُ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغه د نعمتونو شكر وېستونكى و، الله هغه غوره او سمې لارې ته وربرابر كړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَءَاتَيْنَٰهُ فِى ٱلدُّنْيَا حَسَنَةً وَإِنَّهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دنيا كې مو ښيګڼه وركړه او په اخرت كې به يقيناً له صالحانو څخه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ أَنِ ٱتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو تاته (هم) دا وحى وكړه چې د ابراهيم د دين تابعداري كوه چې حق پلوى و، او له مشركانو نه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا جُعِلَ ٱلسَّبْتُ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خبره دا ده چې د خالي ورځې (درناوى) پر هغو خلكو ټاكل شوى و چې هغوى پكې اختلاف وكړ، او ستا رب به خامخا د قيامت په ورځ د هغوى ترمنځ په هغه څه كې فيصله وكړي چې دوى پكې اختلاف كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱدْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِٱلْحِكْمَةِ وَٱلْمَوْعِظَةِ ٱلْحَسَنَةِ وَجَٰدِلْهُم بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهْتَدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلنه كوه د خپل رب لارې ته په حكمت او غوره نصيحت او (خلكو سره) په ډېره ښه توګه بحث كوه، يقيناً هماغه ستا رب په هغه چا هم ډېر ښه پوه دى چې د ده له لارې اوښتى او همدى په لار موندونكو هم ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا۟ بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِۦ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِّلصَّٰبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه تاسې کسات اخلئ نو هغه شان کسات واخلئ چې څومره پر تاسي تيرى شوى وي؛ خو كه تاسې صبر وكړئ نو په دې كې شک نشته چې دا د صبر كوونكو لپاره ډيره ښه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِٱللَّهِ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِى ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او صبر كوه او ستا صبر د الله له توفيقه پرته په بل څه نه دى او د دوى په (حال) مه خپه كيږه، او په هغو دسيسو چې دوى يې كوي زړه تنګى كېږه مه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوا۟ وَّٱلَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه الله هغو كسانو سره (مل) دى چې تقوى كوي او هغوى چې نيک چاري دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الحجر
سورت الإسراء ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.