caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت ابراهيم ابراهيم

۵۲ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۷۲

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الٓر كِتَٰبٌ أَنزَلْنَٰهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ ٱلنَّاسَ مِنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَمِيدِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالر [1]، دا (قراّن) يو كتاب دى چې تا ته مو نازل كړى تر څو خلك د هغوى د رب په اراده له تيارو څخه رڼا ته را وباسې، د ستايل شوي برلاسي الله لارې ته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهِ ٱلَّذِى لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَوَيْلٌ لِّلْكَٰفِرِينَ مِنْ عَذَابٍ شَدِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه الله چې د اسمانو او زمكې ټول شته هغه لره دي، او كافرانو لره د سخت عذاب تباهي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا عَلَى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا أُو۟لَٰٓئِكَ فِى ضَلَٰلٍۭ بَعِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې پر اخرت باندې د دنيا ژوند خوښوي او د الله لارې نه ايسارول كوي او كوږوالى يې لټوي، هماغه كسان په لرې ګمراهۍ كې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِۦ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ فَيُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هيڅ پېغمبر مو د خپل قوم له ژبې پرته په بله نه دى لېږلى تر څو ښه څرګندونه ورته وكړي، نو بيا چې الله وغواړي څوك بې لارې كوي او چا ته سمه لار ښايي او هماغه حكمت والا برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَآ أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ وَذَكِّرْهُم بِأَيَّىٰمِ ٱللَّهِ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو شك نشته چې موسى مو له خپلو نښو سره لېږلى و، چې قوم دې له تيارو څخه رڼا ته راوباسه او د الله (عبرتناكې) ورځې وريادې كړه، بې شكه په دې (پېښو) كې هر صبرناك شكر وېستونكي لره خامخا (سترې) نښې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ أَنجَىٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ وَيُذَبِّحُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ وَفِى ذَٰلِكُم بَلَآءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې موسى خپل قوم ته وويل: پر تاسو د الله هغه نعمت درياد كړئ چې له فرعونیانو يې وژغورلئ، چې تاسو به يې سخت كړولئ، زامن به يې درته حلالول او ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې مو د خپل رب له لوري لوى ازميښت و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِى لَشَدِيدٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې خپل رب مو خبردار كړئ چې كه شكر مو ووېستو نو خامخا به (نعمتونه) در زيات كړم، او كه ناشكري مو وكړه نو بې شکه زما عذاب ډېر سخت دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ مُوسَىٰٓ إِن تَكْفُرُوٓا۟ أَنتُمْ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا فَإِنَّ ٱللَّهَ لَغَنِىٌّ حَمِيدٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې موسى وويل: كه تاسو او څوك چې په زمكه كې دي ټول كافران شي نو بې شكه (بيا هم) الله خامخا بې نيازه ستايل شوى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَؤُا۟ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعْدِهِمْ لَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا ٱللَّهُ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَرَدُّوٓا۟ أَيْدِيَهُمْ فِىٓ أَفْوَٰهِهِمْ وَقَالُوٓا۟ إِنَّا كَفَرْنَا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ وَإِنَّا لَفِى شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُونَنَآ إِلَيْهِ مُرِيبٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا تاسو ته د ړومبنيو خلكو څه خبر ندى راغلى؟ د نوح قوم، عاديان، ثموديان او تر دوى وروسته خلكو چې الله نه پرته بل چا ته ندي معلوم، چې زموږ پېغمبران له څرګندو نښو سره ورغلي وو خو هغوى پر خپلو خولو لاسونه كېښودل او ويل يې چې له كوم پيغام سره تاسو راغلي ياست موږ هغه نه منو او بې شکه موږ د هغه څه په هكله چې تاسو مو وربولئ پرېشانوونكي شك كې يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِى ٱللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى قَالُوٓا۟ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا تُرِيدُونَ أَن تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَٰنٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپېغمبرانو يې وويل: اّيا په الله كې شك دى چې د اسمانو او زمكې پيدا كوونكى دى، تاسو ته بلنه دركوي چې څه ګناهونه مو درته وبخښي او تر يوې ټاكلې مودې پورې مهلت دركړي، دوى وويل: نه یاست تاسي مګر زموږ په شان بشر ياست، غواړئ له هغه څه مو ايسار كړئ چې زموږ پلرونو یې عبادت کولو، پس يو څرګند دليل خو راته راوړئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِن نَّحْنُ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَمُنُّ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَمَا كَانَ لَنَآ أَن نَّأْتِيَكُم بِسُلْطَٰنٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپېغمبرانو يې ورته وويل: موږ ستاسو په شان له بشر پرته نور څه نه يو، خو الله چې له خپلو بندګانو هر چا ته وغواړي احسان پرې كوي او دا مو هم په واك كې نده چې د الله له حكمه پرته كوم سند درته راوړو او پر هماغه الله دې مومنان بروسه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا لَنَآ أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى ٱللَّهِ وَقَدْ هَدَىٰنَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَىٰ مَآ ءَاذَيْتُمُونَا وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ولې به پر الله توكل نه كوو حال دا چې هماغه موږ ته د خپلو لارو ښوونه كړې ده او خامخا به صبر كوو پر هغو كړاونو چې تاسو رارسولي او پر الله دې بروسه كوي بروسه كوونكي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُم مِّنْ أَرْضِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِى مِلَّتِنَا فَأَوْحَىٰٓ إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې كافران شوي وو خپلو پېغمبرانو ته يې وويل چې موږ به خامخا تاسو له خپلې سيمې وباسو او يا به بېرته زموږ دين ته راګرځئ، نو بيا هغوى ته خپل رب وحي وکړه چې موږ به دا ظالمان خامخا هلاكوو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ ٱلْأَرْضَ مِنۢ بَعْدِهِمْ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِى وَخَافَ وَعِيدِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو خامخا به دغه زمكه كې له دوى وروسته تاسو مېشت كړو، دا د هغه چا لپاره چې زما په وړاندې درېدلو نه وېريږي او زما (د عذاب) له ژمنې وېريږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱسْتَفْتَحُوا۟ وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (كافرانو) فيصله وغوښته او هر كبرجن سركښ نامراده شو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مِّن وَرَآئِهِۦ جَهَنَّمُ وَيُسْقَىٰ مِن مَّآءٍ صَدِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له دې وړاندې جهنم دى او د زوو اوبه به ورڅښلى شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَتَجَرَّعُهُۥ وَلَا يَكَادُ يُسِيغُهُۥ وَيَأْتِيهِ ٱلْمَوْتُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَمَا هُوَ بِمَيِّتٍ وَمِن وَرَآئِهِۦ عَذَابٌ غَلِيظٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې په غړپونو به يې څښي او په اسانه به يې تېرولى نه شي او له هرې خوا به مرګ ورته راځي خو دى به مړه كېدونكی نه وي او بيا وړاندې يې يو سخت عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّثَلُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِرَبِّهِمْ أَعْمَٰلُهُمْ كَرَمَادٍ ٱشْتَدَّتْ بِهِ ٱلرِّيحُ فِى يَوْمٍ عَاصِفٍ لَّا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا۟ عَلَىٰ شَىْءٍ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلضَّلَٰلُ ٱلْبَعِيدُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغو مثال چې په خپل رب كافران شوي دي، عملونه يې د هغو ايرو په شان دي چې په كومه توپاني ورځ سخته سيلۍ ورباندې راشي، دوى به د خپلو عملونو په هيڅ (ګټه) وس ونشي، همدا (له حقه) لرې ګمراهي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا ته نه وينې چې الله اسمانونه او زمكه په حقه پيدا كړي كه هغه وغواړي تاسو به له منځه يوسي او يو نوى مخلوق به راولي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ بِعَزِيزٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا خو الله ته هيڅ ګرانه نه ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَبَرَزُوا۟ لِلَّهِ جَمِيعًا فَقَالَ ٱلضُّعَفَٰٓؤُا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ قَالُوا۟ لَوْ هَدَىٰنَا ٱللَّهُ لَهَدَيْنَٰكُمْ سَوَآءٌ عَلَيْنَآ أَجَزِعْنَآ أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِن مَّحِيصٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى ټول به د الله پر وړاندې ورڅرګند شي نو بيا به كمزوري هغو خلكو ته چې لويي يې كوله ووايي چې موږ خو ستاسو پېروان وو، نو آيا (اوس) تاسو د الله له عذابه څه شي رانه ايسارولى شئ؟ هغوى به ووايي: كه موږ ته الله سمه لار ښوولې وى نو خامخا به مو تاسو ته هم ښوولې وه، (اوس) پر موږ برابره ده، كه څه شور فرياد كوو او يا صبر كوو، هيڅ د خلاصي ځاي مو نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ ٱلشَّيْطَٰنُ لَمَّا قُضِىَ ٱلْأَمْرُ إِنَّ ٱللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ ٱلْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِىَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَٰنٍ إِلَّآ أَن دَعَوْتُكُمْ فَٱسْتَجَبْتُمْ لِى فَلَا تَلُومُونِى وَلُومُوٓا۟ أَنفُسَكُم مَّآ أَنَا۠ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَآ أَنتُم بِمُصْرِخِىَّ إِنِّى كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ إِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو شيطان به ووايي كله چې پرېکړه وكړى شي: بې شكه الله ریښتينې ژمنه درسره كړې وه او ما هم ژمنه كړې وه خو مخالفت مې وكړ، او پر تاسو خو مې څه واكمني نه وه، پرته له دې چې څه ژمنه مې درسره وكړه نو تاسو راسره ومنله نو (اوس) ما مه ګرموئ او خپل ځانونه پړ وګڼئ، (دلته) نه زه ستاسو فرياد ته رسېدلى شم او نه تاسو زما فرياد ته، بې شکه زه له هغه څه منكر يم چې تاسو مخكې شريك ګرځولى وم، د داسې ظالمانو لپاره خامخا دردناك عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأُدْخِلَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَٰمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چا چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي هغوى به د خپل رب په حكم داسې جنتونو ته ننوېستل شي چې ترې لاندې به ويالې بهيږي، تلپاتې په هغو كې، هلته به يې هر كلى د سلامتيا په مباركۍ ويلو سره وشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِى ٱلسَّمَآءِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا ته نه ګورې چې الله د سپېڅلې كلمې مثال څنګه ښودلى؟ لكه يوه ښه ونه چې جرړې يې (په ځمكه كې) خښې وي او څانګې يې تر اّسمانه رسېدلې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تُؤْتِىٓ أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍۭ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې هر وخت د خپل رب په حكم سره خپلې مېوې راوړي او الله خلكو ته دا مثالونه (ځكه) بيانوي چې ښايي هغوى پند واخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ ٱجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ ٱلْأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د ناولې كلمې مثال د يوې بد ذاتې ونې په شان دى چې د زمكې (له مخ) نه راوېستل شوې او هيڅ کلکوالى يې نه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُثَبِّتُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱلْقَوْلِ ٱلثَّابِتِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَيُضِلُّ ٱللَّهُ ٱلظَّٰلِمِينَ وَيَفْعَلُ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله ايمان راوړونكي هم د دنيا په ژوند كې او هم اّخرت كې په (هماغه) ثابته خبره كلك پاتې كوي او ظالمان (له هغې نه) بې لارې كوي او الله چې څه وغواړي هماغه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ بَدَّلُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا۟ قَوْمَهُمْ دَارَ ٱلْبَوَارِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا هغه خلك دې وليدل چې د الله نعمت يې په ناشكرۍ بدل كړ او خپل قوم يې هم د هلاكت په كور دېره كړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا وَبِئْسَ ٱلْقَرَارُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerجهنم چې ورننوځي به او ډېر بد استوګنځى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَعَلُوا۟ لِلَّهِ أَندَادًا لِّيُضِلُّوا۟ عَن سَبِيلِهِۦ قُلْ تَمَتَّعُوا۟ فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى ٱلنَّارِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله لره يې څه سيالان وټاكل تر څو د هغه له لارې يې واړوي، ورته ووايه: مزې كوئ، بې شکه ستاسو ورتګ (اّخر) د اور خوا ته دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُل لِّعِبَادِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌ لَّا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خِلَٰلٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزما هغو بندګانو ته ووايه چې ايمان يې راوړی دا چې لمونځ دې ترسره كوي او له هغه څه چې موږ ور په برخه كړي پټ او ښكاره لګښت وكړي، له هغه مخكې چې يوه (داسې) ورځ راشي چې نه پكې خرڅلاو وي او نه كومه دوستي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَخْرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلْفُلْكَ لِتَجْرِىَ فِى ٱلْبَحْرِ بِأَمْرِهِۦ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلْأَنْهَٰرَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله هماغه ذات دى چې اسمانونه او زمكه يې پيدا كړل او له اسمانه يې اوبه نازلې كړې چې بيا يې په هغو سره ستاسو د روزۍ لپاره هر ډول مېوې راووېستې او ستاسو لپاره يې بېړۍ په كار واچوله چې د هغه په حكم په سمندر كې روانه شي او سيندونه يې (هم) ستاسو لپاره په كار واچول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ دَآئِبَيْنِ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو لمر او سپوږمۍ يې درته په كار لګولي چې له قانون سره سم چليږي او (همدارنګه) شپه او ورځ يې په كار درته لګولي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَءَاتَىٰكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِن تَعُدُّوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ لَا تُحْصُوهَآ إِنَّ ٱلْإِنسَٰنَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هر څه مو چې وغوښتل هغه يې دركړل او كه تاسو وغواړئ چې د الله نعمتونه وشمېرئ نو شمېرلى يې نه شئ، بې شكه انسان ډېر بې انصافه او نا شكره دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِيمُ رَبِّ ٱجْعَلْ هَٰذَا ٱلْبَلَدَ ءَامِنًا وَٱجْنُبْنِى وَبَنِىَّ أَن نَّعْبُدَ ٱلْأَصْنَامَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې ابراهيم وويل: زما ربه! دا يو د امن ښار وګرځوه او ما او زامن مې له دې وساتې چې د بتانو عبادت وکړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِّنَ ٱلنَّاسِ فَمَن تَبِعَنِى فَإِنَّهُۥ مِنِّى وَمَنْ عَصَانِى فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزما ربه! دغو (بتانو) خو زياتره خلك بې لارې كړي دي نو څوك چې ما پسې ولاړ هغه زما دى او چا چې زما مخالفت وكړ نو بيا هم ته مهربان بخښونكى يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَّبَّنَآ إِنِّىٓ أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِى بِوَادٍ غَيْرِ ذِى زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ ٱلْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱجْعَلْ أَفْـِٔدَةً مِّنَ ٱلنَّاسِ تَهْوِىٓ إِلَيْهِمْ وَٱرْزُقْهُم مِّنَ ٱلثَّمَرَٰتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزموږ ربه! بې شكه ما خپله ځينې اولاده په يو بې كښته ناو كې ستا د عزتمند كور خواته مېشت كړې ده، زموږ ربه! دا د دې لپاره چې دوى لمونځ ترسره كړي نو د خلكو زړونه د دوى په طرف وهڅوه او د هر ډول مېوو نه روزي وركړې چې دوى شكر وباسي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَبَّنَآ إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِى وَمَا نُعْلِنُ وَمَا يَخْفَىٰ عَلَى ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزموږ ربه بې شکه تا ته هغه هم معلوم دي چې موږ يې پټوو او هغه څه هم چې څرګندوو يې او الله نه هيڅ شى نه په زمكه پټېډى شي او نه په اسمان كې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى وَهَبَ لِى عَلَى ٱلْكِبَرِ إِسْمَٰعِيلَ وَإِسْحَٰقَ إِنَّ رَبِّى لَسَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه الله لره ستاينه ده چې بوډا توب كې يې اسماعيل او اسحاق (زامن) راكړل، بې شکه رب مې خامخا د دعا اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَبِّ ٱجْعَلْنِى مُقِيمَ ٱلصَّلَوٰةِ وَمِن ذُرِّيَّتِى رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزما ربه! ما (هم) ښه لمونځ كونكى وګرځوې او له اولادې مې هم (داسې خلك پيدا كړه) زموږ ربه! او دعا مو قبوله كړې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَبَّنَا ٱغْفِرْ لِى وَلِوَٰلِدَىَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ ٱلْحِسَابُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزموږ ربه! ما ته بخښنه وكړې، مور او پلار ته مې او مومنانو ته، هغه ورځ چې حساب قائميږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تَحْسَبَنَّ ٱللَّهَ غَٰفِلًا عَمَّا يَعْمَلُ ٱلظَّٰلِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ ٱلْأَبْصَٰرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هيڅكله الله د ظالمانو له هغو عملونو بې خبره مه ګڼه چې دوى يې كوي، بې شکه خبره دا ده چې هغې ورځې ته يې ځنډوي چې سترګې به وركې رډې پاتې شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مُهْطِعِينَ مُقْنِعِى رُءُوسِهِمْ لَا يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ وَأَفْـِٔدَتُهُمْ هَوَآءٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنېغ سرونه به (بلونکي لور ته ذلیله) ځغلي، سترګې به يې نه رپيږي، او زړونه به یې تش وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَنذِرِ ٱلنَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ ٱلْعَذَابُ فَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ رَبَّنَآ أَخِّرْنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٍ قَرِيبٍ نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ ٱلرُّسُلَ أَوَلَمْ تَكُونُوٓا۟ أَقْسَمْتُم مِّن قَبْلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغې ورځې دا خلك ووېروه چې عذاب ورته راځي نو چا چې ظلم كړى وي هغوى به وايي: زموږ ربه! موږ تر يوې لنډې مودې پورې وځنډوه چې ستا بلنه ومنو او د پېغمبرانو پېروي وكړو، (ورته وبه ويل شي) آيا تاسو به قسمونه نه كول چې موږ هيڅ زوال نه لرو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَسَكَنتُمْ فِى مَسَٰكِنِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ ٱلْأَمْثَالَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو حال دا چې تاسو د هماغو خلكو په كليو كې اوسېدلئ چې پر خپلو ځانو يې ظلم كړى و او (دا هم) درته څرګنده شوه چې موږ له هغوى سره څه وكړل او (ډېر) مثالونه مو درته بيان كړي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَدْ مَكَرُوا۟ مَكْرَهُمْ وَعِندَ ٱللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ ٱلْجِبَالُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو خامخا هغوى خپلې دسيسې په كار واچولې خو الله سره يې هم د چلونو ځواب و، او چلونه خو يې څه داسې نه وو چې غرونه بې ځايه كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَا تَحْسَبَنَّ ٱللَّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِۦ رُسُلَهُۥٓ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ ذُو ٱنتِقَامٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هيڅكله الله د خپلو پېغمبرانو سره د ژمنې ماتوونكى ونه ګڼې، بې شكه الله برلاسى بدل اخيستونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ تُبَدَّلُ ٱلْأَرْضُ غَيْرَ ٱلْأَرْضِ وَٱلسَّمَٰوَٰتُ وَبَرَزُوا۟ لِلَّهِ ٱلْوَٰحِدِ ٱلْقَهَّارِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې زمكه او اسمانونه به بدل كړى شي او ټول خلك به يو غالب الله ته ورڅرګند حاضر شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَتَرَى ٱلْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ مُّقَرَّنِينَ فِى ٱلْأَصْفَادِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هغه ورځ به مجرمان ووینې چې په زولنو كې تړل شوي وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

سَرَابِيلُهُم مِّن قَطِرَانٍ وَتَغْشَىٰ وُجُوهَهُمُ ٱلنَّارُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكميسونه به يې د تاركولو وي او پر مخونو به يې اور خپرېدونكى وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِيَجْزِىَ ٱللَّهُ كُلَّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر څو هر كس ته الله د خپل عمل بدله وركړي، بې شكه الله زر حساب كوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هَٰذَا بَلَٰغٌ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُوا۟ بِهِۦ وَلِيَعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَٰبِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا د ټولو خلكو لپاره يو پيغام دى او د دې لپاره دى چې پرې خبردار كړى شي او په دې پوه شي چې بې شکه معبود يو دى او د عقلونو خاوندان پند واخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70