کور › سورتونه › سورت القلم
سورت القلم القلم
۵۲ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۲
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ نٓ وَٱلْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ن [1] قسم دى پر قلم او پر هغه څه چې ليكي يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَآ أَنتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نه يې ته په نعمت د رب ستا لیونی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ لَكَ لَأَجْرًا غَيْرَ مَمْنُونٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه ستا لپاره هرومرو نه ختمېدونكې بدله ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ته په رېښتيا پر سترو اخلاقو (سم) يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَسَتُبْصِرُ وَيُبْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو زر دی چې به ته هم ووینې او هغوى به هم وويني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بِأَييِّكُمُ ٱلْمَفْتُونُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې له تاسو په كوم يوه كې لېونتوب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهْتَدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په رېښتيا همغه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې له لارې يې اوښتى او همغه په لار موندونكو هم ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَا تُطِعِ ٱلْمُكَذِّبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د درواغ ګڼونكو پيروي مه کوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَدُّوا۟ لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى غواړي چې ته نرمي وكړې نو هغوى به هم نرمي وکړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او مه د هر قسم خور سپك (سړي) پيروي کوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَمَّازٍ مَّشَّآءٍۭ بِنَمِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې عیب ویونکی، او د خبرو وړونكى راوړونكى [چغلي کوونکی] وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّنَّاعٍ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د نېكۍ ايساروونكى، تېرى كوونكى ډیر بد کاره وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عُتُلٍّۭ بَعْدَ ذَٰلِكَ زَنِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بد زبانه سخت زړی دی (او) له دې (ټولو) وروسته ارمونی (حرامي) هم دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَن كَانَ ذَا مَالٍ وَبَنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دې چې هغه د مال او زامنو څښتن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ءَايَٰتُنَا قَالَ أَسَٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي، وايي د پخوانيو کيسې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَنَسِمُهُۥ عَلَى ٱلْخُرْطُومِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ به يې زر پر پوزه داغ وركېږدو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا بَلَوْنَٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَآ أَصْحَٰبَ ٱلْجَنَّةِ إِذْ أَقْسَمُوا۟ لَيَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په رېښتيا چې هغوى (مكى والا) مو داسې وازمويل لكه د يو بڼ څښتنان مو چې ازمويلي وو، کله چې هغوى قسم وكړ چې هرومرو به يې سهار وختي مېوې شكوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا يَسْتَثْنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ان شاء الله يې نه ويل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَطَافَ عَلَيْهَا طَآئِفٌ مِّن رَّبِّكَ وَهُمْ نَآئِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو راغی د شپې په هغې باندې د شپې راتلونکی عذاب له طرفه د رب ستا نه او دوی ویده وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَصْبَحَتْ كَٱلصَّرِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د رېبلي كښت غوندې شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَنَادَوْا۟ مُصْبِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا يې سهار يو بل ته نارې كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَنِ ٱغْدُوا۟ عَلَىٰ حَرْثِكُمْ إِن كُنتُمْ صَٰرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې خپل كښت ته به وختي ځئ كه د مېوې راټولوونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱنطَلَقُوا۟ وَهُمْ يَتَخَٰفَتُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو روان شول او پټ پټ سره غږېدل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَن لَّا يَدْخُلَنَّهَا ٱلْيَوْمَ عَلَيْكُم مِّسْكِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې نن خو به هلته يو بې وزله هم درباندې رانه شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَغَدَوْا۟ عَلَىٰ حَرْدٍ قَٰدِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او سهار وختي په ايسارولو (ښه) برلاسي روان شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا رَأَوْهَا قَالُوٓا۟ إِنَّا لَضَآلُّونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو كله يې چې وليد، وېلې: هرومرو مو لار غلطه كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نه، بلكې موږ (لكه چې) بې برخې شوي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَوْسَطُهُمْ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر ټولو منځني (غوره) يې وويل: ما نه درته ويل چې ولې تسبيح نه وايئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ سُبْحَٰنَ رَبِّنَآ إِنَّا كُنَّا ظَٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (بيا) هغوى (ټولو) وويل: زموږ پالونکي لره پاكي ده، په رېښتيا موږ ظالمان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَلَٰوَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ځينو يې پر ځينو پړه سره اچوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰوَيْلَنَآ إِنَّا كُنَّا طَٰغِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوی وویل: هاى بربادي ده موږ لره، یقینا موږ یو د حد نه تېریدونکي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عَسَىٰ رَبُّنَآ أَن يُبْدِلَنَا خَيْرًا مِّنْهَآ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا رَٰغِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ښايي زموږ رب په بدل كې ترې ښه (باغ) راكړي، موږ د خپل رب لور ته ورګرځو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَٰلِكَ ٱلْعَذَابُ وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center عذاب همداسې وي او د آخرت عذاب له دې هم لا ډېر لوى دی، خو كاشكې هغوى پوهېدلاى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له شکه د ځان ساتونکو لپاره يې له خپل پالونکي سره له نعمتونو ډك جنتونه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَنَجْعَلُ ٱلْمُسْلِمِينَ كَٱلْمُجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو آيا موږ به مسلمانان د مجرمانو په څېر كړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څه درباندې شوي؟ دا څنګه پرېکړه كوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ لَكُمْ كِتَٰبٌ فِيهِ تَدْرُسُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا له تاسي سره كوم كتاب دى چې په هغه کې لوستل کوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ لَكُمْ فِيهِ لَمَا تَخَيَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې تاسې لپاره هلته هرومرو همغه څه دي چې خوښوئ يې؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ لَكُمْ أَيْمَٰنٌ عَلَيْنَا بَٰلِغَةٌ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ إِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا تاسې لره تر قيامته پر موږ دا ژمنې دي چې ستاسو لپاره به همغه څه وي چې تاسې خپله يې پرېكړه كوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَلْهُمْ أَيُّهُم بِذَٰلِكَ زَعِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې پوښته چې كوم يو يې په دې خبره ضامن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ فَلْيَأْتُوا۟ بِشُرَكَآئِهِمْ إِن كَانُوا۟ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا د هغوى څه شريكان دي (چې ذمه يې وهلې) نو خپل شريكان دې راولي، كه هغوى رېښتيني وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى ٱلسُّجُودِ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په كومه ورځ چې سخته وېره راشي او هغوى سجدې كولو ته وبلل شي نو بيا به يې نه شي كولاى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خَٰشِعَةً أَبْصَٰرُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ وَقَدْ كَانُوا۟ يُدْعَوْنَ إِلَى ٱلسُّجُودِ وَهُمْ سَٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center سترګې به يې ټېټې او رسوايي به پرې خپرېدونكې وي. حال دا چې (په دنيا كې) سجدې ته بلل كېدل او هغوى روغ جوړ وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَذَرْنِى وَمَن يُكَذِّبُ بِهَٰذَا ٱلْحَدِيثِ سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ته ما او هغه څوك سره پرېږده چې دا خبره درواغ ګڼي. موږ به يې داسې په كرار كرار راونيسو چې هغوى به نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأُمْلِى لَهُمْ إِنَّ كَيْدِى مَتِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او مهلت وركوم، بېشکه زما تدبير (پلان) ډېر پوخ دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ تَسْـَٔلُهُمْ أَجْرًا فَهُم مِّن مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا ته څه بدله ترې غواړې چې هغوى د تاوان تر پېټي لاندې درانه شوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ عِندَهُمُ ٱلْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا له هغوى سره د پټو پوهه ده چې هغوى يې ليكي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُن كَصَاحِبِ ٱلْحُوتِ إِذْ نَادَىٰ وَهُوَ مَكْظُومٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د خپل رب حكم ته صبر كوه او د ماهی والا غوندې مه كېږه چې نارې يې كړې او له غمه ډك شوى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّوْلَآ أَن تَدَٰرَكَهُۥ نِعْمَةٌ مِّن رَّبِّهِۦ لَنُبِذَ بِٱلْعَرَآءِ وَهُوَ مَذْمُومٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه د هغه د پالونکي لخوا لورينه ورباندې نه واى شوې نو هرومرو به ملامت شوى په يوه سپېره ډاګ غورځېدلى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱجْتَبَٰهُ رَبُّهُۥ فَجَعَلَهُۥ مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو خپل پالونکي يې غوره کړ او له نېکانو يې وګرځولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن يَكَادُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَٰرِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا۟ ٱلذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُۥ لَمَجْنُونٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې هغه کسان چې کفر يې کړی دا نصيحت اوري نو نېږدې وي چې په خپلو سترګو دې له ځايه وښويوي او وايي چې هغه هرومرو لېونى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center حال دا چې هغه د ټولو نړيوالو لپاره پرته له يو پنده بل څه نه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الملك
سورت الحاقة ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.