کور › سورتونه › سورت الملك
سورت الملك الملك
۳۰ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۷۷
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ تَبَٰرَكَ ٱلَّذِى بِيَدِهِ ٱلْمُلْكُ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ډېر لوی او لوړ دى هغه ذات چې د هغه په لاس کې پاچاهي ده او هغه پر هر شي واکمن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْمَوْتَ وَٱلْحَيَوٰةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْغَفُورُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پېدا كړ څو تاسي وازمايي چې له تاسې څخه كوم يو د ډېر ښه عمل كوونكى دى. او هغه زورور او بخښونكى دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِى خَلَقَ سَبْعَ سَمَٰوَٰتٍ طِبَاقًا مَّا تَرَىٰ فِى خَلْقِ ٱلرَّحْمَٰنِ مِن تَفَٰوُتٍ فَٱرْجِعِ ٱلْبَصَرَ هَلْ تَرَىٰ مِن فُطُورٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه چې لاندې باندې يې اوه آسمانونه پيدا كړي، ته به د رحمان (الله) په پيدايښت كې هيڅ ګډوډي (بې نظمي) ونه مومې. بيا وګوره، آيا څه نيمګړتيا وينې؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ ٱرْجِعِ ٱلْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنقَلِبْ إِلَيْكَ ٱلْبَصَرُ خَاسِئًا وَهُوَ حَسِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا بيا سترګې واړوه ستا نظر به ستومانه نامراده بېرته درستون شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنْيَا بِمَصَٰبِيحَ وَجَعَلْنَٰهَا رُجُومًا لِّلشَّيَٰطِينِ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ ٱلسَّعِيرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه موږ نېږدې آسمان په چراغونو ښکلی كړى او هغه مو د شيطانانو لپاره ويشتونكي ګرځولي او هغوى (کافرانو) ته مو د بل اور عذاب چمتو كړى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغو کسانو لره چې پر خپل پالونکي يې کفر کړی د دوزخ سزا ده او هغه د ورتـګ ډېر بد ځاى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذَآ أُلْقُوا۟ فِيهَا سَمِعُوا۟ لَهَا شَهِيقًا وَهِىَ تَفُورُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې دوى پكې وغورځول شي نو غړمبېدل به يې واوري او هغه به خوټيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ ٱلْغَيْظِ كُلَّمَآ أُلْقِىَ فِيهَا فَوْجٌ سَأَلَهُمْ خَزَنَتُهَآ أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَذِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نږدې به وي چې له (ډېرې) غوسې وچوي، هر كله چې كومه ډله پكې وغورځول شي نو څوكيداران به يې وپوښتي چې آيا كوم وېروونكى نه و درغلى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ بَلَىٰ قَدْ جَآءَنَا نَذِيرٌ فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ ٱللَّهُ مِن شَىْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِى ضَلَٰلٍ كَبِيرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى به وايي: ولې نه، موږ ته وېروونكى راغلى و خو هغه مو درواغجن وګڼلو او ومو ويل چې الله هيڅ شى نه دي رانازل كړي، تاسې له لويې لار ورکۍ پرته بل څه كې نه ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِىٓ أَصْحَٰبِ ٱلسَّعِيرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وايي به: كه موږ اورېدلاى يا پوهېدلاى، (اوس به) په دوزخيانو كې نه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱعْتَرَفُوا۟ بِذَنۢبِهِمْ فَسُحْقًا لِّأَصْحَٰبِ ٱلسَّعِيرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو (همداسې) هغوى پر خپله ګناه اقرار وكړ، نو تباهي ده دوزخیانو لره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِٱلْغَيْبِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په رېښتيا كوم كسان چې پر پټو له خپل پالونکي وېريږي، هغوى لره بخښنه او ستره بدله ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَسِرُّوا۟ قَوْلَكُمْ أَوِ ٱجْهَرُوا۟ بِهِۦٓ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تاسې كه پټې خبرې كوئ يايې ښكاره کوئ، هغه آن د زړونو په رازونو خبر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ ٱللَّطِيفُ ٱلْخَبِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغه (به) نه پوهيږي چې (هر څه يې) پيدا كړي دي؟ حال دا چې هغه په باريكيو پوه او ښه خبردار دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ ذَلُولًا فَٱمْشُوا۟ فِى مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا۟ مِن رِّزْقِهِۦ وَإِلَيْهِ ٱلنُّشُورُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همغه ذات دى چې تاسې ته يې ځمكه اېل كړې، تاسې يې په څنډو (يا لارو) كې ګرځئ او د هغه روزي خورئ او همغه ته مو بيا ژوندي راپورته كېدل دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ءَأَمِنتُم مَّن فِى ٱلسَّمَآءِ أَن يَخْسِفَ بِكُمُ ٱلْأَرْضَ فَإِذَا هِىَ تَمُورُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا له هغه ذاته بې غمه ياست چې په آسمان كې دى، چې په ځمكه مو ښخ كړي او يو دم هغه (ځمكه) سره خوځيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ أَمِنتُم مَّن فِى ٱلسَّمَآءِ أَن يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا فَسَتَعْلَمُونَ كَيْفَ نَذِيرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا په امن یاست (نه ویریږئ) له هغه ذات نه چې په آسمان كې دى چې را وبه لیږي پر تاسې كاڼي، نو پوه به شئ چې څنګه دي ویرول زما.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هغوى مخكې چې كوم خلك وو، هغوى هم (رسولان) درواغجن ګڼلي و، نو بيا زما عذاب (يا نيول) څنګه و؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَى ٱلطَّيْرِ فَوْقَهُمْ صَٰٓفَّٰتٍ وَيَقْبِضْنَ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا ٱلرَّحْمَٰنُ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَىْءٍۭ بَصِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغوى خپل له پاسه مرغان وزرونه غوړوونكي او راټولوونكي نه دي كتلي؟ له رحمانه پرته يې بل څوك (په هوا كې) نه نيسي، بېشكه همغه د هر څه ښه ليدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمَّنْ هَٰذَا ٱلَّذِى هُوَ جُندٌ لَّكُمْ يَنصُرُكُم مِّن دُونِ ٱلرَّحْمَٰنِ إِنِ ٱلْكَٰفِرُونَ إِلَّا فِى غُرُورٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا دا څوك دى چې هغه تاسي لپاره لښكر وي او د رحمان پر وړاندې مو مرسته وكړي؟ كافران يوازې په دوکه کې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمَّنْ هَٰذَا ٱلَّذِى يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُۥ بَل لَّجُّوا۟ فِى عُتُوٍّ وَنُفُورٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا دا څوك دى چې تاسي ته روزي دركړي كه چېرې هغه (الله) خپله روزي بنده كړي؟ په اصل كې هغوى په سرغړاوي او کرکه كې خښ ننوتي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَمَن يَمْشِى مُكِبًّا عَلَىٰ وَجْهِهِۦٓ أَهْدَىٰٓ أَمَّن يَمْشِى سَوِيًّا عَلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا څوك چې پړمخې روان وي ښه لارموندونكى دى يا څوک چې سم برابر په نېغه لاره ځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ هُوَ ٱلَّذِىٓ أَنشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ته ووايه هغه داسې ذات دی چې تاسو یې پیدا کړي یاست او تاسو لره یې غوږونه او سترګې او زړونه جوړ کړي دي، ډېر لږ شکر وباسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ هُوَ ٱلَّذِى ذَرَأَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: همغه (الله) دى چې تاسي يې پر ځمكه كې خپاره كړئ او د همغه لور ته به ورغونډ كړى شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى وايي: دا ژمنه به كله وي؟ كه تاسي رېښتيني ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنَّمَا ٱلْعِلْمُ عِندَ ٱللَّهِ وَإِنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: دا علم خو يوازې له الله سره دى او زه خو ايله يو څرګند وېروونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا رَأَوْهُ زُلْفَةً سِيٓـَٔتْ وُجُوهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَقِيلَ هَٰذَا ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تَدَّعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا چې دوى هغه له نېږدې ووينې، د كافرانو مخونه به بدرنګه شي او وبه ويل شي: دا همغه څه دي چې تاسې يې غوښتنه كوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَهْلَكَنِىَ ٱللَّهُ وَمَن مَّعِىَ أَوْ رَحِمَنَا فَمَن يُجِيرُ ٱلْكَٰفِرِينَ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: ما خبر كړئ، كه چېرى الله ما او زما ملګري تباه كړي يا رحم راباندې وكړي نو بيا به كافران له دردوونکي عذابه څوك ژغوري؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ هُوَ ٱلرَّحْمَٰنُ ءَامَنَّا بِهِۦ وَعَلَيْهِ تَوَكَّلْنَا فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ فِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: همغه رحمان دى چې موږ پرې ايمان راوړى او پر هغه مو بروسه کړې، نو تاسې به ژر پوه شئ چې څوك په ښكاره بې لارۍ كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَآؤُكُمْ غَوْرًا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَآءٍ مَّعِينٍۭ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: ماته خبر راكړئ چې كه ستاسو اوبه ښكته ننوځي، بيا به څوك روانې اوبه درته راولي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت التحريم
سورت القلم ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.