caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الطور الطور

۴۹ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۷۶

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ وَٱلطُّورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه طور (غره) قسم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكِتَٰبٍ مَّسْطُورٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په ليكلي كتاب.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فِى رَقٍّ مَّنشُورٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه پرانيستې پاڼه كې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْبَيْتِ ٱلْمَعْمُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په ودان شوي كور.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلسَّقْفِ ٱلْمَرْفُوعِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پورته شوي چت باندې قسم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْبَحْرِ ٱلْمَسْجُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په ډک شوي سمندر.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَٰقِعٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې په رېښتيا ستا د رب عذاب پېښېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّا لَهُۥ مِن دَافِعٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهيڅوک يې ايسارونكى نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ تَمُورُ ٱلسَّمَآءُ مَوْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې آسمان په (سختو) خوځېدلو سره وخوځيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَتَسِيرُ ٱلْجِبَالُ سَيْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو غرونه روان وچليږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَوَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ هُمْ فِى خَوْضٍ يَلْعَبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې په چټي خبرو جوړولو كې ساعت تېرى كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ يُدَعُّونَ إِلَىٰ نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې په ټېلو ټېلو د جهنم اور ته ټېل وهل شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هَٰذِهِ ٱلنَّارُ ٱلَّتِى كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا همغه اور دى چې تاسو به درواغ ګڼلو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَسِحْرٌ هَٰذَآ أَمْ أَنتُمْ لَا تُبْصِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerښه نو دا كوډې دي كه يې تاسي وينئ نه؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱصْلَوْهَا فَٱصْبِرُوٓا۟ أَوْ لَا تَصْبِرُوا۟ سَوَآءٌ عَلَيْكُمْ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورننوځئ (اوس) نو كه صبر كوئ او يا صبر نه كوئ، درته یو شی دي، تاسو ته ايله د هغه څه بدله دركول كيږي چې كول به مو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى جَنَّٰتٍ وَنَعِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه متقيان به په باغو او نعمتو كې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٰكِهِينَ بِمَآ ءَاتَىٰهُمْ رَبُّهُمْ وَوَقَىٰهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ ٱلْجَحِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅه چې خپل رب يې وركړي په هغو به خوشاله وي او خپل رب به يې د جهنم له عذابه وساتي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ هَنِيٓـًٔۢا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه مزه مزه خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدله كې چې تاسو به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مُتَّكِـِٔينَ عَلَىٰ سُرُرٍ مَّصْفُوفَةٍ وَزَوَّجْنَٰهُم بِحُورٍ عِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه كتار اېښودل شوو تختونو به تكيه وهونكي وي او له غټ سترګو [بې عیبه غټ سترګې] حورو سره به يې واده وكړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَٰنٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَآ أَلَتْنَٰهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَىْءٍ كُلُّ ٱمْرِئٍۭ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كومو خلكو چې ايمان راوړى او خېلخانو (اولادونو) يې هم په ايمان راوړو سره د هغوى پيروي کړې وي، خېلخانې (اولادونه) به يې هم ورسره يو ځاى كړو او له عملونو به يې هيڅ شى كم نه كړو، هر سړى به په خپل ترسره كړي عمل كې ګرو شوى وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَمْدَدْنَٰهُم بِفَٰكِهَةٍ وَلَحْمٍ مِّمَّا يَشْتَهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ به زياتوالى وركړو په مېوه او غوښه سره، له هر څه نه يې چې زړه غواړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَتَنَٰزَعُونَ فِيهَا كَأْسًا لَّا لَغْوٌ فِيهَا وَلَا تَأْثِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(په ټوكو ټوکو) به له يو بل نه داسې ګيلاسونه اخلي چې نه به چټيات پكې وي او نه ګناه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُونٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پرهغوى به داسې هلكان چاپېره ګرځي راګرځي لكه ساتل شوې مرغلرې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَآءَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په خپلو كې به يو بل ته مخ اړوي يوبل به پوښتي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِىٓ أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوايي به بېشكه موږ مخکې لا خپلو كورونو كې (له عذابه) ډارېدلو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَمَنَّ ٱللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقَىٰنَا عَذَابَ ٱلسَّمُومِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو الله احسان راباندې وكړ او د ګرم عذابه يې وساتلو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلُ نَدْعُوهُ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْبَرُّ ٱلرَّحِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ به مخكې د هغه عبادت كولو، يقيناً همغه ښېګڼې والا مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَذَكِّرْ فَمَآ أَنتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَلَا مَجْنُونٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو نصيحت كوه، ځكه چې ته د خپل پالونکي په لورېينه نه فال ګر يې او نه لېونى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ يَقُولُونَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهِۦ رَيْبَ ٱلْمَنُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغوى وايي: شاعر دى، موږ به هغه ته د زمانې د پېښو انتظار كوو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ تَرَبَّصُوا۟ فَإِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُتَرَبِّصِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: انتظار كوئ! زه هم يقيناً تاسو ته انتظار كوونكى يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلَٰمُهُم بِهَٰذَآ أَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا عقلونه يې همداسې امر ورته كوي، كه هغوى كوم سرکښه قوم دى؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ يَقُولُونَ تَقَوَّلَهُۥ بَل لَّا يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(او) كه هغوى وايي چې له ځانه يې جوړ كړى؟ په اصل كې هغوى ايمان نه راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلْيَأْتُوا۟ بِحَدِيثٍ مِّثْلِهِۦٓ إِن كَانُوا۟ صَٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كه رېښتيني وي، هغوى دې هم داسې كومه خبره راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ خُلِقُوا۟ مِنْ غَيْرِ شَىْءٍ أَمْ هُمُ ٱلْخَٰلِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغوى پرته له يو څه (خالق) څخه پيدا شوي (او) كه هغوى خپله پيدا كوونكي دي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ خَلَقُوا۟ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بَل لَّا يُوقِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه هغوى آسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟ بلكې هغوى باور نه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ عِندَهُمْ خَزَآئِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ ٱلْمُصَۣيْطِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه له هغوى سره ستا د پالونکي زېرمې دي؟ يا هغوى څه واكداران دي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ يَسْتَمِعُونَ فِيهِ فَلْيَأْتِ مُسْتَمِعُهُم بِسُلْطَٰنٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيا له هغوى سره څه پوړۍ (زينه) ده چې (آسمان ته خيژي) پكې اوري؟ نو كوم اورېدونكى خو دې څه ښكاره دليل راوړي!

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ لَهُ ٱلْبَنَٰتُ وَلَكُمُ ٱلْبَنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغه لره لوڼې او تاسي لره زامن دي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ تَسْـَٔلُهُمْ أَجْرًا فَهُم مِّن مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه ته له هغوى څه بدله غواړې چې هغوى له تاوانه درانده كړاى شوي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ عِندَهُمُ ٱلْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيا له هغوى سره (علم) غيب دى چې ليكي يې؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ يُرِيدُونَ كَيْدًا فَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ هُمُ ٱلْمَكِيدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه (نه) هغوى څه چل جوړول غواړي؟ نو هغه کسان چې كفر يې کړی په رېښتيا په خپله پر هغوى چل شوى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ لَهُمْ إِلَٰهٌ غَيْرُ ٱللَّهِ سُبْحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغوى لره له الله پرته بل اله دى؟ الله لره له هغه څه پاكي ده چې هغوى يې ورسره شريكوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن يَرَوْا۟ كِسْفًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ سَاقِطًا يَقُولُوا۟ سَحَابٌ مَّرْكُومٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه هغوى له آسمانه يوه رالوېدونكې ټوټه وويني، وايي به غبرګه ډبله ورېځ ده!

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَذَرْهُمْ حَتَّىٰ يُلَٰقُوا۟ يَوْمَهُمُ ٱلَّذِى فِيهِ يُصْعَقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو پرېږده يې چې له خپلې هغې ورځې سره مخامخ شي چې بې هوښه به شي پكې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ لَا يُغْنِى عَنْهُمْ كَيْدُهُمْ شَيْـًٔا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكومه ورځ چې (دا) چلونه به يې هيڅ شى ترې ايسار نه كړى شي او نه به يې څه مرسته وشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ عَذَابًا دُونَ ذَٰلِكَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغو كسانو لپاره په رېښتيا له دې پرته بل عذاب هم شته خو ډېری يې نه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د خپل پالونکي حكم ته صبر كوه، ځكه ته زموږ د سترګو لاندې يې او سهار چې كله راپاڅېږې نو د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي بيانوه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنَ ٱلَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَٰرَ ٱلنُّجُومِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د شپې څه وختونه يې هم پاکي بيانوه او له ستورو (ډوبېدو) وروسته هم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70