سورت الذاريات الذاريات
۶۰ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۶۷
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ وَٱلذَّٰرِيَٰتِ ذَرْوًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerقسم دى په الوزوونكو (بادونو) په الوتلو سره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱلْحَٰمِلَٰتِ وِقْرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا په بار اوچتوونكو (وريځو).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱلْجَٰرِيَٰتِ يُسْرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا په نرمۍ سره چلېدونكو (بېړيو) باندې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱلْمُقَسِّمَٰتِ أَمْرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا تقسیمونکي کارونو لره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَصَادِقٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerیقینا هغه څه چې تاسو سره یې وعده کیدی شي، رښتیا دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ ٱلدِّينَ لَوَٰقِعٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه چې (د عمل) سزا پېښېدونكې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلْحُبُكِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerقسم دى په آسمان، د لارو او ښكلا والا.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّكُمْ لَفِى قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerیقینا تاسو په خبره مختلفې کې یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ أُفِكَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله دې (اسلام) څخه هغه څوک اړول كيږي چې (په ازل كې) اړول شوى وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُتِلَ ٱلْخَرَّٰصُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاټكل كوونكي رټل شوي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ هُمْ فِى غَمْرَةٍ سَاهُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه کسان چې دوی په جهل کې غافل دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَسْـَٔلُونَ أَيَّانَ يَوْمُ ٱلدِّينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپوښتنې كوي چې (هغه) د سزا ورځ به كله وي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ هُمْ عَلَى ٱلنَّارِ يُفْتَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې دوی به اور باندې اوسوځولی شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذُوقُوا۟ فِتْنَتَكُمْ هَٰذَا ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تَسْتَعْجِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(اوس) د خپل عذاب خوند وڅكئ! دا دي هغه څه چې تاسو بيړه پرې كوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى جَنَّٰتٍ وَعُيُونٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه متقيان په باغونو او چينو كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ءَاخِذِينَ مَآ ءَاتَىٰهُمْ رَبُّهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَبْلَ ذَٰلِكَ مُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅه چې خپل پالونکي يې وركړي د هغو را اخيستونكي به وي، بېشکه هغوى له دې وړاندې نيكان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَانُوا۟ قَلِيلًا مِّنَ ٱلَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى به د شپې لږ (وخت) ويده كېدل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَبِٱلْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په سهارونو كې به يې بخښنې غوښتلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَفِىٓ أَمْوَٰلِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّآئِلِ وَٱلْمَحْرُومِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په مالونو كې به يې د سوالګر او سوال نه كوونكي مسكين لپاره برخه وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَفِى ٱلْأَرْضِ ءَايَٰتٌ لِّلْمُوقِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په ځمكه كې (ډېرې) نښانې دي باور كوونكو لپاره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَفِىٓ أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ستاسي په خپلو ځانو كې هم، نو آيا تاسو يې نه وينئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَفِى ٱلسَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ستاسي روزي او څه چې درسره ژمنه كيږي (ټول) په آسمان كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَوَرَبِّ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ إِنَّهُۥ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَآ أَنَّكُمْ تَنطِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو د آسمان او ځمكې په رب قسم چې دا بالكل رېښتيا دي لكه دا تاسو چې خبرې كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَٰهِيمَ ٱلْمُكْرَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا د ابراهيم (عليه السلام) د عزتمنو مېلمنو خبر درته راغلى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ دَخَلُوا۟ عَلَيْهِ فَقَالُوا۟ سَلَٰمًا قَالَ سَلَٰمٌ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې په هغه ورننوتل وېلې سلام دې وي، هغه وويل سلام دې (پر تاسي هم) وي، څه نا اشنا خلک یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَرَاغَ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا غلى كور ته ولاړ او يو چاغ (څرب) خوسى يې راوړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقَرَّبَهُۥٓ إِلَيْهِمْ قَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې هغوى ته يې نېږدې كړ، وېلې: ولې يې نه خورئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً قَالُوا۟ لَا تَخَفْ وَبَشَّرُوهُ بِغُلَٰمٍ عَلِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو له هغوى نه يې په زړه كې وېره راغله، هغوى ويل: مه وېرېږه او د يو ښه عالم هلک (زوى) زېرى يې وركړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَقْبَلَتِ ٱمْرَأَتُهُۥ فِى صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوزٌ عَقِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ښځه يې په حيرانۍ رامخكې شوه، غږ يې وكړ نو مخ ته يې ټس وركړ وېلې: بوډۍ او شنډه!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْحَكِيمُ ٱلْعَلِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى وويل: (هو) همداسې ستا رب ويلي دي، بېشكه هغه حكمت والا ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا ٱلْمُرْسَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل (ابراهيم): ستاسو کار (مقصد) څه دی؟ ای رالېږل شویو استازو!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ إِنَّآ أُرْسِلْنَآ إِلَىٰ قَوْمٍ مُّجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوی وېلې: موږ يو مجرم قوم ته لېږل شوي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن طِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerترڅو پر هغوی دپخې شوې خټې تيږې و وروو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكوم چې ستا له پالونکي سره د همغو زياتي كوونكو لپاره نښاني شوي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَخْرَجْنَا مَن كَانَ فِيهَا مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو له مومنانو چې څوک هلته پكې وو، هغوى مو ترې واېستل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍ مِّنَ ٱلْمُسْلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو د مسلمانانو له يو كور پرته نور مو پكې ونه موندل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَرَكْنَا فِيهَآ ءَايَةً لِّلَّذِينَ يَخَافُونَ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هغه (کلي) كې مو د دردوونکي عذاب نه د وېرېدونكو خلكو لپاره يوه (لويه) نښانه پرېښوده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَفِى مُوسَىٰٓ إِذْ أَرْسَلْنَٰهُ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ بِسُلْطَٰنٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د موسى په قصه كې (هم نصيحت دى) كله مو چې له څرګند دليل سره فرعون ته ولېږلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَوَلَّىٰ بِرُكْنِهِۦ وَقَالَ سَٰحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو فرعون په خپل ځواک سره مخ ترې واړولو او ويل يې چې كوډګر يا ليونى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَخَذْنَٰهُ وَجُنُودَهُۥ فَنَبَذْنَٰهُمْ فِى ٱلْيَمِّ وَهُوَ مُلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو موږ هغه او لښكر يې راګير او سيند كې مو واچول په داسې حال کې چې ځان یې ملامته کاوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَفِى عَادٍ إِذْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلرِّيحَ ٱلْعَقِيمَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په عاديانو كې (هم عبرت دى) هغه وخت چې يو شنډ (بې خيره) باد مو پرې راولېږلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا تَذَرُ مِن شَىْءٍ أَتَتْ عَلَيْهِ إِلَّا جَعَلَتْهُ كَٱلرَّمِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه هر شي به چې راغى هغه به يې پرته له رژولو (ميده كولو) بل ډول نه پرېښودلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَفِى ثَمُودَ إِذْ قِيلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوا۟ حَتَّىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په ثموديانو كې هم كله چې ورته وويل شول تر څه وخته (له ژونده) ګټه واخلئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَعَتَوْا۟ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّٰعِقَةُ وَهُمْ يَنظُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو د خپل پالونکي له امره يې سرغړونه وکړه نو هغوى ورته كتل چې ټكه (تندر) پرې را پرېوته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَا ٱسْتَطَٰعُوا۟ مِن قِيَامٍ وَمَا كَانُوا۟ مُنتَصِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا نه پاڅېدى شول او نه غچ اخيستونكي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَوْمَ نُوحٍ مِّن قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًا فَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له دې مخکې د نوح قوم، بېشكه هغوى (هم) بې لارې خلک وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلسَّمَآءَ بَنَيْنَٰهَا بِأَيْي۟دٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو آسمان مو په خپل قدرت سره جوړ كړى او موږ هرومرو پراخوونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْأَرْضَ فَرَشْنَٰهَا فَنِعْمَ ٱلْمَٰهِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ځمكه مو فرش كړې ده نو موږ (څنګه) ښه غوړوونكي (هوارونكي) يو!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِن كُلِّ شَىْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هر شي مو جوړې پيدا كړې دي چې تاسي پند واخلئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَفِرُّوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ إِنِّى لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو الله ته وروتښتئ! په رېښتيا زه د هغه له خوا ستاسي لپاره ښكاره وېروونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَجْعَلُوا۟ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ إِنِّى لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله سره بل معبود مه ګرځوئ، زه دهغه له خوا تاسو ته يو ښكاره وېروونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَٰلِكَ مَآ أَتَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا قَالُوا۟ سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمدغه شان تر هغوی مخکې خلكو ته چې هر رسول ورغلى، هغوى ويلي چې كوډګر يا لېونى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَتَوَاصَوْا۟ بِهِۦ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغوى يو بل ته په دې خبره سپارښتنه کړې وه؟ بلكې هغوى سركښ خلک وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَآ أَنتَ بِمَلُومٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو له هغوى مخ وګرځوه ته خو پرې څه ملامت نه يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَذَكِّرْ فَإِنَّ ٱلذِّكْرَىٰ تَنفَعُ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (البته) نصيحت كوه ځكه چې دا نصيحت په رېښتيا مومنانو ته ګټه رسوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا خَلَقْتُ ٱلْجِنَّ وَٱلْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ما پيری او انسان بل څه ته نه دي پيدا كړي پرته له دې چې زما عبادت وکړي [د توحید عقیده ولري].
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَآ أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَآ أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله هغوى څخه نه روزي غواړم او نه دا غواړم چې خواړه راكړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلرَّزَّاقُ ذُو ٱلْقُوَّةِ ٱلْمَتِينُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له شکه همغه الله ښه روزي وركوونكى محكم (کلک) قوت والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ذَنُوبًا مِّثْلَ ذَنُوبِ أَصْحَٰبِهِمْ فَلَا يَسْتَعْجِلُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو چا چې ظلمونه كړي يقيناً د عذاب برخه يې د خپلو ملګرو د برخې په شان ده نو په ېیړه دې دعذاب غوښتنه را څخه نه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن يَوْمِهِمُ ٱلَّذِى يُوعَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو چا چې كفر كړى د خپلې هغې ورځې له امله تباهي ورپېښه ده كومه چې ژمنه يې ورسره كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→