کور › سورتونه › سورت النجم
سورت النجم النجم
۶۲ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۲۳
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ وَٱلنَّجْمِ إِذَا هَوَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center قسم په ستوري کله چې پریوزي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې ستاسو ملګرى (رسول الله) نه بې لارې شوى او نه په غلطه (عقيده) دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلْهَوَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه له خپله هوسه غږيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْىٌ يُوحَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا له وحي پرته بل څه نه دي چې ورته رالېږل كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عَلَّمَهُۥ شَدِيدُ ٱلْقُوَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ډېر ځواكمنې (پرېښتې) ور ښوولې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذُو مِرَّةٍ فَٱسْتَوَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې د زور څښتنه ده، نو سيده ودرېده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ بِٱلْأُفُقِ ٱلْأَعْلَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه د آسمان پر اوچتو څنډو و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا نېږدې او ښه رانیږدې شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَانَ قَابَ قَوْسَيْنِ أَوْ أَدْنَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د دوو ليندو ترمنځ يا تر هغه هم ورنېږدې شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَوْحَىٰٓ إِلَىٰ عَبْدِهِۦ مَآ أَوْحَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د هغه (الله) بنده ته يې وحي كړل څه يې چې وحي كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا كَذَبَ ٱلْفُؤَادُ مَا رَأَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغه زړه درواغ نه دي ويلي په هغه څه كې چې ليدلي يې و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَتُمَٰرُونَهُۥ عَلَىٰ مَا يَرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا په هغه څه كې ورسره ناندرۍ وهئ چې هغه يې ويني؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ رَءَاهُ نَزْلَةً أُخْرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يقيناً يو ځل مخكې يې هم ليدلى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عِندَ سِدْرَةِ ٱلْمُنتَهَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د آخرنۍ (لرې) بېرې (ونې) خواته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عِندَهَا جَنَّةُ ٱلْمَأْوَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې له هغې سره جنت الماوٰى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ يَغْشَى ٱلسِّدْرَةَ مَا يَغْشَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه وخت چې بېره يې پټه كړې وه هغه څه چې پرې خپور شوى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا زَاغَ ٱلْبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (د هغه) سترګې نه کږې شوې او نه له بريده واوښتې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَقَدْ رَأَىٰ مِنْ ءَايَٰتِ رَبِّهِ ٱلْكُبْرَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په رېښتيا د خپل پالونکي څه سترې نښانې يې وليدې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَرَءَيْتُمُ ٱللَّٰتَ وَٱلْعُزَّىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا تاسي لات او عزى ليدلي [آیا د هغوی څه قدرت لویوالی شته]؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَنَوٰةَ ٱلثَّالِثَةَ ٱلْأُخْرَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بل دريم منات؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَكُمُ ٱلذَّكَرُ وَلَهُ ٱلْأُنثَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا تاسي لره به زامن او د هغه به لوڼې (لورګانې) وي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تِلْكَ إِذًا قِسْمَةٌ ضِيزَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا خو بيا ډېر بې انصافه وېش دى!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنْ هِىَ إِلَّآ أَسْمَآءٌ سَمَّيْتُمُوهَآ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَٰنٍ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَمَا تَهْوَى ٱلْأَنفُسُ وَلَقَدْ جَآءَهُم مِّن رَّبِّهِمُ ٱلْهُدَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا پرته له يو څه نومونو بل څه نه دي چې تاسو او پلرونو مو اېښي دي، الله كوم دليل پرې نه دى نازل كړى. هغوى پرته له ګومان او نفسي غوښتنې بل څه پسې نه دي روان او پرته له شکه د هغوى د پالونکي له خوا لارښوونه ورغلې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ لِلْإِنسَٰنِ مَا تَمَنَّىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا (هغه كافر) انسان چې د څه هيله كوي همغه به ورته رسېدونكى وي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلِلَّهِ ٱلْـَٔاخِرَةُ وَٱلْأُولَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو (يوازې) الله لره دي آخرت او دنيا.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَم مِّن مَّلَكٍ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ لَا تُغْنِى شَفَٰعَتُهُمْ شَيْـًٔا إِلَّا مِنۢ بَعْدِ أَن يَأْذَنَ ٱللَّهُ لِمَن يَشَآءُ وَيَرْضَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په آسمانو كې څومره پرېښتې دي چې سپارښتنه يې هيڅ ګټه نه شي رسولاى، مګر له هغه وروسته چې الله اجازه وركړي چاته چې وغواړي او پرې رضا شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ لَيُسَمُّونَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةَ تَسْمِيَةَ ٱلْأُنثَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه هغه كسان چې پر آخرت ايمان نه لري، په پرېښتو ښځينه نومونه ږدي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغْنِى مِنَ ٱلْحَقِّ شَيْـًٔا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او حال دا چې هغوى لره پرې څه پوهه نشته، له ګومانه پرته بل څه پسې نه ځي او په رېښتيا ګومان د حق پر وړاندې هيڅ كار نه شي وركولاى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَعْرِضْ عَن مَّن تَوَلَّىٰ عَن ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو له هغه چا مخ وګرځوه چې زموږ له ياده يې مخ اړولى او له دنيوي ژونده پرته بل څه نه غواړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكَ مَبْلَغُهُم مِّنَ ٱلْعِلْمِ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ ٱهْتَدَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همدا يې د پوهې وروستی بريد دى. بېشكه هماغه ستا پالونکی په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې له لارې يې اوښتى او همغه پر لار موندونكو ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ لِيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ أَسَٰٓـُٔوا۟ بِمَا عَمِلُوا۟ وَيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ بِٱلْحُسْنَى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په آسمانونو او ځمكه كې چې څه دي هغه (يوازې) الله لره دي. تر څو بد عمله كسانو ته د خپلو عملو بدله وركړي او چا چې ښه كړي هغه ته په ښو سره بدله وركړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَٰٓئِرَ ٱلْإِثْمِ وَٱلْفَوَٰحِشَ إِلَّا ٱللَّمَمَ إِنَّ رَبَّكَ وَٰسِعُ ٱلْمَغْفِرَةِ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِى بُطُونِ أُمَّهَٰتِكُمْ فَلَا تُزَكُّوٓا۟ أَنفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ ٱتَّقَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې له غټو ګناهونو او بې شرميو ځان ساتي پرته له وړو وړو ګناهونو. بېشكه ستا رب د بخښنې پراخوونكى دى. هغه پر تاسي ښه پوه و چې كله يې له ځمكې راپيدا كړئ او كله چې تاسي د خپلو ميندو ګېډو كې (پټ) واړه بچيان واست. نو د خپلو ځانو پاكي مه بيانوئ، همغه متقيان ښه پېژني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَرَءَيْتَ ٱلَّذِى تَوَلَّىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغه دې وليد چې مخ يې واړولو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَعْطَىٰ قَلِيلًا وَأَكْدَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او لږ (خيرات، زكات) يې وركړ او (نور څه يې) ايسار كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَعِندَهُۥ عِلْمُ ٱلْغَيْبِ فَهُوَ يَرَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغه سره د پټو پوهه ده چې (هر څه) ويني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِى صُحُفِ مُوسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه په هغه څه نه دى خبر شوى چې د موسى په پاڼو كې و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِبْرَٰهِيمَ ٱلَّذِى وَفَّىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغه ابراهيم (پاڼو كې)، چې وفا يې وكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا چې هيڅوك به د بل چا بار نه وړي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَٰنِ إِلَّا مَا سَعَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې انسان ته بل څه نشته پرته له هغې بدلې چې خپله يې هڅه كړې وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّ سَعْيَهُۥ سَوْفَ يُرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه چې دا هڅه به يې زر وليدل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ يُجْزَىٰهُ ٱلْجَزَآءَ ٱلْأَوْفَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا به پوره پوره بدله وركړل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلْمُنتَهَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې (همغه) ستا د رب لور ته ور رسېدل دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُۥ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې هغه (خلک) خندوي او ژړوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُۥ هُوَ أَمَاتَ وَأَحْيَا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې همغه مړه كوي او ژوندي كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُۥ خَلَقَ ٱلزَّوْجَيْنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلْأُنثَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې همغه دوې جوړې پيدا كړې دي نارينه او ښځينه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مِن نُّطْفَةٍ إِذَا تُمْنَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له يو څاڅكې (مني) چې وڅڅول شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّ عَلَيْهِ ٱلنَّشْأَةَ ٱلْأُخْرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې بل وار پيدا كول هم پر هغه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُۥ هُوَ أَغْنَىٰ وَأَقْنَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې بېشكه همغه شتمن كوي او پانګه وركوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُۥ هُوَ رَبُّ ٱلشِّعْرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې په رېښتيا هغه د شِعرا (ستوري) رب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُۥٓ أَهْلَكَ عَادًا ٱلْأُولَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې همغه لومړني عاديان هلاك كړي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَثَمُودَا۟ فَمَآ أَبْقَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ثموديان چې (څوک يې ترې) پرېنښودل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَوْمَ نُوحٍ مِّن قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له دې مخکې د نوح قوم. بېشكه چې همدوى ډېر ظالمان او سركښان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْمُؤْتَفِكَةَ أَهْوَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نسكور شوي كلي (همده) لاندې وغورځول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَغَشَّىٰهَا مَا غَشَّىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا يې پټ كړل په هغه څه چې پټ يې كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د خپل رب پر كوم كوم نعمت شک كوې؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَٰذَا نَذِيرٌ مِّنَ ٱلنُّذُرِ ٱلْأُولَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا (نبى عليه السلام) يو وېرونكى دى له مخکېنيو وېروونكو څخه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَزِفَتِ ٱلْـَٔازِفَةُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center راتلونكى (قيامت) رانېږدې شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ ٱللَّهِ كَاشِفَةٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له الله پرته بل څوک د هغه (د وخت) راښكاروونكى نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَمِنْ هَٰذَا ٱلْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا نو تاسي له دې خبرې تعجب كوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خاندئ خو ژاړئ نه؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنتُمْ سَٰمِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تاسي چټي لوبې كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱسْجُدُوا۟ لِلَّهِ وَٱعْبُدُوا۟
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو الله ته سجده وكړئ او عبادت وكړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الطور
سورت القمر ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.