سورت الصافات الصافات
۱۸۲ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۵۶
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ وَٱلصَّٰٓفَّٰتِ صَفًّا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerقسم دى په هغه پرېښتو چې صفونه جوړوي، صفونه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱلزَّٰجِرَٰتِ زَجْرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا په سختۍ سره شړونكو (ملايكو) قسم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱلتَّٰلِيَٰتِ ذِكْرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبیا په ذکر (قرآن) لوستونکو (پرېښتو) قسم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ إِلَٰهَكُمْ لَوَٰحِدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې بېشكه ستاسو معبود يو دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَرَبُّ ٱلْمَشَٰرِقِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد اسمانو، ځمكې او د هغو تر منځه شيانو رب او د ختيځونو رب.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنْيَا بِزِينَةٍ ٱلْكَوَاكِبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً موږ د دنيا اسمان ښكلى كړى د ستورو په ښايست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَحِفْظًا مِّن كُلِّ شَيْطَٰنٍ مَّارِدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هر سرکښ شيطانه مو په ساتنه خوندي كړى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّا يَسَّمَّعُونَ إِلَى ٱلْمَلَإِ ٱلْأَعْلَىٰ وَيُقْذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپاسني مخلوق ته غوږ نه شي اېښودلاى او له هرې خوا ويشتل كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
دُحُورًا وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerرټلی کیدی شي په رټني سره او دوی لره عذاب پيوست کېدونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا مَنْ خَطِفَ ٱلْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُۥ شِهَابٌ ثَاقِبٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له دې چې كه څوك تښتوونكى كومه خبره وتښتوي نو يوه سوځونكې لمبه ورپسې شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَآ إِنَّا خَلَقْنَٰهُم مِّن طِينٍ لَّازِبٍۭ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ويې پوښته چې اّيا د دوى پيدا كېدل به ګران وي كه هغه (نور مخلوق) چې موږ پيدا كړي؟ موږ خو هغوى له سرېښناكې خټې پيدا كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ عَجِبْتَ وَيَسْخَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبلكې ته تعجب كوې او دوى ملنډې وهي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا ذُكِّرُوا۟ لَا يَذْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې نصيحت ورته وشي نه يې مني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا رَأَوْا۟ ءَايَةً يَسْتَسْخِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې كومه نښانه وويني ملنډې وهي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوٓا۟ إِنْ هَٰذَآ إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى وويل: دا خو له ښكاره كوډو پرته بل څه نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَءِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَبْعُوثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا كله چې موږ ومرو، خاورې او هډوكې شو نو بيا به ژوندي راپاڅول كيږو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَءَابَآؤُنَا ٱلْأَوَّلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو اّيا پلرونه زموږ لومړني؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ نَعَمْ وَأَنتُمْ دَٰخِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه هو او تاسي به ذلیله هم ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنَّمَا هِىَ زَجْرَةٌ وَٰحِدَةٌ فَإِذَا هُمْ يَنظُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerیقینا (قيامت) يوه چيغه [پوکی دی شپیلۍ کې] بيا به دوى ګوري (چې څه ورسره كيږي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ يَٰوَيْلَنَا هَٰذَا يَوْمُ ٱلدِّينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو وايي به هاى زموږ تباهۍ دا خو د جزا ورځ ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَٰذَا يَوْمُ ٱلْفَصْلِ ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(ورته وبه ويل شي) دا هماغه د فيصلې ورځ ده چې تاسي به دروغ ګڼله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱحْشُرُوا۟ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ وَأَزْوَٰجَهُمْ وَمَا كَانُوا۟ يَعْبُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerراغونډ كړئ هغه کسان چې ظلم یې كړى او ملګري يې او (ټول) هغه چې دوى به یې عبادت کولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مِن دُونِ ٱللَّهِ فَٱهْدُوهُمْ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْجَحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله الله نه پرته، بيا يې د جهنم لارې ته ور سم كړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْـُٔولُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ويې دروئ، یقینا له دوی پوښتنه کېدونکې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه تاسو څه شوي چې يو بل سره مرسته نه كوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ هُمُ ٱلْيَوْمَ مُسْتَسْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبلكې هغوى نن تسليم شوي دى.
.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَآءَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى به يو بل ته مخ كړي، پوښتنې به كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ إِنَّكُمْ كُنتُمْ تَأْتُونَنَا عَنِ ٱلْيَمِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوايي به (كشران) همدا تاسو به له ښۍ خوا (د ښېګڼې په نامه) موږ ته راتلئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ بَل لَّمْ تَكُونُوا۟ مُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(مشران به) وايي په اصل كې خپله تاسو ايمان راوړونكي نه وئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيْكُم مِّن سُلْطَٰنٍۭ بَلْ كُنتُمْ قَوْمًا طَٰغِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر تاسو خو زموږ كوم برلاسى نه و، خو خپله سرکښه خلك وئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَحَقَّ عَلَيْنَا قَوْلُ رَبِّنَآ إِنَّا لَذَآئِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو (اوس) پر موږ ټولو زموږ د رب (هغه) خبره ثابته شوه چې موږ به (د عذاب) څكونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَغْوَيْنَٰكُمْ إِنَّا كُنَّا غَٰوِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو موږ خپله هم بې لارې وو او تاسي مو هم بې لارې كړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنَّهُمْ يَوْمَئِذٍ فِى ٱلْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو په هغه ورځ به هغوى (ټول) په عذاب كې سره شريك وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِٱلْمُجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ په مجرمانو همداسې چارې كوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُمْ كَانُوٓا۟ إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى داسې وو چې كله به ورته وويل شول چې: له الله پرته كوم بل د عبادت لایق نشته، نو لويي به يې كوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوٓا۟ ءَالِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍۭ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى به ويل چې اّيا موږ به د يو لېوني شاعر لپاره د خپلو باطلو معبودانو پرېښودونكي يو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ جَآءَ بِٱلْحَقِّ وَصَدَّقَ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبلكې هغه له حق سره راغلى او د ټولو پېغمبرانو تصديق يې كړى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّكُمْ لَذَآئِقُوا۟ ٱلْعَذَابِ ٱلْأَلِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(او) تاسي به يقيناً د دردناك عذاب څكونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغه پرته چې تاسو به كول، بله بدله نه دركول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته د الله له سوچه بندګانو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُومٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغوى لپاره يوه ټاكل شوې روزي ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَوَٰكِهُ وَهُم مُّكْرَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيعنې مېوې، او هغوى به عزتمن وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فِى جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنعمت والا جنتونو كې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عَلَىٰ سُرُرٍ مُّتَقَٰبِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه تختونو به يو بل ته مخامخ ناست وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُطَافُ عَلَيْهِم بِكَأْسٍ مِّن مَّعِينٍۭ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد روانو شرابو ګيلاسونه به ورباندې ګرځول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَيْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشَّٰرِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتك سپين، د څښونكو لپاره خوندور.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنزَفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه به وي په هغې کې آفتونه او نه به دوی لره د هغې (شرابو) له امله قی ورځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعِندَهُمْ قَٰصِرَٰتُ ٱلطَّرْفِ عِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى سره به ښكته نظر اچونكې غټ سترګې (حورې) وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَّكْنُونٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerلكه هغوى چې پټې ساتل شوې هګۍ وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ يَتَسَآءَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو دوى به يو پر بل رامخ كړي تپوسونه به كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ قَآئِلٌ مِّنْهُمْ إِنِّى كَانَ لِى قَرِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه دوى كې به يو ويونكى وايي چې يقيناً زما يو ملګرى ؤ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَقُولُ أَءِنَّكَ لَمِنَ ٱلْمُصَدِّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه به ويل چې اّيا ته (د قيامت) له تصديقونكو څخه يې؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَءِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَدِينُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا كله چې موږ (ګډ وډ) خاورې او هډوكي شو بيا به موږ جزا موندونكي يو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ هَلْ أَنتُم مُّطَّلِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(بيا به) وايي اّيا تاسو وركتونكي ياست؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱطَّلَعَ فَرَءَاهُ فِى سَوَآءِ ٱلْجَحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو چې ور وګوري هغه به د دوزخ په منځ كې وويني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ تَٱللَّهِ إِن كِدتَّ لَتُرْدِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوايي به والله تا خو نږدې زه هم تباه كړى وم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّى لَكُنتُ مِنَ ٱلْمُحْضَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه زما د رب لورينه نه واى، خامخا به زه هم په جهنم كې حاضر كړى شوى وم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَمَا نَحْنُ بِمَيِّتِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(ښه) نو اوس موږ (بل وار) مړه كېدونكي نه يو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا مَوْتَتَنَا ٱلْأُولَىٰ وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته زموږ له هماغه لومړي مرګه او موږ عذابېدونكي هم نه يو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(نو چې داسې وي) دا خو يقيناً لوى برى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِمِثْلِ هَٰذَا فَلْيَعْمَلِ ٱلْعَٰمِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد دې په شان (نعمتونو) لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَذَٰلِكَ خَيْرٌ نُّزُلًا أَمْ شَجَرَةُ ٱلزَّقُّومِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا دا غوره دي په مېلمستيا کې که ونه د زقوم؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا جَعَلْنَٰهَا فِتْنَةً لِّلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ هغه د ظالمانو لپاره يوه فتنه (يا عذاب) ګرځولې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِىٓ أَصْلِ ٱلْجَحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه يوه (داسې) ونه ده چې د دوزخ په تل كې راوځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
طَلْعُهَا كَأَنَّهُۥ رُءُوسُ ٱلشَّيَٰطِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغې مېوې د شيطانانو (يا مارانو) سرونو غوندې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنَّهُمْ لَـَٔاكِلُونَ مِنْهَا فَمَالِـُٔونَ مِنْهَا ٱلْبُطُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغوى به يې خوړونكي او هغې نه ګېډه ډكونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا به دوى لره پر هغه د پاسه خامخا د خوټېدلو اوبو ورګډول وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَإِلَى ٱلْجَحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا به د دوى ورتګ خامخا د دوزخ په لور وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُمْ أَلْفَوْا۟ ءَابَآءَهُمْ ضَآلِّينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه هغوى خپل پلرونه بې لارې موندلي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَهُمْ عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِمْ يُهْرَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو د هغو په پلونو به يې منډې وهلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ أَكْثَرُ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو خامخا له دوى مخكې هم زياتره لومړني خلك بې لارې شوي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا فِيهِم مُّنذِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هغوى كې مو هم وېرونكي (پېغمبران) لېږلي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُنذَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ګوره چې د هغو وېرول شوو انجام څنګه شو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerمګر بنده ګان د الله تعالی چې بچ ساتلی شوي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ نَادَىٰنَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ ٱلْمُجِيبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه موږ ته نوح آواز وكړ نو موږ ښه ځواب وركونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَجَّيْنَٰهُ وَأَهْلَهُۥ مِنَ ٱلْكَرْبِ ٱلْعَظِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ هغه او كورنۍ يې له ستر كړاو څخه وژغورل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُۥ هُمُ ٱلْبَاقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د ده اولاده مو پاتېدونكې وګرځوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په وروستنو كې مو د هغه ښه نوم پرېښودلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَلَٰمٌ عَلَىٰ نُوحٍ فِى ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه ټولو مخلوقاتو كې دې پر نوح سلام وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ أَغْرَقْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا مو هغه نور غرق كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِۦ لَإِبْرَٰهِيمَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه د هغه له تابعدارانو څخه ابراهيم و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ جَآءَ رَبَّهُۥ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې خپل رب ته له روغ زړه سره راغى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦ مَاذَا تَعْبُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا څه دي چې تاسي يې عبادت كوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَئِفْكًا ءَالِهَةً دُونَ ٱللَّهِ تُرِيدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا له الله پرته په دروغو جوړ شوي معبودان غواړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَا ظَنُّكُم بِرَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو څه ګمان دی ستاسو په رب د عالمینو باندې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَنَظَرَ نَظْرَةً فِى ٱلنُّجُومِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا يې په ستورو كې يو نظر واچولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقَالَ إِنِّى سَقِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوېلې: زه خو ناروغ يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَوَلَّوْا۟ عَنْهُ مُدْبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو روان شول دوی د هغه نه شا ګرځوونکي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَرَاغَ إِلَىٰٓ ءَالِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو دى پټ پټ د هغوى معبودانو [بوتان] ته ورغلو وېلې: آيا تاسي نه خورئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا لَكُمْ لَا تَنطِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅه شوي دي پر تاسي خبرې هم نه كوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَرَاغَ عَلَيْهِمْ ضَرْبًۢا بِٱلْيَمِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو پيل یې وکړ د هغوی په وهلو په ښې لاس سره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَقْبَلُوٓا۟ إِلَيْهِ يَزِفُّونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغوى په منډه ورته رامخه كړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوېلې اّيا د هغه څه عبادت کوئ چې په خپله يې تراشئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerحال دا چې تاسو هم الله پيدا كړي ياست او څه چې كوئ هغه هم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ ٱبْنُوا۟ لَهُۥ بُنْيَٰنًا فَأَلْقُوهُ فِى ٱلْجَحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى ويل: ده ته يوه ودانۍ جوړه كړئ بيا يې په اور كې واچوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَرَادُوا۟ بِهِۦ كَيْدًا فَجَعَلْنَٰهُمُ ٱلْأَسْفَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو چې په ده يې هغه چل كول وغوښتل نو موږ هغوى لاندې كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ إِنِّى ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّى سَيَهْدِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ده وويل: زه د خپل رب په لوري تلونكى يم، زر به هغه لار راوښايي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبِّ هَبْ لِى مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزما ربه! ما ته صالح اولاد راكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَبَشَّرْنَٰهُ بِغُلَٰمٍ حَلِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو موږ د يو زغمونكي هلك زېرى وركړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ ٱلسَّعْىَ قَالَ يَٰبُنَىَّ إِنِّىٓ أَرَىٰ فِى ٱلْمَنَامِ أَنِّىٓ أَذْبَحُكَ فَٱنظُرْ مَاذَا تَرَىٰ قَالَ يَٰٓأَبَتِ ٱفْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِىٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّٰبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا كله چې له ده سره د منډې ترړې توانایي ته ورسېد، وېلې: زما زويه! زه خوب كې وينم چې تا حلالوم! نو ګوره چې ستا څه خيال دى؟ وېلې پلاره څه چې درته امر شوى هماغه وكړه، ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّآ أَسْلَمَا وَتَلَّهُۥ لِلْجَبِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې دواړو ومنله او په اړخ يې وغورځولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَٰدَيْنَٰهُ أَن يَٰٓإِبْرَٰهِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو موږ ورغږ كړ چې ای ابراهيمه!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَدْ صَدَّقْتَ ٱلرُّءْيَآ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا دى خوب خو دې رښتيا كړ، يقيناً موږ (هم) نيكانو ته دغه شان بدله وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلْبَلَٰٓؤُا۟ ٱلْمُبِينُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه دا يو څرګند ازميښت و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَفَدَيْنَٰهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ د هغه په فديه (قربانۍ) كې ستره حلاله وركړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په وروستنو كې مو د هغه ښه ياد پرېښود.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَلَٰمٌ عَلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه ابراهيم دې سلام وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنېكانو ته همداسې بدله وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَبَشَّرْنَٰهُ بِإِسْحَٰقَ نَبِيًّا مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه ته مو په اسحاق زېرى وركړ، له صالحانو څخه يو نبي دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَبَٰرَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَىٰٓ إِسْحَٰقَ وَمِن ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِّنَفْسِهِۦ مُبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ په ده او اسحاق بركت اچولى و. او د هغوى دواړو له اولاده ځينې نېك، او څوك د خپل ځان لپاره ښكاره ظالم دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشکه موږ پر موسى او هارون احسان كړى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَجَّيْنَٰهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ ٱلْكَرْبِ ٱلْعَظِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى دواړه او قوم يې موږ د لوى غم نه ژغورلي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَصَرْنَٰهُمْ فَكَانُوا۟ هُمُ ٱلْغَٰلِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو مرسته مو د دوی وكړه چې بيا همدوى برلاسي شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَءَاتَيْنَٰهُمَا ٱلْكِتَٰبَ ٱلْمُسْتَبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى ته مو څرګند كتاب وركړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهَدَيْنَٰهُمَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلْمُسْتَقِيمَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دواړو ته مو سيده لاره ورښوولې وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِمَا فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر هغوى مو وروستنو خلكو كې (دا خبره) پرېښوده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَلَٰمٌ عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(چې) پر موسى او هارون دې سلام وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپېشكه هغوى دواړه زموږ له مومنو بندګانو څخه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه الياس له استول شوو رسولانو څخه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦٓ أَلَا تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې يې خپل قوم ته وويل اّيا نه وېرېږئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ ٱلْخَٰلِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا تاسو بعل (نومى بت) رابلئ او تر ټولو غوره خالق پرېږدئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ ءَابَآئِكُمُ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيعنى الله چې ستاسو او ستاسو د ړومبنيو پلرونو رب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو هغه يې دروغجن وګڼلو نو دوى به خامخا (په عذاب كې) د حاضر کړای شوو څخه وي.
.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته د الله له سوچه بندګانو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په وروستنو كې مو د هغه (ښه نوم) پرېښودلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَلَٰمٌ عَلَىٰٓ إِلْ يَاسِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه الياسين دې سلام وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ لُوطًا لَّمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه لوط له استول شوو رسولانو څخه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ نَجَّيْنَٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې هغه او د هغه ټوله كورنۍ مو وژغورله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا عَجُوزًا فِى ٱلْغَٰبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له يوې بوډۍ چې پاتېدونكو كې وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ دَمَّرْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا مو نور تباه كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِم مُّصْبِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو يقيناً تاسو ورتېریږئ په دوی باندې د سبا په وخت کې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَبِٱلَّيْلِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د شپې هم، نو اّيا عقل نه چلوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه يونس له رسولانو څخه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ أَبَقَ إِلَى ٱلْفُلْكِ ٱلْمَشْحُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې هغې ډكې بېړۍ ته وروتښتېد.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ ٱلْمُدْحَضِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا يې چې پچه واچوله نو له بايلونكو څخه شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱلْتَقَمَهُ ٱلْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا ماهي (کب) ده لره روغ تېر کړ په داسې حال کې چې دی ملامتونكى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَوْلَآ أَنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلْمُسَبِّحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كه چېرې هغه له تسبيح ويونكو څخه نه وى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَلَبِثَ فِى بَطْنِهِۦٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخامخا به د هغه ګېډه كې د بيا راپاڅېدو تر ورځې ځنډېدلى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَنَبَذْنَٰهُ بِٱلْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا موږ په ناروغه حالت ډاګ ميدان كې وغورځولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنۢبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِّن يَقْطِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د كدو يو بوټى مو ورباندې را زرغون كړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَرْسَلْنَٰهُ إِلَىٰ مِا۟ئَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه موږ سل زره يا څه زياتو (خلكو) ته ور استولى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَـَٔامَنُوا۟ فَمَتَّعْنَٰهُمْ إِلَىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغوى ايمان راوړ، بيا مو تر څه وخته مهلت او سوكالي وركړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّكَ ٱلْبَنَاتُ وَلَهُمُ ٱلْبَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ته يې وپوښته، اّيا ستا رب لره به لورګانې وي او دوى لره زامن؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ خَلَقْنَا ٱلْمَلَٰٓئِكَةَ إِنَٰثًا وَهُمْ شَٰهِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(او) كه نه، دوى حاضر وو چې موږ ملايكې ښځينه پيدا كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَآ إِنَّهُم مِّنْ إِفْكِهِمْ لَيَقُولُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخبر اوسه یقینا دوى له خپلو ځینو درواغو داسې وايي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَدَ ٱللَّهُ وَإِنَّهُمْ لَكَٰذِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې الله بچى راوړى حال دا چې دوى حتماً دروغجن دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَصْطَفَى ٱلْبَنَاتِ عَلَى ٱلْبَنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا لورګانې يې پر زامنو غوره وګڼلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه تاسو څه شوي؟ څنګه فيصله كوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا نو پند نه اخلئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ لَكُمْ سُلْطَٰنٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerايا تاسو سره كوم ښكاره دليل دی؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأْتُوا۟ بِكِتَٰبِكُمْ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه رښتيني ياست نو خپل كتاب مو راوړئ!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَعَلُوا۟ بَيْنَهُۥ وَبَيْنَ ٱلْجِنَّةِ نَسَبًا وَلَقَدْ عَلِمَتِ ٱلْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى د الله او پيريانو ترمنځ نسب (خپلوي) جوړ كړی، پداسې حال كې چې پيريان ښه پوهېږي چې دوی به خامخا حاضر کړی شي په عذاب کې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سُبْحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله لره پاكي ده له هغه څه چې دوى يې بيانوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته د الله له سوچه بندګانو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو بېشكه تاسو او هغه چې عبادت يې کوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ بِفَٰتِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه دې (شرك) سره (د هيچا) بې لارې كوونكي نه ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ ٱلْجَحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له هغه چې (خپله) دوزخ ته ننوتونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا مِنَّآ إِلَّا لَهُۥ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (ملايکې وايي) له موږ نه هيڅوك داسې نشته چې ټاكلى ځاى يې نه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّا لَنَحْنُ ٱلصَّآفُّونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه موږ (په عبادت كې) كتار جوړوونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّا لَنَحْنُ ٱلْمُسَبِّحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشکه موږ تسبيح ويونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن كَانُوا۟ لَيَقُولُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه دوى (كافرانو) به ويل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَوْ أَنَّ عِندَنَا ذِكْرًا مِّنَ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې كه موږ سره له پخوانيو نه كوم ذكر وى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَكُنَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلْمُخْلَصِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو (اوس به) موږ خامخا د الله سوچه بندګان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَفَرُوا۟ بِهِۦ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو بيا په هغه (قراّن) كافر شول نو زر به پوه شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه زموږ خبره د خپلو استول شوو بندګانو په هكله لا پخوا شوې وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُمْ لَهُمُ ٱلْمَنصُورُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې يقيناً هغوى سره به خامخا مرسته كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ ٱلْغَٰلِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یقینا همدا زموږ لښکر به برلاسى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو تر څه وخته له هغوى نه مخ وګرځوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى ته ګوره زر به دوى هم (خپل انجام) وګوري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو آيا دوى زموږ د عذاب لپاره بيړه كوي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَآءَ صَبَاحُ ٱلْمُنذَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو هغه وخت چې د دوى پر ميدان (عذاب) راپرېوځي نو بيا به د وېرول شوو ډېر بد سبا وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تر څه وخته له دوى څخه مخ وګرځوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَبْصِرْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ليدونكى اوسه، ډېر زربه دوى پخپله وويني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سُبْحَٰنَ رَبِّكَ رَبِّ ٱلْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerستا رب لره پاكي ده چې د (ډېر) عزت والا رب دى، له هغو خبرو نه چې دوى يې بيانوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَسَلَٰمٌ عَلَى ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو سلام دى پراستول شوو (رسولانو).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د ټولو مخلوقاتو رب، الله لره ستاينه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→