کور › سورتونه › سورت ص
سورت ص ص
۸۸ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۳۸
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ صٓ وَٱلْقُرْءَانِ ذِى ٱلذِّكْرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ص [1]
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلکه هغوى چې كافر شوي په كبر او مخالفت كې (لګيا) دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ فَنَادَوا۟ وَّلَاتَ حِينَ مَنَاصٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ له دوى مخكې څومره ولسونه تباه كړل چې (ډېرې) چيغې بغارې يې ووهلې خو هغه وخت د خلاصون (وخت) نه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعَجِبُوٓا۟ أَن جَآءَهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ ٱلْكَٰفِرُونَ هَٰذَا سَٰحِرٌ كَذَّابٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى په دې حيران دي چې څنګه د دوى (له قوم) نه يو وېروونكى ورته راغى! او كافرانو وويل چې دا خو يو ډېر دروغجن كوډګر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَجَعَلَ ٱلْـَٔالِهَةَ إِلَٰهًا وَٰحِدًا إِنَّ هَٰذَا لَشَىْءٌ عُجَابٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اّيا له ټولو (باطلو) معبودانو يې يو معبود [حق] جوړ كړى؟ دا خو يقيني ډېر عجيبه شى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱنطَلَقَ ٱلْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ ٱمْشُوا۟ وَٱصْبِرُوا۟ عَلَىٰٓ ءَالِهَتِكُمْ إِنَّ هَٰذَا لَشَىْءٌ يُرَادُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او سرداران يې په دې خبره ولاړل چې ځئ ځئ په خپلو معبودانو (ټينګ) صبر وكړئ، يقيناً دا يو شى دى چې (څه غرض پكې) غوښتل كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا سَمِعْنَا بِهَٰذَا فِى ٱلْمِلَّةِ ٱلْـَٔاخِرَةِ إِنْ هَٰذَآ إِلَّا ٱخْتِلَٰقٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا خو موږ په وروستي دين (نصرانيت) كې هم نه دي اورېدلي، دا له ځانه جوړ شوو دروغو پرته بل هيڅ نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَءُنزِلَ عَلَيْهِ ٱلذِّكْرُ مِنۢ بَيْنِنَا بَلْ هُمْ فِى شَكٍّ مِّن ذِكْرِى بَل لَّمَّا يَذُوقُوا۟ عَذَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا زموږ له منځه ايله په ده باندې دغه ذكر (قراّن) رانازل شو؟ بلكې دوى لا زما له ذكره (وحى) په شك كې دي، خو په اصل كې دوى لا زما عذاب نه دى څكلى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ عِندَهُمْ خَزَآئِنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ ٱلْعَزِيزِ ٱلْوَهَّابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ايا له دوى سره ستا د برلاسي ډېر بخښونكي رب خزانې دي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ لَهُم مُّلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَلْيَرْتَقُوا۟ فِى ٱلْأَسْبَٰبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا كه له دوى سره د اّسمانو، ځمكې او د هغو ترمنځ شيانو پاچايي ده؟ نو په اسبابو دې پورته وخيژي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
جُندٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُومٌ مِّنَ ٱلْأَحْزَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا هلته د لښكرو نه يو ماتې خوړونکی لښكر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ ذُو ٱلْأَوْتَادِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له دوى مخكې هم د نوح قوم، عاديانو او د مېخونو والا فرعون (دا خبره) دروغ ګڼلې وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَثَمُودُ وَقَوْمُ لُوطٍ وَأَصْحَٰبُ لْـَٔيْكَةِ أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلْأَحْزَابُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ثموديانو، د لوط قوم او دبڼ والا وو، دوى (لويې لويې) ډلې وې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِن كُلٌّ إِلَّا كَذَّبَ ٱلرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى ټول يو هم داسې نه وو چې رسولان يې دروغجن نه وي ګڼلي، چې بيا زما عذاب (هم) پرې ثابت شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا يَنظُرُ هَٰٓؤُلَآءِ إِلَّا صَيْحَةً وَٰحِدَةً مَّا لَهَا مِن فَوَاقٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا خلك له يوې (سختې) كړيكې پرته د بل څه انتظار نه باسي چې بيا به د هغې لږ ځنډېدل هم نه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ رَبَّنَا عَجِّل لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ يَوْمِ ٱلْحِسَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى وويل: زموږ ربه! زموږ برخه عذاب (يا عملنامه) د حساب له ورځې مخكې راكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَٱذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوُۥدَ ذَا ٱلْأَيْدِ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى چې څه وايي په هغه صبر كوه او زموږ يو بنده داود (علیه السلام) درياد كړه چې د قوت خاوند و [په عبادت کې]، يقيناً هغه ډېر توبه كوونكى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا سَخَّرْنَا ٱلْجِبَالَ مَعَهُۥ يُسَبِّحْنَ بِٱلْعَشِىِّ وَٱلْإِشْرَاقِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ غرونه تابع كړي وو چې ماښام او سهار كې به يې له هغه سره تسبيح ويله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلطَّيْرَ مَحْشُورَةً كُلٌّ لَّهُۥٓ أَوَّابٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او مرغان به هم (تابع) راغونډ شوي وو، ټول هغه ته ورګرځېدونكي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَشَدَدْنَا مُلْكَهُۥ وَءَاتَيْنَٰهُ ٱلْحِكْمَةَ وَفَصْلَ ٱلْخِطَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ يې پاچايي ټينګه كړې او هغه ته مو حكمت او د فيصلې كولو بيان وركړى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهَلْ أَتَىٰكَ نَبَؤُا۟ ٱلْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا۟ ٱلْمِحْرَابَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او آيا تا ته د جګړه مارو خبر رسېدلى چې (د هغه) د عبادت ځای ته پر دېوال وروختل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ دَخَلُوا۟ عَلَىٰ دَاوُۥدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوا۟ لَا تَخَفْ خَصْمَانِ بَغَىٰ بَعْضُنَا عَلَىٰ بَعْضٍ فَٱحْكُم بَيْنَنَا بِٱلْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَٱهْدِنَآ إِلَىٰ سَوَآءِ ٱلصِّرَٰطِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه مهال چې پر داود (علیه السلام) ورننوتل نو هغه ترې وډار شو دوى ويل مه ډارېږه، موږ دوه جګړه كوونكي يو چې له موږ نه ځينو پر ځينو تېرى كړى نو ته مو تر منځ په حقه پریکړه وكړه او بې انصافي مه كوه او سمې لارې ته مو برابر كړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ هَٰذَآ أَخِى لَهُۥ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِىَ نَعْجَةٌ وَٰحِدَةٌ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِى فِى ٱلْخِطَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا زما ورور دى چې د ده نهه نوي (99) مېږې دي او زما يوه مېږه ده، خو دى وايي چې (دا هم) ماته راكړه او په خبرو كې هم راباندې برلاسى شوى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَىٰ نِعَاجِهِۦ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ ٱلْخُلَطَآءِ لَيَبْغِى بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَقَلِيلٌ مَّا هُمْ وَظَنَّ دَاوُۥدُ أَنَّمَا فَتَنَّٰهُ فَٱسْتَغْفَرَ رَبَّهُۥ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې رښتيا چې ظلم يې درباندې كړى ستا د مېږې په غوښتو سره چې خپلو مېږو سره يې يو ځاى كړي او بېشكه زياتره شريكان يو پر بل زياتى كوي پرته له هغو كسانو چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي خو داسې خلك (ډېر) لږ دي. او داود (عليه السلام) پوه شو چې موږ وازمايه نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پړمخې په سجده پرېوت او بېرته وګرځېد (الله ته).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَغَفَرْنَا لَهُۥ ذَٰلِكَ وَإِنَّ لَهُۥ عِندَنَا لَزُلْفَىٰ وَحُسْنَ مَـَٔابٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغه (خطا) مو ورته وبخښله، او يقيناً زموږ پر وړاندې د هغه لويه مرتبه او غوره استوګنځى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنَٰكَ خَلِيفَةً فِى ٱلْأَرْضِ فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌۢ بِمَا نَسُوا۟ يَوْمَ ٱلْحِسَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى داوده! موږ ته پر ځمكه كې خليفه ټاكلى يې نو د خلكو تر منځ په حقه فيصله كوه او په هوس پسې مه ځه چې بيا به دې د الله له لارې واړوي، بېشكه هغه خلك چې د الله له لارې اوړي د هغوى لپاره سخت عذاب دى، په دې چې د حساب ورځ يې هېره كړې وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَآءَ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَٰطِلًا ذَٰلِكَ ظَنُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنَ ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ آسمان، ځمكه او ترمنځ شيان يې چټي نه دي پيدا كړي، دا خو د كافرانو ګومان دى او چا چې كفر كړى د هغو لپاره د اور له عذابه تباهي ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ نَجْعَلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ كَٱلْمُفْسِدِينَ فِى ٱلْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ ٱلْمُتَّقِينَ كَٱلْفُجَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا موږ به هغه كسان چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، په ځمكه كې د فساد كوونكو غوندې وګرځوو يا به متقيان د بد كارو په شان؟!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كِتَٰبٌ أَنزَلْنَٰهُ إِلَيْكَ مُبَٰرَكٌ لِّيَدَّبَّرُوٓا۟ ءَايَٰتِهِۦ وَلِيَتَذَكَّرَ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَٰبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا يو بركتي كتاب دى – تاته مو د دې لپاره نازل كړى چې خلك يې په آيتونو کې ښه سوچ وكړي او عقلمند څه درس ترې واخلي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَوَهَبْنَا لِدَاوُۥدَ سُلَيْمَٰنَ نِعْمَ ٱلْعَبْدُ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او داود (علیه السلام) ته مو سليمان علیه السلام (زوى) وروبخښلو، هغه غوره بنده و، او (الله ته) ښه ورګرځېدونكى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ عُرِضَ عَلَيْهِ بِٱلْعَشِىِّ ٱلصَّٰفِنَٰتُ ٱلْجِيَادُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يو وخت چې هغه ته ماځيګر مهال اصيل ګړندي اسونه وړاندې كړل شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقَالَ إِنِّىٓ أَحْبَبْتُ حُبَّ ٱلْخَيْرِ عَن ذِكْرِ رَبِّى حَتَّىٰ تَوَارَتْ بِٱلْحِجَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې رښتيا چې ما خو له دې مال سره د خپل رب له ياده زيات محبت وكړ تر دې چې هغه (لمر) په پرده كې پټ شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رُدُّوهَا عَلَىَّ فَطَفِقَ مَسْحًۢا بِٱلسُّوقِ وَٱلْأَعْنَاقِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا بېرته ماته راولئ، نو د هغو په پنډيو او غاړو يې لاس مښل (حلالول) پيل كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَٰنَ وَأَلْقَيْنَا عَلَىٰ كُرْسِيِّهِۦ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه (يو ځل) موږ سليمان (علیه السلام) وازمايلو او د هغه پر تخت مو يو (بى روحه) جسد وغورځولو، بيا ده توبه وكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ ٱغْفِرْ لِى وَهَبْ لِى مُلْكًا لَّا يَنۢبَغِى لِأَحَدٍ مِّنۢ بَعْدِىٓ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْوَهَّابُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې زما ربه ما ته بخښنه وكړه او يوه داسې پاچايي راوبخښه چې ما نه وروسته بل هيچا سره نه ښايي، يقيناً همدا ته ډېر ښه وركړې والا يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَسَخَّرْنَا لَهُ ٱلرِّيحَ تَجْرِى بِأَمْرِهِۦ رُخَآءً حَيْثُ أَصَابَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو باد مو ورته تابع كړ چې په نرمۍ سره به هر هغه ځاى ته چلېدلو چې د ده به اراده وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلشَّيَٰطِينَ كُلَّ بَنَّآءٍ وَغَوَّاصٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او شيطانان هم هر ودانۍ جوړونكي او ښه غوټه او لامبو وهونكي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَءَاخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِى ٱلْأَصْفَادِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څه نور هم په ځنځيرو كې تړل شوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَٰذَا عَطَآؤُنَا فَٱمْنُنْ أَوْ أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا زموږ وركړه ده نو (اوس) ته ښېګڼه كوه يا يې وساته، هيڅ حساب نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ لَهُۥ عِندَنَا لَزُلْفَىٰ وَحُسْنَ مَـَٔابٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه هغه لره زموږ پر وړاندې مرتبه او غوره استوګنځى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱذْكُرْ عَبْدَنَآ أَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥٓ أَنِّى مَسَّنِىَ ٱلشَّيْطَٰنُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زموږ د بنده ايوب (علیه السلام) يادونه وكړه كله چې هغه خپل رب ته غږ وكړ چې شيطان زه په سخت تكليف او عذاب کې اچولى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱرْكُضْ بِرِجْلِكَ هَٰذَا مُغْتَسَلٌۢ بَارِدٌ وَشَرَابٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (ورته وويل شول) پښه دې (په ځمكه) ووهه، دا د لمبلو يخ ځاى او څښاك دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَوَهَبْنَا لَهُۥٓ أَهْلَهُۥ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرَىٰ لِأُو۟لِى ٱلْأَلْبَٰبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ هغه ته د ده كورنۍ او ورسره هغومره نور وبخښل (ورکړل)، زموږ له لوري د يو رحمت په توګه، او د هوښيارانو لپاره يو نصيحت.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَٱضْرِب بِّهِۦ وَلَا تَحْنَثْ إِنَّا وَجَدْنَٰهُ صَابِرًا نِّعْمَ ٱلْعَبْدُ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د ډكو يوه ګېډۍ دې په لاس كې واخله، (خپله مېرمن) پرى ووهه او قسم مه ماتوه، هغه يقيناً موږ صابر وموند، غوره بنده و، بېشكه هغه (الله ته) ډېر ورګرځېدونكى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱذْكُرْ عِبَٰدَنَآ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ أُو۟لِى ٱلْأَيْدِى وَٱلْأَبْصَٰرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زموږ (خاص) بندګان ابراهيم، اسحاق او يعقوب (علیهم السلام) در ياد كړه چې د لاسو او سترګو خاوندان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّآ أَخْلَصْنَٰهُم بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى ٱلدَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى موږ په يوه ځانګړتيا يعنې د اّخرت په يادولو سره غوره كړي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّهُمْ عِندَنَا لَمِنَ ٱلْمُصْطَفَيْنَ ٱلْأَخْيَارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى زموږ پر وړاندې خامخا له غوره شويو نېکو خلكو څخه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱذْكُرْ إِسْمَٰعِيلَ وَٱلْيَسَعَ وَذَا ٱلْكِفْلِ وَكُلٌّ مِّنَ ٱلْأَخْيَارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او اسماعيل، اليسع او ذوالكفل (علیهم السلام) در ياد كړه او (دا) ټول له ښو خلكو څخه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَٰذَا ذِكْرٌ وَإِنَّ لِلْمُتَّقِينَ لَحُسْنَ مَـَٔابٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دايوه يادونه ده، د پرهيزګارانو لپاره، په يقيني ډول ډير ښه استوګنځی دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
جَنَّٰتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ ٱلْأَبْوَٰبُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (يعنې) د دوى لپاره د پرانيستو ورونو جنتونه د همیشوالي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مُتَّكِـِٔينَ فِيهَا يَدْعُونَ فِيهَا بِفَٰكِهَةٍ كَثِيرَةٍ وَشَرَابٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى به په کې تكيه وهونكي ناست وي، د ښو مېوو او څښلو وړ شيانو غوښتونكي به وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعِندَهُمْ قَٰصِرَٰتُ ٱلطَّرْفِ أَتْرَابٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى سره به ښكته نظر اچونكې همزولې (حورې) وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَٰذَا مَا تُوعَدُونَ لِيَوْمِ ٱلْحِسَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا ده هغه وعده چې تاسو ته د حساب ورځې لپاره دركول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ هَٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُۥ مِن نَّفَادٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه دا زموږ (له خوا) يو داسې رزق دى چې ختمېدل يې نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَٰذَا وَإِنَّ لِلطَّٰغِينَ لَشَرَّ مَـَٔابٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا خو وشوه، او بېشكه د سر كښانو لپاره ډېر ناكاره استوګنځى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې هغه دوزخ دى، هغوى به ورننوځي خو ډېره بده بستره ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَٰذَا فَلْيَذُوقُوهُ حَمِيمٌ وَغَسَّاقٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا دى د هغو لپاره، نو هغوى دې خوند وڅكي د خوټکيدلو اوبو، وينو زوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَءَاخَرُ مِن شَكْلِهِۦٓ أَزْوَٰجٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د دې په شان نور ډول ډول (عذابونه).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَٰذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ لَا مَرْحَبًۢا بِهِمْ إِنَّهُمْ صَالُوا۟ ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا يوه (بله) ننوتونكې ډله ده له تاسي سره، دوى ته دې هېڅ هر كلى نه وي، يقيناً هغوى اور ته ننوتونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ بَلْ أَنتُمْ لَا مَرْحَبًۢا بِكُمْ أَنتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنَا فَبِئْسَ ٱلْقَرَارُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى به وايي بلكې تاسو ته دې هركلى نه وي، همدا تاسو موږ ته راوړاندې كړى دى نو (دا) ډېر بد تمځاى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ رَبَّنَا مَن قَدَّمَ لَنَا هَٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِى ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى به ووايي: زموږ ربه! چا چې دا (د كفر دود) موږ ته راوړاندې كړى وي هغه ته په اور كې دوه برابره عذاب ور زيات كړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ مَا لَنَا لَا نَرَىٰ رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُم مِّنَ ٱلْأَشْرَارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وايي به پر موږ څه شوي هغه سړي خو (اوس) نه وينو چې موږ به شريان (بدیان) ګڼل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَتَّخَذْنَٰهُمْ سِخْرِيًّا أَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ ٱلْأَبْصَٰرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ (په نا حقه) هغوی مسخره كړي وو، او كه هغوى چېرته له نظره پناه دي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ذَٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيشكه دا خبره رښتيا ده، په دوزخيانو کې همداسې شخړې كيدونكې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ مُنذِرٌ وَمَا مِنْ إِلَٰهٍ إِلَّا ٱللَّهُ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّارُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه زه خو يو وېروونكى يم، او كوم بل لایق د عبادت نشته پرته له يوه برلاسي الله څخه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ٱلْعَزِيزُ ٱلْغَفَّٰرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هماغه د آسمانو، ځمكې او ترمنځ شيانو برلاسى (او) بخښونكى رب.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ هُوَ نَبَؤٌا۟ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه هغه يو لوى خبر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَنتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې تاسو ترې مخ ګرځونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا كَانَ لِىَ مِنْ عِلْمٍۭ بِٱلْمَلَإِ ٱلْأَعْلَىٰٓ إِذْ يَخْتَصِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ما سره هیڅ پوهه نه وه په حال د هغه ملایکو چې بره دي کله یې چې بحثونه کول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِن يُوحَىٰٓ إِلَىَّ إِلَّآ أَنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وحي نه کیږي ما ته مګر د دې چې بیشکه هم دا خبره ده چې زه ویروونکې یم ښکاره (له عذابه).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَٰٓئِكَةِ إِنِّى خَٰلِقٌۢ بَشَرًا مِّن طِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې ستا رب پرېښتو ته وويل: زه له خټې نه د بشر پيداكوونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِذَا سَوَّيْتُهُۥ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِى فَقَعُوا۟ لَهُۥ سَٰجِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې زه هغه په بشپړه توګه جوړ كړم او په هغه کې د خپل طرفه روح پو كړم نو تاسي د هغه پر وړاندې په سجده پريوځئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَسَجَدَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا ګردو (ټولو) ملايكو سجده وكړه په ګډه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّآ إِبْلِيسَ ٱسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو پرته له ابليسه، هغه لويي وكړه او له كافرانو څخه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰٓإِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَىَّ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ ٱلْعَالِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې فرمايل: اې ابليسه! څه شي ايسار كړې تر څو هغه څه ته سجده وكړې كوم چې ما په خپلو دوه لاسو پيدا كړى؟ كبر دې وكړ كه ته (همداسې) له لويانو څخه يې؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَنَا۠ خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِى مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُۥ مِن طِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه وویل: زه غوره يم له هغه څخه، زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دى له خټې پيدا كړی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَٱخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ویې فرمایل: پس ووځه له دې (جنت) څخه پس بېشكه ته رټلی شوی يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ عَلَيْكَ لَعْنَتِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلدِّينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشکه د قيامت تر ورځې پوری به پر تا زما لعنت وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ابلیس وویل:ای زما ربه! نو دوى چې راپاڅيږي پس له مرګه تر هغې ورځې خو مهلت راكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ ٱلْمُنظَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې فرمايل: (بس) ته به له ځنډېدليو څخه يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْوَقْتِ ٱلْمَعْلُومِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د ټاكلي وخت تر ورځې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ابلیس وویل: نو ستا پر عزت مې قسم چې حتماً به دوى ټول بې لارې كړم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ ٱلْمُخْلَصِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته ستا له هغو بندګانو چې له دوى نه راچاڼ شوي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَٱلْحَقُّ وَٱلْحَقَّ أَقُولُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله وفرمایل: حق زما وینا ده او حق زما صفت دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنْهُمْ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center قسم دی خامخا ضرور به زه جهنم ډکوم ستا او ستا له ټولو پېروانو څخه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ مَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلْمُتَكَلِّفِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: زه خو په دې خبره له تاسو څه بدله نه غواړم او نه زه له ځانه جوړونکی يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا د ټولو خلكو (نړيوالو) لپاره له يو نصيحت پرته بل څه نه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُۥ بَعْدَ حِينٍۭ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له څه مودې وروسته به خامخا تاسو (په ريښتينولۍ) د دې خبر وپوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الصافات
سورت الزمر ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.