caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت يس يس

۸۳ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۴۱

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يسٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيس [1]

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْقُرْءَانِ ٱلْحَكِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerقسم دی په قرآن حکمتونو والا باندې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّكَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې له شک پرته ته له رسولانو يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

عَلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(او) پر نېغه لار (روان) يې

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تَنزِيلَ ٱلْعَزِيزِ ٱلرَّحِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنازلول دي د زورور (ذات له خوا چې) رحم کوونکی دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّآ أُنذِرَ ءَابَآؤُهُمْ فَهُمْ غَٰفِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر څو ته يو داسې قوم ووېروې چى د هغوی پلرونه، نيكونه وېرول شوي نه وو او له دې كبله هغوى په غفلت كې غورځيدلي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَقَدْ حَقَّ ٱلْقَوْلُ عَلَىٰٓ أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبیشکه په زياترو باندې (د عذاب) خبره رېښتيا شوې ده نو (اوس) هغوى ايمان نه راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّا جَعَلْنَا فِىٓ أَعْنَٰقِهِمْ أَغْلَٰلًا فَهِىَ إِلَى ٱلْأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ د هغوی په غاړو كښې طوقونه اچولي دي چې د هغوى تر زنو پورې رسيدلي دي له دې امله هغوى سرونه پورته نيولي ولاړ دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَعَلْنَا مِنۢ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَٰهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغوى مخې ته مو هم دېوال جوړ كړى او تر شايې هم دېوال او پرده مو پر (سترګو يې) اچولې نو (اوس) هغوى څه نه ويني.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَسَوَآءٌ عَلَيْهِمْ ءَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر دوى برابره ده که ته هغوى ووېروې او كه يې ونه وېروې، په هېڅ صورت هغوى ايمان نه راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ ٱتَّبَعَ ٱلذِّكْرَ وَخَشِىَ ٱلرَّحْمَٰنَ بِٱلْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبیشکه ته هغه څوك ډارولاى شې چې په دې نصيحت پسې روان وي او په غيبو له رحمانه ويريږي، نو همغه ته د بخښنې او پتمن اجر زېرى وركړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّا نَحْنُ نُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا۟ وَءَاثَٰرَهُمْ وَكُلَّ شَىْءٍ أَحْصَيْنَٰهُ فِىٓ إِمَامٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه همدا موږ مړي راژوندي كوو او هغه څه (عملونه) ليكو چې وړاندې يې لېږلي او چې وروسته يې پاتې دي او دا هر څه مو په يو څرګند كتاب كې شمېرلي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا أَصْحَٰبَ ٱلْقَرْيَةِ إِذْ جَآءَهَا ٱلْمُرْسَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى ته يوه بېلګه بيان كړه، د هغه كلي د خلكو چې كله (ډېر) رسولان ورغلي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ أَرْسَلْنَآ إِلَيْهِمُ ٱثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوٓا۟ إِنَّآ إِلَيْكُم مُّرْسَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه وخت چې دوه كسان مو ورولېږل خو چې هغه دواړه يې درواغجن وبلل نو بيا مو يې په درېيم سره پياوړي کړل نو هغوى (درې واړو) وويل: په رېښتيا موږ تاسي ته رالېږل شوي استازي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ مَآ أَنتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَمَآ أَنزَلَ ٱلرَّحْمَٰنُ مِن شَىْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا تَكْذِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى وويل تاسو خو زموږ په شان له يو بشر پرته بل څوك نه ياست او نه رحمان (الله) څه رانازل كړي دي، تاسو بل څه نه ياست، يوازې درواغ واياست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ رَبُّنَا يَعْلَمُ إِنَّآ إِلَيْكُمْ لَمُرْسَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerرسولانو وويل: زموږ رب پوهېږي موږ هرومرو تاسي ته د پيغمبرانو په توګه لېږل شوي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاوپر موږ باندې له روښانه څرګند پيغام رسولو پرته نور مسئوليت نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوٓا۟ إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ لَئِن لَّمْ تَنتَهُوا۟ لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى وويل: موږ پر تاسو بد فال نيولى (نو) كه ايسار نه شوئ هرومرو به مو په كاڼو وولو او زموږ له لاسه به دردوونکی عذاب در ورسي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ طَٰٓئِرُكُم مَّعَكُمْ أَئِن ذُكِّرْتُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوېلې: ستاسو سپېروالی خپله تاسي سره دى، آيا (په دې كې سپېروالی دى) چې تاسو ته نصيحت وشو؟ نه، په اصل كې تاسي خپله زياتى كوونكي ياست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَآءَ مِنْ أَقْصَا ٱلْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَىٰ قَالَ يَٰقَوْمِ ٱتَّبِعُوا۟ ٱلْمُرْسَلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغه ښار له يو لېرې ځايه يو سړى په منډه راغى وېلې: ای زما قومه! په دغو رسولانو پسې لاړ شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱتَّبِعُوا۟ مَن لَّا يَسْـَٔلُكُمْ أَجْرًا وَهُم مُّهْتَدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدهغه چا پيروي وكړئ چې له تاسي څخه څه اجر نه غواړي او پر سمه لار دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا لِىَ لَآ أَعْبُدُ ٱلَّذِى فَطَرَنِى وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څه دې مالره چې د هغه ذات بندګي ونه كړم چې زه یې پيدا كړى يم او د هغه لوري ته ستاسي ټولو ورګرځېدل دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ءَأَتَّخِذُ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةً إِن يُرِدْنِ ٱلرَّحْمَٰنُ بِضُرٍّ لَّا تُغْنِ عَنِّى شَفَٰعَتُهُمْ شَيْـًٔا وَلَا يُنقِذُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا له هغه پرته نور داسې معبودان ونيسم چې كه رحمان ما ته څه تاوان رسول غواړي نو د هغوى سپارښت را څخه نه څه ايسارولاى شي او نه مې بچ كولاى شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنِّىٓ إِذًا لَّفِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(كه زه دا كار وكړم) نو زه به په دغه وخت څرګنده ګمراهۍ كې یم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنِّىٓ ءَامَنتُ بِرَبِّكُمْ فَٱسْمَعُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerما خو ستاسي په رب باندې ايمان راوړى تاسي هم زما خبره واورئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قِيلَ ٱدْخُلِ ٱلْجَنَّةَ قَالَ يَٰلَيْتَ قَوْمِى يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته وويل شو: جنت ته ننوځه! وېلې كاشكى زما قوم پوهېدلاى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

بِمَا غَفَرَ لِى رَبِّى وَجَعَلَنِى مِنَ ٱلْمُكْرَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه دې چې زما رب زه وبخښلم او په عزتمنو كې يې شامل كړم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَىٰ قَوْمِهِۦ مِنۢ بَعْدِهِۦ مِن جُندٍ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغه وروسته مو نه د ده په قوم له اسمانه كوم لښكر راكوز كړ او نه يې موږ راكوزونكي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَٰحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَٰمِدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه (عذاب) له يوې چيغې پرته بل څه نه و چې بيا يو دم هغوى يخ مړه پراته وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰحَسْرَةً عَلَى ٱلْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerافسوس د بندګانو پر حال باندې هغوی ته چې هر پيغمبر راغى په هغه پورې يې ملنډې مسخرې وكړې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ يَرَوْا۟ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنَ ٱلْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لَا يَرْجِعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا نه يې دي ليدلي چې له دوى مخكې قومونو څخه مو څومره تباه كړي دي چې دوى ته بيا نه راګرځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن كُلٌّ لَّمَّا جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerیقینا شان دا دی دوى ټول به په يو ځل [وار] زموږ پر وړاندې حاضريږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَءَايَةٌ لَّهُمُ ٱلْأَرْضُ ٱلْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَٰهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو يوه (لويه) نښانه د دوى لپاره همدا مړه زمكه ده چې موږ را ژوندۍ كړې او له هغې مو (هر ډول) دانې را وېستلې دي چې دوى خوراك ترې كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّٰتٍ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَٰبٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنَ ٱلْعُيُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هغې كې مو د كجورو او انګورو ډېر باغونه پيدا كړي او چينې مو پكې بیولې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِيَأْكُلُوا۟ مِن ثَمَرِهِۦ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ أَفَلَا يَشْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدې لپاره چې دوى يې له مېوو نه خوراك وكړي او دا خو د هغوى خپلو لاسونو نه دي جوړ كړي نو اّيا شكر نه وباسي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

سُبْحَٰنَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْأَزْوَٰجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ذات لره پاكي ده چې دا ټولې جوړې يې پيدا كړې دي، له هغو نه چې ځمكه يې را زرغونوي خپله د هغوى له ځانو (اولادونو) او (يا) له هغو شيانو چې دوى يې لا پېژني هم نه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَءَايَةٌ لَّهُمُ ٱلَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ ٱلنَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظْلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو(بله) نښانه د دوى لپاره همدا شپه ده چې ورځ ترې را وباسو ناګهانه دوی په تیاره کې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلشَّمْسُ تَجْرِى لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْعَلِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو لمر روان دی خپل ځای د قرارۍ ته دا د پوه او زورور ذات اندازه ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْقَمَرَ قَدَّرْنَٰهُ مَنَازِلَ حَتَّىٰ عَادَ كَٱلْعُرْجُونِ ٱلْقَدِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ سپوږمۍ ته پړاوونه ټاكلي تر دې چې هغه شي په شان د وچې اوزړې لښتې د خرما.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَا ٱلشَّمْسُ يَنۢبَغِى لَهَآ أَن تُدْرِكَ ٱلْقَمَرَ وَلَا ٱلَّيْلُ سَابِقُ ٱلنَّهَارِ وَكُلٌّ فِى فَلَكٍ يَسْبَحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه لمر ته دا ښايي چې سپوږمۍ راګيره كړي او نه شپه په ورځې مخکې كېدونكې ده، دا هر یو پخپل مدار کې لامبو وهي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَءَايَةٌ لَّهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِى ٱلْفُلْكِ ٱلْمَشْحُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (بله) نښانه د دوى لپاره دا چې موږ د هغوى نسل په يوه ډكه شوې بېړۍ كې سپاره كړي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَخَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِۦ مَا يَرْكَبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى ته مو د دې په شان نور (هم) داسې شيان پيدا كړي چې ورباندې سپريږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ يُنقَذُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه موږ وغواړو دوى به ډوب كړو، بيا به يې نه څوك چيغه اورېدونكى وي او نه به ژغورل كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَٰعًا إِلَىٰ حِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو زموږ له خوا يو رحمت او څه لږه فايده ورکول و تر یو وخته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱتَّقُوا۟ مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې دوى ته وويل شي: له هغه څه (عذابه) ځان وساتئ چې ستاسو په مخ كې دى او هغه چې تر شا مو دى تر څو رحم درباندې وشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ ءَايَةٍ مِّنْ ءَايَٰتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا۟ عَنْهَا مُعْرِضِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى ته د خپل رب له نښانو يوه نښه هم داسې نه راځي چې دوى ترې مخ ګرځونكي نه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَآءُ ٱللَّهُ أَطْعَمَهُۥٓ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې ورته وويل شي: له هغه څه چې الله درته روزى كړي لګښت وكړئ نو بيا هغه كسان چې كافر شوي، مومنانو ته وايي: اّيا په هغه چا يې وخورو چې كه الله وغواړي خپله به خواړه وركړي، تاسو خو له يو ښكاره بې لاريتوب څخه پرته بل څه كې نه ياست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى وويل: كله به وي دا پرېکړه (د عذاب)؟ كه تاسي ریښتيني ياست؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَا يَنظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةً وَٰحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى له يوې (سختې) چيغې پرته بل انتظار نه كوي چې داسې وخت به يې راګير كړي چې هغوى به بحثونه [داخیستلو او خرڅولو] کوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَآ إِلَىٰٓ أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو بيا به نه څه وصيت كولاى شي او نه به خپلې كورنۍ ته راستنېدلاى شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَنُفِخَ فِى ٱلصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ ٱلْأَجْدَاثِ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو شپېلۍ كې به پو كړى شي نو دوى به ناڅاپه له قبرونو د خپل رب په لوري منډې وهوونکي وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ يَٰوَيْلَنَا مَنۢ بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا هَٰذَا مَا وَعَدَ ٱلرَّحْمَٰنُ وَصَدَقَ ٱلْمُرْسَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوايي به افسوس دی موږ لره، چا د خپلو خوب ځايونو څخه راپاڅولو؟ دا هماغه ده چې رحمٰن يې ژمنه كړې وه او پېغمبرانو رښتيا ويلي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَٰحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه له يوې چيغې پرته بل څه نه ده، بيا به ناګهانه هغوى ټول زموږ پر وړاندې حاضرکړای شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱلْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْـًٔا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو نن به په هيچا هيڅ ظلم ونه شي او نه به ستاسو له خپلو عملو پرته د بل څه بدله دركړى شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ أَصْحَٰبَ ٱلْجَنَّةِ ٱلْيَوْمَ فِى شُغُلٍ فَٰكِهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً جنتيان به نن په خپلو مزو كې مصروف وي. .

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هُمْ وَأَزْوَٰجُهُمْ فِى ظِلَٰلٍ عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ مُتَّكِـُٔونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى او مېرمنې به يې په سيورو كې پر تختونو ډډه وهونكي (ناست) وي. .

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَهُمْ فِيهَا فَٰكِهَةٌ وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى لره به پكې مېوې او څه چې غواړي هغه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

سَلَٰمٌ قَوْلًا مِّن رَّبٍّ رَّحِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد مهربان رب لخوا به ورته سلام ويل كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱمْتَٰزُوا۟ ٱلْيَوْمَ أَيُّهَا ٱلْمُجْرِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (وبه ويل شي) اې مجرمانو (تاسو) نن را بېل شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَٰبَنِىٓ ءَادَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا۟ ٱلشَّيْطَٰنَ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې د آدم زامنو! تاسو ته مې حكم نه و كړى چې د شيطان عبادت [تابعداري] مه كوئ، هغه ستاسو څرګند غليم (دښمن) دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَنِ ٱعْبُدُونِى هَٰذَا صِرَٰطٌ مُّسْتَقِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا چې په بندګۍ خاص کړئ ما لره، دا نېغه لار ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا۟ تَعْقِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه هغه له تاسو نه ډېر خلك بې لارې كړي، اّيا تاسو عقل نه كارولو؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هَٰذِهِۦ جَهَنَّمُ ٱلَّتِى كُنتُمْ تُوعَدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا هماغه جهنم دى چې ژمنه يې درسره كېدله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱصْلَوْهَا ٱلْيَوْمَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه دې چې تاسو به كفر كولو نو نن هغه ته ورننوځئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَىٰٓ أَفْوَٰهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَآ أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنن به موږ د هغوى په خولو مهر وهو، خبرې به يې لاسونه راسره كوي او پښې به يې په هغو كارو شاهدي وايي چې دوى به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ نَشَآءُ لَطَمَسْنَا عَلَىٰٓ أَعْيُنِهِمْ فَٱسْتَبَقُوا۟ ٱلصِّرَٰطَ فَأَنَّىٰ يُبْصِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه موږ وغواړو د هغوى سترګې به هموارې (بې نوره) كړو، بيا چې لارې ته ور وړاندې شي نو څرنګه به يې ويني.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ نَشَآءُ لَمَسَخْنَٰهُمْ عَلَىٰ مَكَانَتِهِمْ فَمَا ٱسْتَطَٰعُوا۟ مُضِيًّا وَلَا يَرْجِعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه وغواړو خامخا به يې پر خپلو ځايو مسخ كړو، بيا به دوى نه تللى او نه راګرځېدلى شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِى ٱلْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چا ته چې اوږد عمر وركوو نو هغه په پيدايښت كې [بدن یې] کمزوری كوو، اّيا نو دوى عقل نه كاروي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا عَلَّمْنَٰهُ ٱلشِّعْرَ وَمَا يَنۢبَغِى لَهُۥٓ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْءَانٌ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ هغه ته نه شعر ورښوولى او نه ورسره ښايي، هغه خو له نصيحت او روښان قرآنه پرته بل څه نه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِّيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ ٱلْقَوْلُ عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدې لپاره چې كه څوك ژوندى وي هغه ته خبردارى وركړي او پر كافرانو (د عذاب) خبره ثابته شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا خَلَقْنَا لَهُم مِّمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَآ أَنْعَٰمًا فَهُمْ لَهَا مَٰلِكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو آيا دوی نه ګوري چې یقینا پیدا کړي موږ دوى لپاره له هغو څه چې زموږ لاسونو کړي څاروي نو دوى يې مالكان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَذَلَّلْنَٰهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه مو ورته تابع كړي هم دي چې ځينې يې د دوى سپرلۍ دي او له ځينو يې خوراك كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَهُمْ فِيهَا مَنَٰفِعُ وَمَشَارِبُ أَفَلَا يَشْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هغو كې د دوى لپاره ډېرې ګټې او د څښاك شيان دي نو اّيا شكر نه باسي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ ءَالِهَةً لَّعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نیولي دي دوى پرته له الله څخه حقداران د بندګۍ د دې لپاره چې دوی سره مرسته وکړی شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerځواک نه لري (د خپل ځان او د دوی) د مرستې کولو او دوی [دا مشرکان] هغوی [دې باطل معبودانو] لره لښکر دی حاضر کړی شوی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپس غمجن دې نه کړي تا لره وینا د دوی، يقيناً موږ پوهيږو په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې ښكاره کوي یې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَمْ يَرَ ٱلْإِنسَٰنُ أَنَّا خَلَقْنَٰهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا انسان نه دي ليدلي چې هغه مو له يوه څاڅكي (نطفې) پيدا كړ خو بيا يو دم څرګند جګړه مار (ترې جوړ) شو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِىَ خَلْقَهُۥ قَالَ مَن يُحْىِ ٱلْعِظَٰمَ وَهِىَ رَمِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ ته مثال بيانوي او خپل پيدايښت يې هېر كړ وايي څوك به دا هډوكي راژوندي كوي چې وراسته رژېدلي وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ يُحْيِيهَا ٱلَّذِىٓ أَنشَأَهَآ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته وايه: هغه ذات به يې راژوندي كوي كوم چې په لومړي ځل يې پيدا كړي او هماغه په هر ډول پيدايښت ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلشَّجَرِ ٱلْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَآ أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه چې تاسو ته يې له شنې ونې اور پيدا كړ او له هغې نه تاسو اور بلوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَيْسَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِقَٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُم بَلَىٰ وَهُوَ ٱلْخَلَّٰقُ ٱلْعَلِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي، په دې نه دى قادر چې د دوى په شان (نور څه) پيدا كړي؟ ولې نه، (قادر دى) او هماغه ښه پيدا كونكى ډېر پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَآ أَمْرُهُۥٓ إِذَآ أَرَادَ شَيْـًٔا أَن يَقُولَ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبیشکه د هغه امر خو كله چې څه وغواړي دا دى چې و وايي: شه! نو هغه وشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَسُبْحَٰنَ ٱلَّذِى بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَىْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغه ذات لره پاكي ده چې د هر شي باچايي يې په لاس کې ده او (خاص) ده ته به ورګرځول كېږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70