caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت المطففين المطففين

۳۶ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۸۶

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ وَيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد ډنډه وهونکو (تول او پیمانه کمونکو) لپاره تباهي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ إِذَا ٱكْتَالُوا۟ عَلَى ٱلنَّاسِ يَسْتَوْفُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه کسان کله چې (ځانونو ته) پر خلکو پېمانه کوي پوره يې اخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا كَالُوهُمْ أَو وَّزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو کله چې هغوی ته پېمانه يا تول ورکوي بيا يې کموي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَا يَظُنُّ أُو۟لَٰٓئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerايا دوی باور نه کوي چې بېرته به را پاڅول کيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِيَوْمٍ عَظِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيوې لويې ورځې ته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ يَقُومُ ٱلنَّاسُ لِرَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه کومه چې به خلک د ټولو کايناتو پالونکي ته دريږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلْفُجَّارِ لَفِى سِجِّينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهيڅکله نه، پرته له شکه د بې لارې خلکو عملنامې به د بندې خونې په (کتاب)کې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا سِجِّينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ته څه خبر يې چې د زندان هغه دفتر څه دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كِتَٰبٌ مَّرْقُومٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيو ليکلی کتاب دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه هغه ورځ درواغ ګڼونکو ته تباهي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوْمِ ٱلدِّينِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه کسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا يُكَذِّبُ بِهِۦٓ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه دروغ نه ګڼي پرته له تيري کوونکي ګناهګار څخه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ءَايَٰتُنَا قَالَ أَسَٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerکله چې زموږ ایتونه پرې لوستل کيږي وايي د پخوانيو کيسې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهيڅکله نه، د هغوی پر زړونو هغه څه زنګ اچولی چې هغوی به کول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَلَّآ إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهيڅکله نه، پرته له شکه هغه ورځ به هغوی د خپل پالونکي له ليدلو بې برخې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصَالُوا۟ ٱلْجَحِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا به هغوی هرومرو دوزخ ته ور ننوتونکي وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ يُقَالُ هَٰذَا ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا به وويل شي: دا هغه څه دي چې تاسې دروغ ګڼل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلْأَبْرَارِ لَفِى عِلِّيِّينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerداسې نه ده، د نېکانو عملنامې به هرومرو په عليين کې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا عِلِّيُّونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ته څه خبر يې چې عليين څه دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كِتَٰبٌ مَّرْقُومٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيو ليکل شوی کتاب دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَشْهَدُهُ ٱلْمُقَرَّبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې يوازې يې مقربې پرېښتې ليدنه کولای شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلْأَبْرَارَ لَفِى نَعِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له شکه نېکان په نعمتونو کې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپر تختونو باندې به وي ګورې به.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تَعْرِفُ فِى وُجُوهِهِمْ نَضْرَةَ ٱلنَّعِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه مخونو کې به يې د نعمتونو تازه ګي پېژنې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُسْقَوْنَ مِن رَّحِيقٍ مَّخْتُومٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپر هغوی به سوچه مهر کړل شوي شراب څښل کيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

خِتَٰمُهُۥ مِسْكٌ وَفِى ذَٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ ٱلْمُتَنَٰفِسُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerمهر به يې مشک وي، او په همدې کې دې سيالي کوونکي سره سيالي وکړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِزَاجُهُۥ مِن تَسْنِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ګډون به يې له تسنيم (چینې څخه) وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا ٱلْمُقَرَّبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا يوه چينه ده چې الله ته نېږدې خلک به ترې څښاک کوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ أَجْرَمُوا۟ كَانُوا۟ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يَضْحَكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه هغو کسانو چې جرم يې کړی پر هغو کسانو پورې خندل چې ايمان يې راوړی وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا مَرُّوا۟ بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو کله به چې پر هغوی تېرېدل؛ نو يو بل ته به يې سترګکونه وهل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا ٱنقَلَبُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَهْلِهِمُ ٱنقَلَبُوا۟ فَكِهِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو خپلو کورونو ته به چې ور ستنېدل خوشحاله به ورستنېدل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوٓا۟ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَضَآلُّونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو کله به يې چې هغوی (مسلمانان) وليدل ويل به يې: په رېښتيا چې دغه خلک لار ورکي شوي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أُرْسِلُوا۟ عَلَيْهِمْ حَٰفِظِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerحال دا چې هغوی پرې څارونکي نه وو لېږل شوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱلْيَوْمَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنَ ٱلْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو نن به هغه کسان چې ايمان يې راوړی پر کافرانو پورې خاندي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپر تختونو به ناست د هغوی ننداره کوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هَلْ ثُوِّبَ ٱلْكُفَّارُ مَا كَانُوا۟ يَفْعَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا کافرانو ته د هغه څه ثواب ورکړل شو چې کول يې؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70