سورت القمر القمر
۵۵ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۳۷
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ٱقْتَرَبَتِ ٱلسَّاعَةُ وَٱنشَقَّ ٱلْقَمَرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerقيامت رانېږدې شو او سپوږمۍ وچاوده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن يَرَوْا۟ ءَايَةً يُعْرِضُوا۟ وَيَقُولُوا۟ سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې كومه نښانه وويني، مخ ترې واړوي، وايي دا خو له پخوا نه راروانې كوډې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَذَّبُوا۟ وَٱتَّبَعُوٓا۟ أَهْوَآءَهُمْ وَكُلُّ أَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو درواغ يې ګڼي او خپلو هوسونو پسې ځي او هر كار (په خپل وخت) په ځاى كېدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ جَآءَهُم مِّنَ ٱلْأَنۢبَآءِ مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه هغوى ته له (پخوانيو) خبرونو هغه څه راغلي چې په هغو كې نصيحت (يا له كفره ايسارېدل) و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حِكْمَةٌۢ بَٰلِغَةٌ فَمَا تُغْنِ ٱلنُّذُرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد پوره هوښيارۍ خبرې، خو دې وېروونكو هم څه ګټه ونه كړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ يَوْمَ يَدْعُ ٱلدَّاعِ إِلَىٰ شَىْءٍ نُّكُرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو مخ ترې واړوه، هغه ورځ چې يو بلونكى د ډېر ناخوښه شي لور ته بلنه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خُشَّعًا أَبْصَٰرُهُمْ يَخْرُجُونَ مِنَ ٱلْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنتَشِرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه خړو خوارو سترګو به له قبرونو راوزي، لكه هغوى چې خواره واره ملخان وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مُّهْطِعِينَ إِلَى ٱلدَّاعِ يَقُولُ ٱلْكَٰفِرُونَ هَٰذَا يَوْمٌ عَسِرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد بلونكي خواته ځغلېدونكي وي، كافران به وايي دا يوه سخته ورځ ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَكَذَّبُوا۟ عَبْدَنَا وَقَالُوا۟ مَجْنُونٌ وَٱزْدُجِرَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله هغوى مخكې د نوح قوم (حق) درواغ وګڼلو، بيا يې زموږ بنده درواغجن وباله، وېلې لېونى او (له خلكو) ايسار شوى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَدَعَا رَبَّهُۥٓ أَنِّى مَغْلُوبٌ فَٱنتَصِرْ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغه خپل پالونکي ته دعا وكړه چې زه بالكل بې وسه شوى يم نو بدل واخله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَفَتَحْنَآ أَبْوَٰبَ ٱلسَّمَآءِ بِمَآءٍ مُّنْهَمِرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا موږ په زښتو ډېرو اوبو د آسمان دروازې پرانېستلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَفَجَّرْنَا ٱلْأَرْضَ عُيُونًا فَٱلْتَقَى ٱلْمَآءُ عَلَىٰٓ أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له ځمكې مو چينې روانې كړې، نو دواړه ډوله اوبه پر يوه ټاكل شوي كار سره يو ځاى شوې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَحَمَلْنَٰهُ عَلَىٰ ذَاتِ أَلْوَٰحٍ وَدُسُرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دى (نوح) مو پر دړو (تختو) او مېخونو والا (بېړۍ) سپور كړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَجْرِى بِأَعْيُنِنَا جَزَآءً لِّمَن كَانَ كُفِرَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې زموږ تر سترګو لاندې چلېدله، د هغه چا لپاره بدله چې نا شکري يې شوى وه [د الله ناشکري شوې وه، چا چې نا شکري کړې د هغوی لپاره دا عذاب سزا وه]
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَد تَّرَكْنَٰهَآ ءَايَةً فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په رېښتيا هغه مو د يوې نښانې په توګه پرېښوده، نو آيا څوک درس اخيستونكى شته؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِى وَنُذُرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا ٱلْقُرْءَانَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه موږ قرآن د پوهېدلو (تلاوت) لپاره آسان كړى نو آيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِى وَنُذُرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerعاديانو هم درواغ وګڼلو نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّآ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِى يَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه يوه پرله پسې شومه ورځ كې مو سخته سيلۍ پرې والوزوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَنزِعُ ٱلنَّاسَ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ مُّنقَعِرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې خلک به يې داسې راوېستل لكه چې د كجورو له بېخه را اېستل شوي تنې چې وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِى وَنُذُرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا ٱلْقُرْءَانَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه موږ قرآن د پوهېدو لپاره آسان كړى نوآيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِٱلنُّذُرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerثموديانو هم وېروونكي درواغجن وګڼل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقَالُوٓا۟ أَبَشَرًا مِّنَّا وَٰحِدًا نَّتَّبِعُهُۥٓ إِنَّآ إِذًا لَّفِى ضَلَٰلٍ وَسُعُرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ويل يې چې آيا موږ په خپلو كې (يوازې) د يو سړي خبره ومنو؟ بيا خو به موږ هرومرو په غلطۍ او ليونتوب كې يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَءُلْقِىَ ٱلذِّكْرُ عَلَيْهِ مِنۢ بَيْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ أَشِرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا زموږ ترمنځ يوازې پر هغه وحي راپرېوته؟ نه، بلكې دى په خپله ډېر درواغجن او كبرجن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَيَعْلَمُونَ غَدًا مَّنِ ٱلْكَذَّابُ ٱلْأَشِرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا دى سبا به هغوى پوه شي چې ډېر درواغجن كبرجن څوك دى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا مُرْسِلُوا۟ ٱلنَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَٱرْتَقِبْهُمْ وَٱصْطَبِرْ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه موږ د هغوى د ازمويښت لپاره يوه اوښه لېږونکي يو، نو ته يې (اى صالحه) انتظار كوه او صبر وكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَبِّئْهُمْ أَنَّ ٱلْمَآءَ قِسْمَةٌۢ بَيْنَهُمْ كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو خبر يې كړه چې دا اوبه يې ترمنځه وېشل شوې دي، هر وار څښلو ته به (خپل خاوند) حاضرېدونكى وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَنَادَوْا۟ صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطَىٰ فَعَقَرَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو هغوى خپل ملګري ته نارې كړې نو را ويې نيوله او پښې يې ترې غوڅې كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِى وَنُذُرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّآ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ صَيْحَةً وَٰحِدَةً فَكَانُوا۟ كَهَشِيمِ ٱلْمُحْتَظِرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه موږ پر هغوى يوه چيغه راولېږله نو داسې شول لكه د غوجل مات رامات واښه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا ٱلْقُرْءَانَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه قرآن مو د پوهېدو لپاره آسان كړى دى نو آيا څوك عبرت اخيستونكى شته؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍۭ بِٱلنُّذُرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد لوط قوم وېروونكي درواغجن وګڼل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّآ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ حَاصِبًا إِلَّآ ءَالَ لُوطٍ نَّجَّيْنَٰهُم بِسَحَرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ پر هغوى كاڼي وروونكى باد ور ولېږلو، (مګر) پرته د لوط له كورنۍ چې سباوون مهال مو وژغورله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
نِّعْمَةً مِّنْ عِندِنَا كَذَٰلِكَ نَجْزِى مَن شَكَرَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزموږ له خوا د لورينې په توګه. څوك چې شكر باسي موږ همداسې بدله وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَنذَرَهُم بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا۟ بِٱلنُّذُرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پرته له شکه هغوی يې زموږ له نيولو وېرولي وو خو هغوى په وېروونكو شک وکړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ رَٰوَدُوهُ عَن ضَيْفِهِۦ فَطَمَسْنَآ أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا۟ عَذَابِى وَنُذُرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغه يې د مېلمنو د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو موږ يې سترګې ړندې كړې نو (اوس) زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ صَبَّحَهُم بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په رېښتيا چې سهار وختي پر هغوى يو پاتېدونكى عذاب راغلو او تباه يې كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَذُوقُوا۟ عَذَابِى وَنُذُرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا ٱلْقُرْءَانَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په رېښتيا موږ قرآن د نصيحت لپاره آسانه كړى دى نو آيا څوك درس اخيستونكى شته؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ جَآءَ ءَالَ فِرْعَوْنَ ٱلنُّذُرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه فرعونيانو ته وېروونكي ورغلي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا كُلِّهَا فَأَخَذْنَٰهُمْ أَخْذَ عَزِيزٍ مُّقْتَدِرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى زموږ ګردې نښانې درواغ وګڼلې نو بيا مو د برلاسي قادر (الله) په نيولو سره راګير كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌ مِّنْ أُو۟لَٰٓئِكُمْ أَمْ لَكُم بَرَآءَةٌ فِى ٱلزُّبُرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا ستاسو كافران تر هغوى غوره دي يا تاسو ته په پخوانيو كتابونو كې څه خلاصون راغلى دى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُّنتَصِرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(او) كه هغوى وايي چې موږ يو بل سره مرستيال غچ اخېستونكى ټولى يو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَيُهْزَمُ ٱلْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ ٱلدُّبُرَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا ټولى به زر ماتې وخوري او شاوې به واړوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلِ ٱلسَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَٱلسَّاعَةُ أَدْهَىٰ وَأَمَرُّ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه اصل كې قيامت د هغوى د ژمنې ټاكلى وخت دى او قيامت ډېر سخت او تريخ دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلْمُجْرِمِينَ فِى ضَلَٰلٍ وَسُعُرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه دا مجرمان په بې لارۍ او ليونتوب (يا بل اور) كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ يُسْحَبُونَ فِى ٱلنَّارِ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ ذُوقُوا۟ مَسَّ سَقَرَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې هغوى پړمخ په اور كې كشول كيږي چې (اوس) د دوزخ اور د رسېدلو مزه وڅكئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا كُلَّ شَىْءٍ خَلَقْنَٰهُ بِقَدَرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه موږ هر شى په يوه ټاكلې اندازه پيدا كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَمْرُنَآ إِلَّا وَٰحِدَةٌ كَلَمْحٍۭ بِٱلْبَصَرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو زموږ امر پرته له يو وار بل شان نه دى، لكه د ستر ګو رپ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَآ أَشْيَاعَكُمْ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په رېښتيا موږ ستاسي (مخكېني) سيالان هم تباه كړي دي نو آيا څوك عبرت اخېستونكى شته؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكُلُّ شَىْءٍ فَعَلُوهُ فِى ٱلزُّبُرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هر څه چې هغوى كړي په كتابو كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُّسْتَطَرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هره وړه غټه (پېښه) ليكل شوې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى جَنَّٰتٍ وَنَهَرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه متقيان به په باغونو او ويالو كې وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فِى مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُّقْتَدِرٍۭ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد رېښتينولۍ او عزت په مجلس كې، د لوى قدرت والا پاچا پر وړاندې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→