کور › سورتونه › سورت الشعراء
سورت الشعراء الشعراء
۲۲۷ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۴۷
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ طسٓمٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center طسم [1].
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْكِتَٰبِ ٱلْمُبِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا د هغه څرګند كتاب آيتونه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَعَلَّكَ بَٰخِعٌ نَّفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا۟ مُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى محمده! ښايي ته پدې غم كې خپل ځان بايلې چې دغه خلك ايمان نه راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ءَايَةً فَظَلَّتْ أَعْنَٰقُهُمْ لَهَا خَٰضِعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه موږ وغواړونو له اسمانه داسې نښانه نازلولى شو چې د دوى غاړې د هغې پر وړاندې ښكته شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّنَ ٱلرَّحْمَٰنِ مُحْدَثٍ إِلَّا كَانُوا۟ عَنْهُ مُعْرِضِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه راځي دوی ته هېڅ یاداښت د رحمن له لورې چې نوی وي (د هغه راتلل) مګر دوی له هغه څخه مخ اړوونکي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقَدْ كَذَّبُوا۟ فَسَيَأْتِيهِمْ أَنۢبَٰٓؤُا۟ مَا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو اوس چې درواغ يې وګڼلو ډېر زر به د هغه څه خبرونه ورته راشي چې ملنډې به يې پرې وهلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ إِلَى ٱلْأَرْضِ كَمْ أَنۢبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا دوی نه ګوري ځمکې ته چې څومره رازرغون کړي دي موږ په هغې کې د هر قسم ګټور بوټي څخه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ نَادَىٰ رَبُّكَ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱئْتِ ٱلْقَوْمَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه مهال چې ستا رب غږ وکړ موسى ته چې لاړ شه قوم ظالمانو ته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَوْمَ فِرْعَوْنَ أَلَا يَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د فرعون قوم ته! آيا هغوى نه ويريږي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ إِنِّىٓ أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې ويل زما ربه! زه ډارېږم چې درواغجن به مې وګڼي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَضِيقُ صَدْرِى وَلَا يَنطَلِقُ لِسَانِى فَأَرْسِلْ إِلَىٰ هَٰرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او سينه مې (هم) تنګيږي او ژبه مې نه ګرځي نو هارون ته يې ولېږه (وحی).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَهُمْ عَلَىَّ ذَنۢبٌ فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پر ما باندې د هغوی لخوا د يو جرم تور هم شته، ځكه نو زه ويريږم چې هغوى به ما ووژني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ كَلَّا فَٱذْهَبَا بِـَٔايَٰتِنَآ إِنَّا مَعَكُم مُّسْتَمِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله وويل: هېڅكله نه، نو دواړه زموږ له نښانو سره ورشئ، موږ درسره يو، د (هر څه) اورېدونكي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولُ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ورشئ دواړه فرعون ته ورته او وايئ چې موږ رالیږل شوي یو د مخلوقاتو د پالونكي لخوا.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې ته بني اسرائيل له موږ سره ولېږې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې: آيا ته مو له ځان سره وړوكى ونه روزلې او د خپل عمر ډېر كلونه دې راسره تېر (نه) كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَفَعَلْتَ فَعْلَتَكَ ٱلَّتِى فَعَلْتَ وَأَنتَ مِنَ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ها چې كړى دې و هغه كار دې هم وكړ او ته له ناشكرانو څخه يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَعَلْتُهَآ إِذًا وَأَنَا۠ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (موسى) وويل: ما هغه وخت كړى و چې زه له ناپوهانو وم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَفَرَرْتُ مِنكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِى رَبِّى حُكْمًا وَجَعَلَنِى مِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا چې كله ووېرېدم نو درڅخه وتښتېدم، نو خپل رب مې حكم (علم) راكړ او په رسولانو كې يې شامل كړم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَىَّ أَنْ عَبَّدتَّ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (آيا) دا كومه پېرزوينه ده چې پر ما يې احسان باروې دا چې بني اسرائيل دې مريان كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center فرعون وويل: او دا رب العالمين لاڅه دى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَآ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې د آسمانو، ځمكې او د هغو تر منځ د ټولو شيانو پالونكى، كه تاسو باور كوونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لِمَنْ حَوْلَهُۥٓ أَلَا تَسْتَمِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center فرعون خپلو شاوخوا خلكو ته وويل: تاسو نه اورئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ ءَابَآئِكُمُ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موسى وويل: ستاسو پالونكى او ستاسو د مخکېنيو پلرونو پالونكى دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ ٱلَّذِىٓ أُرْسِلَ إِلَيْكُمْ لَمَجْنُونٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center فرعون وويل: يقيناً ستاسو دا رسول چې درته رالېږل شوى بالكل ليونى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبُّ ٱلْمَشْرِقِ وَٱلْمَغْرِبِ وَمَا بَيْنَهُمَآ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موسى وويل: د ختيځ، لويديځ او د هغو تر منځ شيانو رب دى، كه تاسو عقل كاروئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لَئِنِ ٱتَّخَذْتَ إِلَٰهًا غَيْرِى لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ ٱلْمَسْجُونِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center فرعون وويل: كه له ما پرته دې بل معبود ونيولو، هرومرو به دې له بنديانو وګرځوم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَىْءٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موسى وويل: كه څه هم يو څرګند شى درته راوړم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَأْتِ بِهِۦٓ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې ويل: كه ته رښتينى يې نو رايې وړه!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِىَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ګذاره یې کړه لکړه (امسا) خپله؛ نو هغه يو دم ښكاره ښامار و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَزَعَ يَدَهُۥ فَإِذَا هِىَ بَيْضَآءُ لِلنَّٰظِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چې خپل لاس يې راوويستو نو هغه (ټولو) كتونكو ته روڼ ځلاند و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لِلْمَلَإِ حَوْلَهُۥٓ إِنَّ هَٰذَا لَسَٰحِرٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center فرعون خپلو چاپېرو سردارانو ته وويل: بې شكه چې دا سړى هرومرو يو پوه كوډګر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِۦ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center غواړي چې په خپلو كوډو تاسي له خپلې ځمكې وباسي؛ نو تاسو څه حكم كوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَٱبْعَثْ فِى ٱلْمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: دى او ورور يې ايسار كړه او ولیږه ښارونو ته راټولوونکي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې هر يو پوه كوډګر درته راولي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَجُمِعَ ٱلسَّحَرَةُ لِمِيقَٰتِ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا نو د يوې معلومې ورځې په ټاكلي وخت كوډګران راټول كړى شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلْ أَنتُم مُّجْتَمِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خلكو ته وويل شول چې تاسې به راټوليږئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ ٱلسَّحَرَةَ إِن كَانُوا۟ هُمُ ٱلْغَٰلِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې ښايې موږ كوډګرو پسې لاړ شو، كه چېرې هغوى برلاسي شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالُوا۟ لِفِرْعَوْنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ ٱلْغَٰلِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كوډګر چې راغلل فرعون ته يې وويل: موږ ته خو به څه بدله وي كه چېرې موږ بريالي شولو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ إِذًا لَّمِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې هو او بيا به تاسي (زموږ) له نېږدې كسانو ياستئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلْقُوا۟ مَآ أَنتُم مُّلْقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موسى ورته وويل: څه چې غورځوئ هغه وغورځوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَلْقَوْا۟ حِبَالَهُمْ وَعِصِيَّهُمْ وَقَالُوا۟ بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ إِنَّا لَنَحْنُ ٱلْغَٰلِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو (له واره يې) خپلې رسۍ او لکړې (امساګانې) وغورځولې او ويې ويل: په عزت د فرعون (قسم چې) همدا موږ به بريالي يو!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَلْقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِىَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا موسى خپله امسا وغورځوله نو په ناڅاپي ډول هغې د هغو د دروغو كارنامې خوړلې تيرولې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأُلْقِىَ ٱلسَّحَرَةُ سَٰجِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كوډګر (سملاسي) په سجده پرېوتل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې: موږ په رب العالمين ايمان راوړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبِّ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د موسى او هارون پر رب.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ءَامَنتُمْ لَهُۥ قَبْلَ أَنْ ءَاذَنَ لَكُمْ إِنَّهُۥ لَكَبِيرُكُمُ ٱلَّذِى عَلَّمَكُمُ ٱلسِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَٰفٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې (فرعون): (ښه) تاسي بيا د هغه ومنله مخكې لدې چې زه اجازه درته وكړم؟ خامخا همدى ستاسو هماغه مشر دى چې كوډې يې در زده كړي دي، نو زر به پوه شئ، زه به هرومرو ستاسي لاسونه او پښې چپه غوڅ كړم او ټول به په دار وځړوم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ لَا ضَيْرَ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل هېڅ تاوان نه دى، موږ د خپل رب لور ته ورتلونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا نَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَٰيَٰنَآ أَن كُنَّآ أَوَّلَ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ هيله من يو چې زموږ رب به زموږ ګناهونه وبخښي ځكه چې موږ تر ټولو مخكې ايمان راوړی دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِىٓ إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسى ته مو وحى وكړه چې (شپه په شپه) زما بندګان درسره روان كړه، (او) تاسو به هرومرو له څټه پلټل كېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِى ٱلْمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا نو فرعون (ټولو) ښارونو ته ماسلان ولېږل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې دغه (بني اسرائيل) يوه ډله لږ كسان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّهُمْ لَنَا لَغَآئِظُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه موږ يې ډېر په غوسه كړي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَٰذِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ يوه چمتو بيداره ډله يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَخْرَجْنَٰهُم مِّن جَنَّٰتٍ وَعُيُونٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس وویستل دوی لره موږ له باغونو او چینو څخه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكُنُوزٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له خزانو او ښه هستوګنځي څخه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَٰلِكَ وَأَوْرَثْنَٰهَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همدارنګه وشول او بني اسرائيل مو د هغو (شيانو) وارثان وګرځول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَتْبَعُوهُم مُّشْرِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس روان شول (فرعونیان) هغوی پسې د لمر ختو پر مهال.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا تَرَٰٓءَا ٱلْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَٰبُ مُوسَىٰٓ إِنَّا لَمُدْرَكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې دواړه ډلې سره مخامخ شوې، د موسى ملګرو وويل: چې (دا دى) موږ خو ګيرېدونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ كَلَّآ إِنَّ مَعِىَ رَبِّى سَيَهْدِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې هېڅكله نه! پرته له شکه ما سره مې رب دى، زر به لار راوښايي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱضْرِب بِّعَصَاكَ ٱلْبَحْرَ فَٱنفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَٱلطَّوْدِ ٱلْعَظِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو موسى ته مو وحي وكړه چې په خپله لکړه (امسا) دې سيند و وهه؛ نو هغه وچاودلو او هره ټوټه لكه لوى غر وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ ٱلْـَٔاخَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او رانږدې کړل موږ هلته نور کسان.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنجَيْنَا مُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُۥٓ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسى او څوك چې ورسره وو، ټول مو وژغورل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ أَغْرَقْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو هغه نور (ټول) غرق كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دې كې خو په رېښتيا (لوی) پند دی، خو ډېری يې منونكي نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه همغه ستا رب ډیر زورو او مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ إِبْرَٰهِيمَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په هغوى د ابراهيم خبر (هم) ولوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦ مَا تَعْبُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې خپل پلار او قوم ته يې وويل: (دا) څه شى لمانځئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ نَعْبُدُ أَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عَٰكِفِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې: بوتان لمانځو او همداسې به يې په خدمت (او درناوي) لګيا اوسو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ابراهيم وويل: آيا هغوى ستاسي (خبره) اوري كله يې چې رابولئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْ يَنفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا څه ګټه يا زيان در رسوي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ بَلْ وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا كَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: نه، خو خپل پلرونه مو موندلي دي چې همداسې به يې كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَفَرَءَيْتُم مَّا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه وويل:نو آيا خبر یاست تاسو په حال د هغه چا چې تاسو یې بندګي کوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُمُ ٱلْأَقْدَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تاسو او ستاسي پخوانيو پلرونو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنَّهُمْ عَدُوٌّ لِّىٓ إِلَّا رَبَّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغوى خو ټول زما دښمنان دي، پرته د مخلوقاتو له پالونکي څخه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِى خَلَقَنِى فَهُوَ يَهْدِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هماغه چې زه يې پيدا كړى يم او لارښوونه راته كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِى هُوَ يُطْعِمُنِى وَيَسْقِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ذات چې ماته خوراك او څښاك راكوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چې ناروغ شم، خو هماغه مې روغوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِى يُمِيتُنِى ثُمَّ يُحْيِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همغه چې مړ كوي مې او بيا مې راژوندى كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِىٓ أَطْمَعُ أَن يَغْفِرَ لِى خَطِيٓـَٔتِى يَوْمَ ٱلدِّينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه چې زه ترې هيله لرم چې د جزا په ورځ به مې تېروتنې را وبخښي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبِّ هَبْ لِى حُكْمًا وَأَلْحِقْنِى بِٱلصَّٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زما ربه! ماته حكم (علم او نبوت) راکړه او له صالحانو سره مې يوځاى كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱجْعَل لِّى لِسَانَ صِدْقٍ فِى ٱلْـَٔاخِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په وروستيو نسلونو كې د نېكنامۍ يادونه را په برخه كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱجْعَلْنِى مِن وَرَثَةِ جَنَّةِ ٱلنَّعِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د نعمتونو د جنت له وارثانو مې وګرځوې!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱغْفِرْ لِأَبِىٓ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پلار ته مې بخښنه وكړې، هغه له بې لارو څخه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تُخْزِنِى يَوْمَ يُبْعَثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په هغه ورځ مې مه شرموې چې خلك راپاڅول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همغه ورځ چې نه مال ګټه رسوي او نه زامن.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا مَنْ أَتَى ٱللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له دې چې څوك په روغ زړه الله ته ورغلى وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأُزْلِفَتِ ٱلْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (كله) چې متقيانو ته جنت ورنږدې كړى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَبُرِّزَتِ ٱلْجَحِيمُ لِلْغَاوِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې لارې شوو ته دوزخ ورڅرګند كړى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَعْبُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ورته وويل شي: هغه شيان چېرته دي چې تاسو به لمانځل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مِن دُونِ ٱللَّهِ هَلْ يَنصُرُونَكُمْ أَوْ يَنتَصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له الله پرته، آيا څه مرسته مو كوي؟ يا د خپل ځان مرسته كولاى شي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكُبْكِبُوا۟ فِيهَا هُمْ وَٱلْغَاوُۥنَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو پړمخ به پكې وغورځول شي، هغوى (معبودان يې) او بې لارې شوي كسان.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجُنُودُ إِبْلِيسَ أَجْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د ابليس ټول لښكر.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ وَهُمْ فِيهَا يَخْتَصِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هلته به خپلو كې شخړه كوي او وايي به.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَٱللَّهِ إِن كُنَّا لَفِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په الله قسم موږ خو يقيناً په ښكاره بې لارېتوب كې وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې تاسو (باطل معبودان) مو له رب العالمين سره برابرولئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَضَلَّنَآ إِلَّا ٱلْمُجْرِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ پرته له همغو مجرمانو (مشرانو) بل چا نه يو بې لارې كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَا لَنَا مِن شَٰفِعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو (اوس) زموږ هيڅوك سپارښتونكى نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا صَدِيقٍ حَمِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه څوك مخلص ملګرى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو كاشكې كه موږ ته يو ځل (بيا وخت) واى نو موږ به مومنان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دې كې خو په رېښتيآ (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه همغه ستا رب ښه زورور مهربان دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَتْ قَوْمُ نُوحٍ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د نوح قوم (هم) رسولان درواغجن وګڼل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ نُوحٌ أَلَا تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center کله چې وویل دوی ته ورور د دوی نوح، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو له الله ووېرېږئ او زما خبره ومنئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أَنُؤْمِنُ لَكَ وَٱتَّبَعَكَ ٱلْأَرْذَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: آيا موږ به تا منو حال دا چې (يوازې) رذيلانو (خوارانو) ستا پيروي کړې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ وَمَا عِلْمِى بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نوح وويل: او زه څه پوهه لرم په هغه څه چې هغوى به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنْ حِسَابُهُمْ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّى لَوْ تَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغوى حساب زما له ربه پرته په بل چا نه دى كه تاسو پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَنَا۠ بِطَارِدِ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زه د دې مومنانو شړونكى هم نه يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنْ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زه له يو څرګند وېروونكي پرته بل څه نه يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَٰنُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمَرْجُومِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: ای نوحه! كه ته له دې (خبرو) منع نه شوې نو خامخا به له ويشتل شويو څخه شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ إِنَّ قَوْمِى كَذَّبُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ته يې قوم وويل: که چېرې له هغه څه څخه لاس په سر نه شې چې موږ وربولې؛ نو هرومرو به له ښکنځل شويو او په ډبرو له وژل شويو څخه شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱفْتَحْ بَيْنِى وَبَيْنَهُمْ فَتْحًا وَنَجِّنِى وَمَن مَّعِىَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ته زما او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَنجَيْنَٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ فِى ٱلْفُلْكِ ٱلْمَشْحُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو موږ هغه او څوك چې ورسره وو په يوه ډكه بېړۍ كې وژغورل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ أَغْرَقْنَا بَعْدُ ٱلْبَاقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا وروسته مو هغه پاتې كسان غرق كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَتْ عَادٌ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center عاديانو رسولان درواغجن وګڼل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ أَلَا تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center کله چې وویل دوی ته ورور د دوی هود، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ ءَايَةً تَعْبَثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا تاسي په هره لوړه يوه نښه جوړوئ (او) چټيات كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (داسې) پخې كلاګانې جوړوئ لكه چې تل به ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا بَطَشْتُم بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چاته چې لاس اچوئ نو په سختۍ (او ظلم) سره يې اچوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّقُوا۟ ٱلَّذِىٓ أَمَدَّكُم بِمَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هغه ذاته ووېرېږئ چې په هغه څه يې ستاسو مرسته كړې، كوم چې درته معلوم دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمَدَّكُم بِأَنْعَٰمٍ وَبَنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په څارويو او زامنو يې ستاسو مرسته كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَنَّٰتٍ وَعُيُونٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په باغونو او چينو سره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زه په رېښتيا پر تاسو د سترې ورځې له عذابه وېرېږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ سَوَآءٌ عَلَيْنَآ أَوَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَكُن مِّنَ ٱلْوَٰعِظِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: موږ ته برابره ده كه نصيحت كوې، يا (هيڅ) نصيحت كوونكى نه اوسې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنْ هَٰذَآ إِلَّا خُلُقُ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا خو همغه د پخوانيو له عادته پرته بل څه نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ (هېڅكله) عذابېدونكي نه يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَذَّبُوهُ فَأَهْلَكْنَٰهُمْ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو چې درواغجن يې وبللو، هلاك مو كړل، يقيناً په دې كې يوه (ستره) نښانه ده، او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَتْ ثَمُودُ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ثموديانو رسولان درواغجن وګڼل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ صَٰلِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې ورور يې صالح ورته وويل: آيا نه ډارېريږئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَتُتْرَكُونَ فِى مَا هَٰهُنَآ ءَامِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا تاسو به په هغو شيانو (او نعمتونو) كې چې دلته دي، بې غمه پرېښودل شئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فِى جَنَّٰتٍ وَعُيُونٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په (همدې) باغونو او چينو كې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَزُرُوعٍ وَنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كښتونو او داسې كجورو كې چې وږي يې پاسته او تازه (يا ډك) وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَنْحِتُونَ مِنَ ٱلْجِبَالِ بُيُوتًا فَٰرِهِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او غرونه توږئ، مهارت سره كورونه (پكې) جوړوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تُطِيعُوٓا۟ أَمْرَ ٱلْمُسْرِفِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له برېده اوښتونكو خلكو امر مه منئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې په ځمكه كې (ايله) فساد خپروي او څه سمون نه راولي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ إِنَّمَآ أَنتَ مِنَ ٱلْمُسَحَّرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى ويل: خبره دا ده چې ته يو كوډو وهلى (جادو کړی شوی) انسان يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَآ أَنتَ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا فَأْتِ بِـَٔايَةٍ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ته (هم) زموږ په شان له يو بشر پرته بل څه نه يې، نو كه رښتينى يې څه نښانه خو راوړه!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ هَٰذِهِۦ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَلَكُمْ شِرْبُ يَوْمٍ مَّعْلُومٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center صالح وويل: دا ده اوښه، هغې لره د اوبو څښلو نوبت او ستاسو د څښاك خپله ورځ معلومه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَظِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغې ته هيڅ ضرر مه رسوئ كنه د لويې ورځې عذاب به مو راګير كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَعَقَرُوهَا فَأَصْبَحُوا۟ نَٰدِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو هغه يې مړه كړه او هغوى هم بيا پښېمانه شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَخَذَهُمُ ٱلْعَذَابُ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو عذاب راونيول، په رېښتيا په دې كې خامخا يوه نښانه ده او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د لوط (علیه السلام) قوم رسولان درواغجن وګڼل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې ورور يې لوط ورته وويل: آیا نه ډارېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَتَأْتُونَ ٱلذُّكْرَانَ مِنَ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا راتګ کوئ تاسي (په لواطت کولو) نارینه وو ته له خلکو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُم مِّنْ أَزْوَٰجِكُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه مېرمنې مو پرېږدئ چې خپل رب مو درته پيدا كړې دي، بلكې تاسي له پولې تېرېدونكي خلك ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَٰلُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُخْرَجِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: اى لوطه! كه ايسار نه شوې، خامخا به ته هم له اېستل شويو څخه يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ إِنِّى لِعَمَلِكُم مِّنَ ٱلْقَالِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه وويل: بې شكه زه ستاسي د دې عمل له بدګڼونكو څخه يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبِّ نَجِّنِى وَأَهْلِى مِمَّا يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زما ربه! ما او كورنۍ مې له هغه څه وژغورې چې هغوى يې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَنَجَّيْنَٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغه او د هغه كورنۍ مو ټول وژغورل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا عَجُوزًا فِى ٱلْغَٰبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له يوې بوډى، چې پاتېدونكو كې وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ دَمَّرْنَا ٱلْـَٔاخَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو هغه نور تباه كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا فَسَآءَ مَطَرُ ٱلْمُنذَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يو باران مو پرې واورولو، نو د هغو وېرول شويو ډېر ناكاره باران وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَ أَصْحَٰبُ لْـَٔيْكَةِ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د ګڼ ځنګل څښتنانو رسولان درواغجن وګڼل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَيْبٌ أَلَا تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله يې چې ورور شعيب (علیه السلام) ورته وويل: آيا نه ډارېږئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنِّى لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْفُوا۟ ٱلْكَيْلَ وَلَا تَكُونُوا۟ مِنَ ٱلْمُخْسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پيمانه پوره وركوئ او له كموونكو مه كېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَزِنُوا۟ بِٱلْقِسْطَاسِ ٱلْمُسْتَقِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په سمه تله تول كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَبْخَسُوا۟ ٱلنَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خلكو ته د هغوی شيان كم مه وركوئ، په ځمكه كې فساد مه خپروئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّقُوا۟ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ وَٱلْجِبِلَّةَ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هغه ذات نه وويريږئ چې تاسي او پخواني نسلونه یې پيداكړي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ إِنَّمَآ أَنتَ مِنَ ٱلْمُسَحَّرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى ويل: خبره دا ده چې ته يو كوډو وهلى (جادو کړی شوی) انسان يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَنتَ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَإِن نَّظُنُّكَ لَمِنَ ٱلْكَٰذِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زموږ په شان يو انسان پرته بل څه نه يې او بې شكه موږ په تا ګومان كوو چې له درواغجنو يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَسْقِطْ عَلَيْنَا كِسَفًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كه ته رښتينى يې له اسمانه يوه ټوټه پر موږ راوغورځوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّىٓ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center شعيب وويل: زما رب په هغو كارو ډېر ښه پوه دى چې تاسو يې كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ ٱلظُّلَّةِ إِنَّهُۥ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو بيا يې دى هم درواغجن وبللو نو د چترۍ (وریځې) والا ورځې عذاب راونيول، بې شكه هغه د يوې لويې ورځې عذاب و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّهُۥ لَتَنزِيلُ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه خامخا د رب العالمين لخوا نازل کړل شوی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
نَزَلَ بِهِ ٱلرُّوحُ ٱلْأَمِينُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چه امانتداره روح (جبريل) ورسره نازل شوى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عَلَىٰ قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ ٱلْمُنذِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ستا پر زړه (نازل شو)، د دې لپاره چې ته له وېروونكو واوسې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بِلِسَانٍ عَرَبِىٍّ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په څرګنده عربى ژبه دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّهُۥ لَفِى زُبُرِ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شکه د پخوانيو خلكو په كتابو كې هم شته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَكُن لَّهُمْ ءَايَةً أَن يَعْلَمَهُۥ عُلَمَٰٓؤُا۟ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا د هغوى (مكې والو) لپاره دا يوه نښانه نه ده چې د بني اسرائيلو عالمان هم ورباندې پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ نَزَّلْنَٰهُ عَلَىٰ بَعْضِ ٱلْأَعْجَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه دا مو په چا عجميانو نازل كړى واى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقَرَأَهُۥ عَلَيْهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ مُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه پر دوى لوستى واى، بيا به يې هم نه واى منلى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَٰلِكَ سَلَكْنَٰهُ فِى قُلُوبِ ٱلْمُجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همدغه شان مو دا (انكار) د مجرمانو په زړونو كې ورننه اېستلى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا يُؤْمِنُونَ بِهِۦ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تر هغو يې نه مني ترڅو دردناك عذاب ونه ويني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَيَأْتِيَهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا كله چې يو ناڅاپه ورته راشي او هغوى خبر هم نه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَيَقُولُوا۟ هَلْ نَحْنُ مُنظَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو وايي به آيا موږ ته به مهلت راكول كيږي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو آیا هغوى زموږ د عذاب لپاره بيړه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَرَءَيْتَ إِن مَّتَّعْنَٰهُمْ سِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا نو ته وينې چې كه تر كلونو هغوى ته د ژوند د مزو مهلت وركړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ جَآءَهُم مَّا كَانُوا۟ يُوعَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا هغه (عذاب) ورته راشي چې ژمنه يې ورسره كېدله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَآ أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يُمَتَّعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو بيا به هم د دوی هغه د ګټې توکي له هغوى څه ايسار نه كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنذِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ هېڅ كلى هسې نه دى تباه كړى چې هغوى ته وېروونكي نه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذِكْرَىٰ وَمَا كُنَّا ظَٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د نصيحت كولو لپاره او موږ خو څه ظالمان نه يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ ٱلشَّيَٰطِينُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا (قرآن) خو شيطانانو نه دى راوړى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا يَنۢبَغِى لَهُمْ وَمَا يَسْتَطِيعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه له هغوى سره وړ دى او نه كولاى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُمْ عَنِ ٱلسَّمْعِ لَمَعْزُولُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى خو په رېښتيا له دې اورېدلو هم ګوښه كړى شوي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَا تَدْعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ فَتَكُونَ مِنَ ٱلْمُعَذَّبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو الله سره بل معبود مه رابوله كنه بيا به ته هم له عذاب ورکړل شويو څخه شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ ٱلْأَقْرَبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خپل نږدې خپلوان دې ووېروه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى مومنانو ته چې ستا متابعت يې كړى، خپل وزر ښكته كړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّى بَرِىٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كه له تا يې سرغړونه وكړه، ورته وايه چې زه له هغو كارو بېزار يم چې تاسو يې كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱلْعَزِيزِ ٱلرَّحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پر ډېر مهربان برلاسي (الله) بروسه وكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِى يَرَىٰكَ حِينَ تَقُومُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ذات چې تا وينې كله چې پاڅېږې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَقَلُّبَكَ فِى ٱلسَّٰجِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په سجده كوونكو كې ستا پرېوتل پاڅېدل (ويني).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه همغه ښه پوه اورېدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَلْ أُنَبِّئُكُمْ عَلَىٰ مَن تَنَزَّلُ ٱلشَّيَٰطِينُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا خبر مو كړم چې شيطانان پر چا نازليږي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَنَزَّلُ عَلَىٰ كُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى په هر درواغ جوړوونكي ګناهګار نازليږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُلْقُونَ ٱلسَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَٰذِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اورېدل شوې خبرې (د ځينو) په غوږو كې ور اچوې او زياتره يې درواغجن دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلشُّعَرَآءُ يَتَّبِعُهُمُ ٱلْغَاوُۥنَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په شاعرانو پسې خو (يوازې) بې لارې خلك ځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِى كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا ته وينې چې دوى په هر ناو كې لالهانده وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه څه وايي چې نه يې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَذَكَرُوا۟ ٱللَّهَ كَثِيرًا وَٱنتَصَرُوا۟ مِنۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا۟ وَسَيَعْلَمُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ أَىَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له هغو كسانو پرته چې ايمان يې راوړى، سم كارونه يې كړي، الله يې ډېر ياد كړى او (يوازې) له هغه وروسته يې غچ اخيستى چې ظلم پرې شوى، او چا چې ظلمونه كړي زر به وپوهېږي چې كوم ځاى ته بېرته ورګرځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الفرقان
سورت النمل ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.