کور › سورتونه › سورت الفرقان
سورت الفرقان الفرقان
۷۷ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۴۲
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ تَبَارَكَ ٱلَّذِى نَزَّلَ ٱلْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِۦ لِيَكُونَ لِلْعَٰلَمِينَ نَذِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ذات بركتناك دى چې فرقان يې پر خپل بنده نازل كړی تر څو د ټولو خلكو لپاره خبردارى وركوونكى وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُۥ شَرِيكٌ فِى ٱلْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَىْءٍ فَقَدَّرَهُۥ تَقْدِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ذات چې د آسمانونو او ځمكې پاچايي هغه لره ده، نه يې څوك زوى كړى، نه يې پاچايي كې څوك شريك شته او هر څه هماغه پيدا كړي او برخليك يې ورته ټاكلى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةً لَّا يَخْلُقُونَ شَيْـًٔا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَوٰةً وَلَا نُشُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوی له هغه پرته داسې معبودان (ځانته) ونيول چې هيڅ نه پيدا كوي بلكې په خپله هغوى پيدا كول كيږي، او خپلو ځانو ته هم د څه تاوان او ګټې واك نه لري او نه يې مرګ، نه ژوند او نه (مړي) بيا راژوندي كول په واك كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنْ هَٰذَآ إِلَّآ إِفْكٌ ٱفْتَرَىٰهُ وَأَعَانَهُۥ عَلَيْهِ قَوْمٌ ءَاخَرُونَ فَقَدْ جَآءُو ظُلْمًا وَزُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كافر شويو خلکو وويل چې دا له درواغو پرته بل څه نه دي چې خپله يې جوړ كړي او نورو خلكو يې په هغه كې مرسته كړې! په حقيقت كې (خپله) دوى سخت ظلم او درواغ منځ ته راوړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوٓا۟ أَسَٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ ٱكْتَتَبَهَا فَهِىَ تُمْلَىٰ عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى (دا هم) وويل: دا د پخوانيو كيسې دي، په چا يې ليكلې؛ نو (اوس) هماغه سهار او ماښام ده ته لوستل كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ أَنزَلَهُ ٱلَّذِى يَعْلَمُ ٱلسِّرَّ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ إِنَّهُۥ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: دا هغه ذات رانازل كړى چې په آسمانونو او ځمكه كې په هر پټ شي پوهيږي، بې شكه هماغه ښه بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ مَالِ هَٰذَا ٱلرَّسُولِ يَأْكُلُ ٱلطَّعَامَ وَيَمْشِى فِى ٱلْأَسْوَاقِ لَوْلَآ أُنزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُۥ نَذِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: دا څنګه رسول دى چې خواړه خوري او بازارونو كې ګرځي راګرځي، ولې كومه پرېښته ورته راكوزه نه كړى شوه چې هغه هم د وېروونكي په توګه ورسره وى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْ يُلْقَىٰٓ إِلَيْهِ كَنزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُۥ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا وَقَالَ ٱلظَّٰلِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَّسْحُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا كومه خزانه ورته راغورځول شوی وی، يا د هغه يو بڼ وى چې (بې غمه يې) ترې خوړلاى! او دې ظالمانو (لا دا هم) وويل چې تاسي په يو كوډو وهلي سړي پسې روان ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱنظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا۟ لَكَ ٱلْأَمْثَٰلَ فَضَلُّوا۟ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ګوره هغوی څنګه مثالونه درپورې وويل چې (دا دى) په خپله بې لارې شول او (اوس) د هيڅ لارې وس نه لري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَبَارَكَ ٱلَّذِىٓ إِن شَآءَ جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِّن ذَٰلِكَ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ وَيَجْعَل لَّكَ قُصُورًۢا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ذات بركتناك دى چې كه وغواړې له دې غوره شيان به درته پيدا كړي، ډېر داسې باغونه چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي او ماڼۍ به (هم) درته پيدا كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ كَذَّبُوا۟ بِٱلسَّاعَةِ وَأَعْتَدْنَا لِمَن كَذَّبَ بِٱلسَّاعَةِ سَعِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو هغوى قيامت درواغ ګڼلى او موږ هغه چاته چې قيامت درواغ ګڼي بل شوى اور چمتو كړى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذَا رَأَتْهُم مِّن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍ سَمِعُوا۟ لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې د لرې ځايه يې وويني نو خوټېدل او غورېدل به يې واوري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَآ أُلْقُوا۟ مِنْهَا مَكَانًا ضَيِّقًا مُّقَرَّنِينَ دَعَوْا۟ هُنَالِكَ ثُبُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې هغه په كوم تنـګ ځاى كې تړل شوی وغورځول شي نو بيا به (خپل) مرګ غواړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّا تَدْعُوا۟ ٱلْيَوْمَ ثُبُورًا وَٰحِدًا وَٱدْعُوا۟ ثُبُورًا كَثِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وبه ويل شي: نن يو مرګ مه غواړئ ډېر مرګونه وغواړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ أَذَٰلِكَ خَيْرٌ أَمْ جَنَّةُ ٱلْخُلْدِ ٱلَّتِى وُعِدَ ٱلْمُتَّقُونَ كَانَتْ لَهُمْ جَزَآءً وَمَصِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: آیا دا ښه ده كه تلپاتې جنت چې له پرهېزګارو سره يې ژمنه شوې؟ چې د هغوى بدله او هستوګنځى به وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّهُمْ فِيهَا مَا يَشَآءُونَ خَٰلِدِينَ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ وَعْدًا مَّسْـُٔولًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هلته به د هغوى لپاره هغه څه وي چې غواړي يې، تل ترتله اوسېدونكي، دا ستا پر رب يوه غوښتل كېدونكې ژمنه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ فَيَقُولُ ءَأَنتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِى هَٰٓؤُلَآءِ أَمْ هُمْ ضَلُّوا۟ ٱلسَّبِيلَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ورځ چې هغوى او هغه (معبودان) چې له الله پرته به يې لمانځل، راغونډ كړي نو (الله) به ورته ووايي: آيا تاسو زما دغه بندګان بې لارې كړل كه هغوى خپله لار غلطه كړې وه؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ سُبْحَٰنَكَ مَا كَانَ يَنۢبَغِى لَنَآ أَن نَّتَّخِذَ مِن دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَآءَ وَلَٰكِن مَّتَّعْتَهُمْ وَءَابَآءَهُمْ حَتَّىٰ نَسُوا۟ ٱلذِّكْرَ وَكَانُوا۟ قَوْمًۢا بُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى به وايي: تا لره پاكي ده، موږ ته نه ښايي چې له تا پرته بل څوك دوستان ونيسو، خو تا هغوى او د هغوى پلرونو ته تر هغه پورې د ژوند وسايل وركړل چې درس يې هېر كړ او دا خلك وو تباه كېدونكي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقَدْ كَذَّبُوكُم بِمَا تَقُولُونَ فَمَا تَسْتَطِيعُونَ صَرْفًا وَلَا نَصْرًا وَمَن يَظْلِم مِّنكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو (دا دى) تاسي خو يې درواغجن وګڼلئ په هغه خبره كې چې كوئ يې نو (اوس) نه د عذاب ګرځولو وس لرئ او نه (يو او بل سره) د مرستې، او هر څوك چې له تاسي څخه ظلم وكړي، موږ به هغه ته لوى عذاب وروڅكو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ إِلَّآ إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ ٱلطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِى ٱلْأَسْوَاقِ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له تا مخكې مو هم (څه بل شان) رسولان نه وو لېږلي پرته له داسې كسانو چې هغوى به خواړه خوړل او په بازارو كې به ګرځېدل، او تاسي مو د يو او بل لپاره ازمايښت ګرځولي ياست، (نو) آيا تاسې صبر كوئ؟ او ستا رب خو ښه ليدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ أَوْ نَرَىٰ رَبَّنَا لَقَدِ ٱسْتَكْبَرُوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ وَعَتَوْ عُتُوًّا كَبِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كوم كسان چې له موږ سره د مخامخ كېدو هيله نه لري وايي ولې موږ ته پرېښتې راكوزې نه كړل شوې؟ يا ولې خپل رب نه وينو؟ په رېښتيا هغوى په خپلو ځانو كې ډېر كبرجن شوي او سرغړونه يې وكړه، لويه سر غړونه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ يَرَوْنَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةَ لَا بُشْرَىٰ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُجْرِمِينَ وَيَقُولُونَ حِجْرًا مَّحْجُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په کومه ورځ چې هغوی پرېښتې وويني؛ نو هغه ورځ به د مجرمانو لپاره څه زېرى نه وى (بلكې) وايي به: ايسار دې كړى شي (عذاب) ايسار.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَدِمْنَآ إِلَىٰ مَا عَمِلُوا۟ مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَٰهُ هَبَآءً مَّنثُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هر څه چې د هغو كړه وړه دي موږ به هغه راواخلو د دوړې په څېر به يې والوځوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ يَوْمَئِذٍ خَيْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَأَحْسَنُ مَقِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو د جنت خلك به هغه ورځ هم د هستوګنځي له پلوه ښه وي او هم به د غرمې دمه ځاى له پلوه ډېر غوره وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَوْمَ تَشَقَّقُ ٱلسَّمَآءُ بِٱلْغَمَٰمِ وَنُزِّلَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ تَنزِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ورځ چې آسمان له نرۍ وريځې سره څيرې شي او پرېښتې پرله پسې راكوزې شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ ٱلْحَقُّ لِلرَّحْمَٰنِ وَكَانَ يَوْمًا عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ عَسِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center حقيقي پاچايي په هغه ورځ يوازې رحمن لره ده او هغه پر كافرانو يوه سخته ورځ ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَوْمَ يَعَضُّ ٱلظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ يَقُولُ يَٰلَيْتَنِى ٱتَّخَذْتُ مَعَ ٱلرَّسُولِ سَبِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ورځ چې ظالم به خپل دواړه لاسونه چيچي، وايي به كاشكې مې د رسول سره لار نيولی واى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰوَيْلَتَىٰ لَيْتَنِى لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هاى كاشكې فلانى مې په دوستۍ نه وای نيولی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّقَدْ أَضَلَّنِى عَنِ ٱلذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَآءَنِى وَكَانَ ٱلشَّيْطَٰنُ لِلْإِنسَٰنِ خَذُولًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له شکه له هغه وروسته يې هم له نصيحت را واړولم چې ماته راغلي و، او شيطان خو (له دوكې وروسته) انسان لره پرېښودونكى دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلرَّسُولُ يَٰرَبِّ إِنَّ قَوْمِى ٱتَّخَذُوا۟ هَٰذَا ٱلْقُرْءَانَ مَهْجُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او رسول وويل: ای زما ربه! زما قوم خو دا قرآن پرېښود.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِىٍّ عَدُوًّا مِّنَ ٱلْمُجْرِمِينَ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همدا رنګه مو هر نبي ته له مجرمانو څه دښمنان ګرځولي وو، او ستا پالونکی د لارښوونكي او مرستندوى په توګه بسنه کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ ٱلْقُرْءَانُ جُمْلَةً وَٰحِدَةً كَذَٰلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِۦ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَٰهُ تَرْتِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه کسان چې کفر يې کړی، وايي: ولې دا قرآن ټول په يو ځل ورباندې نازل نه شو؟ (هو) په همدې شان (مو نازل كړ) تر څو ستا زړه پرې محكم كړو، او هغه مو كرار كرار لږ لږ درباندې ولوست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئْنَٰكَ بِٱلْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (د دې لپاره هم چې) هغوى كه تا ته هر ډول مثال (يا پوښتنه) راوړي، موږ يې سم ځواب او غوره بيان درته راوړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يُحْشَرُونَ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ إِلَىٰ جَهَنَّمَ أُو۟لَٰٓئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ سَبِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه كسان چې پړمخې به د جهنم اور ته ورغونډيږي، په ډېر ناوړه دريځ او ډېره غلطه لار كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ وَجَعَلْنَا مَعَهُۥٓ أَخَاهُ هَٰرُونَ وَزِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسى ته مو كتاب وركړ او له هغه سره مو ورور يې هارون ورته مرستيال وګرځولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقُلْنَا ٱذْهَبَآ إِلَى ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا فَدَمَّرْنَٰهُمْ تَدْمِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو ورته وويل: دواړه هغو خلكو ته ورشئ چې زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي، چې بيا مو هغه خلك يو مخ تباه كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَوْمَ نُوحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا۟ ٱلرُّسُلَ أَغْرَقْنَٰهُمْ وَجَعَلْنَٰهُمْ لِلنَّاسِ ءَايَةً وَأَعْتَدْنَا لِلظَّٰلِمِينَ عَذَابًا أَلِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د نوح قوم چې کله رسولان درواغجن وبلل نو غرق مو كړل او د خلكو لپاره مو نښانه وګرځول او موږ ظالمانو ته دردناك عذاب چمتو كړى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعَادًا وَثَمُودَا۟ وَأَصْحَٰبَ ٱلرَّسِّ وَقُرُونًۢا بَيْنَ ذَٰلِكَ كَثِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او عاديان، ثموديان، د كوهي خاوندان او د دې په منځ منځ كې ډېر ولسونه (مو تباه کړل).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ ٱلْأَمْثَٰلَ وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى هر يوه ته موږ بېلګې (دلايل) بيان كړي وو او بيا مو هر يو تباه برباد كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَتَوْا۟ عَلَى ٱلْقَرْيَةِ ٱلَّتِىٓ أُمْطِرَتْ مَطَرَ ٱلسَّوْءِ أَفَلَمْ يَكُونُوا۟ يَرَوْنَهَا بَلْ كَانُوا۟ لَا يَرْجُونَ نُشُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پر هغه كلي خو هغوى خامخا تېر شوي چې ډېر بد باران پرې اورول شوى و، آيا هغه يې نه و ليدلى؟ بلكى هغوى د بيا راژوندي كېدو هيله نه لري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا رَأَوْكَ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَٰذَا ٱلَّذِى بَعَثَ ٱللَّهُ رَسُولًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې هغوى تا وويني؛ نو ملنډې درپورې وهي، چې آيا دا هماغه كس دى چې الله د رسول په توګه رالېږلى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِن كَادَ لَيُضِلُّنَا عَنْ ءَالِهَتِنَا لَوْلَآ أَن صَبَرْنَا عَلَيْهَا وَسَوْفَ يَعْلَمُونَ حِينَ يَرَوْنَ ٱلْعَذَابَ مَنْ أَضَلُّ سَبِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دغه خو نږدې موږ له خپلو معبودانو اړولي وو، كه چېرې پرې ټينګ شوي نه واى! او هغوى چې کله عذاب وويني؛ نو زر به پوه شي چې څوك له لارې ډېر اوښتی و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَرَءَيْتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَٰهَهُۥ هَوَىٰهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغه كس دې ليدلى چې خپل هوس يې ځان ته معبود ګرځولى؟ آيا ته د هغوى ساتونكى (يا ذمه وار) يې؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلَّا كَٱلْأَنْعَٰمِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا ته انګېرې چې له دوى نه زياتره كسان اوري او پوهېږي؟ دوى خو د څارويو په شان دي بلكې له هغو نه هم هاخوا لار وركي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَرَ إِلَىٰ رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ ٱلظِّلَّ وَلَوْ شَآءَ لَجَعَلَهُۥ سَاكِنًا ثُمَّ جَعَلْنَا ٱلشَّمْسَ عَلَيْهِ دَلِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا تا خپل رب ته نه دي كتلي چې څنګه يې سيورى غځولى دى؟ او كه هغه غوښتي واى نو پر ځاى به يې درولى و، بيا مو لمر پر هغه دليل (پېژندونكى) وګرځولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ قَبَضْنَٰهُ إِلَيْنَا قَبْضًا يَسِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو ورو ورو هغه ځان ته راټول کړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ لِبَاسًا وَٱلنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ ٱلنَّهَارَ نُشُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هماغه ذات دى چې شپه يې تاسو ته پوښاك، خوب يې آرام او ورځ يې د پاڅېدلو (وخت) ګرځولى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ ٱلرِّيَٰحَ بُشْرًۢا بَيْنَ يَدَىْ رَحْمَتِهِۦ وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً طَهُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همغه ذات دى چې له خپل رحمت وړاندې زېرى وركوونكي بادونه ليږي او موږ له آسمانه پاكې اوبه را اورولي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِّنُحْـِۧىَ بِهِۦ بَلْدَةً مَّيْتًا وَنُسْقِيَهُۥ مِمَّا خَلَقْنَآ أَنْعَٰمًا وَأَنَاسِىَّ كَثِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې پر هغو مړه ځمكه را ژوندى او د خپلو مخلوقاتو څخه ډېر څاروي او انسانان پرې خړوب كړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ صَرَّفْنَٰهُ بَيْنَهُمْ لِيَذَّكَّرُوا۟ فَأَبَىٰٓ أَكْثَرُ ٱلنَّاسِ إِلَّا كُفُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه مو د دوى ترمنځ راز راز بيان كړ تر څو درس واخلي، خو بيا هم زياتره خلكو له ناشكرۍ پرته بل څه ونه منل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِى كُلِّ قَرْيَةٍ نَّذِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه موږ غوښتي واى نو خامخا به مو په هر كلي كې يو وېروونکی راپورته كړى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَا تُطِعِ ٱلْكَٰفِرِينَ وَجَٰهِدْهُم بِهِۦ جِهَادًا كَبِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د كافرانو مه منه او په دې (قرآن) له هغوى سره جهاد كوه، ستر جهاد.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى مَرَجَ ٱلْبَحْرَيْنِ هَٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همغه ذات دى چې دوه سمندرونه يې خوشې كړي چې دا يو ډېر خوږ خوندور دى او دا بل مالګين تريخ او د دواړو ترمنځ يې يوه پرده واچوله، او يو بند چې منع كړى شوى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ مِنَ ٱلْمَآءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُۥ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همغه ذات دى چې انسان يې له اوبو پيدا كړ بيا يې د نسب او خسرګنۍ خاوند وګرځولو او ستا رب ډېر قادر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ وَكَانَ ٱلْكَافِرُ عَلَىٰ رَبِّهِۦ ظَهِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى الله له پرته هغه څه لمانځي چې نه څه ګټه ور رسوي او نه كوم تاوان، او کافر خو د خپل رب پر خلاف د (شيطان) ملاتړی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَرْسَلْنَٰكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ته مو پرته له يو زېري وركوونكي او وېروونكي بل څه نه يې لېږلى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ مَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِلَّا مَن شَآءَ أَن يَتَّخِذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: زه خو په دې له تاسي څه بدله نه غواړم پرته له دې چې كه څوك غواړي نو د خپل رب خواته دې لارونيسى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱلْحَىِّ ٱلَّذِى لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِۦ وَكَفَىٰ بِهِۦ بِذُنُوبِ عِبَادِهِۦ خَبِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په هغه (تل) ژوندي ذات بروسه وكړه چې (هيڅكله) نه مري او له ستاينې سره يې پاكي بيانوه، او هماغه د خپلو بنده ګانو پر ګناهونو باخبر كافي دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ٱلرَّحْمَٰنُ فَسْـَٔلْ بِهِۦ خَبِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه چې آسمانونه، ځمكه او د هغو تر منځ هر څه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا پر عرش پورته شو، هغه ډېر مهربان دى، نو له كوم ښه باخبر څخه يې پوښتنه وكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱسْجُدُوا۟ لِلرَّحْمَٰنِ قَالُوا۟ وَمَا ٱلرَّحْمَٰنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې هغوی ته وويل شي: رحمن ته سجده وكړئ وايي: رحمن څه دى؟ څه شى چې ته يې راته امر كوې موږ به هغه ته سجده كوو؟ او لا يې كركه زياتوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَبَارَكَ ٱلَّذِى جَعَلَ فِى ٱلسَّمَآءِ بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَٰجًا وَقَمَرًا مُّنِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ډير مبارك دى هغه ذات چې په اسمان كې يې برجونه پېداكړل او په هغه كې يې يوه ډيوه او يوه ځلانده سپوږمۍ روڼه كړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همغه ذات دى چې شپه او ورځ يې يو د بل ځاى ناستي وګرځول، هغه چا ته چې غواړي څه درس واخلي يا غواړي شكر اېستونكى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعِبَادُ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى ٱلْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ ٱلْجَٰهِلُونَ قَالُوا۟ سَلَٰمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د رحمن (اصلى) بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ورو (په عاجزۍ) درومي او كله چې جاهلان ورسره مخامخ شي وايى سلام دې وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَٰمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه كسان چې خپل رب ته په سجده او ولاړه شپې تېروي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا ٱصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه کسان چې وايي: ای زموږ پالونکيه! د دوزخ سزا له موږ لرې کړه، بې شکه د دوزخ سزا (له هغه چا سره تل تړلې وي څوک چې کافر مړ شوی وي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهَا سَآءَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ډېر بد ټاټوبى او هستوګنځى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ إِذَآ أَنفَقُوا۟ لَمْ يُسْرِفُوا۟ وَلَمْ يَقْتُرُوا۟ وَكَانَ بَيْنَ ذَٰلِكَ قَوَامًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې كله لګښت كوي؛ نو نه زياتى كوي او نه بخيلي، بلكې د دې تر منځ سم برابر وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ ٱلنَّفْسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ يَلْقَ أَثَامًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې الله سره بل معبود نه رابولي او نه پرته له حقه هغه كس وژني چې الله (یې وژل) حرام كړى وي او نه زنا كوي او څوك چې داسې وكړي، هغه به خپله ګناه مومي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُضَٰعَفْ لَهُ ٱلْعَذَابُ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِۦ مُهَانًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغه لپاره به د قيامت په ورځ عذاب غبرګ (مكرر) كړى شى او تل به پكې خوار ذليل پروت وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَٰلِحًا فَأُو۟لَٰٓئِكَ يُبَدِّلُ ٱللَّهُ سَيِّـَٔاتِهِمْ حَسَنَٰتٍ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له هغه چې توبه وباسي، ايمان راوړي او نېك عمل وکړي؛ نو دا خلك چې دي الله به يې بدۍ په نېكيو بدلې كړي او الله بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَٰلِحًا فَإِنَّهُۥ يَتُوبُ إِلَى ٱللَّهِ مَتَابًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څوك چې توبه وباسي او نيك عمل وكړي هغه نو د الله لوري ته داسې ورګرځې لكه څنګه چې د ګرځېدلو حق دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ ٱلزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا۟ بِٱللَّغْوِ مَرُّوا۟ كِرَامًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې د درواغو شاهدي نه وايي، او كله چې په كوم عبث كار ورشي نو درانه ورڅخه تېر شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا۟ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا۟ عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې كله د خپل رب په آيتونو نصيحت ورته كيږي نو ځانونه پرې كاڼه، ړانده نه اچوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَٰجِنَا وَذُرِّيَّٰتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَٱجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې وايي: زموږ ربه! موږ ته له خپلو مېرمنو او خېلخانو د سترګو يخوالى راكړه او موږ د متقيانو امامان وګرځوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ يُجْزَوْنَ ٱلْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا۟ وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَٰمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى هغه خلك دي چې په بدله كې (هسكه) ماڼۍ وركول كيږي په دې چې صبر يې كړى و او هلته به يې په دعا او سلام هر كلى وشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خَٰلِدِينَ فِيهَا حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تلپاتې په هغو كې (دا) غوره آرام ځاى او هستوګنځى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ مَا يَعْبَؤُا۟ بِكُمْ رَبِّى لَوْلَا دُعَآؤُكُمْ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًۢا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: زما رب ستاسو څه پروا لري، كه ستاسي (لخوا) بلل نه وي؟ نو اوس چې تاسو درواغ وګڼلو، ډېر زر به (يې سزا) درپسې لازم وګرځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت النور
سورت الشعراء ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.