caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت النمل النمل

۹۳ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۴۸

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ طسٓ تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْقُرْءَانِ وَكِتَابٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerطس [1]، دا د قرآن او څرګندوونكي كتاب آيتونه دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerلارښوونه او زېرى دى مومنانو لپاره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې لمونځونه ترسره كوي، زكات وركوي او پر آخرت باور كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَٰلَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه كوم كسان چې پر آخرت باور نه لري، موږ يې (بد) اعمال ورته ښايسته كړي؛ نو هغوى په همغو كې لالهانده دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَهُمْ سُوٓءُ ٱلْعَذَابِ وَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ هُمُ ٱلْأَخْسَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا هغه كسان دي چې د هغوى لپاره بد عذاب دى او همدوى به په آخرت كې ډېر تاوانيان وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى ٱلْقُرْءَانَ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بې شكه چې تاته دا قرآن د يو ډېر پوه حكمت لرونکي ذات لخوا درښوول كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِأَهْلِهِۦٓ إِنِّىٓ ءَانَسْتُ نَارًا سَـَٔاتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ ءَاتِيكُم بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerياد کړه کله چې موسی خپلې کور والا ته وويل: ما يو اور وليد، زر به څه خبر درته ترې راوړم يا به څه سكروټه درته راوړم تر څو تاسو تاوده شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا جَآءَهَا نُودِىَ أَنۢ بُورِكَ مَن فِى ٱلنَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَٰنَ ٱللَّهِ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو بيا چې ورغی نو آواز ورته وشو چې: مبارك دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې چاپېره يي دى او د مخلوقاتو پالونكي الله لره پاکي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّهُۥٓ أَنَا ٱللَّهُ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاى موسى همدا زه الله يم ډېر حكمت والا برلاسى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَءَاهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَآنٌّ وَلَّىٰ مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَٰمُوسَىٰ لَا تَخَفْ إِنِّى لَا يَخَافُ لَدَىَّ ٱلْمُرْسَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو لکړه (امسا) دې وغورځوه! نو ويې ليدل چې هغه داسې خوځيږي لكه مار، نو (موسی) په څټ تاو شو او بيرته را ونه ګرځېد، ای موسى مه ويرېږه، بې شكه زما پر وړاندې رسولان نه وېريږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا مَن ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًۢا بَعْدَ سُوٓءٍ فَإِنِّى غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له هغه چا چې ظلم يې كړى بيا يې له بدۍ وروسته ښېګڼه په بدل كې راوړه، نو بې شكه چې زه ډېر مهربان بخښونكى يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِى جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَآءَ مِنْ غَيْرِ سُوٓءٍ فِى تِسْعِ ءَايَٰتٍ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِۦٓ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًا فَٰسِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو خپل لاس دې په ګرېوان كې ننباسه سپين ځلاند به راووځي بى عيبه (دا دواړه نښانې) په نهو نښانو كې دي فرعون او د هغه قوم ته، بې شكه هغوى بدكاره خلك وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ ءَايَٰتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوا۟ هَٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې زموږ څرګندې نښانې هغوى ته ورغلې، وېلې دا خو ښكاره كوډې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَحَدُوا۟ بِهَا وَٱسْتَيْقَنَتْهَآ أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُفْسِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى د ظلم او لويۍ له كبله نټه ترې وكړه، حال دا چې زړونو يې يقين پرې كړى و، نو ګوره چې د هغو مفسدانو پايله بيا څنګه شوه؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا دَاوُۥدَ وَسُلَيْمَٰنَ عِلْمًا وَقَالَا ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى فَضَّلَنَا عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّنْ عِبَادِهِ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په رېښتيا داود او سليمان ته موږ پوهه ورکړې وه او دواړو ويل چې هغه الله لره ستاينه ده چې موږ ته يې پر خپلو ډېرو مومنو بندګانو غوراوی راكړى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَوَرِثَ سُلَيْمَٰنُ دَاوُۥدَ وَقَالَ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ عُلِّمْنَا مَنطِقَ ٱلطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِن كُلِّ شَىْءٍ إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلْفَضْلُ ٱلْمُبِينُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو سليمان بيا د داود وارث شو او ويې ويل: ای خلكو موږ ته د مرغانو ژبه زده کړل شوې او هر څه راكړل شوي دي، دا خامخا (د الله) ښكاره لورينه ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَحُشِرَ لِسُلَيْمَٰنَ جُنُودُهُۥ مِنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ وَٱلطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد سليمان لپاره د پيريانو او انسانانو او مرغانو لښكرې راغونډې كړاى شوې وې او هغوى تر پوره انضباط لاندې ساتل كېدل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

حَتَّىٰٓ إِذَآ أَتَوْا۟ عَلَىٰ وَادِ ٱلنَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّمْلُ ٱدْخُلُوا۟ مَسَٰكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَٰنُ وَجُنُودُهُۥ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر دې چې د مېږيانو ناو ته ورسېدل، يو مېږي وويل: اې مېږيانو خپلو کورونو ته ننوځئ، هسې نه چې سليمان او د هغه لښكرې مو مات كړي او هغوى به خبر هم نه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّن قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِىٓ أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ وَعَلَىٰ وَٰلِدَىَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَٰلِحًا تَرْضَىٰهُ وَأَدْخِلْنِى بِرَحْمَتِكَ فِى عِبَادِكَ ٱلصَّٰلِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو سليمان د هغه په خبره مسكی په خندا شو او ويې ويل: زما ربه! توفیق راکړې ماته چې ستا د هغه نعمت شكر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې پېرزو كړى او دا چې زه سم كارونه وكړم كوم چې ته يې خوښوې او په خپل رحمت سره مې خپلو نېكو بندګانو كې شامل كړې!

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَتَفَقَّدَ ٱلطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِىَ لَآ أَرَى ٱلْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ ٱلْغَآئِبِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (يو بل ځل) هغه د مرغانو پلټنه کوله نو ويې ويل: څه خبره ده چې هغه ملاچرګك نه وينم؟ كه (رېښتيا هم) ناسوب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَأُعَذِّبَنَّهُۥ عَذَابًا شَدِيدًا أَوْ لَأَا۟ذْبَحَنَّهُۥٓ أَوْ لَيَأْتِيَنِّى بِسُلْطَٰنٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهرومرو به سخت عذاب ورکړم، يا به يې حلالوم يا دا چې څه ښكاره دليل به راته راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِۦ وَجِئْتُكَ مِن سَبَإٍۭ بِنَبَإٍ يَقِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو لاډېر ځنډېدلى نه و چې ويې ويل: زه له يو داسې څه خبر شوم چې ته نه يې ترې خبر او له (سبا) نه مې يو باوري خبر درته راوړى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنِّى وَجَدتُّ ٱمْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَىْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerما يوه ښځه وموندله چې د هغوى پاچايي يې کوله، هغې ته هر څه وركړل شوي وو او د هغې لوى تخت دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ أَعْمَٰلَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ ٱلسَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerما هغه او د هغې قوم داسې وموندل چې له الله پرته لمر ته يې سجده كوله او شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړي وو نو له سمې لارې يې ايسار كړي وو، اوس هغوى لار نه مومي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَّا يَسْجُدُوا۟ لِلَّهِ ٱلَّذِى يُخْرِجُ ٱلْخَبْءَ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا چې هغه الله ته سجده ونه كړي كوم چې د آسمانونو او ځمكې پټ شيان راڅرګندوي او په هغه څه پوهيږي چې تاسو يې پټوئ او (يا يې) ښكاره كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ ٱلْعَرْشِ ٱلْعَظِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله، هغه چې له هغه پرته بل معبود نشته، د لوى عرش رب دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ سَنَنظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ ٱلْكَٰذِبِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerسليمان وويل: اوس به موږ وګورو چې رېښتيا دې ويلي دي كه له درواغجنو يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱذْهَب بِّكِتَٰبِى هَٰذَا فَأَلْقِهْ إِلَيْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَٱنظُرْ مَاذَا يَرْجِعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزما دا ليك وېسه، هغوى ته يې وروغورځوه، بيا ترې شاته شه، ګوره چې هغوى څه (ځواب را) ګرځوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَتْ يَٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَؤُا۟ إِنِّىٓ أُلْقِىَ إِلَىَّ كِتَٰبٌ كَرِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغې وويل: اى سردارانو! ماته يو عزتمن ليك راغورځول شوى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّهُۥ مِن سُلَيْمَٰنَ وَإِنَّهُۥ بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه د سليمان لخوا او د ډېر مهربان بخښونكي الله په نوم دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَّا تَعْلُوا۟ عَلَىَّ وَأْتُونِى مُسْلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې پر ما لويي مه كوئ او مسلمان شوي راته راشئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَتْ يَٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَؤُا۟ أَفْتُونِى فِىٓ أَمْرِى مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّىٰ تَشْهَدُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerملكې وويل: اى سردارانو! زما په دې كار كې مشوره راكړئ زه تر هغه د يو كار پرېکړه كوونكې نه يم څو چې تاسو نه ياست حاضر شوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ نَحْنُ أُو۟لُوا۟ قُوَّةٍ وَأُو۟لُوا۟ بَأْسٍ شَدِيدٍ وَٱلْأَمْرُ إِلَيْكِ فَٱنظُرِى مَاذَا تَأْمُرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى وويل: موږ خو د ځواك څښتنان او د سخت جنـګ والا خلك يو او نور ستا كار دى نو ګوره چې (موږ ته) څه امر كوې؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَتْ إِنَّ ٱلْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا۟ قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوٓا۟ أَعِزَّةَ أَهْلِهَآ أَذِلَّةً وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغې وويل: شك نشته چې كله پاچايان يوه كلي ته ننوځې نو ورانوي يې او عزتمن خلك يې خواروي او دغسې دوی کوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنِّى مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِم بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌۢ بِمَ يَرْجِعُ ٱلْمُرْسَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو زه هغوى ته يوه ډالۍ ورلېږم، بيا به ګورم چې هغه استازي له څه ځواب سره راګرځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا جَآءَ سُلَيْمَٰنَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍ فَمَآ ءَاتَىٰنِۦَ ٱللَّهُ خَيْرٌ مِّمَّآ ءَاتَىٰكُم بَلْ أَنتُم بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې هغه (استازى) سليمان ته ورغی، وېلې تاسو په مال زما مرسته كوئ؟ نو څه چې الله راكړي، له هغه څه غوره دي چې تاسو ته يې دركړي، خو تاسو په خپله ډالۍ خوشالېږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱرْجِعْ إِلَيْهِمْ فَلَنَأْتِيَنَّهُم بِجُنُودٍ لَّا قِبَلَ لَهُم بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُم مِّنْهَآ أَذِلَّةً وَهُمْ صَٰغِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېرته هغوى ته ورشه، موږ به له داسې لښكرو سره ورشو چې هغوى به يې د مقابلې نه وي او له هغه (ځايه) به يې په رسوايۍ وباسو او هغوى به خواران وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ يَٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَؤُا۟ أَيُّكُمْ يَأْتِينِى بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَن يَأْتُونِى مُسْلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا يې وويل: ای درباريانو! ستاسو كوم يو به د هغې عرش راته راوړي، مخکې تر دې چې هغوی مسلمان شوي راشي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ عِفْرِيتٌ مِّنَ ٱلْجِنِّ أَنَا۠ ءَاتِيكَ بِهِۦ قَبْلَ أَن تَقُومَ مِن مَّقَامِكَ وَإِنِّى عَلَيْهِ لَقَوِىٌّ أَمِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله پېريانو څخه يوه ستر ځواكمن (عفریت) وويل: زه به يې درته راوړم، مخكې له دې چې ته له خپله ځايه پاڅېږې، او زه خامخا په هغه باندې زورور او امانتداره يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ ٱلَّذِى عِندَهُۥ عِلْمٌ مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ أَنَا۠ ءَاتِيكَ بِهِۦ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَءَاهُ مُسْتَقِرًّا عِندَهُۥ قَالَ هَٰذَا مِن فَضْلِ رَبِّى لِيَبْلُوَنِىٓ ءَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِۦ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّى غَنِىٌّ كَرِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه كس چې د كتاب څه پوهه ورسره وه، وويل: زه به يې مخکې د سترګو له رپ څخه درته راوړم، نو كله چې هغه (تخت) يې خپلې خواته اېښودل شوى وليد، ويې ويل: دا زما د رب فضل دى، تر څو ما وازمويي چې شكر باسم كه ناشكري كوم او چا چې شكر واېست؛ نو يوازې د خپل ځان لپاره يې باسي او څوك چې ناشكري وكړي نو زما رب يقيناً بې پروا سخاوت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ نَكِّرُوا۟ لَهَا عَرْشَهَا نَنظُرْ أَتَهْتَدِىٓ أَمْ تَكُونُ مِنَ ٱلَّذِينَ لَا يَهْتَدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerسليمان وويل: تخت يې ورته نا اشنا (بدل غوندې) كړئ چې وګورو دا يې پېژني او كه له هغو كسانو ده چې سمه لار نه مومي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا جَآءَتْ قِيلَ أَهَٰكَذَا عَرْشُكِ قَالَتْ كَأَنَّهُۥ هُوَ وَأُوتِينَا ٱلْعِلْمَ مِن قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې راغله ورته وويل شول: آيا ستا تخت همداسى دى؟ وېلې: دا لكه چې همغه دى، موږ ته لا مخكې علم راكړى شوى و او موږ مسلمانان وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَصَدَّهَا مَا كَانَت تَّعْبُدُ مِن دُونِ ٱللَّهِ إِنَّهَا كَانَتْ مِن قَوْمٍ كَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغه څه يې ايساره كړه چې له الله پرته به يې لمانځل، يقيناً هغه له يو كافر قوم څخه وه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قِيلَ لَهَا ٱدْخُلِى ٱلصَّرْحَ فَلَمَّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَكَشَفَتْ عَن سَاقَيْهَا قَالَ إِنَّهُۥ صَرْحٌ مُّمَرَّدٌ مِّن قَوَارِيرَ قَالَتْ رَبِّ إِنِّى ظَلَمْتُ نَفْسِى وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَٰنَ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(بيا) هغې ته وويل شول: بنګلې ته ننوځه، نو چې ويې ليده، ګومان يې وكړ چې ډنډ دى او پايڅې يې له پنډيو پورته كړې سليمان وويل: دا د شيشې هواره بنګله ده، هغې وويل: زما ربه! ما پر خپل ځان ظلم كړى و او (اوس) ما له سليمان سره د مخلوقاتو پالونكي الله ته غاړه كېښودله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَآ إِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَٰلِحًا أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ فَإِذَا هُمْ فَرِيقَانِ يَخْتَصِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بې شكه موږ ثموديانو ته د هغوى ورور صالح ورلېږلى وو چې (يوازې) الله ولمانځئ نو يو دم هغوى دوې ډلې شول چې سره جنګېدل به.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ يَٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِٱلسَّيِّئَةِ قَبْلَ ٱلْحَسَنَةِ لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(صالح) وويل: زما قومه! له نېكۍ وړاندې ولې د بدۍ لپاره بيړه كوئ؟ ولې له الله بخښنه نه غواړئ چې رحم درباندې وكړى شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ ٱطَّيَّرْنَا بِكَ وَبِمَن مَّعَكَ قَالَ طَٰٓئِرُكُمْ عِندَ ٱللَّهِ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى ويل: موږ په تا او ستا په ملګرو پورې بدمرغي نيولې ده! (صالح) وويل: ستاسو (بدمرغي) الله سره ده، خو تاسي يو قوم ياست چې ازمويل کېږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَانَ فِى ٱلْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هغه ښار كې نه (9) ټولي مشران وو چې په هغه سيمه كې يې فساد خپرولو او څه سمون يې نه كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ تَقَاسَمُوا۟ بِٱللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُۥ وَأَهْلَهُۥ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِۦ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِۦ وَإِنَّا لَصَٰدِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerويې ويل: پر الله قسم سره وكړئ چې هرومرو به پر هغه او كورنۍ يې د شپې يرغل كوو بيا به يې خپلوانو ته وايو چې موږ د هغه د كورنۍ د وژنې په ځاى كې حاضر نه وو او موږ بالكل رښتيني يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَكَرُوا۟ مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى يوه دسيسه جوړه كړه خو موږ هم يو تدبیر جوړ كړ چې هغوى خبر هم نه وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ګوره چې د هغوى د دسيسې پايله څه وه؟ دا چې موږ هغوى او ټول قوم يې تباه كړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةًۢ بِمَا ظَلَمُوٓا۟ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه دي كورونه يې وران تش پراته دي په دې چې ظلم يې كړى وو، يقيناً په دې كې يوه (ستره) نښانه ده هغو خلكو لپاره چې پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَنجَيْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه خلك مو وساتل چې ايمان يې راوړى و او تقوا يې كوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦٓ أَتَأْتُونَ ٱلْفَٰحِشَةَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (در په ياد كړئ) لوط كله چې خپل قوم ته يې وويل: آيا تاسو په (رڼو) سترګو وينئ بدكاري كوئ؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ ٱلرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ ٱلنِّسَآءِ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا تاسو ښځې پرېږدئ، سړيو ته د شهوت لپاره ورځئ؟ بلكې داسې خلك ياست چې ډېر جهالت كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُوٓا۟ أَخْرِجُوٓا۟ ءَالَ لُوطٍ مِّن قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو نه و جواب د قوم د هغه مګر دا چې ویې ویل هغوی وباسئ کورنۍ د لوط لره له خپل کلي خپل څخه، یقینا دوی خلک دي چې د پاکۍ دعوا کوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَنجَيْنَٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ إِلَّا ٱمْرَأَتَهُۥ قَدَّرْنَٰهَا مِنَ ٱلْغَٰبِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپس وژغوره موږ هغه او کورنۍ د هغه، پرته د هغه له مېرمنې څخه ځکه موږ ( په کلي کې ) د هغې پاتې کېدل ټاکلي و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا فَسَآءَ مَطَرُ ٱلْمُنذَرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ پر دوی ناشنا باران را ووراوه، نو ناکاره و باران د ویرولیو شوو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَٰمٌ عَلَىٰ عِبَادِهِ ٱلَّذِينَ ٱصْطَفَىٰٓ ءَآللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerووايه الله لره ستاينه ده او د ده پر هغو بندګانو دې سلام وي چې غوره كړي يې دي آيا (يو) الله غوره دى كه هغه (معبودان) چې هغوى يې (ورسره) شريكوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَنۢبَتْنَا بِهِۦ حَدَآئِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَّا كَانَ لَكُمْ أَن تُنۢبِتُوا۟ شَجَرَهَآ أَءِلَٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerایا هغه چا چې آسمانونه او ځمكه پيدا كړي او تاسو ته يې له آسمانه اوبه را اورولې دي بيا مو په هغو سره ښايسته باغونه را زرغون كړل چې د هغو د ونو زرغونول ستاسي په وس كې نه وو، آيا له الله سره كوم بل معبود شته؟ بلكې هغوى داسې خلك دي چې له سمې لارې كږيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمَّن جَعَلَ ٱلْأَرْضَ قَرَارًا وَجَعَلَ خِلَٰلَهَآ أَنْهَٰرًا وَجَعَلَ لَهَا رَوَٰسِىَ وَجَعَلَ بَيْنَ ٱلْبَحْرَيْنِ حَاجِزًا أَءِلَٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا هغه ذات چې ګرځولې یې ده ځمكه ځای د آرام ، او د هغې منځ كې يې سيندونه پيدا كړل، هغې ته يې محكم ولاړ غرونه پيدا كړل او د دوو سمندرونو تر منځ يې پرده اچولې ده، آيا له الله سره په دغه کارونوکې بل معبود شته؟ بلكې زياتره انسانان له عقل څخه کار نه اخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمَّن يُجِيبُ ٱلْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ ٱلسُّوٓءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَآءَ ٱلْأَرْضِ أَءِلَٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا هغه څوك چې د ډیر ناچاره دعا قبلوي كله يې چې را وبولي او هغه كړاو لرې كوي او تاسي د ځمكې خليفه ګان ګرځوي، آیا الله سره كوم بل معبود شته؟ تاسي ډېر لږ نصيحت منئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمَّن يَهْدِيكُمْ فِى ظُلُمَٰتِ ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ وَمَن يُرْسِلُ ٱلرِّيَٰحَ بُشْرًۢا بَيْنَ يَدَىْ رَحْمَتِهِۦٓ أَءِلَٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِ تَعَٰلَى ٱللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا هغه ذات چې د وچې او سمندر په تیارو كې لاره درښايي او هغه ذات چې د خپل رحمت [باران] څخه مخكې زېرى وركوونكي بادونه ليږي؟ آيا الله سره كوم بل معبود شته؟ چې دا کارونه وکړي؛ الله ډېر اوچت دى له هغو شيانو چې هغوى يې ورسره شريكوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمَّن يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ أَءِلَٰهٌ مَّعَ ٱللَّهِ قُلْ هَاتُوا۟ بُرْهَٰنَكُمْ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا هغه څوك چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې (هم) تكراروي؟ او هغه څوک چې له آسمان او ځمكې تاسو ته روزي دركوي [چې هغه یوالله دی]؟ آيا دې الله سره كوم بل معبود شریک شته [چې دا کارونه وکړي ]؟ ورته وايه كه تاسي رښتيني ياست دليل مو راوړئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ٱلْغَيْبَ إِلَّا ٱللَّهُ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: په آسمانو او ځمكه كې هيڅوك په غيبو نه پوهيږي او هغوى (په دې هم) نه پوهيږي چې كله به راپاڅول كيږي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

بَلِ ٱدَّٰرَكَ عِلْمُهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ بَلْ هُمْ فِى شَكٍّ مِّنْهَا بَلْ هُم مِّنْهَا عَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبلكې د آخرت په هكله د هغوى علم ختم شوى دى، (نه) بلكې هغوى له هغه نه په شك كې لاڅه چې ترې ړانده دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَءِذَا كُنَّا تُرَٰبًا وَءَابَآؤُنَآ أَئِنَّا لَمُخْرَجُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كافران وايي: آيا كله چې موږ او زموږ پلرونه خاورې شوي يو؛ نو آيا بيا را اېستل كېدونكي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَقَدْ وُعِدْنَا هَٰذَا نَحْنُ وَءَابَآؤُنَا مِن قَبْلُ إِنْ هَٰذَآ إِلَّآ أَسَٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه دا ژمنه خو له موږ سره او مخكې زموږ له پلرونو سره هم شوې وه، دا همغه د پخوانيو له درواغجنو كيسو پرته بل څه نه دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ سِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُجْرِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې د مجرمانو پايله څنګه وه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُن فِى ضَيْقٍ مِّمَّا يَمْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپر هغوى مه خپه كېږه او مه يې په هغو چلونو زړه تنګى كېږه چې هغوى يې جوړوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى وايي چې (ښه) دا ژمنه به كله وي، كه تاسي رښتيني ياست؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ عَسَىٰٓ أَن يَكُونَ رَدِفَ لَكُم بَعْضُ ٱلَّذِى تَسْتَعْجِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerووايه د كوم عذاب لپاره چې تاسي بيړه كوئ كيدى شي د هغه يوه برخه تاسي ته بيخي نږدې شوې وې [تاسو امید ولرئ].

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو يقيناً ستا رب هرومرو پر خلكو د لورينې څښتن دى خو هغوى زياتره شكر نه باسي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بې شكه ستا رب خامخا په هغه څه پوهيږي چې د هغوى سينو دننه پټ كړي او څه چې هغوى يې څرګندوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا مِنْ غَآئِبَةٍ فِى ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ إِلَّا فِى كِتَٰبٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په آسمان او ځمكه كې هيڅ داسې كوم پټ شى نشته چې په يو څرګند كتاب كې نه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ هَٰذَا ٱلْقُرْءَانَ يَقُصُّ عَلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ أَكْثَرَ ٱلَّذِى هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه دا قرآن بني اسرائيلو ته زياتره هغه خبرې بيانوي چې هغوى پكې اختلاف كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّهُۥ لَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا (قران) خامخا لارښوونه او رحمت دى د مومنانو لپاره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِى بَيْنَهُم بِحُكْمِهِۦ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْعَلِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شکه ستا رب په خپل حكم سره د هغوى ترمنځ پرېكړه كوي او همغه ډېر پوه برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ إِنَّكَ عَلَى ٱلْحَقِّ ٱلْمُبِينِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو پر الله بروسه وكړه، ته په څرګند حق باندې (ولاړ) يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا وَلَّوْا۟ مُدْبِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerیقینا ته مړو ته اورول نه شې کولای او نه هغه کڼو ته خپل اوازرسولی شې چې شا اړوي تښتي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَنتَ بِهَٰدِى ٱلْعُمْىِ عَن ضَلَٰلَتِهِمْ إِن تُسْمِعُ إِلَّا مَن يُؤْمِنُ بِـَٔايَٰتِنَا فَهُم مُّسْلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه ړانده له بې لاريتوب سمې لارې ته را اړولئ شې، ته ايله هغه څوك اورولئ شې چې زموږ آيتونه مني (او) بيا غاړه اېښودونكي شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا وَقَعَ ٱلْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَآبَّةً مِّنَ ٱلْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ ٱلنَّاسَ كَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا لَا يُوقِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو کله چې وینا (د عذاب) واقع شي، نو يو ځناور به له ځمكې ورته راوباسو، له دوى سره به خبرې كوي چې یقینا وو دا خلک چې زموږ پر آيتونو یې باور نه كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّن يُكَذِّبُ بِـَٔايَٰتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه ورځ چې موږ به له هر امت څخه د هغو كسانو يو پوځ راغونډ كړو چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل، بيا به د هغوى ډلې سره ترتيب شوې روانيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُو قَالَ أَكَذَّبْتُم بِـَٔايَٰتِى وَلَمْ تُحِيطُوا۟ بِهَا عِلْمًا أَمَّاذَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر دې چې ټول (ميدان ته) راشي، (الله) به ووايي: آيا زما آيتونه مو درواغ وګڼل حال دا چې په هغو مو پوره علم نه درلود، كنه (نور) نو تاسي څه كول؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَوَقَعَ ٱلْقَوْلُ عَلَيْهِم بِمَا ظَلَمُوا۟ فَهُمْ لَا يَنطِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو را به شي پریکړه د عذاب پر دوی باندې له امله د ظلم د دوی، نو دوی به خبرې نه شي کولی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا جَعَلْنَا ٱلَّيْلَ لِيَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَٱلنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغوى نه دي ليدلي چې موږ شپه د دې لپاره جوړه كړې چې آرام پكې وكړي او ورځ مو روښانه كړې ده، يقيناً په دې كې هرومرو څه نښانې دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَوْمَ يُنفَخُ فِى ٱلصُّورِ فَفَزِعَ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا مَن شَآءَ ٱللَّهُ وَكُلٌّ أَتَوْهُ دَٰخِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه ورځ چې په شپېلۍ كې پوكى وشي، نو هغه ټول به هيبت وهلي شي، څوك چې په آسمانونو او څوك چې په ځمكه كې وي، پرته له هغو چې الله يې (ژغورل) وغواړي او ټول به هغه ته په عاجزۍ سره راشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَتَرَى ٱلْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِىَ تَمُرُّ مَرَّ ٱلسَّحَابِ صُنْعَ ٱللَّهِ ٱلَّذِىٓ أَتْقَنَ كُلَّ شَىْءٍ إِنَّهُۥ خَبِيرٌۢ بِمَا تَفْعَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ته غرونه وينې، په خپل ځاى به يې كلك ولاړ ګڼې، خو هغه به د ورېځى غوندې تېرېږي، د هغه الله جوړونه ده چې هر څه يې محكم كړي دي بې شكه همغه ښه خبردار دى په هغو كارو چې تاسي يې كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَن جَآءَ بِٱلْحَسَنَةِ فَلَهُۥ خَيْرٌ مِّنْهَا وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ ءَامِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅوك چې له نيكۍ سره راشي نو هغه ته به لا ترې ښه بدله وركړى شي او هغوى به د هغې ورځې له هيبته بې غمه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن جَآءَ بِٱلسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِى ٱلنَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې له بدۍ سره راشي نو مخونه به يې په اور كې نسكور كړى شي، څه چې تاسي كول له هغو پرته خو به نوره سزا نه دركول كيږي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَآ أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَٰذِهِ ٱلْبَلْدَةِ ٱلَّذِى حَرَّمَهَا وَلَهُۥ كُلُّ شَىْءٍ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerماته خو یوازې دا امر شوى چې د دې ښارګوټي د رب بندګي وکړم، كوم یې چې حرام ګرځولى او هر څه د هغه دي او ماته امر شوى چې مسلمان و اوسم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَنْ أَتْلُوَا۟ ٱلْقُرْءَانَ فَمَنِ ٱهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِى لِنَفْسِهِۦ وَمَن ضَلَّ فَقُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلْمُنذِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا چې قرآن تلاوت كړم، نو څوك چې په سمه لار برابر شو، هغه د ځان لپاره سمه لار مومي او څوك چې بې لارې شو نو ورته ووايه چې زه خو ايله بیروونکی يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ سَيُرِيكُمْ ءَايَٰتِهِۦ فَتَعْرِفُونَهَا وَمَا رَبُّكَ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ووايه چې ستاينه الله لره ده، زر به خپلې نښانې در وښايي بيا به يې وپېژنئ، او ستا رب له هغو كارو ناخبره نه دى چې تاسو يې كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70