caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت المزمل المزمل

۲۰ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۳

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يَٰٓأَيُّهَا ٱلْمُزَّمِّلُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې ځان نغښتونكيه!

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُمِ ٱلَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerودریږه د شپې مګر لږ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

نِّصْفَهُۥٓ أَوِ ٱنقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنيمايي يې، يا څه لږ ترې كم كړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ ٱلْقُرْءَانَ تَرْتِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيا څه پرې زيات كړه او قرآن په كرار کرار لوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّا سَنُلْقِى عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Center.(دا دى) موږ پر تا يو دروند كلام نازلوو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ نَاشِئَةَ ٱلَّيْلِ هِىَ أَشَدُّ وَطْـًٔا وَأَقْوَمُ قِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه د شپى په برخو کې لوستل ډیر جوښت وي زړه ته او ډیره سیده وینا وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ لَكَ فِى ٱلنَّهَارِ سَبْحًا طَوِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه رېښتيا ستا لپاره د ورځې ډېره بوختيا ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱذْكُرِ ٱسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ إِلَيْهِ تَبْتِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د خپل پالونکي نوم يادوه او د هغه لور ته پوره ګوښى شه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَّبُّ ٱلْمَشْرِقِ وَٱلْمَغْرِبِ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَٱتَّخِذْهُ وَكِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه د ختيځ او لوېديځ څښتن دى، له هغه پرته بل معبود نشته نو همغه خپل وكيل ونيسه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَٱهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر هغه څه صبر كوه چې دوى يې وايي او په ښه توګه ترې بېل شه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَذَرْنِى وَٱلْمُكَذِّبِينَ أُو۟لِى ٱلنَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerما او دغه د نعمت والا درواغ ګڼونكي سره پرېږده او هغوى ته لږ مهلت وركړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ لَدَيْنَآ أَنكَالًا وَجَحِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه موږ سره درنې زولنې او بل اور دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَعَذَابًا أَلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په مرۍ (ستوني) كې نېښلېدونکي خواړه او دردوونکی عذاب دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ تَرْجُفُ ٱلْأَرْضُ وَٱلْجِبَالُ وَكَانَتِ ٱلْجِبَالُ كَثِيبًا مَّهِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې ځمكه او غرونه ولړزيږي او غرونه به د شګو خپره شوې ډېرۍ (غوندې) وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّآ أَرْسَلْنَآ إِلَيْكُمْ رَسُولًا شَٰهِدًا عَلَيْكُمْ كَمَآ أَرْسَلْنَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ رَسُولًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه موږ تاسي ته همغسې يو رسول پر تاسې د شاهد په توګه لېږلى لكه چې فرعون ته مو يو رسول لېږلى و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَعَصَىٰ فِرْعَوْنُ ٱلرَّسُولَ فَأَخَذْنَٰهُ أَخْذًا وَبِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو فرعون له هغه رسوله سر غړونه وکړه؛ نو بيا مو ډېر سخت راګېر كړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَكَيْفَ تَتَّقُونَ إِن كَفَرْتُمْ يَوْمًا يَجْعَلُ ٱلْوِلْدَٰنَ شِيبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كه تاسې يې ونه منئ بيا به هغه ورځ څنګه ځان ساتئ چې ماشومان بوډاګان كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلسَّمَآءُ مُنفَطِرٌۢ بِهِۦ كَانَ وَعْدُهُۥ مَفْعُولًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآسمان به پرې چاودېدونکی وي، د هغه ژمنه كېدونكې ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ هَٰذِهِۦ تَذْكِرَةٌ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه دغه نصيحت دى، نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونکي خواته دې لار غوره کړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَىٰ مِن ثُلُثَىِ ٱلَّيْلِ وَنِصْفَهُۥ وَثُلُثَهُۥ وَطَآئِفَةٌ مِّنَ ٱلَّذِينَ مَعَكَ وَٱللَّهُ يُقَدِّرُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ عَلِمَ أَن لَّن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ فَٱقْرَءُوا۟ مَا تَيَسَّرَ مِنَ ٱلْقُرْءَانِ عَلِمَ أَن سَيَكُونُ مِنكُم مَّرْضَىٰ وَءَاخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِى ٱلْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ ٱللَّهِ وَءَاخَرُونَ يُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَٱقْرَءُوا۟ مَا تَيَسَّرَ مِنْهُ وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَقْرِضُوا۟ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا وَمَا تُقَدِّمُوا۟ لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ ٱللَّهِ هُوَ خَيْرًا وَأَعْظَمَ أَجْرًا وَٱسْتَغْفِرُوا۟ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌۢ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه ستا پالونکی پوهيږي چې ته كله د شپې دوه پر دريو برخو ته نېږدې او (كله) نيمايي برخه يې او كله يې درېيمه برخه (په عبادت) درېږې او يوه ډله له هغو خلکو چې له تا سره دي. او الله د شپى ورځې وختونه حسابوي، هغه پوه دى چې تاسې وخت سم نشئ شمېرلى نو بخښنه يې درته وكړه، اوس نو چې له قرآنه څومره درته اّسانه وي، هغومره ولولئ. هغه ته معلومه ده چې پر تاسي كې به ځينى ناروغان وي، ځينې نور به ځمكه كې سفر كوي، د الله فضل به لټوي او څه نور به د الله په لار كې جنګيږي، نو چې څه درته آسانه وي همغومره ترې لولئ او لمونځ ترسره كوئ، زكات وركوئ او الله ته غوره پور وركوئ. او كومه ښېګڼه چې تاسې يې خپل ځان ته وړاندې لېږئ، هغه به له الله سره مومئ، همغه ډېره ښه او اجر يې ډېر لوى دى. او له الله بخښنه غواړئ، بېشكه الله ښه بښونكى مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70