کور › سورتونه › سورت الجن
سورت الجن الجن
۲۸ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۴۰
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ قُلْ أُوحِىَ إِلَىَّ أَنَّهُ ٱسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ ٱلْجِنِّ فَقَالُوٓا۟ إِنَّا سَمِعْنَا قُرْءَانًا عَجَبًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: ماته وحي شوې ده چې د پېريانو يوې ډلې غوږ نيولى و، بيا يې (خپل قوم ته) وويل: بېشكه موږ يو عجيبه قرآن واورېدلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَهْدِىٓ إِلَى ٱلرُّشْدِ فَـَٔامَنَّا بِهِۦ وَلَن نُّشْرِكَ بِرَبِّنَآ أَحَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې سمې لارې ته ښوونه كوي؛ نو موږ هم ومنلو او هيڅكله به له خپل پالونکي سره هيڅوک هم شريك نه كړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُۥ تَعَٰلَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا ٱتَّخَذَ صَٰحِبَةً وَلَا وَلَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې زموږ د پالونکي شان ډېر لوړ دى، هغه نه څوك مېرمن او نه زوى نيولى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُۥ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى ٱللَّهِ شَطَطًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې زموږ احمق په الله پورې ناحقه خبرې كولې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّا ظَنَنَّآ أَن لَّن تَقُولَ ٱلْإِنسُ وَٱلْجِنُّ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه موږ ګومان كړى و چې هيڅكله به الله پورې انسان او پېرى درواغ ونه وايي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُۥ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ ٱلْإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ ٱلْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې د انسانانو څه كسانو به د پېريانو پر څه كسانو پورې پناه اخېسته نو لا يې بې لاري ورزياته كړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُمْ ظَنُّوا۟ كَمَا ظَنَنتُمْ أَن لَّن يَبْعَثَ ٱللَّهُ أَحَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ستاسو غوندې هغوى هم ګومان كړى و چې الله به هيڅوك بېرته را ژوندي نه كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّا لَمَسْنَا ٱلسَّمَآءَ فَوَجَدْنَٰهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِيدًا وَشُهُبًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ د آسمان پلټنه وكړه نو هغه مو له سختو څوكيدارانو او سوځوونكو ستورو ډك وموند.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَٰعِدَ لِلسَّمْعِ فَمَن يَسْتَمِعِ ٱلْـَٔانَ يَجِدْ لَهُۥ شِهَابًا رَّصَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې پخوا به موږ د غوږ نيولو لپاره د هغه د ناستې ځايونو كې كېناستلو، خو اوس چې څوك غوږ نيسي هغه د ځان لپاره يو څارونکی اور غورځوونكى ستورى مومي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّا لَا نَدْرِىٓ أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَن فِى ٱلْأَرْضِ أَمْ أَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ نه پوهيږو چې آيا د ځمكې اوسېدونكو ته د بدۍ اراده شوې او كه رب يې سمه لار ورښوول غواړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّا مِنَّا ٱلصَّٰلِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَٰلِكَ كُنَّا طَرَآئِقَ قِدَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې له موږ څخه ځينې نېکان دي او ځينې له دې پرته، موږ بېلا بېلې ډلې يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّا ظَنَنَّآ أَن لَّن نُّعْجِزَ ٱللَّهَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَن نُّعْجِزَهُۥ هَرَبًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې موږ ګومان كولو چې نه په ځمكه كې الله بېوسه كولاى شو او نه يې په تېښته كمزورى كولاى شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا ٱلْهُدَىٰٓ ءَامَنَّا بِهِۦ فَمَن يُؤْمِنۢ بِرَبِّهِۦ فَلَا يَخَافُ بَخْسًا وَلَا رَهَقًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ چې كله لارښوونه واورېدله، ايمان مو پرې راوړ، نو څوك چې پر خپل رب ايمان راوړي، هغه بيا نه له تاواني كېدو وېريږى نه له زیاتي نه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّا مِنَّا ٱلْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا ٱلْقَٰسِطُونَ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ تَحَرَّوْا۟ رَشَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې له موږ ځينى مسلمانان دي او ځينى مو ظالمان، نو چا چې اسلام راوړ، هغوى سمه لار وموندله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَمَّا ٱلْقَٰسِطُونَ فَكَانُوا۟ لِجَهَنَّمَ حَطَبًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كوم چې بې انصافه دي، هغوى به د جهنم خس خشاك وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَلَّوِ ٱسْتَقَٰمُوا۟ عَلَى ٱلطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَٰهُم مَّآءً غَدَقًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې (الله ويلي) كه هغوى پر سمه لار برابر شوي واى نو موږ به پر ډېرو اوبو خړوبه كړي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِّنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَمَن يُعْرِضْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِۦ يَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې هغوى پكې وازمويو، او څوك چې د خپل رب له ذكره مخ اړوي، هغه به يې سخت عذاب ته ورننباسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّ ٱلْمَسَٰجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا۟ مَعَ ٱللَّهِ أَحَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې جوماتونه د الله لپاره دي، نو (هلته) له الله سره هيڅوك مه رابولئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّهُۥ لَمَّا قَامَ عَبْدُ ٱللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا۟ يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې كله د الله بنده (محمد صلی الله عليه وسلم) د هغه بللو ته پاڅېد، نېږدې و چې هغوى (پېريان) سر په سر هغه باندې ورولويږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنَّمَآ أَدْعُوا۟ رَبِّى وَلَآ أُشْرِكُ بِهِۦٓ أَحَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: زه خو یوازې خپل پالونکی رابولم او بل هيڅوك نه ورسره شريكوم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنِّى لَآ أَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا رَشَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: زه تاسي ته نه د تاوان رسولو واك لرم او نه د خير ښېګڼې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنِّى لَن يُجِيرَنِى مِنَ ٱللَّهِ أَحَدٌ وَلَنْ أَجِدَ مِن دُونِهِۦ مُلْتَحَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: ما له الله څخه هيڅوك نشي خلاصولى او نه به هيڅكله پرته له هغه بل د پناه ځاى ومومم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا بَلَٰغًا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِسَٰلَٰتِهِۦ وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَإِنَّ لَهُۥ نَارَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center مګر د الله له لوري تبليغ او پيغام رسول (زما كار دى) او څوك چې الله او د هغه له رسوله سرغړوي نو په رېښتيا د هغه لپاره د جهنم اور دى، تل تر تله به هلته پكې اوسېدونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حَتَّىٰٓ إِذَا رَأَوْا۟ مَا يُوعَدُونَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ نَاصِرًا وَأَقَلُّ عَدَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر څو هغه څه وويني چې ژمنه يې ورسره كيږي، بيا به پوه شي چې د چا ملاتړى كمزورى او د شمېر له پلوه ډېر كم دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنْ أَدْرِىٓ أَقَرِيبٌ مَّا تُوعَدُونَ أَمْ يَجْعَلُ لَهُۥ رَبِّىٓ أَمَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: زه نه پوهېږم، څه چې تاسې سره يې ژمنه كيږي هغه به نېږدې وي، كه زما پالونکی هغه ته څه ډېره زمانه ټاكي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عَٰلِمُ ٱلْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَىٰ غَيْبِهِۦٓ أَحَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه پر پټو پوه دى نو په خپلو پټو هيڅوك نه خبروي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا مَنِ ٱرْتَضَىٰ مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُۥ يَسْلُكُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦ رَصَدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له هغه استازي څخه چې هغه يې (د پټو د څه پوهې لپاره) غوره كړى وي، نو د هغه وړاندې وروسته هم ساتونكي څوكيداران روانوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِّيَعْلَمَ أَن قَدْ أَبْلَغُوا۟ رِسَٰلَٰتِ رَبِّهِمْ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَىٰ كُلَّ شَىْءٍ عَدَدًۢا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر څو معلومه كړي چې د هغه پيغامونه يې (سم) رسولي دي او الله د هغوى پر هر څه چاپېر دى او هر څه يې په شمېر شمېرلي ساتلي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت نوح
سورت المزمل ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.