سورت الانسان الانسان
۳۱ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۹۸
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ هَلْ أَتَىٰ عَلَى ٱلْإِنسَٰنِ حِينٌ مِّنَ ٱلدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْـًٔا مَّذْكُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه تحقیق سره پر انسان د زمانې يو داسې وخت راغلى چې هغه هيڅ د يادېدو شى نه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا خَلَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَٰهُ سَمِيعًۢا بَصِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerانسان خو په رېښتيا موږ له يو ګډ شوي څاڅكي پيدا كړ چې هغه و ازمويو؛ نو اورېدونكى ليدونکی مو وګرځولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا هَدَيْنَٰهُ ٱلسَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ لار ورښودلې ده ( نو اوس به) يا شكر اېستونكى او يا به ناشكره شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّآ أَعْتَدْنَا لِلْكَٰفِرِينَ سَلَٰسِلَا۟ وَأَغْلَٰلًا وَسَعِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(او) د كافرانو لپاره موږ ځنځيرونه، زندۍ او لمبه وهونكى اور چمتو كړى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه نېكان به په جنت كې له داسې جامونو (شراب) څښي چې ګډون به يې كافور وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ ٱللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا يوه چينه ده چې د الله (غوره) بندګان يې (اوبه) څښي، ( چېرته يې چې غواړي) بهوي به يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُوفُونَ بِٱلنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُۥ مُسْتَطِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوی نذر پوره كوي او له هغې ورځې ډارېږي چې د هغې شر خپور دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيُطْعِمُونَ ٱلطَّعَامَ عَلَىٰ حُبِّهِۦ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغه سره د مينې سربېره، بې وزله، يتيم او بندي ته خواړه وركوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ ٱللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَآءً وَلَا شُكُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(وايي) موږ يوازې د الله د مخ لپاره خواړه دركوو، نه له تاسې بدله غواړو او نه مننه (تشکري)
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا نَخَافُ مِن رَّبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ په رېښتيا له خپل پالونکي ډارېږو، د سخت كړاو اوږدې ورځې (عذاب) څخه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَوَقَىٰهُمُ ٱللَّهُ شَرَّ ذَٰلِكَ ٱلْيَوْمِ وَلَقَّىٰهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو الله به يې د هغې ورځې له شره وساتي او تازګي او خوښي به وركړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَزَىٰهُم بِمَا صَبَرُوا۟ جَنَّةً وَحَرِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د صبر بدله كې به يې جنت او ورېښمين لباس وركړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مُّتَّكِـِٔينَ فِيهَا عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه تختونو به هلته تكيه وهلي ناست وي، نه به د لمر ګرمي پكې ويني او نه (د ژمي) ساړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَٰلُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerسيورى به يې ورباندې رانېږدې او مېوې به يې راټيټې شوې آسانه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيُطَافُ عَلَيْهِم بِـَٔانِيَةٍ مِّن فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِيرَا۠
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر هغوى به د سپينو زرو لوښي او د شيشو ګيلاسونه ګرځول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَوَارِيرَا۟ مِن فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerشيشې هم د سپينو زرو په ډول چې سمبالوونكو به سم په اندازه (ډك) كړي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر هغوى به هلته داسې جامونه څښل كيږي چې ګډون به يې سونډ وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّىٰ سَلْسَبِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا په جنت كې يوه چينه ده چې سلسبيل بلل كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَٰنٌ مُّخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنثُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر هغوى به تلپاتې هلكان ګرځي راګرځي. چې ته يې ووينې د خپرو ورو ملغلرو ګومان به پرې كوې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چې ته هرې خواته وګورې سراسر نعمتونه او لويه پاچايي به وينې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عَٰلِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوٓا۟ أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَسَقَىٰهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد پاسه د دوی به جامې د نریو شنو وريښمو وي او غټ وریښم (به لاندې وي) او اچولی کیږي به دوی ته بنګړي د سپینو زرو او ورڅښوي به دوی ته رب د دوی د څښلو څيز پاکوونکی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ هَٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءً وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه همدا ستاسې بدله ده او ستاسې هلې ځلې د قدر وړ دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْقُرْءَانَ تَنزِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه همدا موږ پر تا باندې قرآن كرار كرار نازل كړى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ ءَاثِمًا أَوْ كَفُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو د خپل پالونکي حكم ته صبر كوه او له هغوى د هيڅ يو بد عمله او ناشكره خبره مه منه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱذْكُرِ ٱسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَأَصِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د خپل رب نوم دې يادوه سهار او ماښام.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنَ ٱلَّيْلِ فَٱسْجُدْ لَهُۥ وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د شپې هم سجده ورته كوه او تسبيح يې وايه د شپې په اوږدو كې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ يُحِبُّونَ ٱلْعَاجِلَةَ وَيَذَرُونَ وَرَآءَهُمْ يَوْمًا ثَقِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه رېښتيا دغه خلك بيړنى شى خوښوي او (راتلونكى) درنه ورځ تر شا پرېږدي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
نَّحْنُ خَلَقْنَٰهُمْ وَشَدَدْنَآ أَسْرَهُمْ وَإِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَآ أَمْثَٰلَهُمْ تَبْدِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى خو موږ پيدا كړي او موږ يې اندامونه (بندونه) ورټينګ كړي او كله چې موږ وغواړو په بدل كې به يې نور د هغوى غوندې راولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ هَٰذِهِۦ تَذْكِرَةٌ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ سَبِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه دا يو نصيحت دى، نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونکي لوري ته دې لار ونيسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د الله له خوښې پرته تاسې څه نه شئ غوښتی، په رېښتيا هغه ډېر پوه ځيرك دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُدْخِلُ مَن يَشَآءُ فِى رَحْمَتِهِۦ وَٱلظَّٰلِمِينَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًۢا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچاته يې چې خوښه شي په خپل رحمت كې يې داخلوي او د ظالمانو لپاره يې دردوونكى عذاب چمتو كړى دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→