سورت القيامة القيامة
۴۰ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۳۱
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ لَآ أُقْسِمُ بِيَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزه د قيامت په ورځ قسم كوم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَآ أُقْسِمُ بِٱلنَّفْسِ ٱللَّوَّامَةِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو زه پر ملامتوونكي نفس قسم كوم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَيَحْسَبُ ٱلْإِنسَٰنُ أَلَّن نَّجْمَعَ عِظَامَهُۥ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا انسان دا ګومان كوي چې موږ به يې هډوكي راټول نه كړو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلَىٰ قَٰدِرِينَ عَلَىٰٓ أَن نُّسَوِّىَ بَنَانَهُۥ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerولې نه، موږ خو آن د هغو بندونو (او ګوتو سرونو) پر سم برابرولو ځواکمن يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ يُرِيدُ ٱلْإِنسَٰنُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُۥ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو (منكر) انسان غواړي چې وړاندې هم بدكارونه ترسره كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَسْـَٔلُ أَيَّانَ يَوْمُ ٱلْقِيَٰمَةِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپوښتنه كوي: چې د قيامت ورځ به كله وي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِذَا بَرِقَ ٱلْبَصَرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې سترګې خړې شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَخَسَفَ ٱلْقَمَرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو سپوږمۍ توره شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجُمِعَ ٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو لمر او سپوږمۍ يو ځاى كړل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَقُولُ ٱلْإِنسَٰنُ يَوْمَئِذٍ أَيْنَ ٱلْمَفَرُّ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه هغه ورځ به (دا) انسان ووايي: د تېښتې ځاى چېرې دى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَلَّا لَا وَزَرَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهيڅكله نه، د پناه ځاى نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَىٰ رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ ٱلْمُسْتَقَرُّ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ (يوازې) ستا د پالونکي لور ته د تمځاى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُنَبَّؤُا۟ ٱلْإِنسَٰنُ يَوْمَئِذٍۭ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخبر به ورکړی شي انسان ته په دغه ورځ په هغه عمل چې مخکې یې لیږلی دی او وروسته یې پریښی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلِ ٱلْإِنسَٰنُ عَلَىٰ نَفْسِهِۦ بَصِيرَةٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبلكې انسان خپله هم پر ځان ليدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ أَلْقَىٰ مَعَاذِيرَهُۥ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه څه هم (ډېر) عذرونه وړاندې كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا تُحَرِّكْ بِهِۦ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِۦٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerته پرې ژر ژر ژبه مه خوځوه چې بيړه پرې وكړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُۥ وَقُرْءَانَهُۥ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه د هغه جمع كول او پر تا لوستل يې زموږ پر ذمه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِذَا قَرَأْنَٰهُ فَٱتَّبِعْ قُرْءَانَهُۥ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې هغه موږ ولوست، بيايې ته ورپسې لوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا بَيَانَهُۥ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا په رېښتيا د هغه څرګند بيانول هم پر موږ دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَلَّا بَلْ تُحِبُّونَ ٱلْعَاجِلَةَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerداسې نده، بلکه تاسو د دنیا سره مینه کوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَذَرُونَ ٱلْـَٔاخِرَةَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو آخرت پرېږدئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه هغه ورځ به ځينې مخونه تازه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَىٰ رَبِّهَا نَاظِرَةٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخپل پالونکي ته به كتونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍۭ بَاسِرَةٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ځينې مخونه به هغه ورځ بدرنګه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَظُنُّ أَن يُفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerګومان به كوي چې ملاماتوونكى چلند به ورسره وكړى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَلَّآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلتَّرَاقِىَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهيڅكله نه، كله چې مرۍ ته (سا) ورسيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقِيلَ مَنْ رَاقٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو وويل شي: څوك دى دم چوف كوونكى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَظَنَّ أَنَّهُ ٱلْفِرَاقُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ګومان وكړي چې همدا بېلتون دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْتَفَّتِ ٱلسَّاقُ بِٱلسَّاقِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پنډۍ په پنډۍ پورې ونښلي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَىٰ رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ ٱلْمَسَاقُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمغه ورځ ستا د پالونکي لور ته روانېدل دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه خو نه باور درلود او نه يې لمونځ كړى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَٰكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو درواغجن يې وباله او مخ يې واړولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ ذَهَبَ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ يَتَمَطَّىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا په (ډېره) لويۍ خپل كاله (کورنۍ) ته لاړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمدا درسره وړ دي، تا سره ښايي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا هم ستا وړ دي، له تا سره ښايي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَيَحْسَبُ ٱلْإِنسَٰنُ أَن يُتْرَكَ سُدًى
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا انسان دا ګڼي چې خوشې (چيټي) به پرېښودل شي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ يَكُ نُطْفَةً مِّن مَّنِىٍّ يُمْنَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغه د منۍ يو څاڅكى نه و چې څڅول كيږي (په رحم کې).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوَّىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا د وينو يوه ټوټه شو نو الله جوړ او سم برابر كړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَجَعَلَ مِنْهُ ٱلزَّوْجَيْنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلْأُنثَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيايې له هغه څخه جوړه پيدا كړه، نارينه او ښځينه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَيْسَ ذَٰلِكَ بِقَٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يُحْـِۧىَ ٱلْمَوْتَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغه پر دې نه دى قادر چې مړي راژوندي كړي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→