caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت نوح نوح

۲۸ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۷۱

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ إِنَّآ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦٓ أَنْ أَنذِرْ قَوْمَكَ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه موږ نوح (عليه السلام) د هغه قوم ته ورلېږلي و چې خپل قوم دې ووېروه، مخكې له دې چې دردوونکی عذاب ورته راشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ يَٰقَوْمِ إِنِّى لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوېلې اې زما قومه! زه تاسو ته يو ښكاره وېروونكى (رسول) يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَٱتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا چې الله ولمانځئ، ترې وډار شئ او زما خبره ومنئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرْكُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى إِنَّ أَجَلَ ٱللَّهِ إِذَا جَآءَ لَا يُؤَخَّرُ لَوْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerستاسي ګناهونه به دروبخښي او تر يوې ټاكلې نېټې به مو وځنډوي، بېشكه هغه وخت چې د الله نېټه راشي نو بيا نه ځنډيږي، كاشكې تاسې پوهېدلاى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ رَبِّ إِنِّى دَعَوْتُ قَوْمِى لَيْلًا وَنَهَارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه وويل: اې زما ربه! ما شپه ورځ خپل قوم ته بلنه وركړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَآءِىٓ إِلَّا فِرَارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو زما بلنې نوره هم د هغوى تېښته (انكار او کرکه) زياته كړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنِّى كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوٓا۟ أَصَٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَٱسْتَغْشَوْا۟ ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا۟ وَٱسْتَكْبَرُوا۟ ٱسْتِكْبَارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ما به چې هر كله د دې لپاره رابلل چې ته بخښنه ورته وكړې نو هغوى به غوږونو كې ګوتې واچولې، په جامو كې به يې ځانونه ونغاړل، په همدې به يې ټينګار كولو او ډېره لويي به يې كوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ إِنِّى دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا مې هغوى ته په لوړ غږ بلنه وركړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ إِنِّىٓ أَعْلَنتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا مې ښكاره او پټ پټ ویلي دي دوی ته په پټ ویلو سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَقُلْتُ ٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ إِنَّهُۥ كَانَ غَفَّارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ورته ومې ويل چې له خپل پالونکي مو بخښنه وغواړئ، هغه په رېښتيا ډېر بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُرْسِلِ ٱلسَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآسمان به ډېر وروونكى درباندې راخوشی كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوَٰلٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّٰتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَٰرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په مالونو او زامنو به ستاسو مرسته وكړي، باغونه او ويالې به درته پيدا كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّا لَكُمْ لَا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپر تاسي څه شوي چې د الله د درناوي عقيده نه لرئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerحال دا چې تاسې يې په پړاو پړاو پيدا كړي ياست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَوْا۟ كَيْفَ خَلَقَ ٱللَّهُ سَبْعَ سَمَٰوَٰتٍ طِبَاقًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا نه وينئ چې الله په څه ډول لاندې باندې اوه آسمانونه پيدا كړي دي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَعَلَ ٱلْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًا وَجَعَلَ ٱلشَّمْسَ سِرَاجًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هغو كې يې سپوږمۍ روښانه او لمر ډېوه (ځلېدونکی) ګرځولى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱللَّهُ أَنۢبَتَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ نَبَاتًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تاسې يې له ځمكې (په يوه خاص ډول) راوټوكولئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ يُعِيدُكُمْ فِيهَا وَيُخْرِجُكُمْ إِخْرَاجًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا به مو بېرته هغې ته ورستانه كړي او (بيابه مو ) ترې راوباسې په راویستلو سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ بِسَاطًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله ستاسي لپاره ځمكه فرش ګرځولې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِّتَسْلُكُوا۟ مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې تاسي يې په پلنو پراخه لارو لاړ شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ نُوحٌ رَّبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِى وَٱتَّبَعُوا۟ مَن لَّمْ يَزِدْهُ مَالُهُۥ وَوَلَدُهُۥٓ إِلَّا خَسَارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنوح علیه السلام وويل: زما پالونکيه! هغوى زما خبره ونه منله او د هغه چا پيروي يې وكړه چې مال او اولاد يې له تاوانه پرته نور څه نه دي ور زيات كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَكَرُوا۟ مَكْرًا كُبَّارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دسیسه جوړې کړې ده هغوى ډېره لويه دسيسه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالُوا۟ لَا تَذَرُنَّ ءَالِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى وويل: هيڅكله خپل معبودان مه پرېږدئ او هيڅكله ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر مه پرېږدئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَدْ أَضَلُّوا۟ كَثِيرًا وَلَا تَزِدِ ٱلظَّٰلِمِينَ إِلَّا ضَلَٰلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه هغوى ډېر خلك بې لارې كړي دي او ته هم دغو ظالمانو ته پرته له بې لاريتوبه نور څه مه ورزياتوه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مِّمَّا خَطِيٓـَٰٔتِهِمْ أُغْرِقُوا۟ فَأُدْخِلُوا۟ نَارًا فَلَمْ يَجِدُوا۟ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ أَنصَارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد (همدې) ګناهونو له امله (اوبو كې) غرق کړی شول او اور ته ننه اېستل شول، بيا يې له الله څوك ژغورونكي مرستندويان ونه موندل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ نُوحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَى ٱلْأَرْضِ مِنَ ٱلْكَٰفِرِينَ دَيَّارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نوح علیه السلام وويل: زما ربه! له دې كافرانو يو هم پر ځمكه اوسېدونكى مه پرېږده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّكَ إِن تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا۟ عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوٓا۟ إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerته كه هغوى پريږدې، په رېښتيا ستا بندګان بې لارې كوي او پرته له بد عمله كافره بل څوك نه زېږوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَّبِّ ٱغْفِرْ لِى وَلِوَٰلِدَىَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِىَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَٰتِ وَلَا تَزِدِ ٱلظَّٰلِمِينَ إِلَّا تَبَارًۢا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزما ربه! ماته بخښنه وكړې، مور او پلار ته مې، هغه چا ته چې ايمان راوړونكى زما كور ته راننوځي او مومنانو نارينه او ښځينه وو ته، او ظالمانو ته له تباهۍ پرته بل څه مه ور زياتوه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70