کور › سورتونه › سورت ق
سورت ق ق
۴۵ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۳۴
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ قٓ وَٱلْقُرْءَانِ ٱلْمَجِيدِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ق [1] قسم دی په قران شرافت والا.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ عَجِبُوٓا۟ أَن جَآءَهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ ٱلْكَٰفِرُونَ هَٰذَا شَىْءٌ عَجِيبٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلكې هغوى په دې تعجب كوي چې (څنګه) په خپله له همدوى يو وېروونكى ورته راغى نو كافرانو وويل: دا يو عجيب شى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَءِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ذَٰلِكَ رَجْعٌۢ بَعِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ايا كله چې موږ مړه او خاورې شو (نو دوهم ځل به بيا را ژوندي كېږو؟) دا بېرته راګرځيدل خو (له پوهې) لرې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنقُصُ ٱلْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِندَنَا كِتَٰبٌ حَفِيظٌۢ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ ته رېښتيا معلوم دي هغه څه چې کموي یې زمکه د دوی نه، او موږ سره يو کتاب دی ساتونكى (د دوی د عملونو).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ كَذَّبُوا۟ بِٱلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ فَهُمْ فِىٓ أَمْرٍ مَّرِيجٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلكې دوى دروغجن ګڼي حق لره هر کله چې دوی ته راغی، نو دوی په خبره ګډه وډه کې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَلَمْ يَنظُرُوٓا۟ إِلَى ٱلسَّمَآءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَٰهَا وَزَيَّنَّٰهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ایا آسمان ته يې نه دي كتلي چې موږ څنګه جوړ كړى، ښكلى كړى مو دى او هيڅ چاود پكې نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْأَرْضَ مَدَدْنَٰهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَٰسِىَ وَأَنۢبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍۭ بَهِيجٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ځمكه موږ (هواره) وغوړوله او كلك ولاړ غرونه مو پكې واچول او هر ډول ښكلي تازه بوټي مو پكې زرغون كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَبْصِرَةً وَذِكْرَىٰ لِكُلِّ عَبْدٍ مُّنِيبٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center لپاره د پوهولو، او یادداشت دی هر غاړه اېښودونکي بنده لره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَزَّلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً مُّبَٰرَكًا فَأَنۢبَتْنَا بِهِۦ جَنَّٰتٍ وَحَبَّ ٱلْحَصِيدِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ له آسمانه بركتي اوبه وورولې بيا مو باغونه او رېبلو والا (غلې) دانې پرې زرغونې كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلنَّخْلَ بَاسِقَٰتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د كجورو دنګې دنګې ونې چې لاندې باندې (ډک) وږي لري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رِّزْقًا لِّلْعِبَادِ وَأَحْيَيْنَا بِهِۦ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَٰلِكَ ٱلْخُرُوجُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د بندګانو د روزۍ لپاره او مړ (شاړ) ښار مو پرې ژوندى كړ، دغسې راوتل دي (له قبرونو څخه).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَأَصْحَٰبُ ٱلرَّسِّ وَثَمُودُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر هغوى مخكې د نوح قوم، رس والاوو او ثموديانو (رسولان) درواغ ګڼلي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ وَإِخْوَٰنُ لُوطٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (همدارنګه) عاديانو، فرعون او د لوط (قومي) ورونو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَصْحَٰبُ ٱلْأَيْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ كُلٌّ كَذَّبَ ٱلرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِيدِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د ځنګله والا وو او د تبع قوم (دې) ټولو رسولان درواغجن وګڼل نو (زما د عذاب) ژمنه پرې ثابته شوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَعَيِينَا بِٱلْخَلْقِ ٱلْأَوَّلِ بَلْ هُمْ فِى لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا نو موږ په لومړي (ځل) پيدا كولو (ډېر) ستومانه شو؟ بلكې هغوى له نوي پيدايښته په شک كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِۦ نَفْسُهُۥ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ ٱلْوَرِيدِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه موږ انسان پيدا كړ او كوم خيالونه يې چې په زړه كې پيدا كيږي هغه راته معلوم دي او موږ هغه ته له شارګه هم ورنېږدې يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ يَتَلَقَّى ٱلْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ ٱلْيَمِينِ وَعَنِ ٱلشِّمَالِ قَعِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه وخت چې دوه اخېستونكي اخېستنه (ثبت) كوي چې ښي اوكيڼ لوري ته ناست وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه (انسان) يوه وینا هم داسې له خولې نشي اېسلتى چې خوا كې يې چمتو څارونكى نه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَآءَتْ سَكْرَةُ ٱلْمَوْتِ بِٱلْحَقِّ ذَٰلِكَ مَا كُنتَ مِنْهُ تَحِيدُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او راغلې سختي د مرګ په رښتیا سره ( نو وبه ویلی شي) دا هغه څه دي چې ته له هغې نه تښتېدلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنُفِخَ فِى ٱلصُّورِ ذَٰلِكَ يَوْمُ ٱلْوَعِيدِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او شپېلۍ كې به پو كړى شي، دا د عذاب د ژمنې ورځ ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَآءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَآئِقٌ وَشَهِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هر كس به (داسې) راشي چې يو راوستونكى (چلوونکی) او يو شاهد به ورسره وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّقَدْ كُنتَ فِى غَفْلَةٍ مِّنْ هَٰذَا فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ ٱلْيَوْمَ حَدِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يقيناً ته له دې نه بې پروايي كې وې خو موږ دې هغه پرده درنه لرې كړه نو نظر دې نن (ښه) تېز دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ قَرِينُهُۥ هَٰذَا مَا لَدَىَّ عَتِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ملګرې (پرېښته) به يې ووايي دا دي څه چې ما سره و چمتو دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلْقِيَا فِى جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ( وبه ویلی شي) وغورځوئ په جهنم كې هر كافر عنادي [ضدي].
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّنَّاعٍ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ مُّرِيبٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د خير ايساروونكى، تېرى كوونكى او شك كوونكى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِى جَعَلَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ فَأَلْقِيَاهُ فِى ٱلْعَذَابِ ٱلشَّدِيدِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه څوک چې له الله سره يې بل معبود جوړ كړى و نو (اوس) يې په سخت عذاب كې وغورځوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ قَرِينُهُۥ رَبَّنَا مَآ أَطْغَيْتُهُۥ وَلَٰكِن كَانَ فِى ضَلَٰلٍۭ بَعِيدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ملګرى به يې وايي: زموږ ربه ما خو نه و بې لارې كړى خو دى په خپله په لرې بې لارې توب كې و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لَا تَخْتَصِمُوا۟ لَدَىَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ إِلَيْكُم بِٱلْوَعِيدِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله به ووايي: (اوس) زما پر وړاندې ناندرۍ مه وهئ، ما خو لا مخکې د عذاب ژمنه درلېږلې وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا يُبَدَّلُ ٱلْقَوْلُ لَدَىَّ وَمَآ أَنَا۠ بِظَلَّٰمٍ لِّلْعَبِيدِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له ما سره خبره نشي بدلېدلاى او نه زه پر خپلو بندګانو ظلم كوونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ ٱمْتَلَأْتِ وَتَقُولُ هَلْ مِن مَّزِيدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې جهنم ته ووايو: آيا ډک شوې؟ او هغه به وايي: آيا څه نور شته؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأُزْلِفَتِ ٱلْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او متقيانو ته به جنت رانېږدې كړى شي (هيڅ) لرې به نه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَٰذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا هغه څه دي چې ژمنه به يې درسره كېدله، د هر راګرځېدونكي (الله ته) او (شريعت) ساتونكي لپاره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّنْ خَشِىَ ٱلرَّحْمَٰنَ بِٱلْغَيْبِ وَجَآءَ بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څوک چې په غيبو له رحمانه وېرېدلى او په راګرځېدونكي زړه (الله ته) راغلى وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱدْخُلُوهَا بِسَلَٰمٍ ذَٰلِكَ يَوْمُ ٱلْخُلُودِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (وبه ويلی شي) داخل شئ جنت ته په سلامتیا سره، دا ورځ د همیشوالي ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَهُم مَّا يَشَآءُونَ فِيهَا وَلَدَيْنَا مَزِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغوى لپاره به هلته هغه څه وي چې غواړي يې او موږ سره لا زيات هم شته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُم بَطْشًا فَنَقَّبُوا۟ فِى ٱلْبِلَٰدِ هَلْ مِن مَّحِيصٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ له دوى نه مخکې ډير داسې قومونه هلاک كړي دي چې له دوى نه ډير زيات زورور وو او ډېر هيوادونه يې لټولي وو، آیا هغوى كوم پناه ځاى وموندلى شو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُۥ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى ٱلسَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه په دې كې د هغه چا لپاره عبرت دى چې (روغ) زړه لري يا غوږ نيسي او دى (ښه) حاضر (متوجه) وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ خَلَقْنَا ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوبٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه موږ آسمانونه، ځمكه او څه يې چې ترمنځ دي په شپږو ورځو كې پيدا كړل او څه ستوماني را ونه رسېده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ ٱلشَّمْسِ وَقَبْلَ ٱلْغُرُوبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغوى چې څه وايي پر هغه صبر كوه او د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايه، له لمر ختو مخكې او له لمر لوېدو نه مخكې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنَ ٱلَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَأَدْبَٰرَ ٱلسُّجُودِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د شپې (څه وختونه) يې هم تسبيح وايه او له سجدو (لمنځونو) وروسته هم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱسْتَمِعْ يَوْمَ يُنَادِ ٱلْمُنَادِ مِن مَّكَانٍ قَرِيبٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او غوږ ونيسه هغه ورځ چې يو آواز كوونكى له كوم نېږدې ځايه نارې وكړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ يَسْمَعُونَ ٱلصَّيْحَةَ بِٱلْحَقِّ ذَٰلِكَ يَوْمُ ٱلْخُرُوجِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كومه ورځ چې هغوى په رېښتيا سره هغه چيغه واوري، همغه د وتلو ورځ ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا نَحْنُ نُحْىِۦ وَنُمِيتُ وَإِلَيْنَا ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په رېښتيا موږ ژوندي كوو او مړه كوو او زموږ خواته راستنېدل دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ تَشَقَّقُ ٱلْأَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ذَٰلِكَ حَشْرٌ عَلَيْنَا يَسِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې ځمكه ترې وچوي منډې به وهي دا راغونډول پر موږ آسانه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
نَّحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ وَمَآ أَنتَ عَلَيْهِم بِجَبَّارٍ فَذَكِّرْ بِٱلْقُرْءَانِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ په هغو خبرو ډېر ښه پوه يو چې هغوى يې وايي او ته ورباندې جبر كوونكى نه يې، نو هغه چا ته په قرآن سره نصيحت كوه چې زما د عذاب له ژمنو ډاريږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الحجرات
سورت الذاريات ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.