کور › سورتونه › سورت الحجرات
سورت الحجرات الحجرات
۱۸ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۰۶
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُقَدِّمُوا۟ بَيْنَ يَدَىِ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! مه وړاندې کیږئ د الله تعالی او د هغه د رسول نه او له الله نه ووېرېږئ پرته له شکه الله اورېدونكى ښه پوه دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَرْفَعُوٓا۟ أَصْوَٰتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ ٱلنَّبِىِّ وَلَا تَجْهَرُوا۟ لَهُۥ بِٱلْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَٰلُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! خپل غږ مو د نبي (عليه السلام) له غږ نه مه پورته کوئ او مه داسې په زوره خبره ورته كوئ لكه تاسي يې چې يو بل ته كوئ، هسې نه چې (ټول) عملونه مو برباد شي او تاسي خبر هم نه ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَٰتَهُمْ عِندَ رَسُولِ ٱللَّهِ أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱمْتَحَنَ ٱللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَىٰ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه هغه كسان چې د رسول الله پر وړاندې خپل آوازونه ټيټ ساتي، هغوى داسې كسان دي چې الله (تعالى) يې زړونه د تقوى لپاره ازمويلي دي، د هغوى لپاره بخښنه او ستر اجر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِن وَرَآءِ ٱلْحُجُرَٰتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه هغه كسان چې اوازونه کوي تا ته د دېوالونو تر شا، ډیری د دوی نه پوهیږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا۟ حَتَّىٰ تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه هغوى (دومره) صبر كړى وای چې ته وربهر شې، هرومرو به ورته غوره وه او الله بخښونكى او رحم والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن جَآءَكُمْ فَاسِقٌۢ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوٓا۟ أَن تُصِيبُوا۟ قَوْمًۢا بِجَهَٰلَةٍ فَتُصْبِحُوا۟ عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَٰدِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! كه يو فاسق (سړى) څه خبر درته راوړي نو ښه پلټنه كوئ، هسې نه چې كوم قوم ته په ناپوهۍ سره څه ضرر ورسوئ، بيا به په خپلو كړو پښېمانه شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ ٱللَّهِ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِى كَثِيرٍ مِّنَ ٱلْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ ٱلْإِيمَٰنَ وَزَيَّنَهُۥ فِى قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ ٱلْكُفْرَ وَٱلْفُسُوقَ وَٱلْعِصْيَانَ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلرَّٰشِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پوه شئ چې په تاسي كې د الله رسول (موجود) دى، نو كه هغه په ډېرو كارو كې ستاسي خبره ومني، هرومرو به وكړيږئ. خو الله تاسي ته ايمان در خوښ كړ او ستاسي په زړونو كې يې ښكلى كړ او كفر، فسق او سرغړونه يې درته ناخوښه كړل، همدغه خلك لارموندونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَضْلًا مِّنَ ٱللَّهِ وَنِعْمَةً وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د الله له لورې يو فضل او لورينه ده، او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ٱقْتَتَلُوا۟ فَأَصْلِحُوا۟ بَيْنَهُمَا فَإِنۢ بَغَتْ إِحْدَىٰهُمَا عَلَى ٱلْأُخْرَىٰ فَقَٰتِلُوا۟ ٱلَّتِى تَبْغِى حَتَّىٰ تَفِىٓءَ إِلَىٰٓ أَمْرِ ٱللَّهِ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُوا۟ بَيْنَهُمَا بِٱلْعَدْلِ وَأَقْسِطُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُقْسِطِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه د مومنانو دوې ډلې سره په جګړه شي نو تر منځ يې سوله وكړئ، بيا كه يوې پر بلې تېرى وكړ نو تاسي له تېري كوونكې ډلې سره تر هغه وجنګېږئ څو د الله حكم ته راوګرځي، نو كه راوګرځېده بيا يې په عدالت سره ترمنځ سوله وكړئ، او انصاف كوئ بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا۟ بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له شک پرته مومنان (سره) ورونه دي نو د خپلو دوو وروڼو ترمنځ سوله كوئ او له الله ووېرېږئ ښايي چې رحم درباندې وكړل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِّن قَوْمٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُونُوا۟ خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَآءٌ مِّن نِّسَآءٍ عَسَىٰٓ أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا۟ بِٱلْأَلْقَٰبِ بِئْسَ ٱلِٱسْمُ ٱلْفُسُوقُ بَعْدَ ٱلْإِيمَٰنِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! يو قوم دې پر بل ملنډې نه وهي، ښايي هغوى ترې غوره وي او نه دې ښځې پر ښځو، ښايي هغوى ترې غوره وي، او يو پر بل عيبونه مه واياست او مه يو تر بله بد نومونه اخلئ، له ايمانه وروسته د فسق نوم (يادول) ډېر بد دي او څوک چې توبه نه باسي هم هغوى ظالمان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱجْتَنِبُوا۟ كَثِيرًا مِّنَ ٱلظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ ٱلظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا۟ وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! له ډېرو بد ګومانيو ځان وساتئ، پرته له شکه ځينې بد ګومانونه ګناه ده او (د چا عيب) پلټل مه كوئ او يو د بل غيبت مه كوئ، آيا له تاسي كوم يو دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟ نو تاسي خو يې بده ګڼئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَٰكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَٰكُمْ شُعُوبًا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓا۟ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ ٱللَّهِ أَتْقَىٰكُمْ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې خلکو! موږ تاسي (ټول) له يو نارينه او ښځې پيدا كړي ياست، او د دې لپاره مو خېلونه او قبيلې وګرځولئ چې سره وپېژنئ، (كنه) بېشکه د الله پر وړاندې ستاسي ډېر عزتمن هغه دى چې ډېر تقوى لرونكى وي، بېشكه الله ښه پوه خبردار دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَتِ ٱلْأَعْرَابُ ءَامَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا۟ وَلَٰكِن قُولُوٓا۟ أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ ٱلْإِيمَٰنُ فِى قُلُوبِكُمْ وَإِن تُطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَٰلِكُمْ شَيْـًٔا إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بانډه چيان وايي چې موږ ايمان راوړى، ورته ووايه: تاسي ايمان نه دى راوړی خو داسې وواياست چې مسلمانان شوي يو. او ستاسي زړونو كې ايمان لا نه دى ننوتى او كه د الله او د هغه د رسول خبره ومنئ، نو الله به ستاسي له عملونو هيڅ كم نه كړي بېشكه الله بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا۟ وَجَٰهَدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلصَّٰدِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه مومنان هغه كسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې (پوخ) ايمان راوړى وي بيا (هيڅ) شک ونه كړي او د الله په لار كې په خپلو مالو او ځانونو جهاد كوي، همدا خلک رېښتيني دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ أَتُعَلِّمُونَ ٱللَّهَ بِدِينِكُمْ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: آيا تاسي الله په خپله ديندارۍ خبروئ؟ حال دا چې الله پر (ټولو) هغو شيانو پوهيږي چې په آسمانونو او ځمكه كې دي او الله پر هر څه ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا۟ قُل لَّا تَمُنُّوا۟ عَلَىَّ إِسْلَٰمَكُم بَلِ ٱللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَىٰكُمْ لِلْإِيمَٰنِ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوی پر تا د خپلو مسلمانېدو احسان باروي! ورته ووايه: د خپلې مسلمانۍ احسان پر ما مه اچوئ، بلكې الله احسان درباندې كړى چې د ايمان په لور يې هدايت درته كړى، كه تاسي رښتيني ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله په رېښتيا د آسمانونو او ځمكې پر پټو پوهيږي او الله ستاسي د كړو وړو ليدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الفتح
سورت ق ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.