caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت النازعات النازعات

۴۶ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۸۱

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ وَٱلنَّٰزِعَٰتِ غَرْقًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپر سختۍ (سا) اېستونكو (پرېښتو) قسم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلنَّٰشِطَٰتِ نَشْطًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر هغه پرښتو قسم چې وباسي روح د مؤمنانو په آسانه ایستلو سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلسَّٰبِحَٰتِ سَبْحًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر ګړنديو لامبو وهونكو قسم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱلسَّٰبِقَٰتِ سَبْقًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا پر منډه منډه وړاندې كېدونكو قسم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱلْمُدَبِّرَٰتِ أَمْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا د چارو پر سمبالوونكو قسم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ تَرْجُفُ ٱلرَّاجِفَةُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې لړزېدونكې ولړزېږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تَتْبَعُهَا ٱلرَّادِفَةُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې ورپسې بل وروسته راتلونكى (ټكان) راځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلُوبٌ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerځينې زړونه به هغه ورځ رپېدونکي وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَبْصَٰرُهَا خَٰشِعَةٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerسترګې به يې ښكته وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَقُولُونَ أَءِنَّا لَمَرْدُودُونَ فِى ٱلْحَافِرَةِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى به وايي آيا موږ بېرته مخکېني حالت ته ورګرځيدونكي نه يو؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَءِذَا كُنَّا عِظَٰمًا نَّخِرَةً

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا كله چې موږ وراسته هډوكي يو؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ تِلْكَ إِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوېلې دا خو به ډېر تاواني ستنېدل وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِنَّمَا هِىَ زَجْرَةٌ وَٰحِدَةٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو یقینا دا خو یوه چغه ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِذَا هُم بِٱلسَّاهِرَةِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې بيا به هغوى(ټول) په دې ميدان (ولاړ) وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ مُوسَىٰٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه رښتیا سره راغلی دی تا ته خبر د موسی (علیه السلام)

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ نَادَىٰهُ رَبُّهُۥ بِٱلْوَادِ ٱلْمُقَدَّسِ طُوًى

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerکله يې چې پالونکي د طوى په سپېڅلي ناو كې اواز ورته وكړ؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې: فرعون ته ورشه هغه سركښي كړې ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَىٰٓ أَن تَزَكَّىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا ورته ووايه چې آيا ته چمتو يې چې پاك شې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَهْدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخْشَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چې د خپل پالونکي په خوا لارښوونه درته وكړم چې ته ووېرېږې؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَرَىٰهُ ٱلْـَٔايَةَ ٱلْكُبْرَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو بيا موسى (علیه السلام) هغه ته ستره نښانه وښوده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَكَذَّبَ وَعَصَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو درواغجن يې وګڼلو او د هغه خبره يې ونه منله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ أَدْبَرَ يَسْعَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا يې شا كړه، منډه يې كوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَحَشَرَ فَنَادَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو خلك يې راټول كړل او غږ يې وكړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَقَالَ أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلْأَعْلَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوېلې: همدا زه مو ترټولو اوچت رب يم!

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَخَذَهُ ٱللَّهُ نَكَالَ ٱلْـَٔاخِرَةِ وَٱلْأُولَىٰٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ونیوه ده لره الله تعالی په سزا د آخرت او د دنیا سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَن يَخْشَىٰٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه په دې كې هغه چاته هرومرو يو درس دى چې وېريږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ءَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ ٱلسَّمَآءُ بَنَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا ستاسې پيدا كول سخت دي، كه د آسمان؟ چې هغه يې جوړ كړى دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغه چت يې هسك او بيا يې سم برابر كړى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تیاره کړې یې ده شپه د هغه او ښکاره کړی یې دی د څاښت وخت.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْأَرْضَ بَعْدَ ذَٰلِكَ دَحَىٰهَآ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغه وروسته يې ځمكه وغوړوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغې اوبه او شينکي يې ترې را واېستل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْجِبَالَ أَرْسَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو غرونه يې پكې ښخ ودرول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَتَٰعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَٰمِكُمْ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerستاسو او ستاسو د څارويو د ګټې اخيستنې لپاره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِذَا جَآءَتِ ٱلطَّآمَّةُ ٱلْكُبْرَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې هغه لوى افت راشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ يَتَذَكَّرُ ٱلْإِنسَٰنُ مَا سَعَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې انسان ته خپل كړي عملونه ورياد شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَبُرِّزَتِ ٱلْجَحِيمُ لِمَن يَرَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوزخ به هر هغه چا ته څرګند كړى شى چې ويني يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَمَّا مَن طَغَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا نو چا چې سركښي كړې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَءَاثَرَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دنيوي ژوند يې غوره ګڼلى وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِنَّ ٱلْجَحِيمَ هِىَ ٱلْمَأْوَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه رېښتيا همدا دوزخ به يې استوګنځى وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى ٱلنَّفْسَ عَنِ ٱلْهَوَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې د خپل پالونکي په مخكې له درېدو ډار شوى او ځان يې له هوسونو ساتلى وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِنَّ ٱلْجَنَّةَ هِىَ ٱلْمَأْوَىٰ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو بېشكه جنت يې استوګنځى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى د قيامت په هكله تا پوښتي چې كله به رامنځته كيږي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فِيمَ أَنتَ مِن ذِكْرَىٰهَآ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه څه کې یې ته د یاداښت د هغې نه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَىٰ رَبِّكَ مُنتَهَىٰهَآ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغه وروستۍ (پوهه) ستا د رب لوري ته ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَآ أَنتَ مُنذِرُ مَن يَخْشَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerته خو يوازې د هغه چا خبروونكى يې چې ترې ډاريږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوٓا۟ إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې هغوى يې وويني نو له يو ماښام يا يو سهار پرته چې نه وي ځنډېدلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70