کور › سورتونه › سورت التحريم
سورت التحريم التحريم
۱۲ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۰۷
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَآ أَحَلَّ ٱللَّهُ لَكَ تَبْتَغِى مَرْضَاتَ أَزْوَٰجِكَ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې نبى! ته ولې هغه څه حراموې چې الله درته حلال كړي وي؟ (ايا) په دې سره د خپلو مېرمنو خوشالي غواړې او الله بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَدْ فَرَضَ ٱللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَٰنِكُمْ وَٱللَّهُ مَوْلَىٰكُمْ وَهُوَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه الله ستاسي لپاره د خپلو قسمونو د حلالېدو لاره ټاكلې ده او الله ستاسو چارواكى او همغه ډېر پوه حكمت والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ أَسَرَّ ٱلنَّبِىُّ إِلَىٰ بَعْضِ أَزْوَٰجِهِۦ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِۦ وَأَظْهَرَهُ ٱللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُۥ وَأَعْرَضَ عَنۢ بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِۦ قَالَتْ مَنْ أَنۢبَأَكَ هَٰذَا قَالَ نَبَّأَنِىَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْخَبِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې نبي (عليه السلام) خپلې يوې مېرمنې ته يوه خبره پټه وكړه، خو بيا چې هغې بل چا ته خبر وركړ او الله نبي ته د دې (راز څرګندولو) خبر وركړ، نو نبي هغه خبره يو څه ښكاره او له څه تېر شو، خو كله چې نبى (عليه السلام) هغې ته دغه (د راز څرګندېدو) خبره ښكاره كړه، هغې ويل: ته چا پرې خبر كړې؟ (نبي عليه السلام) وويل هغه ذات خبر كړم چې ډېر پوه او پوره خبر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِن تَتُوبَآ إِلَى ٱللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِن تَظَٰهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ هُوَ مَوْلَىٰهُ وَجِبْرِيلُ وَصَٰلِحُ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ بَعْدَ ذَٰلِكَ ظَهِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه چیرته توبه وباسئ دواړه الله ته (نو درته غوره ده) ځكه چې زړونه مو كاږه شوي دي او كه د هغه (نبى عليه السلام) پر خلاف يو بل سره ملګرتيا وكړئ نو بېشكه الله د هغه ملګرى دى او جبريل او صالح مومنان، او له دوی وروسته يې پرېښتې هم ملاتړ دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عَسَىٰ رَبُّهُۥٓ إِن طَلَّقَكُنَّ أَن يُبْدِلَهُۥٓ أَزْوَٰجًا خَيْرًا مِّنكُنَّ مُسْلِمَٰتٍ مُّؤْمِنَٰتٍ قَٰنِتَٰتٍ تَٰٓئِبَٰتٍ عَٰبِدَٰتٍ سَٰٓئِحَٰتٍ ثَيِّبَٰتٍ وَأَبْكَارًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center لرې نه ده چې كه هغه تاسي ته طلاق دركړي نو الله به ستاسي په بدل كې داسې مېرمنې وركړي چې له تاسي غوره وي، (ریښتينې) مسلمانې، ايماندارې، امر منونكې، توبه اېستونكې، عبادت كوونكې، روژه نيوونكې، كونډې او پېغلې وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَٰٓئِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ ٱللَّهَ مَآ أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! خپل ځانونه او خېلخانې مو له هغه اور څخه وژغورئ چې خس خاشاك يې انسانان او ډبرې دي، چې پر هغه به غوسه ناك، سخت زړې پرېښتې (ولاړې) وي، كوم چې د الله له حكمه سرغړاوى نه كوي او چې څه امر ورته كيږي هغه پر ځاى كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَا تَعْتَذِرُوا۟ ٱلْيَوْمَ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې کفر يې کړی! نن عذرونه مه كوئ، تاسو ته خو يوازې د همغه څه بدله دركول كيږي چې كول مو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ تُوبُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ يَوْمَ لَا يُخْزِى ٱللَّهُ ٱلنَّبِىَّ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ نُورُهُمْ يَسْعَىٰ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَٰنِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَٱغْفِرْ لَنَآ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! الله ته توبه وباسئ، سوچه توبه، ښايي چې پالونکی مو بدۍ در څخه ورژوي او داسې جنتونو ته مو ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، هغه ورځ چې الله به نبي (عليه السلام) او هغه كسان چې له ده سره يې ايمان راوړى، ونه شرموي، رڼاګانې به يې مخې او ښۍ غاړو ته ځغلي، وايي به: زموږ ربه! زموږ رڼا راته پوره كړه او موږ ته بخښنه وكړه، په رېښتيا ته پر هر څه ځواکمن يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ جَٰهِدِ ٱلْكُفَّارَ وَٱلْمُنَٰفِقِينَ وَٱغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې نبى! له كافرانو او منافقانو سره جهاد وكړه او سخت چلند ورسره كوه او د هغوى استوګنځى جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱمْرَأَتَ نُوحٍ وَٱمْرَأَتَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَٰلِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا وَقِيلَ ٱدْخُلَا ٱلنَّارَ مَعَ ٱلدَّٰخِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله د كافرانو په هكله د نوح او لوط مېرمنې د بېلګې په توګه بيانوي چې زموږ د دوو نېكو بندګانو (تر نكاح) لاندې وې، خو بيا يې خيانت ورسره وكړ نو هغوى (نوح او لوط) د الله (له عذاب) څخه هيڅ شى ترې ايسار نه كړى شول او هغو (ښځو) ته وويل شول: دواړه اور ته ننوځئ له نورو ننوتونكو سره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱمْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ٱبْنِ لِى عِندَكَ بَيْتًا فِى ٱلْجَنَّةِ وَنَجِّنِى مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِۦ وَنَجِّنِى مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغو کسانو لپاره چې ايمان يې راوړی وو الله د فرعون د مېرمنې بېلګه وړاندې كوي، چې ويې ويل: زما ربه! زما لپاره خپل ځان سره په جنت كې يو كور جوړ كړه او له فرعون او د هغه له عمله مې وژغوره او له ظالمانو خلكو خلاصون را کړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَرْيَمَ ٱبْنَتَ عِمْرَٰنَ ٱلَّتِىٓ أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَٰتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِۦ وَكَانَتْ مِنَ ٱلْقَٰنِتِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (همدارنګه) مريم د عمران لور، هغه چې د خپل شرمځاى ساتنه يې وكړه، بيا موږ په هغې كې له خپل لورې څخه روح پو كړ او هغې د خپل پالونکي په خبرو او كتابونو باور كړى و او له امر منونكو څخه وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الطلاق
سورت الملك ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.