caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت مريم مريم

۹۸ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۴۴

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ كٓهيعٓصٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكهيعص [1].

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهُۥ زَكَرِيَّآ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدغه یاد دی ستا د رب د رحمت پر خپل بنده چې زکریا و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥ نِدَآءً خَفِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerکله چې یې اواز وکړ خپل رب ته په پټ اواز سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ رَبِّ إِنِّى وَهَنَ ٱلْعَظْمُ مِنِّى وَٱشْتَعَلَ ٱلرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُنۢ بِدُعَآئِكَ رَبِّ شَقِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerووېل: زما ربه! هډوكي مې كمزوري شوي او سر مې له ډېر زوړوالي (سپين) ځليږي، او زه خو له تا نه په غوښتنه كې اې زما ربه نامراده شوى هم نه يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنِّى خِفْتُ ٱلْمَوَٰلِىَ مِن وَرَآءِى وَكَانَتِ ٱمْرَأَتِى عَاقِرًا فَهَبْ لِى مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بې شکه زه ویریږم له دې خپلوانو (خپلو) چې زما نه وروسته دي (په دین باندې)، او ښځه زما هم شنډه ده؛ نو راوبخښه ما ته خاص له خپل طرفه څوک دین سمبالوونکی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَرِثُنِى وَيَرِثُ مِنْ ءَالِ يَعْقُوبَ وَٱجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې وارث شي زما په دین کې او وارث شي د کورنۍ د یعقوب -علیه السلام- په دین کې، او وګرځوه هغه لره غوره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰزَكَرِيَّآ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَٰمٍ ٱسْمُهُۥ يَحْيَىٰ لَمْ نَجْعَل لَّهُۥ مِن قَبْلُ سَمِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(اواز وشو) ای زکریا! یقینا زیری درکوو تا ته په یو هلک چې نوم یې یحیی دی، نه دی ګرځولی موږ څوک مخکې له ده نه د ده هم نامی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى غُلَٰمٌ وَكَانَتِ ٱمْرَأَتِى عَاقِرًا وَقَدْ بَلَغْتُ مِنَ ٱلْكِبَرِ عِتِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل (زکریا): ای ربه زما څرنګه به وي ما لره هلک او زما ښځه شنډه ده، او یقینا رسیدلی یم زه له زوړوالي نه ډیرې کمزورتیا ته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ كَذَٰلِكَ قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَىَّ هَيِّنٌ وَقَدْ خَلَقْتُكَ مِن قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَيْـًٔا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل: همداسې ستا رب ویلي چي دا کار پر ما آسان دی؛ په داسې حال کې چې ته مې پخوا پیدا کړی یې هېڅ هم نه وې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ رَبِّ ٱجْعَل لِّىٓ ءَايَةً قَالَ ءَايَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ ٱلنَّاسَ ثَلَٰثَ لَيَالٍ سَوِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل (زکریا -علیه السلام-): ای ربه زما! وګرځوه زما لپاره یوه ځانګړې نښه، وویل هغه: نښه ستا دا داه چې خبرې به نشې کولی له خلکو سره درې شپې او حال دا چې روغ به هم یې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِۦ مِنَ ٱلْمِحْرَابِ فَأَوْحَىٰٓ إِلَيْهِمْ أَن سَبِّحُوا۟ بُكْرَةً وَعَشِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو خپل قوم ته له عبادت خونې څخه راووت، نو په اشاره ئې وویل هغوی ته چې تسبیح ووایاست سبا او بیګا.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰيَحْيَىٰ خُذِ ٱلْكِتَٰبَ بِقُوَّةٍ وَءَاتَيْنَٰهُ ٱلْحُكْمَ صَبِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای یحیی! کتاب (تورات) ټینګ ونیسه، او ورکړې وه موږ ده ته د دین پوهه په وړوکوالي کې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَحَنَانًا مِّن لَّدُنَّا وَزَكَوٰةً وَكَانَ تَقِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له خپل لوري مو خواخوږي او پاكي وركړې وه، او هغه پرهېزګار (سړى) و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَبَرًّۢا بِوَٰلِدَيْهِ وَلَمْ يَكُن جَبَّارًا عَصِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نیکي کوونکی و د مور او پلار سره، او نه و سرکښ او نافرمان.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَسَلَٰمٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو سلام دی پر هغه په كومه ورځ چې هغه پيدا شو او په كومه ورځ چې هغه وفات شي او په كومه ورځ چې هغه ژوندى راپاڅول شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ مَرْيَمَ إِذِ ٱنتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یاد کړه په دغه کتاب کې (کېسه د) مریم کله چې په څنګ شوه (لاړه) له کورنۍ خپلې هغه ځای ته چې (د کور په) ختیځه (ډډه) کې و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱتَّخَذَتْ مِن دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَآ إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغو نه پرده نيولې (ناسته وه)، نو هغې ته مو خپل روح (جبرائيل) ورولېږلو او هغه ورته بالكل د يو بشر په شكل ورڅرګند شو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَتْ إِنِّىٓ أَعُوذُ بِٱلرَّحْمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغې وویل: یقینا زه له تا څخه پناه وړم رحمن ذات ته، که ېې ته د الله تعالی نه ویره کوونکی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ إِنَّمَآ أَنَا۠ رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَٰمًا زَكِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل (جبریل -علیه السلام-): یقینا زه رالیږل شوی (ملک) یم ستا د رب له خوا د دې لپاره چې تا ته یو پاک هلک درکړم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَتْ أَنَّىٰ يَكُونُ لِى غُلَٰمٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِى بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل (مریم -علیها السلام-): څنګه به زما هلک وي؟! او حال دا دی چې لاس نه دی لګولی زما سره هېڅ انسان او نه زه بدکاره یم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ كَذَٰلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَىَّ هَيِّنٌ وَلِنَجْعَلَهُۥٓ ءَايَةً لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا وَكَانَ أَمْرًا مَّقْضِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerجبریل -علیه السلام- ورته وویل: همداسې به ته يې، ستا رب ویلي دا کار په ما باندې اسان دی، او له دې لپاره چې ویې ګرځوو له خپل لوري خلکو ته رحمت، او دا داسې کار دی چې له مخکې یې پریکړه شوې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَحَمَلَتْهُ فَٱنتَبَذَتْ بِهِۦ مَكَانًا قَصِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو حامله شوه (مریم) په ده (عیسی) سره نو په ډډه شوه سره له دغه (عیسی) یو لرې ځای ته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَجَآءَهَا ٱلْمَخَاضُ إِلَىٰ جِذْعِ ٱلنَّخْلَةِ قَالَتْ يَٰلَيْتَنِى مِتُّ قَبْلَ هَٰذَا وَكُنتُ نَسْيًا مَّنسِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد زوکړې درد دې لره د کجورې تنې ته راوستله، نو ویې ویل: های ارمان چې زه له دې وړاندې مړه وی او هیره شوی او له زړونو وتلې وای.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَنَادَىٰهَا مِن تَحْتِهَآ أَلَّا تَحْزَنِى قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپس اواز ورته وکړو (عیسی-علیه السلام-) د لاندې طرف د هغې نه: خپګان مه کوه یقینا پیداکړې ستا رب ستا نه لاندې یوه چینه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَهُزِّىٓ إِلَيْكِ بِجِذْعِ ٱلنَّخْلَةِ تُسَٰقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو وخوځوه (وڅنډه) خپل ځان ته تنه د کجورې راوغورځوي به په تا باندې تازه تازه کجورې راشوکول شوې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَكُلِى وَٱشْرَبِى وَقَرِّى عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ ٱلْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِىٓ إِنِّى نَذَرْتُ لِلرَّحْمَٰنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ ٱلْيَوْمَ إِنسِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو خوره، او څښه او خپلې سترګې يخې كړه بيا كه كوم يو انسان دې وليده نو ورته ووايه چې ما درحمن له پاره روژه نذر منلې ده، له دې امله نن به زه له هېچا سره خبرې ونه كړم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَتَتْ بِهِۦ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُۥ قَالُوا۟ يَٰمَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْـًٔا فَرِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو راوړ مریم -علیها السلام- هغه (خپل زوی) خپل قوم ته په خپله غیږه کې، وویل دوی: ای مریم! یقینا تا راتلل وکړل یو شي ډیر ناکاره ته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأُخْتَ هَٰرُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ ٱمْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای خور د هارون! نه و پلار ستا سړی د بدې او نه وه مور ستا بد کاره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ قَالُوا۟ كَيْفَ نُكَلِّمُ مَن كَانَ فِى ٱلْمَهْدِ صَبِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو اشاره وکړه (مریم) هغه بچي ته، نو هغوی وویل: څرنګه خبرې وکړو موږ په زانګو کې له کوچني سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ إِنِّى عَبْدُ ٱللَّهِ ءَاتَىٰنِىَ ٱلْكِتَٰبَ وَجَعَلَنِى نَبِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل (عیسی -علیه السلام-) چې بې شکه زه د الله بنده یم؛ ما ته یې کتاب راکړی او زه یې نبي ګرځولی یم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَعَلَنِى مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَٰنِى بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ مَا دُمْتُ حَيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو زه یې برکت مند ګرځولی یم هر ځای کې چې وم، او د لمانځه زکات سپارښتنه یې راته کړې څو چې زه ژوندی یم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَبَرًّۢا بِوَٰلِدَتِى وَلَمْ يَجْعَلْنِى جَبَّارًا شَقِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (ګرځولی یم زه) نیکي کوونکی له مور خپلې سره اونه یې یم ګرځولی زه سرکښه بدبخته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلسَّلَٰمُ عَلَىَّ يَوْمَ وُلِدتُّ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو سلام دی پر ما په هغه ورځ چې پیداشوی یم او په کومه ورځ چې به مړ کیږم او په کومه ورځ چې به ژوندی راپورته کیږم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ قَوْلَ ٱلْحَقِّ ٱلَّذِى فِيهِ يَمْتَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدغه دى د مريم زوى عيسى او دغه ده د هغه په باب هغه ريښتوني خبره چې په هغې كې خلك شك كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَا كَانَ لِلَّهِ أَن يَتَّخِذَ مِن وَلَدٍ سُبْحَٰنَهُۥٓ إِذَا قَضَىٰٓ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه ښایې الله تعالی لره چې ودې نیسي بچی، پاک دی هغه د بچو نه، کله چې اراده وکړي د یو کار د کولو نو ووایي هغه ته وشه نو هغه وشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ هَٰذَا صِرَٰطٌ مُّسْتَقِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یقینا الله تعالی رب زما او رب ستاسي دی نو (یوازې) د هغه بندګي وکړئ، دا ده سمه نیغه لار.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱخْتَلَفَ ٱلْأَحْزَابُ مِنۢ بَيْنِهِمْ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن مَّشْهَدِ يَوْمٍ عَظِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو اختلاف وکړو ډلو د دوی ترمنځ (په باره د عیسی -علیه السلام-) کې، نو تباهي ده کافرانو لره د د لويې ورځې له حاضرۍ نه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَسْمِعْ بِهِمْ وَأَبْصِرْ يَوْمَ يَأْتُونَنَا لَٰكِنِ ٱلظَّٰلِمُونَ ٱلْيَوْمَ فِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅه ډیر ښه اوریدنکي به وي دوی او څه ډیر ښه لیدونکي به وي دوی په هغې ورځې کې چې رابه شي دوی موږ ته، لیکن ظالمان خلک نن ورځ په ګمراهۍ ښکاره کې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ ٱلْحَسْرَةِ إِذْ قُضِىَ ٱلْأَمْرُ وَهُمْ فِى غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ووېروه دوی د پښېمانتیا له ورځې، کله چې د کارونو پرېکړه وشي، او دوی (اوس) په غفلت کې دي او ایمان نه راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ ٱلْأَرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا وَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerیقینا موږ اخري مالکان یو د ځمکې او د هغه چا چې په ځمکه کې دي او یوازې موږ ته به را وګرځول شي دا ټول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ إِبْرَٰهِيمَ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یاد کړه (ای پیغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) ابراهیم، یقینا هغه ډیر ریښتیا ویونکی نبي و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَٰٓأَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِى عَنكَ شَيْـًٔا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerکله چې وویل (ابراهیم) خپل پلار ته: ای زما پلار جانه! ولی د هغه چا بندګي کوې چې نه څه اوري او نه څه ویني، او نه له تا نه څه لرې کولی شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَبَتِ إِنِّى قَدْ جَآءَنِى مِنَ ٱلْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَٱتَّبِعْنِىٓ أَهْدِكَ صِرَٰطًا سَوِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای پلاره جانه! بې شکه ما ته هغه علم (وحې) راغلی چې تا ته نه دی راغلی، نو زما پېروي وکړه چې سمه لار در وښایم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَبَتِ لَا تَعْبُدِ ٱلشَّيْطَٰنَ إِنَّ ٱلشَّيْطَٰنَ كَانَ لِلرَّحْمَٰنِ عَصِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای پلار جانه! د شیطان عبادت مه کوه؛ بې شکه شیطان د رحمن ذات نافرمانه دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَبَتِ إِنِّىٓ أَخَافُ أَن يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ ٱلرَّحْمَٰنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَٰنِ وَلِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای پلاره جانه! بې شکه زه له دې ویریږم چې تا ته د رحمن ذات لخوا عذاب در ورسي، نو ته به د شیطان ملګری شې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنْ ءَالِهَتِى يَٰٓإِبْرَٰهِيمُ لَئِن لَّمْ تَنتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَٱهْجُرْنِى مَلِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل (پلار د ابراهیم) آیا ته زما د معبودانو (له عبادت) څخه مخ ګرځوونکی يې ای ابراهیمه! که (له دې) منع نه شوې نو خامخا به دې په تیږو وولم، او ما پریږده ډیره زمانه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ سَلَٰمٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّىٓ إِنَّهُۥ كَانَ بِى حَفِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوویل (ابراهیم -علیه السلام-) سلام (د رخصتۍ) دې وي پر تا، زر دی چې له خپل ربه نه تا ته بخښنه وغواړم، یقینا هغه پر ما ډیر مهربان دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَأَدْعُوا۟ رَبِّى عَسَىٰٓ أَلَّآ أَكُونَ بِدُعَآءِ رَبِّى شَقِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزه له تاسي او هغو باطلو معبودانو ګوښه کېږم چې تاسي يې له الله پرته رابلئ، او زه به خپل رب رابلم، هيله ده چې زه د خپل رب په بلنه نا هیلی نه شم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا ٱعْتَزَلَهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهر کله چې هغه ګوښه شو له دوی نه او له هغه چا نه چې هغوی یې له الله پرته بندګي کوله؛ نو ورکړ موږ ده ته اسحاق (زوی) او یعقوب (لمسی)، او هر یو مو پیغمبر وګرځولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَوَهَبْنَا لَهُم مِّن رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو وکړي و موږ دوی (دري واړو) ته خپل رحمتونه، او دوی لپاره مو د ریښتینې ژبې لوړ (یاد) ګرځولی و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ مُوسَىٰٓ إِنَّهُۥ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یاد کړه (ای پیغمبره! دوی ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) موسی -علیه السلام-، بې شکه چې هغه یو سوچه شوی رسول او نبي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَنَٰدَيْنَٰهُ مِن جَانِبِ ٱلطُّورِ ٱلْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَٰهُ نَجِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو اواز ورکړی و موږ هغه ته د طور غره له ښي اړخ څخه، او نږدې کړی مو و د رازدار په توګه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَوَهَبْنَا لَهُۥ مِن رَّحْمَتِنَآ أَخَاهُ هَٰرُونَ نَبِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په خپلې مهربانۍ سره مو هغه ته ورور يې هارون چې نبي و، (مرستيال) ور وبخښلو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ إِسْمَٰعِيلَ إِنَّهُۥ كَانَ صَادِقَ ٱلْوَعْدِ وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یاد کړه (ای پیغمبره! دوی ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) اسماعیل -علیه السلام-، یقینا هغه ډیر ریښتونی و په وعده کې او رالېږل شوی نبي و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُۥ بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِۦ مَرْضِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ده به خپل اهل (قوم یا امت) ته په لمانځه او زکات امر کاوه، او د خپل رب په نزد غوره کړی شوی و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱذْكُرْ فِى ٱلْكِتَٰبِ إِدْرِيسَ إِنَّهُۥ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یاد کړه (ای پیغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) ادریس -علیه السلام- یقینا هغه ډیر ریښتیا ویونکی نبي و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَرَفَعْنَٰهُ مَكَانًا عَلِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پورته کړی و موږ دې لره لوړ مقام ته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مِن ذُرِّيَّةِ ءَادَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْرَٰٓءِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَٱجْتَبَيْنَآ إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُ ٱلرَّحْمَٰنِ خَرُّوا۟ سُجَّدًا وَبُكِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا هغه کسان دي چې الله تعالی پرې انعام کړی له پیغمبرانو څخه د ادم -علیه السلام- له اولادې، او د هغه چا څخه چې موږ د نوح -علیه السلام- سره په کښتۍ کې سپاره کړي وو، او د اولادې د ابراهیم -علیه السلام- او اسرائیل (یعقوب -علیه السلام-) څخه، او د هغه چا څخه چې موږ ورته هدایت کړی او غوره کړې مو (په پیغمبرۍ سره) دي، کله چې دوی ته د رحمن ذات آیتونه بیانیدل، پریوتل به دوی سجده کوونکي ژړا کوونکي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَخَلَفَ مِنۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَٱتَّبَعُوا۟ ٱلشَّهَوَٰتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو له دوى وروسته يې داسې ځاى ناستو ځاى ونيو چې لمونځ يې ضايع كړ او هوسونو پسې ولاړل نو زر به له بد انجام سره مخ شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحًا فَأُو۟لَٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْـًٔا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerمګر هغه چا چې توبه وویستله او ایمان يې راوړ او نیک عمل یې وکړ پس دغه کسان به جنت ته ننوځي او پر دوی به هېڅ ظلم نه شي کیدلی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

جَنَّٰتِ عَدْنٍ ٱلَّتِى وَعَدَ ٱلرَّحْمَٰنُ عِبَادَهُۥ بِٱلْغَيْبِ إِنَّهُۥ كَانَ وَعْدُهُۥ مَأْتِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد همېشه اوسېدو هغه جنتونه چې رحمن يې خپلو بندګانو سره په غيبو وعده كړې ده، او يقيناً د هغه وعده راتلونكې ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا إِلَّا سَلَٰمًا وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِيهَا بُكْرَةً وَعَشِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى به هلته چټي خبره نه اوري، پرته (له سلامه) او هلته به د دوى لپاره سهار او ماښام خپله روزى وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تِلْكَ ٱلْجَنَّةُ ٱلَّتِى نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا هغه جنت دى چې موږ يې له خپلو بندګانو نه، (صرف) متقيانو ته په ميراث وركو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا نَتَنَزَّلُ إِلَّا بِأَمْرِ رَبِّكَ لَهُۥ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَيْنَ ذَٰلِكَ وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (جبريل وويل) موږ ستا د رب له امر پرته، هسې نه راكوزېږو، هغه ته هغه هم معلوم دي چې زموږ مخې ته دي او څه چې زموږ شاته دي او څه يې چى ترمنځه دي او ستا رب هېرونكى نه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَٱعْبُدْهُ وَٱصْطَبِرْ لِعِبَٰدَتِهِۦ هَلْ تَعْلَمُ لَهُۥ سَمِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد اسمانو، زمكې او هغو شيانو رب دى چې ترمنځه يې دى نو هماغه ولمانځه او په عبادت يې ټينـګ اوسه آيا د هغه كوم هم (سيال) درته معلوم دى؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَقُولُ ٱلْإِنسَٰنُ أَءِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ أُخْرَجُ حَيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو وايې انسان (کافر) کله چې زه مړ شم نو آیا بیا به ژوندی راویستلی شم؟!

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَا يَذْكُرُ ٱلْإِنسَٰنُ أَنَّا خَلَقْنَٰهُ مِن قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْـًٔا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا انسان ته نه دي یاد چې یقینا موږ له دې مخکې پیدا کړی و او دې هیڅ نه و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَٱلشَّيَٰطِينَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ستا په رب دې قسم وي چې دوى او شيطانان به ټول راغونډ كړو او بيا به يې په ګونډو جهنم نه راچاپېر كړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ لَنَنزِعَنَّ مِن كُلِّ شِيعَةٍ أَيُّهُمْ أَشَدُّ عَلَى ٱلرَّحْمَٰنِ عِتِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا به له هرې ډلې نه هر هغه راوباسو چې د رحمن (ذات) په مقابل كې زيات سركښ وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ لَنَحْنُ أَعْلَمُ بِٱلَّذِينَ هُمْ أَوْلَىٰ بِهَا صِلِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا موږ په هغو كسانو دېر ښه پوه يو چې تر ټولو زيات په هغه كې د غورځېدو وړ وى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په تاسو كې هېڅوك داسې نشته چې هغه ته ورتلونكى نه وي، دا ستا د رب په غاړه يوه فيصله شوې خبره ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ نُنَجِّى ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوا۟ وَّنَذَرُ ٱلظَّٰلِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا به موږ هغه كسان وژغورو چې ځان ساتنه (تقوا) يې كوله او ظالمان به په ګونډو غورځېدلي پكې پرېږدو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُنَا بَيِّنَٰتٍ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَىُّ ٱلْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَّقَامًا وَأَحْسَنُ نَدِيًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله به چې هغوى ته زموږ څرګند اّيتونه لوستل كېدل نو كافرانو به مومنانو ته ويل: له دې دواړو نه كومه يوه ډله د غوره حالت او شانداره مجلس والا ده؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هُمْ أَحْسَنُ أَثَٰثًا وَرِءْيًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerحال دا چې له دوى مخكې مو څومره ډېر داسې قومونه تباه كړي دي چې په سامان او (ظاهري) ډول سينګار كې له دوى دېر غوره وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ مَن كَانَ فِى ٱلضَّلَٰلَةِ فَلْيَمْدُدْ لَهُ ٱلرَّحْمَٰنُ مَدًّا حَتَّىٰٓ إِذَا رَأَوْا۟ مَا يُوعَدُونَ إِمَّا ٱلْعَذَابَ وَإِمَّا ٱلسَّاعَةَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضْعَفُ جُندًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: څوك چې په بې لاريتوب كې وي نو هغه ته رحمن مهلت وركوي، تر دې چې هغه څه وګوري كوم چې وعده يې ورسره كيږي، يا عذاب (په دنيا كې) يا قيامت، نو بيا به وپوهيږي چې د چا بده مرتبه او كمزورې ډله ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَزِيدُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ٱهْتَدَوْا۟ هُدًى وَٱلْبَٰقِيَٰتُ ٱلصَّٰلِحَٰتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ مَّرَدًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې په سمه لار برابر شوي، هغوى ته الله نور هم هدايت ورزياتوي، او ستا د رب پر وړاندې پاتېدونكې نېكۍ هم په ثواب كې غوره دي او هم د انجام په اعتبار.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَرَءَيْتَ ٱلَّذِى كَفَرَ بِـَٔايَٰتِنَا وَقَالَ لَأُوتَيَنَّ مَالًا وَوَلَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغه كس دې وليدو چې زموږ له آيتونو انكار كوي او وايي چې ماته خو به مال او اولاد همداسې راكول كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَطَّلَعَ ٱلْغَيْبَ أَمِ ٱتَّخَذَ عِندَ ٱلرَّحْمَٰنِ عَهْدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغه له غيبو خبر شوى كه له رحمن نه يې څه لوز اخيستى؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَلَّا سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ وَنَمُدُّ لَهُۥ مِنَ ٱلْعَذَابِ مَدًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهيڅكله داسې نه ده، موږ هغه څه ليكو چې دى يې وايي او هغه ته به عذاب لا ورزيات کړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَنَرِثُهُۥ مَا يَقُولُ وَيَأْتِينَا فَرْدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څه چې دا يادوي، هغه به موږ ته راپاتې او ايكى يوازې به راځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ ءَالِهَةً لِّيَكُونُوا۟ لَهُمْ عِزًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى الله نه پرته څه خدايان نيولي چې د دوى لپاره ملاتړي وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَلَّا سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهيڅكله نه، هغوى به يې له عبادته منكر او د دوى پر ضد (دښمنان) شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ أَنَّآ أَرْسَلْنَا ٱلشَّيَٰطِينَ عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ تَؤُزُّهُمْ أَزًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا نه دې دي ليدلي چې شيطانان مو دغو منكرانو ته ورخوشي كړي چې دوى (د حق دښمنۍ ته) ښه وهڅوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَا تَعْجَلْ عَلَيْهِمْ إِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو پر دوى تلوار مه كوه، موږ حقيقتاً د دوى لپاره (ورځې) شمارو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ نَحْشُرُ ٱلْمُتَّقِينَ إِلَى ٱلرَّحْمَٰنِ وَفْدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې متقيان (ځان ساتونكي) به لكه بلل شوي مېلمانه رحمن ته راغونډ كړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَنَسُوقُ ٱلْمُجْرِمِينَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ وِرْدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو مجرمان به د جهنم لور ته (د تږو څارويو په شان) ور وشړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّا يَمْلِكُونَ ٱلشَّفَٰعَةَ إِلَّا مَنِ ٱتَّخَذَ عِندَ ٱلرَّحْمَٰنِ عَهْدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد سپارښتنې واك به نه شي تر لاسه كولاى، پرته له هغه چې الله نه يې لوز اخيستى وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱلرَّحْمَٰنُ وَلَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى وايي چې رحمن څوك په زویتوب نيولي .

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّقَدْ جِئْتُمْ شَيْـًٔا إِدًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً ډېره بده ناوړه خبره مو كړې ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تَكَادُ ٱلسَّمَٰوَٰتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنشَقُّ ٱلْأَرْضُ وَتَخِرُّ ٱلْجِبَالُ هَدًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنږدې ده چې اسمانونه ترې وچوي، ځمكه څيرې شي او غرونه دړې وړې راپرېوځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَن دَعَوْا۟ لِلرَّحْمَٰنِ وَلَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه دې چې رحمن ته يې د اولاد د شتون دعوی كړې ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا يَنۢبَغِى لِلرَّحْمَٰنِ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو رحمن ته نه ښايي چې (څوك) اولاد ونيسي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن كُلُّ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ إِلَّآ ءَاتِى ٱلرَّحْمَٰنِ عَبْدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅه (خلك) چې په اسمانو او ځمكه كې دي، ټول رحمن ته د بنده په توګه ورتلونكي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّقَدْ أَحْصَىٰهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخامخا هغوى يې راګير كړي او (ښه يې) شمېرلي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكُلُّهُمْ ءَاتِيهِ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فَرْدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى ټول هغه ته يو يو ورتلونكي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ ٱلرَّحْمَٰنُ وُدًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي زر به رحمن د هغوى لپاره په زړونو كې مينه واچوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِنَّمَا يَسَّرْنَٰهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ ٱلْمُتَّقِينَ وَتُنذِرَ بِهِۦ قَوْمًا لُّدًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو خبره دا ده چې دا موږ ستا په ژبه اسانه (نازل) كړى دى چې متقيانو ته زېرى وركړې او جګړه مار خلك پرې ووېروې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُم مِّنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًۢا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له دوى مخكې مو څومره قومونه تباه كړي؟ آيا (اوس) د كوم يوه څه مومې؟ يايې كښهار اورې؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70