caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الكهف الكهف

۱۱۰ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۶۹

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ عَلَىٰ عَبْدِهِ ٱلْكِتَٰبَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُۥ عِوَجَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerثنا ستاينه الله ته ده چې پر خپل بنده دغه كتاب نازل كړ او په هغه كې يې كوم كوږوالى پرېنښود.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَيِّمًا لِّيُنذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِّن لَّدُنْهُ وَيُبَشِّرَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ٱلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerسم برابر دى، تر څو (خلک) د هغه (الله) له سخت عذاب څخه ووېروي، او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي، زېرى وركړي چې يقيناً دوى لره ډېره ښه بدله (د جنت) ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّٰكِثِينَ فِيهِ أَبَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه هغه كې به تر تله پاتې کېدونكي وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيُنذِرَ ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه كسان هم ووېروي چې وايي: الله زوى نیولی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِـَٔابَآئِهِمْ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَٰهِهِمْ إِن يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه دې كې نه دوى څه پوهه لري، نه يې پلرونه، ډېره لويه (غلطه) خبره يې له خولي راوځي، خو پرته له دروغو بل څه نه وايي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَعَلَّكَ بَٰخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِمْ إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا۟ بِهَٰذَا ٱلْحَدِيثِ أَسَفًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ښايې ته له ډېره غمه د هغوى په وروسته ګرځېدو د خپل ځان وژونكى يې، كه په دې خبره يې ايمان رانه وړلو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى ٱلْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅه چې پر دې ځمكه دي هغه مو د هغې لپاره ښكلا ګرځولې، تر څو هغوى وازميو چې كوم يو يې په عمل كې ډېر غوره دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّا لَجَٰعِلُونَ مَا عَلَيْهَا صَعِيدًا جُرُزًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څه چې پر هغې دي، يقيناً موږ يې هوار ډاګ جوړونكي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَٰبَ ٱلْكَهْفِ وَٱلرَّقِيمِ كَانُوا۟ مِنْ ءَايَٰتِنَا عَجَبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا ته انګېرې چې د سمڅې او تختې والا زموږ له عجيبه نښانو څخه دي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ أَوَى ٱلْفِتْيَةُ إِلَى ٱلْكَهْفِ فَقَالُوا۟ رَبَّنَآ ءَاتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې هغو زلميانو سمڅې ته پناه يوړه نو ويې ويل: زموږ ربه! له خپل لوري دې موږ ته رحمت راكړه او په (دې) كار كې مو سمون راوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَضَرَبْنَا عَلَىٰٓ ءَاذَانِهِمْ فِى ٱلْكَهْفِ سِنِينَ عَدَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغوى مو په هماغې سمڅه كې یو شمېر كلونو پورې په درانده خوب ويده كړل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ بَعَثْنَٰهُمْ لِنَعْلَمَ أَىُّ ٱلْحِزْبَيْنِ أَحْصَىٰ لِمَا لَبِثُوٓا۟ أَمَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا مو را پاڅول ترڅو وګورو د هغو له دوو ډلونه كومه يوه د خپلې استوګنې موده ښه شميرلاى شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

نَّحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُم بِٱلْحَقِّ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ ءَامَنُوا۟ بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَٰهُمْ هُدًى

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ یې ریښتیني کیسه درته کوو، هغوى څو تنه زلميان وو چې پر خپل پروردګار يې ايمان راوړى و او موږ یې هدايت لا ور زیات کړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَرَبَطْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا۟ فَقَالُوا۟ رَبُّنَا رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَن نَّدْعُوَا۟ مِن دُونِهِۦٓ إِلَٰهًا لَّقَدْ قُلْنَآ إِذًا شَطَطًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغوى زړونه مو لا هغه مهال ورټينـګ كړي و كله چې دوى پاڅېدل او ويې ويل: زموږ رب خو هماغه د آسمانو او ځمكې رب دى، هېڅكله به له هغه پرته بل معبود راونه بولو، كنه بيا خو به مو ډېره غلطه خبره كړي وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هَٰٓؤُلَآءِ قَوْمُنَا ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةً لَّوْلَا يَأْتُونَ عَلَيْهِم بِسُلْطَٰنٍۭ بَيِّنٍ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزموږ دې قوم خو د الله نه پرته نور معبودان نيولي دي، د هغوى لپاره ولې كوم څرګند دليل نه راوړي؟ نو څوک به له هغه چا ډېر ظالم وي چې الله پورې دروغ تړي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذِ ٱعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا ٱللَّهَ فَأْوُۥٓا۟ إِلَى ٱلْكَهْفِ يَنشُرْ لَكُمْ رَبُّكُم مِّن رَّحْمَتِهِۦ وَيُهَيِّئْ لَكُم مِّنْ أَمْرِكُم مِّرْفَقًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې تاسو له دوى او له هغو چې دوى يې الله نه پرته لمانځي، ګوښه شوئ نو هغې سمڅې ته پناه يوسئ، ستاسو رب به خپل رحمت درباندې راخپور كړي او ستاسو چارو ته به سمون راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَتَرَى ٱلشَّمْسَ إِذَا طَلَعَت تَّزَٰوَرُ عَن كَهْفِهِمْ ذَاتَ ٱلْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَت تَّقْرِضُهُمْ ذَاتَ ٱلشِّمَالِ وَهُمْ فِى فَجْوَةٍ مِّنْهُ ذَٰلِكَ مِنْ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ مَن يَهْدِ ٱللَّهُ فَهُوَ ٱلْمُهْتَدِ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ وَلِيًّا مُّرْشِدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې لمر راخېژي نو ته به ګورې چې د دوى سمڅه پرېږدي، ښۍ خواته ترې اوړي او چې پرېوځي نو په كيڼه خوا ترې اوړي او هغوى يې په يوه ارت (پراخه) ميدان كې دي دا د الله له نښانو (يوه) ده. چاته چې الله نېغه لار وښوده نو هماغه لار موندونكى دى او څوک چې یې بې لارې كړي نو بيا به كوم لارښود ملګرى ورته ونه مومې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًا وَهُمْ رُقُودٌ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ ٱلْيَمِينِ وَذَاتَ ٱلشِّمَالِ وَكَلْبُهُم بَٰسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِٱلْوَصِيدِ لَوِ ٱطَّلَعْتَ عَلَيْهِمْ لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ته به يې ويښ ګڼي خو هغوى ويده دي او موږ يې په ښي او كيڼ لوري اړوو را اړوو اوسپى يې د غار په خوله كې غوړولې څنګلې پروت دى كه (يو ځل) سر ورښكاره كړې نو خامخا به په تېښته ترې راوګرځې او ډېر به يې له وېرې ډک شې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَذَٰلِكَ بَعَثْنَٰهُمْ لِيَتَسَآءَلُوا۟ بَيْنَهُمْ قَالَ قَآئِلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا۟ لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالُوا۟ رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَٱبْعَثُوٓا۟ أَحَدَكُم بِوَرِقِكُمْ هَٰذِهِۦٓ إِلَى ٱلْمَدِينَةِ فَلْيَنظُرْ أَيُّهَآ أَزْكَىٰ طَعَامًا فَلْيَأْتِكُم بِرِزْقٍ مِّنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په همدې (عجيبه) توګه مو راويښ هم كړل چې خپلو كې سره وپوښتي، نو يوه يې وويل: څومره به (دلته) ځنډېدلي ياست؟ ويلې يوه يا نيمه ورځ، بيا يې سره وويل: الله ښه پوه دى چې څومره ځنډېدلي ياست، خو يو كس مو له دغو سپينو روپيو سره ښار ته واستوئ چې وګوري كوم يوه سره ښه پاک خواړه دي نو بيا دې له هماغه نه څه خواړه درته راوړي او نرمي او هوښياري دې كوي او هېڅوک دې نه درباندې خبروي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّهُمْ إِن يَظْهَرُوا۟ عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُمْ أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِى مِلَّتِهِمْ وَلَن تُفْلِحُوٓا۟ إِذًا أَبَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerځكه چې دوى كه درباندې خبر او برلاسي شول نو يا به مو سنګسار كوي يا به مو د هغوى دين ته وراړوي او بيا به هېڅكله بريالي نه شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَذَٰلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ ٱلسَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَآ إِذْ يَتَنَٰزَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ فَقَالُوا۟ ٱبْنُوا۟ عَلَيْهِم بُنْيَٰنًا رَّبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ قَالَ ٱلَّذِينَ غَلَبُوا۟ عَلَىٰٓ أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو همداسې مو (خلک) پرې خبر كړل، څو وپوهېږي چې د الله وعده ریښتينې ده او دا چې په قيامت كې شک نشته، كله چې دوى په دې كې سره شخړه كوله نو ځينو وويل: په دوى يو دېوال جوړ كړئ، رب يې ډېر ښه پرې عالم دى خو هغو كسانو چې د دوى په كار برلاسي شوي وو، وويل: خامخا به يو مسجد (عبادت ځاى) پرې جوړوو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

سَيَقُولُونَ ثَلَٰثَةٌ رَّابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ وَيَقُولُونَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًۢا بِٱلْغَيْبِ وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌ وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ قُل رَّبِّىٓ أَعْلَمُ بِعِدَّتِهِم مَّا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا قَلِيلٌ فَلَا تُمَارِ فِيهِمْ إِلَّا مِرَآءً ظَٰهِرًا وَلَا تَسْتَفْتِ فِيهِم مِّنْهُمْ أَحَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerځينې به ووايي هغوى درې وو، څلورم يې سپى دى، ځينې به وايي پنځه دي شپږم يې سپى دى، (دا ټول) د غیبو ګزارونه (بې دليله خبرې) دي، او ځينې به وايي اوه دي، اتم يې سپى دى، ورته ووايه: زما رب يې په شمېر ډېر ښه پوه دى، له كمو خلكو پرته بل چاته نه دي معلوم، نو د هغوى په هكله له سرسري خبرو پرته چا سره چېړ مه كوه اومه له هېچا د دوى په هكله فتوىٰ غواړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تَقُولَنَّ لِشَا۟ىْءٍ إِنِّى فَاعِلٌ ذَٰلِكَ غَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د يو شي په هكله دا مه وايه چې زه به سبا خامخا دا (كار) كوم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ وَٱذْكُر رَّبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَىٰٓ أَن يَهْدِيَنِ رَبِّى لِأَقْرَبَ مِنْ هَٰذَا رَشَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له دې چې د الله اراده وشي، او كله چې درنه هېر شي نو خپل رب دې يادوه او دا وايه چې: ښايي خپل رب مې د نېكۍ خواته د ډېرې نږدې لارې ښوونه راته وكړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَبِثُوا۟ فِى كَهْفِهِمْ ثَلَٰثَ مِا۟ئَةٍ سِنِينَ وَٱزْدَادُوا۟ تِسْعًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى په خپله سمڅه كې درې سوه كاله پاتې شول، او دوى نهه نور هم پرې ورزيات كړي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلِ ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا۟ لَهُۥ غَيْبُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ أَبْصِرْ بِهِۦ وَأَسْمِعْ مَا لَهُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَلِىٍّ وَلَا يُشْرِكُ فِى حُكْمِهِۦٓ أَحَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: الله ډېر ښه ورباندې پوه دى چې دوى څومره ځنډېدلي دي، د آسمانونو او ځمكې غيب ټول هغه لره دي، څومره ښه ليدونكى او اورېدونكى دى، له هغه پرته دوى لره څوک دوست نشته او نه په خپله واكمنۍ كې څوک شريكوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱتْلُ مَآ أُوحِىَ إِلَيْكَ مِن كِتَابِ رَبِّكَ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَٰتِهِۦ وَلَن تَجِدَ مِن دُونِهِۦ مُلْتَحَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (يوازې) هماغه څه ولوله چې ستا د رب له كتابه درته وحى شوي، د الله د خبرو هېڅ بدلوونكى نشته او نه به هېڅكله له هغه پرته بل د پناه ځاى ومومې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِٱلْغَدَوٰةِ وَٱلْعَشِىِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُۥ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُۥ عَن ذِكْرِنَا وَٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ وَكَانَ أَمْرُهُۥ فُرُطًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو خپل ځان دې له هغو خلكو سره ټينـګ كړه چې سبا بېګا خپل رب رابولي، د هغه رضا غواړي او له هغوى سترګې مه اړوه، آيا ته د دنيايي ژوند ښكلا غواړې؟ او د داسې كس مه منه چې موږ د هغه زړه له خپله ياده غافل كړى او په خپل هوس پسې روان شوى او كار يې (يو مخ) تباهي او زياتى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقُلِ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَن شَآءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَآءَ فَلْيَكْفُرْ إِنَّآ أَعْتَدْنَا لِلظَّٰلِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا وَإِن يَسْتَغِيثُوا۟ يُغَاثُوا۟ بِمَآءٍ كَٱلْمُهْلِ يَشْوِى ٱلْوُجُوهَ بِئْسَ ٱلشَّرَابُ وَسَآءَتْ مُرْتَفَقًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ووايه دا حق دى ستاسو د رب له خوا، نو څوک چې غواړي ودې مني او څوک چې غواړي نه دې مني، يقيناً موږ ظالمانو ته داسې اور چمتو كړى چې پردې يې له هغوى نه راچاپېر دي او كه (له تندې) فرياد كوي نو په داسې اوبو به يې پالنه وشي لكه د تېلو خټ چې مخونه وريتوي، (دا) ډېر بد څښاك او ناوړه استوګنځى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً هغه خلک چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي، نو موږ خو د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې په عمل كې غوره وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ جَنَّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمُ ٱلْأَنْهَٰرُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِّن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِـِٔينَ فِيهَا عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ نِعْمَ ٱلثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى لپاره همېشني جنتونه دي چى لاندې به يې ويالې بهيږي، هلته به د سرو زرو په وښيو (بنګړو) سينګار كړى شي او د نريو ورېښمو او اطلسو (مخملو) شنې جامې به واغوندي، هلته به يې پر تختونو تكيه وهلې وي، ډېر ښه اجر او غوره استوګنځى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا رَّجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَٰبٍ وَحَفَفْنَٰهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى ته يو مثال بيان كړه، لكه دوه تنه سړي وو، چې يوه ته يې موږ د انګورو دوه باغونه وركړي او هغه مو د كجورو په ونو پوښلي وو او د هغو ترمنځ مو كرونده پيدا كړې وه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كِلْتَا ٱلْجَنَّتَيْنِ ءَاتَتْ أُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِم مِّنْهُ شَيْـًٔا وَفَجَّرْنَا خِلَٰلَهُمَا نَهَرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدواړو باغونو به خپلې مېوې پوره وركولې او هېڅ شى به يې نه ترې كمول، او د هغو په منځ كې مو يوه وياله هم وبهوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَانَ لَهُۥ ثَمَرٌ فَقَالَ لِصَٰحِبِهِۦ وَهُوَ يُحَاوِرُهُۥٓ أَنَا۠ أَكْثَرُ مِنكَ مَالًا وَأَعَزُّ نَفَرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (ښه) مېوه يې درلوده، نو هغه خپل ملګري ته په خبرو اترو كې وويل: زه له تانه هم په مال كې زيات او هم په مېړونو (کسانو) كې پتمن يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَدَخَلَ جَنَّتَهُۥ وَهُوَ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِۦ قَالَ مَآ أَظُنُّ أَن تَبِيدَ هَٰذِهِۦٓ أَبَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو خپل باغ ته ننوتلو په داسې حال كې چې پر خپل ځان ظلم كوونكى و، وېلې: زه خو ګومان نه كوم چې دا به كله هم پناه شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَظُنُّ ٱلسَّاعَةَ قَآئِمَةً وَلَئِن رُّدِدتُّ إِلَىٰ رَبِّى لَأَجِدَنَّ خَيْرًا مِّنْهَا مُنقَلَبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ګومان نه كوم چې قيامت دې راتلونكى وي او خامخا كه خپل رب ته ورستون كړى شوم نو حتماً به له دې هم لاغوره ځاى بيا مومم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ لَهُۥ صَاحِبُهُۥ وَهُوَ يُحَاوِرُهُۥٓ أَكَفَرْتَ بِٱلَّذِى خَلَقَكَ مِن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّىٰكَ رَجُلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerملګري يې په خبرو اترو كې ورته وويل: آيا له هغه ذاته منكر شوې چې ته يې له خاورې بيا له نطفې پيدا او وروسته يې سم روغ سړى جوړ كړې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّٰكِنَّا۠ هُوَ ٱللَّهُ رَبِّى وَلَآ أُشْرِكُ بِرَبِّىٓ أَحَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerلیکن هماغه الله زما پالونکی دی، او خپل پالونکي سره هېڅوک هم نه شریکوم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْلَآ إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَآءَ ٱللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِٱللَّهِ إِن تَرَنِ أَنَا۠ أَقَلَّ مِنكَ مَالًا وَوَلَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې ته خپل باغ ته ننوتې، ولې دې ونه ويل: ما شاء الله د الله نه پرته بل ځواک نشته، كه ته مې لا هم په مال او اولاد كې له ځانه كم ګڼي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَعَسَىٰ رَبِّىٓ أَن يُؤْتِيَنِ خَيْرًا مِّن جَنَّتِكَ وَيُرْسِلَ عَلَيْهَا حُسْبَانًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فَتُصْبِحَ صَعِيدًا زَلَقًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو لرې نه ده چې رب مې ستا له باغه ماته غوره څه راكړي او (ستا) په هغه له اسمانه كوم آفت راكوز كړي چې ښویه ميدان وګرځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوْ يُصْبِحَ مَآؤُهَا غَوْرًا فَلَن تَسْتَطِيعَ لَهُۥ طَلَبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيا يې اوبه (په زمكه) ډوبې شې او بيا يې په هېڅ شان ونه لټولاى شې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأُحِيطَ بِثَمَرِهِۦ فَأَصْبَحَ يُقَلِّبُ كَفَّيْهِ عَلَىٰ مَآ أَنفَقَ فِيهَا وَهِىَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَيَقُولُ يَٰلَيْتَنِى لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّىٓ أَحَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (همداسې وشول) مېوه يې (ټوله) تباه شوه نو سبا يې په هغه لګښت لاسونه مروړل چې په هغه يې كړى و، او هغه (باغ) په خپلو څپرو باندې نسكور غورځېدلى و، ويلې ارمان چې له خپل رب سره مې څوک شريک نه وى ګڼلى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَمْ تَكُن لَّهُۥ فِئَةٌ يَنصُرُونَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَمَا كَانَ مُنتَصِرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (بيا نو) د ده كومه داسې ډله نه وه چې مرسته يې كړې واى او نه يې خپله د ځان څه مرسته كولى شوه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هُنَالِكَ ٱلْوَلَٰيَةُ لِلَّهِ ٱلْحَقِّ هُوَ خَيْرٌ ثَوَابًا وَخَيْرٌ عُقْبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدلته نو ټوله واكمني الله لره ثابته شوه، هماغه (الله) هم په ثواب (وركولو) كې غوره دى او هم په انجام كې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱضْرِبْ لَهُم مَّثَلَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا كَمَآءٍ أَنزَلْنَٰهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَٱخْتَلَطَ بِهِۦ نَبَاتُ ٱلْأَرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيمًا تَذْرُوهُ ٱلرِّيَٰحُ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ مُّقْتَدِرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى ته د دنيايي ژوند مثال بيان كړه، لكه له اسمانه چې اوبه راتويې كړو نو په دې سره د زمكې شنيلي سره ګډ شي (له ګڼوالي) او بيا سبا وچ خلي خځلې شي چې بادونه يې الوځوي او الله په هر څه قادر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلْمَالُ وَٱلْبَنُونَ زِينَةُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَٱلْبَٰقِيَٰتُ ٱلصَّٰلِحَٰتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا مال او زامن خو د دنيايي ژوند ښكلا ده او پايښت لرونكې نېكۍ ستا له رب سره هم په ثواب كې غوره دي او هم د هيلې له پلوه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَوْمَ نُسَيِّرُ ٱلْجِبَالَ وَتَرَى ٱلْأَرْضَ بَارِزَةً وَحَشَرْنَٰهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ أَحَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه ورځ چې غرونه وخوځوو او زمكه لغړه ووينې او دوى (ټول) داسې راغونډ كړو چې له هغو نه يو هم پرېنږدو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَعُرِضُوا۟ عَلَىٰ رَبِّكَ صَفًّا لَّقَدْ جِئْتُمُونَا كَمَا خَلَقْنَٰكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍۭ بَلْ زَعَمْتُمْ أَلَّن نَّجْعَلَ لَكُم مَّوْعِدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (ټول به) ستا د رب حضور ته كتار كتار وړاندې كړى شي، دا دى تاسو خو داسى راته راغلئ لكه ړومبى ځل مو چې پيدا كړي وئ، بلكې تاسو لا داسې ګڼلې وه چې د وعدې هېڅ وخت به درته ونه ټاكو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَوُضِعَ ٱلْكِتَٰبُ فَتَرَى ٱلْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَٰوَيْلَتَنَا مَالِ هَٰذَا ٱلْكِتَٰبِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّآ أَحْصَىٰهَا وَوَجَدُوا۟ مَا عَمِلُوا۟ حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (د عمل) كتاب به كېښودل شي نو ته به مجرمان ګورې چې له هغه څه نه وېرېدونكي دي، كوم چې په هغه (كتاب) كې دي او وايي به هاى زموږ بده بخته دا څنګه ليكنه ده چې (زموږ) وړه او غټه يې بې شمېرلو نه ده پريښې، او څه يې چې كړي وو حاضر به يې ومومي او ستا رب په هېچا ظلم نه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِـَٔادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ ٱلْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِۦٓ أَفَتَتَّخِذُونَهُۥ وَذُرِّيَّتَهُۥٓ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِى وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّۢ بِئْسَ لِلظَّٰلِمِينَ بَدَلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې موږ ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ نو له ابليس پرته ټولو سجده وكړه، هغه له پېريانو و نو (ځكه) د خپل رب له حكمه ووت، نو آيا اوس تاسو هغه او ځوځات يې له ما پرته خپل واكمنان جوړوئ حال دا چې هغوى مو غليمان دي، هغه د ظالمانو لپاره ناوړه بدل دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّآ أَشْهَدتُّهُمْ خَلْقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلَا خَلْقَ أَنفُسِهِمْ وَمَا كُنتُ مُتَّخِذَ ٱلْمُضِلِّينَ عَضُدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى مې نه د اسمانو او زمكې پيدا كولو وخت كې حاضر كړي وو او نه مې خپله د دوى په پيدا كولو كې (شريک كړي وو) او نه داسې بې لاره كوونكي خپل مرستيالان نيسم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَوْمَ يَقُولُ نَادُوا۟ شُرَكَآءِىَ ٱلَّذِينَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُم مَّوْبِقًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه ورځ چې (الله) ووايي: (اوس) راوبلئ هغه چې ما سره مو شريكان ګڼلي وو، نو دوى به يې راوبلي خو هغوى به ځواب ورنكړي او موږ به د دوى ترمنځ د هلاكت يوه كنده منځ ته راوړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَرَءَا ٱلْمُجْرِمُونَ ٱلنَّارَ فَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُم مُّوَاقِعُوهَا وَلَمْ يَجِدُوا۟ عَنْهَا مَصْرِفًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا مجرمان به هغه اور وويني نو يقين به يې راشي چې دوى حتماً پكې ورغورځېدونكي دي او له هغه د اړخ ته كېدو څه لورى به ونه مومي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِى هَٰذَا ٱلْقُرْءَانِ لِلنَّاسِ مِن كُلِّ مَثَلٍ وَكَانَ ٱلْإِنسَٰنُ أَكْثَرَ شَىْءٍ جَدَلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یقینا موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر قسم بیان کړی دی، خو انسان له هر شي زيات جګړه مار دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا مَنَعَ ٱلنَّاسَ أَن يُؤْمِنُوٓا۟ إِذْ جَآءَهُمُ ٱلْهُدَىٰ وَيَسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّهُمْ إِلَّآ أَن تَأْتِيَهُمْ سُنَّةُ ٱلْأَوَّلِينَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ ٱلْعَذَابُ قُبُلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې خلكو ته هدايت راغى نو څه شي له دې ايسار كړل چې ايمان راوړي او خپل رب نه بخښنه وغواړي؟ پرته له دې چې (هماغه) د پخوانيو (مجرمانو) دستور (چې هلاكت دى) ورسره وشي يا مخامخ عذاب ورته راشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا نُرْسِلُ ٱلْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَيُجَٰدِلُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِٱلْبَٰطِلِ لِيُدْحِضُوا۟ بِهِ ٱلْحَقَّ وَٱتَّخَذُوٓا۟ ءَايَٰتِى وَمَآ أُنذِرُوا۟ هُزُوًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ رسولان له دې پرته چې زېرى وركوونكي به وى، بل څه لپاره نه لېږو، او كافران د باطل په وسيله د حق له منځه وړلو لپاره جګړه كوي او زما پر آيتونو او هغو اخطارونو چې دوى ته وركړى شوي ملنډې وهي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِۦ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِىَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِن تَدْعُهُمْ إِلَى ٱلْهُدَىٰ فَلَن يَهْتَدُوٓا۟ إِذًا أَبَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تر هغه به لا بل كوم ظالم وي چې د خپل رب په آيتونو نصيحت ورته وشي خو دى ترې مخ واړوي او هغه څه هېر كړي چې خپلو لاسو يې وړاندې لېږلي، بې شکه موږ د هغوى په زړونو پردې اچولې چې ورباندې پوه نه شي او په غوږنو كې يې كوڼوالى دى او كه ته يې سمې لارې ته رابولي بيا هم هېڅكله، دوى لار موندونكي نه دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَرَبُّكَ ٱلْغَفُورُ ذُو ٱلرَّحْمَةِ لَوْ يُؤَاخِذُهُم بِمَا كَسَبُوا۟ لَعَجَّلَ لَهُمُ ٱلْعَذَابَ بَل لَّهُم مَّوْعِدٌ لَّن يَجِدُوا۟ مِن دُونِهِۦ مَوْئِلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ستا رب بخښونكى، د رحمت خاوند دى، كه په هغه ګناه يې نيولي واى چې كړې يې ده نو سمدلاسه به يې عذاب ورته رالېږلى و، خو هغوى لره يوه نېټه ټاکل شوې چې بيا به له هغه پرته بل د پټېدو ځاى ونه مومي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَتِلْكَ ٱلْقُرَىٰٓ أَهْلَكْنَٰهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا۟ وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِم مَّوْعِدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا كلي موږ هغه وخت تباه كړل چې كله يې ظلم وكړ او د دوى د هلاكت لپاره مو يوه نېټه ټاكلې وه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِفَتَىٰهُ لَآ أَبْرَحُ حَتَّىٰٓ أَبْلُغَ مَجْمَعَ ٱلْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضِىَ حُقُبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې موسىٰ خپل ځوان (خدمتګار) ته وويل: تر هغه به ځمه چې د دواړو سيندونو يو ځاى كېدو (سيمې) ته ورسېږم، كنه تر ډېرو زمانو به همداسې روان يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَيْنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِى ٱلْبَحْرِ سَرَبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې دواړه د سيندونو يو ځاى كېدو حد ته ورسېدل، خپل كب (ماهي) يې هېر كړ، نو (کب) په سمندر كې يې د يو سرنګ په شان خپله لار ونيوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَىٰهُ ءَاتِنَا غَدَآءَنَا لَقَدْ لَقِينَا مِن سَفَرِنَا هَٰذَا نَصَبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې تېر شول خپل ځوان (خدمتګار) ته يې وويل: راوړه هغه زموږ سبا نارى! په دې سفر كې خو له ډېرې ستومانۍ سره مخامخ شولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ أَرَءَيْتَ إِذْ أَوَيْنَآ إِلَى ٱلصَّخْرَةِ فَإِنِّى نَسِيتُ ٱلْحُوتَ وَمَآ أَنسَىٰنِيهُ إِلَّا ٱلشَّيْطَٰنُ أَنْ أَذْكُرَهُۥ وَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِى ٱلْبَحْرِ عَجَبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(ځوان خدمتګار) وویل: تا وليدل؟ كله چې هغه لوى ګټ سره مو دمه كړې وه، نو هماغلته كب رانه هېر شو، او له شيطانه پرته بل هېڅ شي نه دى رانه هېر كړى چې په ياد يې ولرم، او (كب) په عجيبه توګه سمندر كې خپله لار ونيوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ ذَٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ فَٱرْتَدَّا عَلَىٰٓ ءَاثَارِهِمَا قَصَصًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموسىٰ -عليه السلام- وويل: موږ خو همدا غوښتل، نو دواړه قدم په قدم په شا راستانه شول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَآ ءَاتَيْنَٰهُ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَعَلَّمْنَٰهُ مِن لَّدُنَّا عِلْمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو زموږ له بندګانو يې يو بنده وموندلو چې هغه ته مو له خپل لوري رحمت وركړى و او له خپلې خوا مو په يو (خاص) علم پوه كړى و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ لَهُۥ مُوسَىٰ هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَىٰٓ أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموسىٰ -علیه السلام- هغه ته وويل: آيا زه دې متابعت وكړم تر څو ماته هم د سمې لارې هغه علم راوښيي چې تاته دركړى شوى؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِىَ صَبْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه وویل: ته له ماسره صبر نشې كولاى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَىٰ مَا لَمْ تُحِطْ بِهِۦ خُبْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هغه څه به څنګه صبر وكړې چې ته نه يې ترې خبر.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ سَتَجِدُنِىٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ صَابِرًا وَلَآ أَعْصِى لَكَ أَمْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموسىٰ -علیه السلام- وويل: ان شاء الله (که الله وغواړي) ما به صابر ومومې او په هېڅ كار كې به دې سرغړونه ونه كړم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ فَإِنِ ٱتَّبَعْتَنِى فَلَا تَسْـَٔلْنِى عَن شَىْءٍ حَتَّىٰٓ أُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerويلې: (ښه) نو كه په ما پسې ځې، بيا به مې تر هغه په يو شي كې نه پوښتې چې ما يې خپله يادونه درته نه وي كړې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَا رَكِبَا فِى ٱلسَّفِينَةِ خَرَقَهَا قَالَ أَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ أَهْلَهَا لَقَدْ جِئْتَ شَيْـًٔا إِمْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو دواړه روان شول تر دې چې په بېړۍ كې سپاره شول نو هغه (خضر) سورى پكې وكړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د دې لپاره دې سورۍ كړه چې خلک يې ډوب كړې؟ تا خو يو سخت (بد) كار وكړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ أَلَمْ أَقُلْ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِىَ صَبْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه وويل: نه مې و درته ويلي چې ته به ما سره صبر ونكړى شې؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِى بِمَا نَسِيتُ وَلَا تُرْهِقْنِى مِنْ أَمْرِى عُسْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(موسىٰ -علیه السلام ـ) ورته وويل: په هغه څه مې مه نيسه چې رانه هېر شوې وي او زما په (دې) كار كې سختي مه راباندې كوه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَا لَقِيَا غُلَٰمًا فَقَتَلَهُۥ قَالَ أَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِيَّةًۢ بِغَيْرِ نَفْسٍ لَّقَدْ جِئْتَ شَيْـًٔا نُّكْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا روان شول تر دې چې له يو هلک سره مخ شول، نو هغه يې ووژلو! (موسىٰ- علیه السلام-) وويل: آيا تا يو بې ګناه كس د بل كس د بدل نه پرته ووژلو؟ دا خو دې يو بد كار وكړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكَ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِىَ صَبْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه وويل: ما نه وو درته ويلي چې ته ما سره صبر نه شې كولاى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ إِن سَأَلْتُكَ عَن شَىْءٍۭ بَعْدَهَا فَلَا تُصَٰحِبْنِى قَدْ بَلَغْتَ مِن لَّدُنِّى عُذْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموسىٰ -علیه السلام- وويل: كه له دې وروسته مې په څه كې وپوښتلې نو بيا مې مه ملګرى كوه، اوس خو زما له خوا عذر درته ورسېدلې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَآ أَتَيَآ أَهْلَ قَرْيَةٍ ٱسْتَطْعَمَآ أَهْلَهَا فَأَبَوْا۟ أَن يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ أَن يَنقَضَّ فَأَقَامَهُۥ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا روان شول، تر دې چې د يوه كلي خلكو ته ورسېدل، او د هغه ځاى له خلكو يې خواړه وغوښتل خو هغوى يې له مېلمه كولو ډډه وكړه، بيا يې (هلته) يو دېوال پكې وليد چې غورځېدو ته چمتو و، نو هغه يې نېغ كړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: كه تا غوښتي واى، په دې به دې مزدوري اخيستې وه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ هَٰذَا فِرَاقُ بَيْنِى وَبَيْنِكَ سَأُنَبِّئُكَ بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَسْتَطِع عَّلَيْهِ صَبْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(خضر -عليه السلام-) ووېل: همدا زما او ستا ترمنځ بېلتون دى، اوس به دې د هغو خبرو په حقيقت خبر كړم چې تا صبر نه شو پرې كولاى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمَّا ٱلسَّفِينَةُ فَكَانَتْ لِمَسَٰكِينَ يَعْمَلُونَ فِى ٱلْبَحْرِ فَأَرَدتُّ أَنْ أَعِيبَهَا وَكَانَ وَرَآءَهُم مَّلِكٌ يَأْخُذُ كُلَّ سَفِينَةٍ غَصْبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهر چې بېړۍ (کښتۍ) ده، نو د څو كسو مسكينانو وه چې په سمندر كې يې كار كولو نو ما وغوښتل چې عيب جنه يې كړم او ترې وړاندې يو پاچا و چې هره بېړۍ به يې په زور اخيستله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَمَّا ٱلْغُلَٰمُ فَكَانَ أَبَوَاهُ مُؤْمِنَيْنِ فَخَشِينَآ أَن يُرْهِقَهُمَا طُغْيَٰنًا وَكُفْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هر چې هلک و، نو مور او پلار يې مومنان وو، موږ پرې وډارېدو چې (هسې به مور او پلار) سركښۍ او كفر ته ورټېل وهي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَرَدْنَآ أَن يُبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيْرًا مِّنْهُ زَكَوٰةً وَأَقْرَبَ رُحْمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ومو غوښتل چې رب يې په بدل كې له هغه ډېر پاک او په صله رحمۍ كې لا ښه اولاد وركړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَمَّا ٱلْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلَٰمَيْنِ يَتِيمَيْنِ فِى ٱلْمَدِينَةِ وَكَانَ تَحْتَهُۥ كَنزٌ لَّهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَٰلِحًا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَن يَبْلُغَآ أَشُدَّهُمَا وَيَسْتَخْرِجَا كَنزَهُمَا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ وَمَا فَعَلْتُهُۥ عَنْ أَمْرِى ذَٰلِكَ تَأْوِيلُ مَا لَمْ تَسْطِع عَّلَيْهِ صَبْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هر چې دېوال دی، نو هغه د دوو يتيمانو دی په دې ښار كې، چې تر لاندې د هغوى خزانه ده او د دوى پلار يو ښه سړى و، نو ستا رب وغوښتل چې (كله) دوى ځوانۍ ته ورسيږي نو خپله خزانه به راوباسي، دا ستا د رب په رحمت سره (شوي دي) او ماله ځانه څه نه دي كړي، دا و د هغو كارونو حقيقت چې تا پرې صبر ونه شو كړاى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَسْـَٔلُونَكَ عَن ذِى ٱلْقَرْنَيْنِ قُلْ سَأَتْلُوا۟ عَلَيْكُم مِّنْهُ ذِكْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له تانه د ذوالقرنين په هكله پوښتنه کوي، ورته وايه زه به يې څه حال درته واوروم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّا مَكَّنَّا لَهُۥ فِى ٱلْأَرْضِ وَءَاتَيْنَٰهُ مِن كُلِّ شَىْءٍ سَبَبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شکه موږ هغه ته په زمكه كې قدرت وركړى و او هر ډول اسباب مو وركړي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَتْبَعَ سَبَبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو روان شو په یوه لاره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ ٱلشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِى عَيْنٍ حَمِئَةٍ وَوَجَدَ عِندَهَا قَوْمًا قُلْنَا يَٰذَا ٱلْقَرْنَيْنِ إِمَّآ أَن تُعَذِّبَ وَإِمَّآ أَن تَتَّخِذَ فِيهِمْ حُسْنًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر دې چې د لمر ډوبېدو تر حده ورسېدلو، او هغه يې داسې وموندلو چې په يوه توره چيكړه چينه كې ډوبيږي او ورسره يې يو قوم هم وموندو، موږ وويل: ای ذوالقرنينه! (خوښه دې) يا يې په عذاب كړه او يا ورسره ښه چلند ونيسه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ أَمَّا مَن ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهُۥ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَىٰ رَبِّهِۦ فَيُعَذِّبُهُۥ عَذَابًا نُّكْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه وويل: هر هغه څوک چې له دوى نه ظلم وكړي نو موږ به هغه ته څه سزا وركړو، بيا به د خپل رب لور ته ورستون كړى شي او هغه به (لا) سخته سزا وركړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَمَّا مَنْ ءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحًا فَلَهُۥ جَزَآءً ٱلْحُسْنَىٰ وَسَنَقُولُ لَهُۥ مِنْ أَمْرِنَا يُسْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو څوک چې ايمان راوړي او سم كارونه وكړي نو د هغه لپاره غوره بدله ده او موږ به هم په خپلو چارو كې اسانه حكم وركړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبیا په (یوه بله) لاره روان شو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ ٱلشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلَىٰ قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَل لَّهُم مِّن دُونِهَا سِتْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر دې چې د لمر خاته حد ته ورسېدو نو هغه يې ولېدو چې په يو داسې قوم راخيژي چې له هغه نه د پټېدو څه شى مو نه و وركړى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَذَٰلِكَ وَقَدْ أَحَطْنَا بِمَا لَدَيْهِ خُبْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمداسې و، او له هغه سره چې څه و، موږ ته يې علم و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبیا په (یوه بله) لاره روان شو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ بَيْنَ ٱلسَّدَّيْنِ وَجَدَ مِن دُونِهِمَا قَوْمًا لَّا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ قَوْلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر دې چې دوو غرونو منځ ته ورسېدو، نو له هغو سره يې داسې يو قوم بياموندو چې نږدې نه وه چې (د ذوالقرنين) په خبره وپوهېږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ يَٰذَا ٱلْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَىٰٓ أَن تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوی وویل: ای ذوالقرنین! بی شکه چې یاجوج او ماجوج فساد کوونکي دي په زمکه کې نو آیا موږ تاته محصول (خرچه) درکړو چې ته زموږ او د هغوی تر منځ یو غټ دېوال جوړ کړې؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ مَا مَكَّنِّى فِيهِ رَبِّى خَيْرٌ فَأَعِينُونِى بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه وويل: زما رب چې ماته د كوم شي وس راكړى، هغه غوره دى نو تاسو ما سره په (ځاني) طاقت مرسته وكړئ چې ستاسو او د هغوی ترمنځ يو دېوال جوړ كړم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ءَاتُونِى زُبَرَ ٱلْحَدِيدِ حَتَّىٰٓ إِذَا سَاوَىٰ بَيْنَ ٱلصَّدَفَيْنِ قَالَ ٱنفُخُوا۟ حَتَّىٰٓ إِذَا جَعَلَهُۥ نَارًا قَالَ ءَاتُونِىٓ أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerماته اوسپنيزې تختېراوړئ تر دې چې هغه د دواړو غرونو ترمنځ (دېوال) برابر كړ، وېلې: (اوس) پو كړئ، تر دې چې هغه يې (بالكل) اور وګرځولو، وېلې: راوړئ چې اوس ويلې شوې تامبه (مس یا پیتل) پرې واچوم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَمَا ٱسْطَٰعُوٓا۟ أَن يَظْهَرُوهُ وَمَا ٱسْتَطَٰعُوا۟ لَهُۥ نَقْبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو بيا هغوى (يأجوج او مأجوج) نه ورباندې راختلى شول او نه يې پكې سورى كولى شو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ هَٰذَا رَحْمَةٌ مِّن رَّبِّى فَإِذَا جَآءَ وَعْدُ رَبِّى جَعَلَهُۥ دَكَّآءَ وَكَانَ وَعْدُ رَبِّى حَقًّا

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(ذوالقرنين) وويل: دا زما د رب له خوا يوه مهرباني ده، نو كله چې زما د رب وعده راشي نو دا به هوار ميده ميده كړي او زما د رب وعده رښتينې ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَتَرَكْنَا بَعْضَهُمْ يَوْمَئِذٍ يَمُوجُ فِى بَعْضٍ وَنُفِخَ فِى ٱلصُّورِ فَجَمَعْنَٰهُمْ جَمْعًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هغه ورځ به خلک پرېږدو چې (د څپو په څېر) يو بل كې سره ګډ شي او شپېلۍ به پو كړى شي نو ټول به (يو ځاى) راغونډ كړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَعَرَضْنَا جَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ لِّلْكَٰفِرِينَ عَرْضًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هماغه ورځ به كافرانو ته جهنم ورمخې ته كړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ كَانَتْ أَعْيُنُهُمْ فِى غِطَآءٍ عَن ذِكْرِى وَكَانُوا۟ لَا يَسْتَطِيعُونَ سَمْعًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې زما له ياده (نصيحته) يې سترګې په پردو كې وې او (حق خبره يې) اورېدلى هم نه شوه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَحَسِبَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَن يَتَّخِذُوا۟ عِبَادِى مِن دُونِىٓ أَوْلِيَآءَ إِنَّآ أَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَٰفِرِينَ نُزُلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو آيا هغه خلک چې كافر شوي دا ګومان کوي چې له ما پرته زما بندګان خپل ملګري (معبودان) ونيسي؟ د دغه شان كافرانو د مېلمستيا لپاره مو جهنم تيار كړى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُم بِٱلْأَخْسَرِينَ أَعْمَٰلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: چې آيا په عمل كې تر ټولو تاواني خلک دروښيم؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى (دي) چې په دنيايي ژوند كې يې ټولې هڅې بې لارې شوې دي خو دا ګومان كوي چې دوى ښه كارونه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمْ وَلِقَآئِهِۦ فَحَبِطَتْ أَعْمَٰلُهُمْ فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَزْنًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا هغه كسان دي چې د خپل رب له آيتونو او هغه سره مخامېدلو نه منكر شول او ټول عملونه يې عبث لاړل نو موږ به هغوى ته د قيامت په ورځ څه وزن ورنكړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوا۟ وَٱتَّخَذُوٓا۟ ءَايَٰتِى وَرُسُلِى هُزُوًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(خبره) دا ده چې سزا د دوی جهنم ده، په دې چې كافر شوي او زما پر آيتونو او رسولانو يې ملنډې وهلې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّٰتُ ٱلْفِرْدَوْسِ نُزُلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً هغو كسانو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، د هغوى لپاره به د فردوس باغونه مېلمستيا وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

خَٰلِدِينَ فِيهَا لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتل به پكى اوسېدونكي وي، هېڅكله به له هغه ځايه بدلېدل ونه غواړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُل لَّوْ كَانَ ٱلْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَٰتِ رَبِّى لَنَفِدَ ٱلْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَٰتُ رَبِّى وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِۦ مَدَدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerووايه: كه چېرې سمندر زما د رب د خبرو سياهي شي نو هغه به هم ختمه شي، له هغه مخكې چې زما د رب خبرې پاى ته ورسېږي، كه څه هم همدومره ورسره نوره كومكي راوړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰٓ إِلَىَّ أَنَّمَآ إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ فَمَن كَانَ يَرْجُوا۟ لِقَآءَ رَبِّهِۦ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَٰلِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِۦٓ أَحَدًۢا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerووايه: خبره دا ده چې زه خو ستاسو په شان يو انسان يم، ماته وحى شوې چې بې شكه ستاسو معبود هماغه يو معبود دى، نو هر څوک چې له خپل رب سره د ملاقات هيله لري هغه دې سم كارونه وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې بل هېڅوك نه شريكوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70