أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مِن ذُرِّيَّةِ ءَادَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْرَٰٓءِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَٱجْتَبَيْنَآ إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُ ٱلرَّحْمَٰنِ خَرُّوا۟ سُجَّدًا وَبُكِيًّا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا هغه کسان دي چې الله تعالی پرې انعام کړی له پیغمبرانو څخه د ادم -علیه السلام- له اولادې، او د هغه چا څخه چې موږ د نوح -علیه السلام- سره په کښتۍ کې سپاره کړي وو، او د اولادې د ابراهیم -علیه السلام- او اسرائیل (یعقوب -علیه السلام-) څخه، او د هغه چا څخه چې موږ ورته هدایت کړی او غوره کړې مو (په پیغمبرۍ سره) دي، کله چې دوی ته د رحمن ذات آیتونه بیانیدل، پریوتل به دوی سجده کوونکي ژړا کوونکي.