کور › سورتونه › سورت طه
سورت طه طه
۱۳۵ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۴۵
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ طه
Pashto Translation - Rowwad Translation Center طه [1]
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْقُرْءَانَ لِتَشْقَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نه دی نازل کړی موږ پر تا قرآن دې لپاره چې ته پرې وکړېږې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا تَذْكِرَةً لِّمَن يَخْشَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center مګر يوه يادونه ده، هغه چاته چې وېرېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَنزِيلًا مِّمَّنْ خَلَقَ ٱلْأَرْضَ وَٱلسَّمَٰوَٰتِ ٱلْعُلَى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغه ذات له خوا نازل شوى چې ځمكه او هسک آسمانونه يې پيدا كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلرَّحْمَٰنُ عَلَى ٱلْعَرْشِ ٱسْتَوَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الرحمن (ډېر زیات مهربان) ذات دی پر عرش پورته شوی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ ٱلثَّرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه لره دي څه چې په آسمانو، ځمكه، د دواړو تر منځه او لمدې خاورې نه لاندې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن تَجْهَرْ بِٱلْقَوْلِ فَإِنَّهُۥ يَعْلَمُ ٱلسِّرَّ وَأَخْفَى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه ته په لوړ غږ خبره كوې (حاجت نشته) هغه خو په پټ او ډېره پټه خبره هم پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ لَهُ ٱلْأَسْمَآءُ ٱلْحُسْنَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله تعالی دی؛ نشته حقدار د بندګۍ مګر هغه دی، خاص هغه لره دي ښایسته ښایسته نومونه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ مُوسَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او آیا راغلی تا ته خبر د موسی -علیه السلام-؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ رَءَا نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ ٱمْكُثُوٓا۟ إِنِّىٓ ءَانَسْتُ نَارًا لَّعَلِّىٓ ءَاتِيكُم مِّنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى ٱلنَّارِ هُدًى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې یې اور وليد، نو خپل ټبر ته يې وويل: لږ تم شئ، ما يو اور وليدو، ښايي تاسو ته كومه سكروټه راوړم، يا په دې اور سره څه لارښوونه ومومم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّآ أَتَىٰهَا نُودِىَ يَٰمُوسَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس کله چې راغی هغه (اور ته) نو غږ ورته وکړای شو چې ای موسی (عليه السلام).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنِّىٓ أَنَا۠ رَبُّكَ فَٱخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِٱلْوَادِ ٱلْمُقَدَّسِ طُوًى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center یقینا زه (خبرې کوونکی) ستا رب یم نو وباسه خپلې څپلۍ یقینا ته د طوی په پاکه دره کې یې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَا ٱخْتَرْتُكَ فَٱسْتَمِعْ لِمَا يُوحَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ما غوره کړی يې ته (د پېغمبرۍ لپاره) پس غوږ کیده هغه حکم ته چې تا ته یې وحې کیدلی شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّنِىٓ أَنَا ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعْبُدْنِى وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ لِذِكْرِىٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بی شکه همدا زه الله یم چې نشته لائق د عبادت بل هېڅوک پرته له ما، پس یوازې ماته عبادت کوه، او لمونځ کوه زما د یادولو لپاره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلسَّاعَةَ ءَاتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا تَسْعَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بی شکه قیامت راتلونکی دی، نږدې ده چې پټ یې وساتم، څو هر نفس ته د هغه د کړنې (پوره) بدله ورکړل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَن لَّا يُؤْمِنُ بِهَا وَٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ فَتَرْدَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغه څوک دې ترې ايسار نه كړي چې نه يې مني او خپل هوس پسې روان وي، كنه ته به (هم) هلاک شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَٰمُوسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څه دي ستا په ښي لاس کې ای موسی؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ هِىَ عَصَاىَ أَتَوَكَّؤُا۟ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَىٰ غَنَمِى وَلِىَ فِيهَا مَـَٔارِبُ أُخْرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو وویل (موسی-علیه السلام-) دا زما امسا ده تکیه کوم پر دې او وهم (څنډم) په دې سره (پاڼې د ونې چې تویې شي) پر ګډو زما او زما لپاره په دې کې نورې ګټې هم دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَلْقِهَا يَٰمُوسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وویل (الله): وغورځوه دې لره ای موسی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَلْقَىٰهَا فَإِذَا هِىَ حَيَّةٌ تَسْعَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو وغورځوله هغه، نو ناڅاپه دا مار و چې منډې یې وهلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا ٱلْأُولَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وویل (الله): ویې نېسه او مه ویرېږه ترې، زر دی ګرځوو موږ دې لره لومړني حالت ته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱضْمُمْ يَدَكَ إِلَىٰ جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَآءَ مِنْ غَيْرِ سُوٓءٍ ءَايَةً أُخْرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او لاس دې تخرګ (ترخ) پورې ولګوه، راوبه وځي تک سپين پرته له عیب نه، دا بله نښه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِنُرِيَكَ مِنْ ءَايَٰتِنَا ٱلْكُبْرَى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې تاته له خپلو سترو نښانو څه دروښيو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center لاړ شه فرعون ته یقینا هغه سرکشي کړې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ ٱشْرَحْ لِى صَدْرِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وویل (موسی -علیه السلام-) ای زما ربه! پرانیځه (پراخه کړه) زما سېنه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَسِّرْ لِىٓ أَمْرِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او آسان کړه کار زما.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرانیځه (وسپړه) زما د ژپې غوټه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَفْقَهُوا۟ قَوْلِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې پوهه شي (دا خلک) زما په وینا.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱجْعَل لِّى وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وګرځوه (وټاکه) ماته یو وزیر (مرستیال) زما د کورنۍ نه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَٰرُونَ أَخِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې هغه زما ورور هارون دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱشْدُدْ بِهِۦٓ أَزْرِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په هغه سره مې ملا ټينګه كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَشْرِكْهُ فِىٓ أَمْرِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زما په دې كار كې يې راسره برخمن كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَىْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر څو دې ډېره پاكي ووايو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تا ډېر یاد کړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّكَ كُنتَ بِنَا بَصِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ته بې شكه پر موږ ليدونكى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَٰمُوسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې ویل (الله): ای موسىٰ غوښتنه دې دركړې شوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَيْكَ مَرَّةً أُخْرَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يو بل ځل مو هم پر تا احسان كړى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰٓ أُمِّكَ مَا يُوحَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې ستا مور ته مو هغه څه وحى (الهام) كړل چې وحى (الهام) كېداى شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَنِ ٱقْذِفِيهِ فِى ٱلتَّابُوتِ فَٱقْذِفِيهِ فِى ٱلْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ ٱلْيَمُّ بِٱلسَّاحِلِ يَأْخُذْهُ عَدُوٌّ لِّى وَعَدُوٌّ لَّهُۥ وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِّنِّى وَلِتُصْنَعَ عَلَىٰ عَيْنِىٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا چې هغه په يو صندوق كې واچوه، بيا يې په سيند كې وغورځوه، سيند به يې غاړې ته راواچوي چې زما دښمن او خپله دهغه دښمن به يې راونيسي او له خپل لوري مې پرتا مينه در واچوله چې زما د سترګو لاندې تربيت شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ تَمْشِىٓ أُخْتُكَ فَتَقُولُ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ مَن يَكْفُلُهُۥ فَرَجَعْنَٰكَ إِلَىٰٓ أُمِّكَ كَىْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّيْنَٰكَ مِنَ ٱلْغَمِّ وَفَتَنَّٰكَ فُتُونًا فَلَبِثْتَ سِنِينَ فِىٓ أَهْلِ مَدْيَنَ ثُمَّ جِئْتَ عَلَىٰ قَدَرٍ يَٰمُوسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې ستا خور روانه وه، بيا يې وويل: آيا داسې څوک دروښيم چې د هغه روزنه وكړي، نو په دې ډول مو بيرته خپلې مور ته ورستون كړې، چې سترګې يې يخې او اندېښمنه ونه اوسي او (هغه وخت) چې يو كس دې وژلى و، نو موږ له غمه وژغورلې او راز راز مو وازمويلې، بيا څو كاله د مدين خلكو كې واوسېدې، بيا له يو تقدير سره سم راغلې اى موسى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ته مې د خپل ځان لپاره جوړ كړى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱذْهَبْ أَنتَ وَأَخُوكَ بِـَٔايَٰتِى وَلَا تَنِيَا فِى ذِكْرِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ته او ورور دې زما له نښانو سره ولاړ شئ او زما په يادونه كې سستي مه كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱذْهَبَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دواړه فرعون ته ورشئ هغه سرغړاند شوى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقُولَا لَهُۥ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُۥ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو دواړه ورته نرمه خبره وكړئ ښايي پند واخلي يا ووېريږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَا رَبَّنَآ إِنَّنَا نَخَافُ أَن يَفْرُطَ عَلَيْنَآ أَوْ أَن يَطْغَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دواړو (موسی او هارون) وويل: زموږ ربه! وېرېږو چې هغه به پر موږ بيړه وكړي (په سزا كې) يا به سرکښي وکړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لَا تَخَافَآ إِنَّنِى مَعَكُمَآ أَسْمَعُ وَأَرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (الله) وفرمايل: وېرېږئ مه، زه درسره يم، اورم او وينم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأْتِيَاهُ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْنَٰكَ بِـَٔايَةٍ مِّن رَّبِّكَ وَٱلسَّلَٰمُ عَلَىٰ مَنِ ٱتَّبَعَ ٱلْهُدَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو دواړه ورشئ وواياست چې موږ ستا د رب استازي، يو نو بني اسرائيل موږ سره تلو ته پرېږده او مه يې كړوه، دا دى ستا د رب له نښانې سره درته راغلي يو، او په هغه چا سلام دی چې د سمې لارې متابعت وكړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا قَدْ أُوحِىَ إِلَيْنَآ أَنَّ ٱلْعَذَابَ عَلَىٰ مَن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه موږ ته وحى شوې چې عذاب پر هغه چا دى څوک چې (دا خبره) دروغ ګڼي او مخ ګرځوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَمَن رَّبُّكُمَا يَٰمُوسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (فرعون) ووېل: نو ستاسو رب څوک دى اى موسىٰ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبُّنَا ٱلَّذِىٓ أَعْطَىٰ كُلَّ شَىْءٍ خَلْقَهُۥ ثُمَّ هَدَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (موسىٰ) وويل: زموږ رب هغه دى چې هر څه ته يې خپل جوړښت وركړ بيا يې ورته لار وښودله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَمَا بَالُ ٱلْقُرُونِ ٱلْأُولَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووېل (فرعون): دا پخوا چې كوم نسلونه تېر شوي څه حال يې و؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ عِلْمُهَا عِندَ رَبِّى فِى كِتَٰبٍ لَّا يَضِلُّ رَبِّى وَلَا يَنسَى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د هغو علم زما رب سره په يو كتاب (لوح محفوظ) كې دى، زما له ربه نه څه وركېداى شي او نه څه هېروي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَخْرَجْنَا بِهِۦٓ أَزْوَٰجًا مِّن نَّبَاتٍ شَتَّىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه چې تاسو ته يې زمكه فرش ګرځولې، په هغې كې يې لارې درته غځولې او له آسمانه يې اوبه درته راتويې كړي دي، بيا په دې سره موږ هر ډول شنيلى راباسو، رنګ په رنګ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كُلُوا۟ وَٱرْعَوْا۟ أَنْعَٰمَكُمْ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّأُو۟لِى ٱلنُّهَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خورئ او خپل څاروي وڅروئ، يقيناً په دې كې د هوښيارانو لپاره نښانې شته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مِنْهَا خَلَقْنَٰكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له همدې (زمكې) مو تاسو پيدا كړئ، همدې ته مو بېرته ورولو او له همدې به مو بل وار (هم) راوباسو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَرَيْنَٰهُ ءَايَٰتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَأَبَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ هغه (فرعون) ته خپلې ټولې نښانې وروښودې خو دروغ يې وګڼلې او ويې نه منلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ أَرْضِنَا بِسِحْرِكَ يَٰمُوسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (الله تعالی) وویل: ای موسى آيا دې لپاره راته راغلى يې چې په خپلو كوډو مو له خپل وطنه وباسې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِّثْلِهِۦ فَٱجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لَّا نُخْلِفُهُۥ نَحْنُ وَلَآ أَنتَ مَكَانًا سُوًى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو خامخا به همدغسې كوډې درته راوړو، نو زموږ او ستا ترمنځ د وعدې نېټه وټاكه چې نه به يې موږ مخالفت كوو او نه ته، يو منځنى هوار ځاى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ ٱلزِّينَةِ وَأَن يُحْشَرَ ٱلنَّاسُ ضُحًى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د وعدې نېټه مو هماغه د اختر ورځ، او دا چې خلک دې (هم) څاښت مهال راغونډ كړى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَوَلَّىٰ فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَيْدَهُۥ ثُمَّ أَتَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو فرعون بېرته وګرځېد، خپلې دسيسې يې راټولې كړې، بيا راغى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لَهُم مُّوسَىٰ وَيْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا فَيُسْحِتَكُم بِعَذَابٍ وَقَدْ خَابَ مَنِ ٱفْتَرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موسىٰ (علیه السلام) دوى ته وويل: تباه شئ! په الله پورې دروغ مه تړئ، كنه په څه عذاب به مو هلاک كړي، او چا چې دروغ پرې وتړل هغه خامخا نامراده شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَنَٰزَعُوٓا۟ أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّجْوَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو په خپل كار كې يې ترمنځه اختلاف وكړ او هغه راز يې سره پټ كړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ إِنْ هَٰذَٰنِ لَسَٰحِرَٰنِ يُرِيدَانِ أَن يُخْرِجَاكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِمَا وَيَذْهَبَا بِطَرِيقَتِكُمُ ٱلْمُثْلَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: دا دواړه خامخا كوډګران دي غواړي چې تاسو په خپلو كوډو سره له خپل وطنه وباسي او ستاسو دا مثالي (غوره) طريقه له منځه يوسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَجْمِعُوا۟ كَيْدَكُمْ ثُمَّ ٱئْتُوا۟ صَفًّا وَقَدْ أَفْلَحَ ٱلْيَوْمَ مَنِ ٱسْتَعْلَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو خپل چلونه رايو ځاى كړئ او بيا صف صف (کتار کتار) راشئ او بې شكه نن هماغه بريالى دى چې برلاسى شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰمُوسَىٰٓ إِمَّآ أَن تُلْقِىَ وَإِمَّآ أَن نَّكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى (کوډګرانو) وويل: ای موسىٰ يا به يې ته غورځوې، يا به موږ ړومبي غورځونكي شو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ بَلْ أَلْقُوا۟ فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِن سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: نه تاسي يې وغورځوئ، نو يو دم يې رسۍ ګانې او كونټۍ په كوډو سره موسىٰ (علیه السلام) ته ځغلېدونكې وبرېښېدلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَوْجَسَ فِى نَفْسِهِۦ خِيفَةً مُّوسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو موسىٰ (علیه السلام) په خپل زړه كې وېره ومونده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْأَعْلَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ وويل: مه وېرېږه، همدا ته برلاسى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَلْقِ مَا فِى يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوٓا۟ إِنَّمَا صَنَعُوا۟ كَيْدُ سَٰحِرٍ وَلَا يُفْلِحُ ٱلسَّاحِرُ حَيْثُ أَتَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څه دې چې په لاس كې دي هغه وغورځوه، دوى چې څه جوړ كړي هغه به له ستوني تېروي، دا څه يې چې جوړ كړي، د كوډګرټګي ده، او كوډګر چې هر چېرته راشي نه بريالى كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأُلْقِىَ ٱلسَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِرَبِّ هَٰرُونَ وَمُوسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كوډګر په سجده پرېوتل، وېلې موږ د هارون او موسىٰ -علیهما السلام- رب ومنلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ءَامَنتُمْ لَهُۥ قَبْلَ أَنْ ءَاذَنَ لَكُمْ إِنَّهُۥ لَكَبِيرُكُمُ ٱلَّذِى عَلَّمَكُمُ ٱلسِّحْرَ فَلَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَٰفٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ فِى جُذُوعِ ٱلنَّخْلِ وَلَتَعْلَمُنَّ أَيُّنَآ أَشَدُّ عَذَابًا وَأَبْقَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (فرعون) وويل: تاسو ايمان راوړو مخكې له دې چې زه اجازه دركړم؟ ښكاري چې همدى ستاسو هغه مشر دى چې كوډې يې درښوولې دي، نو حتماً به مو لاسونه او پښې ردوبدلې سره پرې كړم او د كجورو په ونو كې به مو راځوړند كړم او خامخا به وپوهېږئ چې په موږ كې د كوم يوه عذاب سخت او پايښت لرونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ لَن نُّؤْثِرَكَ عَلَىٰ مَا جَآءَنَا مِنَ ٱلْبَيِّنَٰتِ وَٱلَّذِى فَطَرَنَا فَٱقْضِ مَآ أَنتَ قَاضٍ إِنَّمَا تَقْضِى هَٰذِهِ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَآ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (كوډګرو) وويل: تا به هېڅکله په هغه څه غوره ونه ګڼو چې د ښكاره نښانو له جملې موږ ته راغلې، په هغه ذات قسم چې موږ يې پيدا كړي يو، نو ته چې څه كوې هغه وكړه، ته ايله د همدې دنيايي ژوند فيصله كولاى شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّآ ءَامَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَٰيَٰنَا وَمَآ أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ ٱلسِّحْرِ وَٱللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ په خپل رب ايمان راوړى چې زموږ ګناهونه او دغه كوډې چې تا پرې مجبور كړلو راوبخښي، او الله ډېر غوره او باقي پاتې كېدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُۥ مَن يَأْتِ رَبَّهُۥ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُۥ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شکه هر څوک چې له مجرموالي سره خپل رب ته ورشي نو د هغه لپاره جهنم دى، چې نه به پكې مري او نه به ژوند كولاى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَن يَأْتِهِۦ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَأُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلدَّرَجَٰتُ ٱلْعُلَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څوک چې هغه ته مومن ورشي په داسې حال کې چې سم كارونه يې هم كړي وي، نو د هغوى لپاره لوړې درجې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
جَنَّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا وَذَٰلِكَ جَزَآءُ مَن تَزَكَّىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د تل استوګنې جنتونه چې ترلاندې به ويالې بهيږي، تل تر تله اوسېدونكي پكې، او دا (یوازې) د هغه چا بدله ده چې ځان يې پاک كړى وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِى فَٱضْرِبْ لَهُمْ طَرِيقًا فِى ٱلْبَحْرِ يَبَسًا لَّا تَخَٰفُ دَرَكًا وَلَا تَخْشَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسىٰ (علیه السلام) ته مو وحى وكړه چې زما بندګان شپې مهال درسره وباسه او په سيند كې وچه لار ورته جوړه كړه، له شانه د ګيرېدو ډار هم مه كوه او هم مه وېرېږه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِۦ فَغَشِيَهُم مِّنَ ٱلْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو فرعون له خپلو لښكرو سره ورپسې شو چې بيا د سيند هغه څه ورباندې راخپور شو كوم چې پرې راخپور شوى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهُۥ وَمَا هَدَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (په دې شان) فرعون خپل قوم بې لارې كړ او سمه لار يې ور ونه ښوده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ قَدْ أَنجَيْنَٰكُم مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَوَٰعَدْنَٰكُمْ جَانِبَ ٱلطُّورِ ٱلْأَيْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ ٱلْمَنَّ وَٱلسَّلْوَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای بني اسرائيلو! موږ له خپل دښمنه وژغورلئ او د طور ښي اړخ ته مو (ستاسي د حاضرېدو لپاره) وخت وټاكلو او پر تاسو مو ترنجبين او مړزان رانازل كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كُلُوا۟ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقْنَٰكُمْ وَلَا تَطْغَوْا۟ فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِى وَمَن يَحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِى فَقَدْ هَوَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خورئ، هغه پاكيزه شيان چې موږ در روزي كړي او په هغو كې زياتى (بخل يا ناشكرى) مه كوئ، كنه بيا به مې غضب در باندې پرېوځي او په هر چا چې زما غضب پرېوځي نو هغه (پكې) وغورځېد (هلاک شو).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنِّى لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحًا ثُمَّ ٱهْتَدَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زه خامخا هغه چاته ښه بخښونكى يم چې توبه يې ووېسته، ايمان يې راوړو، ښه عمل يې وكړ بيا په سمه لار برابر شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَعْجَلَكَ عَن قَوْمِكَ يَٰمُوسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څه شي له خپل قومه را ګړندى كړې اى موسىٰ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ هُمْ أُو۟لَآءِ عَلَىٰٓ أَثَرِى وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې: دا دي هغوى راپسې دي او ما ځكه بيړه درته راوكړه چې ته رانه رضا شې اې زما ربه!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَإِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِنۢ بَعْدِكَ وَأَضَلَّهُمُ ٱلسَّامِرِىُّ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (الله) وفرمايل: ښه نو موږ خو ستا قوم له تا وروسته په ازميښت كې واچولو او سامري هغوى بې لارې كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَرَجَعَ مُوسَىٰٓ إِلَىٰ قَوْمِهِۦ غَضْبَٰنَ أَسِفًا قَالَ يَٰقَوْمِ أَلَمْ يَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا أَفَطَالَ عَلَيْكُمُ ٱلْعَهْدُ أَمْ أَرَدتُّمْ أَن يَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبٌ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَخْلَفْتُم مَّوْعِدِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا موسىٰ -علیه السلام- خپل قوم ته ډېر په غوسه او خواشينى راستون شو، ویې ویل: زما قومه! آيا ستاسو رب يوه غوره وعده نه وه درسره كړې؟ آيا دا موده درباندې اوږده شوه، كه غوښتل مو چې د خپل رب له خوا غضب درباندې نازل شي چې ما سره مو وعده خلافي وكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ مَآ أَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلَٰكِنَّا حُمِّلْنَآ أَوْزَارًا مِّن زِينَةِ ٱلْقَوْمِ فَقَذَفْنَٰهَا فَكَذَٰلِكَ أَلْقَى ٱلسَّامِرِىُّ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى ويل: موږ خو په خپل اختيار ستا له وعدې خلاف نه دی كړی، خو پر موږ د (فرعون) د قوم له ګاڼو نه څه پېټي بار شوي وو نو هغه مو وغورځول او همداسې سامري هم څه وغورځول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهُۥ خُوَارٌ فَقَالُوا۟ هَٰذَآ إِلَٰهُكُمْ وَإِلَٰهُ مُوسَىٰ فَنَسِىَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا يې د خوسكي يوه څېره ورته راووېسته چې رمباړه يې هم درلوده، نو دوى وويل چې همدا ستاسو معبود هم دى او د موسىٰ -علیه السلام- معبود هم، خو له هغه هېر شوى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَلَا يَرَوْنَ أَلَّا يَرْجِعُ إِلَيْهِمْ قَوْلًا وَلَا يَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا نو دوى نه ګوري چې هغه نه خبره ورګرځولاى شي او نه دوی ته د تاوان او ګټې واک لري؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هَٰرُونُ مِن قَبْلُ يَٰقَوْمِ إِنَّمَا فُتِنتُم بِهِۦ وَإِنَّ رَبَّكُمُ ٱلرَّحْمَٰنُ فَٱتَّبِعُونِى وَأَطِيعُوٓا۟ أَمْرِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هارون -علیه السلام- لارړومبى ورته ويلي و چې ای زما قومه! تاسو په دې سره ازميښت كې غورځېدلي ياست، او يقيناً ستاسو رب خو رحمن دى نو ما پسې راځئ او خبره مې ومنئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ لَن نَّبْرَحَ عَلَيْهِ عَٰكِفِينَ حَتَّىٰ يَرْجِعَ إِلَيْنَا مُوسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: خامخا به د هغه په عبادت ټينـګ ولاړ يو څو چې موږ ته موسىٰ راستون شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰهَٰرُونُ مَا مَنَعَكَ إِذْ رَأَيْتَهُمْ ضَلُّوٓا۟
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: ای هارونه! كله چې د هغوى بې لاريتوب دې وليد نو څه شي ايسار كړى وې؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَّا تَتَّبِعَنِ أَفَعَصَيْتَ أَمْرِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا چې زما متابعت دې ونكړ، آيا زما له امره دې سرغړونه وكړه؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَبْنَؤُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِى وَلَا بِرَأْسِىٓ إِنِّى خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووېل (هارون -علیه السلام-) ای زما د مور زويه! مه مې له ږيرې نيسه او مه له سره، زه خو له دې وډار شوم چې بيا به ته وايې: د بني اسرائيلو ترمنځ دې بېلتون واچولو او زما وينا ته دې ونه كتل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَمَا خَطْبُكَ يَٰسَٰمِرِىُّ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: سامريه ستا څه خبره وه؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ يَبْصُرُوا۟ بِهِۦ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِّنْ أَثَرِ ٱلرَّسُولِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذَٰلِكَ سَوَّلَتْ لِى نَفْسِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (سامري) وویل: ما داسې څه كتلي وو چې هغوى نه وو كتلي، نو د هغه رسول (جبريل -علیه السلام-) له پله مې يو موټى راپورته كړ او هغه مې بيا وغورځولو، په همدې توګه زما نفس يو څه راته ښكلي كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَٱذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِى ٱلْحَيَوٰةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّن تُخْلَفَهُۥ وَٱنظُرْ إِلَىٰٓ إِلَٰهِكَ ٱلَّذِى ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَّنُحَرِّقَنَّهُۥ ثُمَّ لَنَنسِفَنَّهُۥ فِى ٱلْيَمِّ نَسْفًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: ځه نو، ته به ټول ژوند همدا وايې چې (لاس مه راوړئ!) او يقيناً ستا لپاره يوه وعده ده چې هېڅكله به يې مخالفت ونه كړى شي، او خپل هغه معبود ته دې ګوره چې ته يې په عبادت ټينـګ ولاړ وې، موږ به هغه وسوځوو او ميده ميده به يې په سيند كې ورواچوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَآ إِلَٰهُكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِى لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَسِعَ كُلَّ شَىْءٍ عِلْمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شکه ستاسو معبود هماغه الله دى چې له هغه پرته كوم بل معبود نشته، له هر څه نه د هغه علم راچاپېر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَٰلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنۢبَآءِ مَا قَدْ سَبَقَ وَقَدْ ءَاتَيْنَٰكَ مِن لَّدُنَّا ذِكْرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ همدغسې د پخوانيو تېر شوو خبرونو بيان درته كوو، او خاص له خپله لوري مو تاته يو ذكر (درس) دركړى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّنْ أَعْرَضَ عَنْهُ فَإِنَّهُۥ يَحْمِلُ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وِزْرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هر څوک چې له هغه نه مخ واړوي نو د قيامت په ورځ به دروند پېټى پورته كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خَٰلِدِينَ فِيهِ وَسَآءَ لَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ حِمْلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى به تل ترتله په هغه (عذاب) كې وي او د قيامت په ورځ هغوى لپاره دا ډېر بد پېټى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ يُنفَخُ فِى ٱلصُّورِ وَنَحْشُرُ ٱلْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ زُرْقًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې په شپېلۍ كې پو كړى شي او مجرمان په هغه ورځ شين سترګي راغونډ كړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَتَخَٰفَتُونَ بَيْنَهُمْ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا عَشْرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خپلو كې به پټ پټ سره وايي چې (دنيا كې به) تاسو ايله لس (ورځې) ځنډېدلي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
نَّحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ إِذْ يَقُولُ أَمْثَلُهُمْ طَرِيقَةً إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا يَوْمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ په هغه څه ښه پوه يو چې دوى يې وايي، كله چې یې ډېر عادل (هوښيار) وايي تاسو خو ايلگه پوه ورځ ځنډېدلي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْجِبَالِ فَقُلْ يَنسِفُهَا رَبِّى نَسْفًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى د غرونو په هكله درنه پوښتنه كوي، نو ورته وايه چې زما رب به يې ټوټه ټوټه والوزوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَيَذَرُهَا قَاعًا صَفْصَفًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هوار ډاګ به يې پرېږدي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّا تَرَىٰ فِيهَا عِوَجًا وَلَآ أَمْتًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې بيا به هېڅ ټيټه هسكه پكې نه وينې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَئِذٍ يَتَّبِعُونَ ٱلدَّاعِىَ لَا عِوَجَ لَهُۥ وَخَشَعَتِ ٱلْأَصْوَاتُ لِلرَّحْمَٰنِ فَلَا تَسْمَعُ إِلَّا هَمْسًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ به ټول د يو بلونكي متابعت كوي چې له هغه به هېڅ كوږوالى نه وي، او ټول غږونه به د رحمٰن پر وړاندې خپ شي نو پرته له كښاري (پسپسک) به څه نه اورې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَئِذٍ لَّا تَنفَعُ ٱلشَّفَٰعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ ٱلرَّحْمَٰنُ وَرَضِىَ لَهُۥ قَوْلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په هغه ورځ به شفاعت څه ګټه نه رسوي مګر چاته چې رحمٰن اجازه وركړې وي او خبره يې خوښه كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِۦ عِلْمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د دوى په مخكې وروستو (حالاتو) هغه پوهېږي خو دوى په هغه (پوره) علم نه لري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعَنَتِ ٱلْوُجُوهُ لِلْحَىِّ ٱلْقَيُّومِ وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د تل ژوندي او سمبالونكي (الله) په وړاندې به د خلكو مخونه (سرونه) ټيټ شي او نامراد هغه څوک شو چې د ظلم (ګناه) بار يې پورته كړى وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَن يَعْمَلْ مِنَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا يَخَافُ ظُلْمًا وَلَا هَضْمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څوک چې ښه كارونه وكړي او دى مومن وي نو بيا به نه له ظلمه وېرېږي او نه له تاوانه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَٰهُ قُرْءَانًا عَرَبِيًّا وَصَرَّفْنَا فِيهِ مِنَ ٱلْوَعِيدِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ أَوْ يُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په همدې توګه مو دا عربي قرآن نازل او په هغه كې مو راز راز اخطارونه راوړي دي، تر څو هغوى (له شره) ځان وساتي يا څه نصيحت ورته پيدا كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَعَٰلَى ٱللَّهُ ٱلْمَلِكُ ٱلْحَقُّ وَلَا تَعْجَلْ بِٱلْقُرْءَانِ مِن قَبْلِ أَن يُقْضَىٰٓ إِلَيْكَ وَحْيُهُۥ وَقُل رَّبِّ زِدْنِى عِلْمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هماغه اوچت الله رښتينى باچا دی، او په قرآن (لوستلو) كې بيړه مه كوه، له هغه مخكى چې تاته يې وحى پوره شوې نه وي او (دا) وايه چې زما ربه! زما علم نور هم زيات كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ عَهِدْنَآ إِلَىٰٓ ءَادَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِىَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُۥ عَزْمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په تحقیق سره موږ آدم ته يو حكم كړى و له دې مخكې، خو هېر يې كړ او په هغه كې مو ټينـګتيا ونه مونده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِـَٔادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ أَبَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې موږ ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ! نو ټولو سجده وكړه، پرته له ابليس، هغه انكار وكړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقُلْنَا يَٰٓـَٔادَمُ إِنَّ هَٰذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ ٱلْجَنَّةِ فَتَشْقَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو موږ وويل: ای آدمه! دا ستا او ستا د مېرمنې دښمن دى، نو (ګوره چې) له جنته مو را ونه باسي بيا به (ډېر) وكړېږې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ لَكَ أَلَّا تَجُوعَ فِيهَا وَلَا تَعْرَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (اوس خو) تا لره بې شكه دا حال دى چې نه پكې (جنت کې) وږى كيږې او نه بربنډېږې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنَّكَ لَا تَظْمَؤُا۟ فِيهَا وَلَا تَضْحَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه تږى كيږې پكې او نه دې ګرمي كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ ٱلشَّيْطَٰنُ قَالَ يَٰٓـَٔادَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَىٰ شَجَرَةِ ٱلْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَّا يَبْلَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو شيطان هغه ته وسوسه ورواچوله وېلې اې آدمه! د همېشني ژوند او نه ختمېدونكې پاچاهۍ ونه دروښيم؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْءَٰتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ ٱلْجَنَّةِ وَعَصَىٰٓ ءَادَمُ رَبَّهُۥ فَغَوَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا دواړو له هغې (ونې) وخوړل نو (سمدلاسه) يې يو بل ته عورتونه ښكاره شول، او په هغو پورې د جنت د پاڼو په نښلولو لګيا شول، او نافرماني وکړه آدم د خپل رب (له حکم څخه) او له سمې لارې واوښت.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ ٱجْتَبَٰهُ رَبُّهُۥ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو رب يې هغه بيا غوره كړ، توبه يې ورقبوله كړه او هغه ته يې لارښوونه وكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًۢا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّى هُدًى فَمَنِ ٱتَّبَعَ هُدَاىَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (الله) وفرمايل: دواړه (ډلې، شيطان او انسان) ټول ترې كوز شئ، تاسي به يو د بل دښمنان ياست، نو چې زما له خوا څه لارښوونه درشي نو چا چې زما د لارښوونې متابعت وكړ، هغه به نه بې لارې او نه بدبخته شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِى فَإِنَّ لَهُۥ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ أَعْمَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څوک چې زما له ذكره مخ واړوي، هغه لپاره تنـګ ژوند دى او د قيامت په ورځ به يې ړوند راپاڅوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِىٓ أَعْمَىٰ وَقَدْ كُنتُ بَصِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا به وايي زما ربه ولې دې ړوند راپاڅولم زه خو سترګور وم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ كَذَٰلِكَ أَتَتْكَ ءَايَٰتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَٰلِكَ ٱلْيَوْمَ تُنسَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (الله) به وفرمايي: همدغه شان زموږ آيتونه تاته راغلي و خو هېر دې كړل او همداسې به نن ته هم هېرېږې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى مَنْ أَسْرَفَ وَلَمْ يُؤْمِنۢ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِۦ وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَىٰٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همدا راز بدله وركوو هغه چاته چې له حده اوښتى وي او د خپل رب آيتونه يې نه وي منلي او د آخرت عذاب خامخا ډېر سخت او تلپاتې دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنَ ٱلْقُرُونِ يَمْشُونَ فِى مَسَٰكِنِهِمْ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّأُو۟لِى ٱلنُّهَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا دا نه ده ورته څرګنده شوې چې له دوى مخكې مو څومره پېړۍ هلاکې كړي دي چې (اوس) يې دوى په کورونو كې ګرځي، په دې كې يقيناً د هوښيارانو لپاره ډېرې نښانې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَأَجَلٌ مُّسَمًّى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه ستا د رب له خوا د يوې خبرې فيصله نه وى تېره شوې او يوه نېټه نه وى ټاكل شوې نو خامخا به د دوى هلاكت هم لازمي و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ ٱلشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا وَمِنْ ءَانَآئِ ٱلَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ ٱلنَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو دوى چې څه وايي په هغو صبر كوه او د خپل رب له ستاينې سره د هغه پاكي وايه، مخكې له لمر ختلو او مخكې له ډوبېدو يې او د شپې په (څه) شېبو كې يې هم پاكي وايه او د ورځې په څنډو كې هم، ښايي ته راضي شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِۦٓ أَزْوَٰجًا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغو شيانو ته سترګې مه ور اړوه چې د دوى بېلا بېلو خلكو ته مو د دنيايي ژوند د ښكلا په توګه دې لپاره وركړي چې هغوى پكې وازميو، او ستا د رب دركړ شوې روزي غوره او تلپاتې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱصْطَبِرْ عَلَيْهَا لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَٱلْعَٰقِبَةُ لِلتَّقْوَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خپل اهل (ټبر) ته د لمانځه امر كوه او خپله هم پرې ټينـګ اوسه، موږ له تا څه روزي نه غواړو، روزى خو موږ دركوو او ښه انجام (د) تقوىٰ (خاوندانو) لره دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ لَوْلَا يَأْتِينَا بِـَٔايَةٍ مِّن رَّبِّهِۦٓ أَوَلَمْ تَأْتِهِم بَيِّنَةُ مَا فِى ٱلصُّحُفِ ٱلْأُولَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (کافران) وايي: ولې (محمد -صلی الله علیه وسلم-) موږ ته د خپل رب نه كومه نښانه رانه وړه؟ آيا دوى ته د هغه څه ښكاره دليل نه دى راغلى چې په ړومبنيو صحيفو كې و؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ أَنَّآ أَهْلَكْنَٰهُم بِعَذَابٍ مِّن قَبْلِهِۦ لَقَالُوا۟ رَبَّنَا لَوْلَآ أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ ءَايَٰتِكَ مِن قَبْلِ أَن نَّذِلَّ وَنَخْزَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه موږ د هغه (محمد -صلی الله علیه وسلم-) له راتګ مخكې په كوم عذاب سره دوى هلاک كړي وى نو بيا به يې خامخا ويل چې ولې دې موږ ته كوم رسول راونه لېږلو چې ستا د آيتونو متابعت مو كړى وى، مخكې له هغه چې موږ وشرمېږو او رسوا شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ كُلٌّ مُّتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوا۟ فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَٰبُ ٱلصِّرَٰطِ ٱلسَّوِىِّ وَمَنِ ٱهْتَدَىٰ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووایه: ټول خلک انتظار کوونکي دي نو تاسې هم انتظار وکړئ، زر دی چې تاسې به پوه شئ چې څوک دي خاوندان د برابرې لارې او چا هدايت موندلى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت مريم
سورت الأنبياء ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.