وَٱللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ فِى ٱلرِّزْقِ فَمَا ٱلَّذِينَ فُضِّلُوا۟ بِرَآدِّى رِزْقِهِمْ عَلَىٰ مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَآءٌ أَفَبِنِعْمَةِ ٱللَّهِ يَجْحَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله له تاسو نه ځينو ته پر ځينو باندې په روزي كې زيات والى وركړى دى، نو چاته چې زيات والى وركړ شوى هغوى د خپلو مريانو لور ته د دې روزۍ ورګرځونكي نه دي په داسې شان چې هغوى ټول پكې يو برابر شي، نو آيا د الله له (دغې) پېرزوينې منكريږي؟