وَٱللَّهُ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَآ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله له اسمانه اوبه را واورولې او دا مړه ځمكه يې پرې ژوندۍ كړه، په دې كې خو يقيناً هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې (خبره) اوري.