ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوكًا لَّا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَىْءٍ وَمَن رَّزَقْنَٰهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا هَلْ يَسْتَوُۥنَ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله يو مثال راوړي: لكه د چا په ملكيت كې يو مريى دى چې خپله څه واک نه لري او بل څوک داسې چې هغه ته مو له خپله لوري غوره روزي وركړې او دى په پټه او ښكاره لګښت ترې كوي، آيا دوى سره برابر دي؟ الله لره ستاينه ده، بلكې زياتره يې نه پوهيږي.