caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الشمس الشمس

۱۵ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۲۶

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ وَٱلشَّمْسِ وَضُحَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerقسم دی پر لمر او د هغه پر غرمو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْقَمَرِ إِذَا تَلَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر سپوږمۍ قسم چې ور پسې راشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلنَّهَارِ إِذَا جَلَّىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په ورځ قسم چې هغه (لمر) څرګند کړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په شپه قسم چې کله هغه وپوښي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلسَّمَآءِ وَمَا بَنَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په اسمان قسم او په هغه ذات قسم چې جوړ کړی یې دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْأَرْضِ وَمَا طَحَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په ځمكه او په هغه ذات چې غوړولې يې ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر (انساني) نفس او هغه ذات قسم چې برابر کړی يې دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ښودلې یې ده هغه ته لار د بدۍ او د تقوا.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه رېښتيا هغه څوک بریالی شو چې پاک يې کړ(خپل ځان).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په تحقيق سره نامراد زيانمن شو هغه څوك چې پټ يې كړ دغه (نفس په ګناهونو کې).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَىٰهَآ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerثموديانو په خپله سرکښۍ هغه درواغ وباله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذِ ٱنۢبَعَثَ أَشْقَىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerکله چې تر ټولو بدمرغه سړي يې ترپ کړل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ ٱللَّهِ نَاقَةَ ٱللَّهِ وَسُقْيَٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو د الله رسول ورته وويل پرېږدئ د الله اوښه او د هغې د څښاک نوبت.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُم بِذَنۢبِهِمْ فَسَوَّىٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو هغوی درواغجن وګڼلو او اوښه يې ووژله، بيا نو د هغوی پالونکي سخت عذاب پرې راکوز کړ د هغوی د ګناه له امله يې ټول سره يو برابر کړل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا يَخَافُ عُقْبَٰهَا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه يې له پايلې څخه نه وېريږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70