إِذْ دَخَلُوا۟ عَلَىٰ دَاوُۥدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوا۟ لَا تَخَفْ خَصْمَانِ بَغَىٰ بَعْضُنَا عَلَىٰ بَعْضٍ فَٱحْكُم بَيْنَنَا بِٱلْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَٱهْدِنَآ إِلَىٰ سَوَآءِ ٱلصِّرَٰطِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه مهال چې پر داود (علیه السلام) ورننوتل نو هغه ترې وډار شو دوى ويل مه ډارېږه، موږ دوه جګړه كوونكي يو چې له موږ نه ځينو پر ځينو تېرى كړى نو ته مو تر منځ په حقه پریکړه وكړه او بې انصافي مه كوه او سمې لارې ته مو برابر كړه.