کور › سورتونه › سورت الزمر
سورت الزمر الزمر
۷۵ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۵۹
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ تَنزِيلُ ٱلْكِتَٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center راتلل د دې کتاب د الله له طرفه دي زورور او حکمتونو والا دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ فَٱعْبُدِ ٱللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ ٱلدِّينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ يقينا دا كتاب تا ته په حقه نازل كړى پس د یو الله عبادت کوه په داسې حال کې چې سوچه کونکی یې الله لره په طاعت کې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلْخَالِصُ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلْفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِى مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى مَنْ هُوَ كَٰذِبٌ كَفَّارٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خبر اوسئ چې الله لره سوچه (له شركه پاك) دين دى او كومو خلكو چې له هغه پرته نور دوستان نيولي (او وايي چې) موږ خو د دوی عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې دوی نږدې کړي موږ الله ته، بېشكه الله به د دوى تر منځ په هغه څه كې فيصله كوي چې د دوى پكې اختلاف دى، يقيناً الله هغه چا ته هدايت نه كوي چې ډیر دروغجن او غټ کافر دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّوْ أَرَادَ ٱللَّهُ أَن يَتَّخِذَ وَلَدًا لَّٱصْطَفَىٰ مِمَّا يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ سُبْحَٰنَهُۥ هُوَ ٱللَّهُ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّارُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه چېرې الله غوښتلى چې (څوك) زوى ونيسي نو خامخا به يې چې څه خوښه واى له هغه مخلوق نه چې پيدا كوي يې څه غوره كړى و، هغه لره پاكي ده، هماغه يو برلاسى الله دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ يُكَوِّرُ ٱلَّيْلَ عَلَى ٱلنَّهَارِ وَيُكَوِّرُ ٱلنَّهَارَ عَلَى ٱلَّيْلِ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِى لِأَجَلٍ مُّسَمًّى أَلَا هُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْغَفَّٰرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آسمانونه او ځمكه يې په حقه پيدا كړي، هغه شپه پر ورځي ورتاووي او ورځ پر شپې ورتاووي او لمر او سپوږمۍ يې په كار لګولي دي، دا ټول به تر يوې ټاكلې نېټې چليږي خبر اوسئ هماغه برلاسى ډېر بخښونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَٰحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنَ ٱلْأَنْعَٰمِ ثَمَٰنِيَةَ أَزْوَٰجٍ يَخْلُقُكُمْ فِى بُطُونِ أُمَّهَٰتِكُمْ خَلْقًا مِّنۢ بَعْدِ خَلْقٍ فِى ظُلُمَٰتٍ ثَلَٰثٍ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ ٱلْمُلْكُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تاسو (ټول) يې له يو كس نه پيدا كړئ بيا يې د هغه جوړه ترې پيدا كړه او تاسو ته يې له څارويو نه اته جوړې پیدا كړې دي، هغه تاسي د خپلو ميندو په ګېډو كې د يو پيدايښت نه وروسته بل پيدايښت سره په دريو تيارو كې پيدا كوي، دا الله ستاسو رب دى باچايي د هغه ده، له هغه پرته كوم بل د عبادت لایق نشته نو تاسو كومې خواته اړول كېږئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِن تَكْفُرُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ عَنكُمْ وَلَا يَرْضَىٰ لِعِبَادِهِ ٱلْكُفْرَ وَإِن تَشْكُرُوا۟ يَرْضَهُ لَكُمْ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه تاسو كفر وكړئ نو الله يقيناً له تاسي بې پروا دى او هغه خپلو بندګانو ته كفر نه خوښوي او كه شكر وكړئ نو دا درته خوښوي او هيڅ بار وړونكى به د بل بار يونسي، بيا به مو ورتګ د خپل رب په لور وي نو تاسو چې څه كول بيا به مو په هغو خبر كړي، بېشكه هغه د سينو په رازونو ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا مَسَّ ٱلْإِنسَٰنَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُۥ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُۥ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِىَ مَا كَانَ يَدْعُوٓا۟ إِلَيْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا لِّيُضِلَّ عَن سَبِيلِهِۦ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا إِنَّكَ مِنْ أَصْحَٰبِ ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې انسان ته څه تكليف ورسي نو خپل رب رابلي په داسې حال کې چې هغه ته ښه ورګرځېدونكى وي، او كله چې الله له خپل لوري څه نعمت وروبخښي نو له هغه مخكې يې چې څه ته رابللو هغه (ذات) هېر كړي او الله سره نور شريكان وټاكي چې بيا (نور خلك هم) د هغه له لارې واړوي، ورته وايه: له خپل كفر دې لږه نوره ګټه هم واخله، ته خو يې له دوزخيانو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمَّنْ هُوَ قَٰنِتٌ ءَانَآءَ ٱلَّيْلِ سَاجِدًا وَقَآئِمًا يَحْذَرُ ٱلْـَٔاخِرَةَ وَيَرْجُوا۟ رَحْمَةَ رَبِّهِۦ قُلْ هَلْ يَسْتَوِى ٱلَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَٰبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا هغه څوک چې د شپې په وختونو كې په سجده او قيام په عبادت لګياوى، له اّخرته وېريږي او د خپل رب رحمت ته په هيله وي [دا کیدای شي په شان د هغه چا چې داسې نه دی]؟ ووايه: آيا هغه كسان چې پوهيږي او هغه چې نه پوهيږي (دواړه) سره برابر دي؟ یقینا هغه څوک پند اخلي چې د خالص عقل خاوندان وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ يَٰعِبَادِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمْ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ فِى هَٰذِهِ ٱلدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى ٱلصَّٰبِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: اې زما هغه بندګانو چې ايمان يې راوړى، د خپل رب نه وېره وكړئ، د هغو كسانو لپاره چې په دې دنيا كې يې نيكي وكړه، ښه بدله ده او د الله ځمكه پراخه ده او يقيناً چې د صبر كونكو اجر به بې حسابه پوره پوره وركول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنِّىٓ أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ ٱللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ ٱلدِّينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: بېشكه ماته امر شوى چې د الله لپاره په بندګۍ او طاعت کې اخلاص وکړم
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَكُونَ أَوَّلَ ٱلْمُسْلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (بل دا) امر راته شوى چې تر ټولو لومړى مسلمان واوسم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنِّىٓ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّى عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: كه زه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو يقيناً د هماغې لويې ورځې له عذابه وېريږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلِ ٱللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهُۥ دِينِى
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه چې زه خو به دالله لپاره د دين په خالصولو سره د همغه بندګي وكړم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱعْبُدُوا۟ مَا شِئْتُم مِّن دُونِهِۦ قُلْ إِنَّ ٱلْخَٰسِرِينَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ أَلَا ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْخُسْرَانُ ٱلْمُبِينُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تاسو له هغه پرته چې څه غواړئ بندګي یې وکړئ! ووايه بېشكه (حقیقي) زيانمن هغه خلك دي چې د قيامت په ورځ يې ځانونه او خپلې كورنۍ په تاوان كې اچولې دي، خبر اوسئ چې همدغه څرګند تاوان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَهُم مِّن فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ ٱلنَّارِ وَمِن تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ذَٰلِكَ يُخَوِّفُ ٱللَّهُ بِهِۦ عِبَادَهُۥ يَٰعِبَادِ فَٱتَّقُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغوى لپاره به لاندې باندې د اور (ټوټې) وريځې (لكه چترۍ راتاو) وي، دا هغه عذاب دى چې الله خپل بندګان پرې ډاروي، اې زما بندګانو له ما نه ووېرېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ ٱجْتَنَبُوا۟ ٱلطَّٰغُوتَ أَن يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ لَهُمُ ٱلْبُشْرَىٰ فَبَشِّرْ عِبَادِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه کسانو چې د باطل معبود دعبادت څخه یې ځان ساتلى او الله ته ورګرځېدلي، د هغو لپاره زېرى دى، نو زما بندګانو ته زېرى وركړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ ٱلْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُۥٓ أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ هَدَىٰهُمُ ٱللَّهُ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمْ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَٰبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه کسان چې خبرې ته (ښه) غوږ ږدي، بيا چې كومه ډېره غوره وي د هماغې متابعت كوي، دوى هغه خلك دي چې الله هدايت ورته كړى او همدوى د سوچه عقل خاوندان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَمَنْ حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ ٱلْعَذَابِ أَفَأَنتَ تُنقِذُ مَن فِى ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اّيا نو پر چا چې د عذاب خبره ثابته شوې وي، نو ته هغه ژغورلى شې چې په اور كې وي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَٰكِنِ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّن فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِيَّةٌ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ وَعْدَ ٱللَّهِ لَا يُخْلِفُ ٱللَّهُ ٱلْمِيعَادَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو كوم كسان چې د خپل رب څخه وېرېدلي وي د هغو لپاره داسې ماڼۍ دي چې د پاسه يې (نورې) ماڼۍ جوړې شوې (او) د هغو لاندې ويالې بهيږي، الله وعده كړې ده، الله وعده نه ماتوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَسَلَكَهُۥ يَنَٰبِيعَ فِى ٱلْأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِۦ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا أَلْوَٰنُهُۥ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَىٰهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَجْعَلُهُۥ حُطَٰمًا إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِأُو۟لِى ٱلْأَلْبَٰبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اّيا تا نه دي ليدلي چې الله اوبه له اسمانه را اورولې، بيا يې د ځمكې په چينو كې ننوېستې بيا په هغو سره رنګارنګ كښتونه راباسي، بيا هغه وچيږي نو تك زېړ يې وينې بيا يې مات رامات وګرځوي، يقيناً په دې كې لوى پند دى د عقل خاوندانو ته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَمَن شَرَحَ ٱللَّهُ صَدْرَهُۥ لِلْإِسْلَٰمِ فَهُوَ عَلَىٰ نُورٍ مِّن رَّبِّهِۦ فَوَيْلٌ لِّلْقَٰسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ ٱللَّهِ أُو۟لَٰٓئِكَ فِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ایا هغه څوک چې پرایزي الله سینه د هغه اسلام ته، نو هغه خو د خپل رب له لورې په يوه رڼا (كې) وي، نو د هغو كسانو لپاره تباهي ده چې د الله له يادولو يې زړونه سخت دي، دوى په څرګند بې لارېتوب كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ ٱلْحَدِيثِ كِتَٰبًا مُّتَشَٰبِهًا مَّثَانِىَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَىٰ ذِكْرِ ٱللَّهِ ذَٰلِكَ هُدَى ٱللَّهِ يَهْدِى بِهِۦ مَن يَشَآءُ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله يو ډېر غوره كلام نازل كړى، داسې كتاب چې (آيتونه يې) يو بل ته ورته او بيا بيا لوستل كيږي، د هغو كسانو پوستكي ترې لړزيږي چې خپل رب نه وېره كوي، وروسته يې پوستكي او زړونه د الله يادولو په لور نرم شي، دا د الله لارښوونه ده، چا ته چې الله وغواړي په دې سره يې لارښوونه كوي، او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو بيا د هغه لپاره لارښود نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَمَن يَتَّقِى بِوَجْهِهِۦ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَقِيلَ لِلظَّٰلِمِينَ ذُوقُوا۟ مَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو آيا څوك چې د قيامت ورځې له ناكاره عذابه په خپل مخ (ډال كولو) سره ځان ساتي، او (داسې) ظالمانو ته به وويل شي تاسو چې څه ترلاسه كول هغه وڅكئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَىٰهُمُ ٱلْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له دوى مخكې خلكو هم (دا خبرې) دروغ وګڼلې نو له يو داسې لوري عذاب ورته راغلو چې دوى نه پوهېدل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَذَاقَهُمُ ٱللَّهُ ٱلْخِزْىَ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو الله د دنيا په ژوند كې (هم) رسوايي ور وڅكله او د آخرت عذاب خو حتماً ډېر لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِى هَٰذَا ٱلْقُرْءَانِ مِن كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثال بيان كړی، تر څو هغوى پند واخلي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُرْءَانًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِى عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (دا) يو عربي قراّن دى، پرته له څه كوږوالي، د دې لپاره چې دوى ځان وساتي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِيهِ شُرَكَآءُ مُتَشَٰكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله يو مثال بيانوي: يو سړى (مريى) دى چې په هغه كې (ګڼ) يو بل سره مخالف شريكان دي، او (يو) بل سړى سلامت د يو سړي دى، نو آيا دواړه مثالونه سره برابر دي؟ الله لره ستاينه ده خو د هغوى زياتره نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه ته مړ كېدونكى يې او دوى هم مړه كېدونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ عِندَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا به تاسي (ټول) د قيامت په ورځ د خپل رب پر وړاندې جګړې کوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَبَ عَلَى ٱللَّهِ وَكَذَّبَ بِٱلصِّدْقِ إِذْ جَآءَهُۥٓ أَلَيْسَ فِى جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس له هغه چا لوى ظالم څوك دى چې پر الله دروغ تړي، او رېښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رېښتیا) ده ته راشي؟ آیا په دوزخ كې د كافرانو لپاره هستوګنځى نشته؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِى جَآءَ بِٱلصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِۦٓ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه چا چې راتګ کړی په صدق [چې خبر یې د واقع مطابق وي] او عمل یی ورباندې کړی وي همدوی پرهیزګاران دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَهُم مَّا يَشَآءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغوى لپاره د خپل رب پر وړاندې هغه څه دي چې هغوى يې غواړي، دغه د نېكانو بدله ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِيُكَفِّرَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ أَسْوَأَ ٱلَّذِى عَمِلُوا۟ وَيَجْزِيَهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center انجام به دا شي چې الله له هغوی هغه ناوړه کړنې له منځه يوسي چې کړې يې دي اوهغوی ته يې د هغه څه غوره بدله ورکړي چې کول يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَيْسَ ٱللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُۥ وَيُخَوِّفُونَكَ بِٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا الله خپل بنده ته بسنه نه کوي او هغوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له هغه (الله) پرته دي او څوك چې الله يې لارورکی كړي، نو د هغه لپاره هیڅ لار ښوونكى نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَن يَهْدِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن مُّضِلٍّ أَلَيْسَ ٱللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِى ٱنتِقَامٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چاته چې الله لارښوونه وكړي نو بيا يې څوك بې لارې كوونكى نشته، اّيا الله برلاسى غچ اخېستونکی نه دى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ قُلْ أَفَرَءَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ إِنْ أَرَادَنِىَ ٱللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَٰشِفَٰتُ ضُرِّهِۦٓ أَوْ أَرَادَنِى بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَٰتُ رَحْمَتِهِۦ قُلْ حَسْبِىَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه ته پوښتنه وکړې د هغوی څخه چې اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ هرومرو به وايي چې الله! ورته ووايه: خبر راکړئ د هغه څه په اړه چې تاسو یی له الله پرته عبادت کوئ؟ كه ماته الله لږ ضرر رسول وغواړي، آيا هغوى هغه ضرر لرې کولی شي؟ يا كه ماته څه رحمت وغواړي آيا هغوى يې د رحمت بندوونكي دي؟ ورته ووايه الله مې بس دى، بروسه کوونکي (يوازي) پر هغه بروسه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ يَٰقَوْمِ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّى عَٰمِلٌ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: ای زما قومه! تاسو پخپله طریقه عمل كوئ زه هم عمل كوونكى يم پس زر به پوه شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُّقِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې چاته شرموونكى عذاب راځي او تلپاتې سزا ورباندې راپرېوزي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ لِلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ فَمَنِ ٱهْتَدَىٰ فَلِنَفْسِهِۦ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَآ أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په رېښتيا مونږ (دا) كتاب په حقه د خلكو لپاره درباندې نازل كړى نو څوك چې په سمه لار برابر شو، (ګټه يې) د خپل ځان لپاره ده او څوك چې بې لارې شو نو له شک پرته پر خپل ځان يې (تاوان) دى او ته ورباندې (ذمه وار) ساتونكى نه يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ يَتَوَفَّى ٱلْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَٱلَّتِى لَمْ تَمُتْ فِى مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ ٱلَّتِى قَضَىٰ عَلَيْهَا ٱلْمَوْتَ وَيُرْسِلُ ٱلْأُخْرَىٰٓ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (همغه) الله د مرګ پر وخت كې ساګانې اخلي او د كومو چې مرګ نه وي راغلى په خوب كې (يې اخلي) بيا چې په هر چا د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي او نورې تر يوې ټاكلې نېټې بېرته راليږي، په دې كې په رېښتيا د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې فکر کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمِ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ شُفَعَآءَ قُلْ أَوَلَوْ كَانُوا۟ لَا يَمْلِكُونَ شَيْـًٔا وَلَا يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغوى له الله پرته نور سفارش كوونكي نيولي دي؟ ووايه: آيا كه څه هم هغوى نه د كوم شي واک لري او نه عقل لري؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُل لِّلَّهِ ٱلشَّفَٰعَةُ جَمِيعًا لَّهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووایه: سفارش ټول د الله په واک کې دی همغه لره د اسمانو او ځمكې پاچايي ده، بيا به تاسې (ټول) د همغه لور ته ورګرځول كېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَحْدَهُ ٱشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ وَإِذَا ذُكِرَ ٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦٓ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې يوازى (يو) الله ياد شي نو د هغو خلكو زړونه كركه كوي چې آخرت نه مني او کله چې له هغه پرته نور ياد شي، يو دم هغوى په خوشالۍ شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلِ ٱللَّهُمَّ فَاطِرَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ عَٰلِمَ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ أَنتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِى مَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: يا الله! د اسمانونو او ځمكې پيدا كوونكيه (او) په پټو او ښكاره پوهېدونكيه! همدا ته به د خپلو بندګانو تر منځ په هغه څه كې پرېکړه كوې چې هغوى به پكې اختلافات كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مَا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُۥ مَعَهُۥ لَٱفْتَدَوْا۟ بِهِۦ مِن سُوٓءِ ٱلْعَذَابِ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَبَدَا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا۟ يَحْتَسِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه د ځمكى ټول شته او ورسره همدومره نور د هغو خلكو وي چې ظلمونه يې كړي، نو د قيامت په ورځ به يې د ناكاره عذاب بدله كې خامخا وركړي، او هغوى ته به دالله لخوا هغه څه ورڅرګند شي چې (هيڅ) ګومان يې نه كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَبَدَا لَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُوا۟ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څه يې چې كړي د هغو بدۍ به ورته راښكاره شي او په كوم شي يې چې ملنډې وهلې هغه به ترې چاپېر شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِذَا مَسَّ ٱلْإِنسَٰنَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَٰهُ نِعْمَةً مِّنَّا قَالَ إِنَّمَآ أُوتِيتُهُۥ عَلَىٰ عِلْمٍۭ بَلْ هِىَ فِتْنَةٌ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس انسان [کافر] ته چې كله څه تكليف ورسيږي، نو موږ رابولي، بيا چې له خپل لوري كوم نعمت وركړو، وايي دا خو يوازې ماته په خپله پوهه راكړل شوي دي، (نه) په اصل كې هغه يو امتحان دى خو ډېری يې نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَدْ قَالَهَا ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَمَآ أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په تحقیق سره له هغوى مخكې خلكو هم دا بده خبره كړې وه پس دفع نه کړ له دوی څخه هیڅ شی [عذاب] هغه چې دوی یې کسب کاوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَصَابَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُوا۟ وَٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْ هَٰٓؤُلَآءِ سَيُصِيبُهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا كَسَبُوا۟ وَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو څه يې چې كړي وو د هغو بدۍ ورته ورسېدلې، او له دغو خلكو هم چا چې ظلمونه كړي، د خپلو کړنو بدۍ به زر ورته ورسيږي او هغوى (موږ لره) عاجزوونكي نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا نه دي پوهېدلي چې الله چاته وغواړي روزي يې پراخوي او (يايې) كموي؟ بېشكه په دې كې د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې ايمان راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ يَٰعِبَادِىَ ٱلَّذِينَ أَسْرَفُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا۟ مِن رَّحْمَةِ ٱللَّهِ إِنَّ ٱللَّهَ يَغْفِرُ ٱلذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ته ورته ووايه: ای زما هغو بندګانو چې پر ځانو يې ظلم كړى د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، يقيناً الله ټول ګناهونه بخښي بېشكه همغه ډېر بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنِيبُوٓا۟ إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا۟ لَهُۥ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ ٱلْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خپل پالونکي ته مو وروګرځئ او هغه ته غاړه كېږدئ مخكې له دې چې عذاب درته راشي بيا به له تاسو سره څه مرسته نه كېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّبِعُوٓا۟ أَحْسَنَ مَآ أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ ٱلْعَذَابُ بَغْتَةً وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغه غوره شي پيروي كوئ چې د پالونکي لخوا مو درته نازل شوى، مخكې له دې چې ناڅاپه عذاب درته راشي او تاسو خبر هم نه ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَن تَقُولَ نَفْسٌ يَٰحَسْرَتَىٰ عَلَىٰ مَا فَرَّطتُ فِى جَنۢبِ ٱللَّهِ وَإِن كُنتُ لَمِنَ ٱلسَّٰخِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې بیا (ونه) وایي یو نفس: های افسوس؛ چې ما کوتاهي نه وای کړی د الله په طاعت کې او یقینا شان دا دی ومه زه [په دنیا کې] له ملنډو وهونكو څخه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ ٱللَّهَ هَدَىٰنِى لَكُنتُ مِنَ ٱلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا (داسې) (و نه) وايي چې كه الله راته سمه لار ښوولې واى، زه به هم هرومرو له پرهیزګارانو څخه وم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى ٱلْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِى كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا (و نه) وايي كله چې عذاب وويني: كاشكي زما بل وار ورتګ واى، بيا به زه له نېكانو څخه وم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلَىٰ قَدْ جَآءَتْكَ ءَايَٰتِى فَكَذَّبْتَ بِهَا وَٱسْتَكْبَرْتَ وَكُنتَ مِنَ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center داسې نه ده؛ تا ته خو زموږ آيتونه درغلي وو خو تا دروغ وګڼل، كبر دې پرې وكړ او له كافرانو څخه شوې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ تَرَى ٱلَّذِينَ كَذَبُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ وُجُوهُهُم مُّسْوَدَّةٌ أَلَيْسَ فِى جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْمُتَكَبِّرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وبه وينې چې د قيامت په ورځ د هغو كسانو مخونه تور شوي وي چا چې په الله دروغ ويلي، اّيا د كبر كوونكو استوګنځى په جهنم كې نه دى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيُنَجِّى ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ ٱلسُّوٓءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نجات به ورکړي الله کاملو پرهیزګارانو ته په کامیابۍ د دوی [ځکه چې دوی د نجات اسباب کارولي وو] نه به څه تکلیف ور ورسیږي او نه به غمجن وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ خَٰلِقُ كُلِّ شَىْءٍ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ وَكِيلٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله د هر شي پيدا كوونكى او همغه د هر څه ساتونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّهُۥ مَقَالِيدُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه لره د اسمانو او ځمكې کونجي ګانې (کلیانې) دي، او كومو خلكو چې د الله په ايتونو كفر كړى همغوى تاوانيان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ أَفَغَيْرَ ٱللَّهِ تَأْمُرُوٓنِّىٓ أَعْبُدُ أَيُّهَا ٱلْجَٰهِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه نو آيا تاسو راته امر كوئ چې له الله پرته د بل چا بنده ګي وکړم اې جاهلانو!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أُوحِىَ إِلَيْكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلْخَٰسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center قسم دی خامخا په تحقیق سره تا ته هم دا وحى شوې او له تا مخكينيو ته هم چې كه شرك دې وكړ، هرومرو به دې عمل هم برباد شي او هرومرو به له زيانمنو هم شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلِ ٱللَّهَ فَٱعْبُدْ وَكُن مِّنَ ٱلشَّٰكِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلكې یوازې د یو الله عبادت کوه او له شكر کوونکو څخه اوسه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا قَدَرُوا۟ ٱللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِۦ وَٱلْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَٱلسَّمَٰوَٰتُ مَطْوِيَّٰتٌۢ بِيَمِينِهِۦ سُبْحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى د الله هغه شان درناوى ونه كړ څنګه چې ښايي، حال دا چې ځمكه به ټوله د قيامت په ورځ د هغه په موټي كې وي، او اسمانونه به د ده په ښي لاس كې نغښتي وي، هغه لره پاكي ده او له هغه څه ډېر لوړ دى چې هغوى يې (ورسره) شريكوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنُفِخَ فِى ٱلصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا مَن شَآءَ ٱللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَىٰ فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنظُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او شپېلۍ به پو كړى شي نو څوك چې په اسمانونو او څوك چې په ځمكه كې دي، ټول به بې هوښه شي پرته له هغه چې الله یې وغواړي، بيا به بل وار پو كړى شي سمدلاسه په دغه وخت به دوی ولاړ وي ګوري به.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَشْرَقَتِ ٱلْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ ٱلْكِتَٰبُ وَجِا۟ىٓءَ بِٱلنَّبِيِّـۧنَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ځمكه به د خپل پالونکي په نور روښانه شي، كتاب به كېښودل شي، نبيان او شاهدان به راوستل شي او په حقه به يې ترمنځ پرېكړه وشي او په هغوى به ظلم نه كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَا يَفْعَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هر چا چې څه كړي وي همغه به پوره وركړل شي او هغه (الله) ښه پوه دى په هغو كارو چې هغوى يې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَسِيقَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِلَىٰ جَهَنَّمَ زُمَرًا حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَٰبُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَآ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ ءَايَٰتِ رَبِّكُمْ وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَا قَالُوا۟ بَلَىٰ وَلَٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ ٱلْعَذَابِ عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كومو خلكو چې كفر كړى هغوى به ډلې ډلې جهنم ته روان كړى شي، تر دې چې هلته ورشي، دروازې يې ورته پرانيستل شي او څوكيداران يې ورته ووايي: آيا له تاسو څوك رسولان نه وو درغلي چې د خپل رب ايتونه يې درباندې لوستل، او تاسي یې له دغې ورځې سره د مخامخ كېدلو څخه وېرولي واى؟ هغوى به وايي: هو (راغلي وو) خو په دغو كافرانو د عذاب خبره ثابته شوې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قِيلَ ٱدْخُلُوٓا۟ أَبْوَٰبَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَا فَبِئْسَ مَثْوَى ٱلْمُتَكَبِّرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (بيا به) وويل شي: د جهنم دروازو ته ننوځئ، تل به پكې اوسئ نو (دا) د كبرجنو ناكاره هستوګنځى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَسِيقَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ رَبَّهُمْ إِلَى ٱلْجَنَّةِ زُمَرًا حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَٰبُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَٰمٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَٱدْخُلُوهَا خَٰلِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه خلك چې له خپل پالونکي وېرېدل، ډلې ډلې به جنت ته روان كړل شي، تر دې چې هلته ورشي، دروازې يې پرانيستل شي او څوكيداران به يې ورته ووايي: پر تاسو دې سلام وي، تاسو پاك ياست نو ورننوځئ تل (پكې) اوسېدونكي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى صَدَقَنَا وَعْدَهُۥ وَأَوْرَثَنَا ٱلْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ ٱلْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَآءُ فَنِعْمَ أَجْرُ ٱلْعَٰمِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى به ووايي: هغه الله لره ستاينه ده چې موږ سره يې خپله ژمنه رښتينې كړه او (دا) ځمكه يې موږ ته په ميراث راكړه چې (اوس) په جنت كې چېرته غواړو هلته ځاى نيسو نو (دا) د (غوره) عمل كوونكو ښه بدله ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَرَى ٱلْمَلَٰٓئِكَةَ حَآفِّينَ مِنْ حَوْلِ ٱلْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْحَقِّ وَقِيلَ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ته به پرېښتې وينې چې له عرش چاپېرېدونكې د خپل پالونکي له ستاينې سره تسبيح وايي او (بيا به) د هغوى ترمنځ په حقه پرېكړه وشي او وبه ويل شي چې د مخلوقاتو پالونکي الله لره ستاينه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت ص
سورت غافر ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.