caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت فاطر فاطر

۴۵ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۴۳

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ جَاعِلِ ٱلْمَلَٰٓئِكَةِ رُسُلًا أُو۟لِىٓ أَجْنِحَةٍ مَّثْنَىٰ وَثُلَٰثَ وَرُبَٰعَ يَزِيدُ فِى ٱلْخَلْقِ مَا يَشَآءُ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله لره ستاينه ده، له نوي سره د اسمانو او ځمكې پيدا كونكي (لره)، د دوه دوه، درې درې او څلورو څلورو وزرونو والا ملايكو استازى ګرځونكي (الله) لره، چې هغه په مخلوق كې څنګه غواړي هومره زياتوالى كوي يقيناً الله په هر څه قادر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّا يَفْتَحِ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ مِن رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله چې خلكو ته خپل څه رحمت را پرانيزي نو د هغه څوك بندوونكى نشته، او څه چې بند كړي نو بيا له ده وروسته يې څوك جاري كوونكى نشته او همغه برلاسى او د حكمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَٰلِقٍ غَيْرُ ٱللَّهِ يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې خلكو! الله چې پر تاسو څه پېرزوينه كړې هغه درياد كړئ، آيا له الله پرته كوم بل خالق شته چې له آسمان او ځمكې روزي دركړي؟ له هغه پرته كوم بل الله نشته، نو تاسو څنګه اړول كيږئ (له حقه).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه تا درواغجن بولي نو (خير) له تا مخكې هم (ډېر) رسولان درواغجن ګڼل شوي او ټول كارونه الله ته ورګرځول كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِٱللَّهِ ٱلْغَرُورُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای خلكو په رېښتيا د الله ژمنه رېښتينې ده نو (ګورئ) د دنيا ژوند مو ونه غولوي او غولوونكى (شيطان) مو په (حلم د) الله دوكه نه كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلشَّيْطَٰنَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَٱتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُوا۟ حِزْبَهُۥ لِيَكُونُوا۟ مِنْ أَصْحَٰبِ ٱلسَّعِيرِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه شيطان ستاسي لپاره دښمن دى نو په دښمنۍ يې ونيسئ، هغه خو خپله ډله دېته رابولي چې دوزخيان شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكوم كسان چې كافر شوي د هغو لپاره سخت عذاب دى او كوم كسان چې ايمان يې راوړی او ښه عملونه يې كړي د هغو لپاره مغفرت اولوى اجر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَمَن زُيِّنَ لَهُۥ سُوٓءُ عَمَلِهِۦ فَرَءَاهُ حَسَنًا فَإِنَّ ٱللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَٰتٍ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا نو څوك چې بد عمل يې ورته ښكلى شوی بيا يې هغه غوره بولي (د ښه سړي په شان دى؟) نو بېشكه چا ته چې الله وغواړي بې لارې كوي يې او چاته چې وغواړي سمه لار ورښايي، نو د هغوى په غم كې خپل ځان له منځه مه وړه، په رېښتيا الله پر هغو كارونو ښه پوه دى چې هغوى يې كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱللَّهُ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ ٱلرِّيَٰحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَٰهُ إِلَىٰ بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَٰلِكَ ٱلنُّشُورُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله هغه ذات دى چې بادونه راليږي بيا هغه (بادونه) ورېځې راپورته كوي بيا يې موږ يوې مړې (وچې) ځمكې ته بيايو چې په دې سره بيا هغه ځمكه له مرګه وروسته بېرته راژوندۍ كوو، په همدې ډول به بيا را ژوندي كېدل وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَن كَانَ يُرِيدُ ٱلْعِزَّةَ فَلِلَّهِ ٱلْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ ٱلْكَلِمُ ٱلطَّيِّبُ وَٱلْعَمَلُ ٱلصَّٰلِحُ يَرْفَعُهُۥ وَٱلَّذِينَ يَمْكُرُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُو۟لَٰٓئِكَ هُوَ يَبُورُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅوك چې عزت غواړي نو عزت خو ټول الله لره دى، (ټولې) پاكې خبرې (د الله ستاينې) همغه ته ورخېژي (خو) نېك عمل (الله) اوچتوي، او هغه كسان چې د بديو چلونه کوي، هغوى لپاره سخت عذاب دى او د دغو خلکو چلونه به (ټول) تباه كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱللَّهُ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَٰجًا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِۦ وَمَا يُعَمَّرُ مِن مُّعَمَّرٍ وَلَا يُنقَصُ مِنْ عُمُرِهِۦٓ إِلَّا فِى كِتَٰبٍ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله تاسي له خاورې پيدا كړئ، بيا له نطفې، بيا يې ستاسي جوړې پيدا كړې (يعنې نر او ښځه). هېڅ ښځه نه حامله كېږي او نه ماشوم زېږوي مګر د الله په علم كې دي، او عمر نه ورکول کیږي هیڅ یوعمر ورکړل شوي لره او نه د چا په عمر كې څه كموالى راځي مګر په يو كتاب كې ليكل شوي دي، بېشکه الله لره دا ډېر آسانه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا يَسْتَوِى ٱلْبَحْرَانِ هَٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ سَآئِغٌ شَرَابُهُۥ وَهَٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَمِن كُلٍّ تَأْكُلُونَ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُونَ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى ٱلْفُلْكَ فِيهِ مَوَاخِرَ لِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه (هغه) دوه سمندرونه سره برابر دي، (چې) دا يو ډیر خوږ، په څښلو کې ښه تېرېدونكى او دا بل مالګين تريخ دى، او له هر يوه تاسو تازه غوښې خورئ او داسې ګاڼه ترې را وباسئ چې اغوندئ يې، او بېړۍ ګانې پكې وينئ چې څېروونكې (پكې روانې) دي، تر څو د هغه له پېرزوينې څه ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِى لِأَجَلٍ مُّسَمًّى ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ ٱلْمُلْكُ وَٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمغه (ذات) شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او لمر او سپوږمۍ يې په كار اچولي دي، ټول تر ټاكلې نېټې پورې چليږي، الله همدا دى ستاسو رب، پاچايي هغه لره ده، او کوم شيان چې له هغه پرته يې تاسو رابولئ د كجورې د زړي د پوټكي څښتنان هم نه دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا۟ دُعَآءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا۟ مَا ٱسْتَجَابُوا۟ لَكُمْ وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerکه تاسو یې را وبلئ، هغوی ستاسو اواز نه اوري، که یې واهم وري منلی یې نه شي، او د قیامت پر ورځ به ستاسو له شرک انکار کوي، او د با خبر (الله) په شان به دي هيڅوك خبر نه كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ أَنتُمُ ٱلْفُقَرَآءُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱللَّهُ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې خلكو تاسو الله ته اړ (محتاج) ياست او الله په خپله بې پروا ستايل شوى ذات دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَأْتِ بِخَلْقٍ جَدِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه وغواړي تاسو به له منځه يوسي او نوي خلك به راولي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ بِعَزِيزٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا پر الله باندې څه ګرانه نه ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ وَإِن تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَىٰ حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَىْءٌ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰٓ إِنَّمَا تُنذِرُ ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِٱلْغَيْبِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَمَن تَزَكَّىٰ فَإِنَّمَا يَتَزَكَّىٰ لِنَفْسِهِۦ وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلْمَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هيڅ بار وړونكى به د بل بار نه وړي، او كوم دروند باری كه خپل بار ته بل څوك رابولي نو د هغه هيڅ شى به نه شي پورته كولى كه څه هم خپلوان يې وي، بېشکه خبره دا ده چې ته يوازې هغه خلك وېرولاى شې چې په غيبو له الله وېريږي او لمونځ يې ودرولای وي، او چا چې ځان پاك كړ، نو د خپل ځان لپاره يې پاك كړ او ورتګ خو د الله په لور دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا يَسْتَوِى ٱلْأَعْمَىٰ وَٱلْبَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه برابریږي سره ړوند او لیدونکی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا ٱلظُّلُمَٰتُ وَلَا ٱلنُّورُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه تيارې او رڼا.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا ٱلظِّلُّ وَلَا ٱلْحَرُورُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه سيورى او نه تود باد.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا يَسْتَوِى ٱلْأَحْيَآءُ وَلَا ٱلْأَمْوَٰتُ إِنَّ ٱللَّهَ يُسْمِعُ مَن يَشَآءُ وَمَآ أَنتَ بِمُسْمِعٍ مَّن فِى ٱلْقُبُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه ژوندي او مړه سره برابريږي، بېشكه چا ته چې الله وغواړي وراوروي یې، او ته د هغو اوروونكى نه يې څوك چې په قبرو كې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنْ أَنتَ إِلَّا نَذِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه يې ته (ای محمده!) مګر ویروونکی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّآ أَرْسَلْنَٰكَ بِٱلْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له شکه ته مو له حق سره زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې او هيڅ يو داسې ولس به نه وي چې كوم وېروونكى پكې نه وې تېر شوى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ وَبِٱلزُّبُرِ وَبِٱلْكِتَٰبِ ٱلْمُنِيرِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه هغوى دې درواغجن وبولي نو له هغوى مخكې خلكو هم (رسولان) درواغجن بللي وو، هغوى ته هم خپل رسولان له څرګندو نښانو، صحيفو او روښانه كتاب سره راغلي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ أَخَذْتُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا مې ونیول هغه كسان چې كافران شوي وو، نو بيا څنګه و عذاب زما.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَخْرَجْنَا بِهِۦ ثَمَرَٰتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَٰنُهَا وَمِنَ ٱلْجِبَالِ جُدَدٌۢ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَٰنُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا نه وينې چې الله له آسمانه اوبه راتويې كړې دي چې بيا مو په هغو سره (ډېرې) مېوې را اېستې چې بېل بېل رنګونه يې دي، او له غرونو څخه هم ځينې لارې (يا ټوټې) دي، سپينې او سرې د بېلو بېلو رنګونو والا او څه تكې تورې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنَ ٱلنَّاسِ وَٱلدَّوَآبِّ وَٱلْأَنْعَٰمِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَٰنُهُۥ كَذَٰلِكَ إِنَّمَا يَخْشَى ٱللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ ٱلْعُلَمَٰٓؤُا۟ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو همدارنګه د خلكو، ځناورو او څارويو نه هم ځينې د بېلو بېلو رنګونو والا دي خو حقه خبره دا ده چې له الله يوازې د هغه پوه بندګان ډاريږي، بېشكه الله برلاسى او بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَٰبَ ٱللَّهِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنفَقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَٰرَةً لَّن تَبُورَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شکه كوم خلك چې د الله كتاب لولي، لمونځ یې ودرولای وي او څه چې موږ ور روزي كړي له هغو په پټه او ښكاره لګښت كوي، هغوى د يوې داسې سوداګرۍ هيله كوي چې هيڅكله به هلاکه نه شي [تاوان نكوي].

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِۦٓ إِنَّهُۥ غَفُورٌ شَكُورٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر دې چې (الله به يې) اجرونه پوره وركړي او له خپله فضله به لا نور هم زيات وركړي، هغه له شک پرته بخښونكى احسان قبلوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِىٓ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ مِنَ ٱلْكِتَٰبِ هُوَ ٱلْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ إِنَّ ٱللَّهَ بِعِبَادِهِۦ لَخَبِيرٌۢ بَصِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ چې تا ته له كتابه څه په وحي درلېږلې، همغه حق دي چې له هغه د مخكني كتاب تصديق هم كوي، بې شكه الله په خپلو بندګانو هرومرو ښه باخبر ليدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ أَوْرَثْنَا ٱلْكِتَٰبَ ٱلَّذِينَ ٱصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِۦ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌۢ بِٱلْخَيْرَٰتِ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَضْلُ ٱلْكَبِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا مو هغه كسان د دې كتاب وارثان وګرځول چې له خپلو بندګانو مو را چاڼ كړي وو، نو له هغوی ځينې پر خپل ځان ظالمان، ځينې يې منځني او ځينې يې د الله په حكم (توفيق) سره نېكيو ته ور مخکې كېدونكي دي، همدا ډېر لوى فضل دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

جَنَّٰتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(هغه) د تل اوسېدلو باغونه دي چې دوى ورننوځي، په هغو كې به دوى ته د سرو زرو او ملغلرو بنګړي وراچول كيږي او پوښاك به يې هلته ورېښم وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالُوا۟ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِىٓ أَذْهَبَ عَنَّا ٱلْحَزَنَ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌ شَكُورٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى به ووايي هغه الله لره ستاينه ده چې له موږ يې خپګان لرې كړ، بې شكه زموږ پالونکی هرومرو بخښونكى احسان قبلوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِىٓ أَحَلَّنَا دَارَ ٱلْمُقَامَةِ مِن فَضْلِهِۦ لَا يَمَسُّنَا فِيهَا نَصَبٌ وَلَا يَمَسُّنَا فِيهَا لُغُوبٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمغه چې موږ يې په خپل فضل سره په تلپاتې كور كې مېشت كړو، چې (اوس) نه څه كړاو پكې رارسيږي او نه پكې ستوماني رارسي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ لَا يُقْضَىٰ عَلَيْهِمْ فَيَمُوتُوا۟ وَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُم مِّنْ عَذَابِهَا كَذَٰلِكَ نَجْزِى كُلَّ كَفُورٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې كافر شوي د هغوی لپاره د جهنم اور دى، نه به ورباندې پرې پرېکړه كيږي چې مړه شي او نه به يې څه عذاب ترې سپكيږي، هر نا شكره ته موږ همدا ډول سزا وركوو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَهُمْ يَصْطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَٰلِحًا غَيْرَ ٱلَّذِى كُنَّا نَعْمَلُ أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ وَجَآءَكُمُ ٱلنَّذِيرُ فَذُوقُوا۟ فَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى به پكې چيغې وهي چې اې زموږ ربه! موږ وباسه چې ښه كارونه وكړو، هغسې نه چې موږ به كول (وبه ويلې شي) آيا موږ دومره عمر نه و دركړى چې (كه) څوك پكې څه درس اخلي، درس اخيستلاى شي او وېروونكى هم درغلى و، نو اوس يې (خوند) وڅكئ، د ظالمانو لپاره څوك مرستندوى نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ عَٰلِمُ غَيْبِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه الله د آسمانونو او ځمكې د غيبو عالم دى، بې شكه هغه د سينو پر رازونو ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَكُمْ خَلَٰٓئِفَ فِى ٱلْأَرْضِ فَمَن كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُۥ وَلَا يَزِيدُ ٱلْكَٰفِرِينَ كُفْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ إِلَّا مَقْتًا وَلَا يَزِيدُ ٱلْكَٰفِرِينَ كُفْرُهُمْ إِلَّا خَسَارًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله همغه دى چې تاسو يې په ځمكه كې ځای ناستي ګرځولي ياست، نو چا چې کفر وکړ، كفر يې خپله پر هغه دى او كافرانو ته يې كفر د خپل رب پر وړاندې پرته له غضبه بل څه نه ور زياتوي، او كافرانو ته يې خپل كفر پرته له تاوانه بل څه نه ورزياتوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ أَرَءَيْتُمْ شُرَكَآءَكُمُ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَرُونِى مَاذَا خَلَقُوا۟ مِنَ ٱلْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ أَمْ ءَاتَيْنَٰهُمْ كِتَٰبًا فَهُمْ عَلَىٰ بَيِّنَتٍ مِّنْهُ بَلْ إِن يَعِدُ ٱلظَّٰلِمُونَ بَعْضُهُم بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته وايه: د هغو شریکانو په اړه خبر راکړئ كوم چې تاسي له الله پرته رابولئ، را وښايئ چې هغوى د ځمكې (له شيانو) څه پيدا كړي دي؟ يا يې په آسمانونو كې څه شراكت دى؟ يا موږ هغوى ته كوم كتاب وركړى دى چې هغوى يې په څه دليل ولاړ دي؟ خو نه، په اصل كې دا ظالمان يو بل ته يوازې د دوكې ژمنې وركوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ يُمْسِكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ أَن تَزُولَا وَلَئِن زَالَتَآ إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِّنۢ بَعْدِهِۦٓ إِنَّهُۥ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه الله آسمانونه او ځمكه (محكم) نيسي چې (له خپله ځايه) ونه خوځي او كه چېرې هغه دواړه بې ځايه شي نو له هغه پرته به يې هيڅوك هم ونه ساتي، په رېښتيا هغه ډېر د زغم والا بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَٰنِهِمْ لَئِن جَآءَهُمْ نَذِيرٌ لَّيَكُونُنَّ أَهْدَىٰ مِنْ إِحْدَى ٱلْأُمَمِ فَلَمَّا جَآءَهُمْ نَذِيرٌ مَّا زَادَهُمْ إِلَّا نُفُورًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى پر الله خپلې پخې پخې لوړې وکړې چې كه څوك وېروونكى ورته راشي نو بيا به هغوى هرومرو له نورو قومونو زيات ښه لار موندونكي وي، خو كله چې هغه بيا ورته راغلو نو له کرکې يې بل څه ورزيات نه كړل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱسْتِكْبَارًا فِى ٱلْأَرْضِ وَمَكْرَ ٱلسَّيِّئِ وَلَا يَحِيقُ ٱلْمَكْرُ ٱلسَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِۦ فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ ٱلْأَوَّلِينَ فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱللَّهِ تَبْدِيلًا وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱللَّهِ تَحْوِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه ځمكه كې دلویي کولو او ناوړه دسيسو له امله، او ناوړه چلونه له خپل وړ كسانو پرته له چا راچاپېريږي، نو آيا هغوى له پخوانيو سره د شوي چلند پرته د بل څه انتظار كوي؟ نو د الله عادت لره خو به هيڅكله څه بدلون ونه مومې او نه به هيڅكله د الله عادت لره څه ګرځېدل ومومې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَكَانُوٓا۟ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُعْجِزَهُۥ مِن شَىْءٍ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ إِنَّهُۥ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې وويني د هغو خلكو پايله څنګه وه چې له هغوى مخكې وو، حال دا چې هغوى په قوت كې لاترې زيات وو، او الله داسې نه دى چې كوم شى به يې كمزورى كړى، نه په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې، په رېښتيا هغه ډېر پوه ځواکمن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ يُؤَاخِذُ ٱللَّهُ ٱلنَّاسَ بِمَا كَسَبُوا۟ مَا تَرَكَ عَلَىٰ ظَهْرِهَا مِن دَآبَّةٍ وَلَٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِۦ بَصِيرًۢا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه چېرې الله دا خلك په خپلو عملونو نيولاى نو د ځمكې پر مخ به يې يو ژوندى خوځېدونكى هم نه واى پرېښى خو هغه يې تر يوې ټاكلې نېټې پورې ځنډوي، بيا چې كله يې نېټه راورسيږي نو بې شكه الله پر خپلو بندګانو ښه ليدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70