کور › سورتونه › سورت البقرة
سورت البقرة البقرة
۲۸۶ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۸۷
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الٓمٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الم [1]
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكَ ٱلْكِتَٰبُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا کتاب (دی) هیڅ شک په دې (کتاب) کې نه شته (چي د الله تعالی له لوری نازل شوی دی)، (دغه کتاب) لارښوونکی دی د پرهیزګارانو لپاره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِٱلْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ يُنفِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه کسان چې پر غیبو ایمان (باور) لري او لمونځ کوي (سم یې ادا کوي سره له ټولو حقوقو) او له هغو شیانو چې موږ دوی ته ورکړي دي (د الله تعالی د رضا لپاره یې) مصرفوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه کسان چې ایمان لري (دوی) پر هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی تاته او (پر) هغو (کتابونو) چې له تا وړاندې نازل شوي دي، په آخرت باور (یقین) کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دغه (ستایلي شوي کسان) د خپل رب له لوري پر سمه لاره دي او هم دوی پوره بریالي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ سَوَآءٌ عَلَيْهِمْ ءَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې له شکه هغه (خاص) کسان چې کافران شوي دي، هغوی ته یوشان ده که هغوی ته (ای پیغمبره) ووېروې او که یې ونه وېروې، هغوی ایمان نه راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خَتَمَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَعَلَىٰ سَمْعِهِمْ وَعَلَىٰٓ أَبْصَٰرِهِمْ غِشَٰوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله مهر لګولې دی د دوی پر زړونو او غوږونو او د دوی پر سترګو (یوه ځانګړې) پرده ده او دوی لره ډېر لوی عذاب دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او یوه ډله له خلکو هغه ده چې وایي موږ په الله او وروستۍ (قیامت) ورځ ایمان راوړی، په داسې حال کې چې دوی مؤمنان نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوی (په خپل ګمان) له الله او له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی دی ټګي کوي، په داسې حال کې چې نه کوي ټګي دوی مګر له خپلو ځانونو سره، او دوی شعور نه لري. (نه پوهیږي چې ضرر يې هم دوی ته رسېږي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ ٱللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْذِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د دوی په زړونو کې ناروغي (د شک او نفاق مرض) دی، نو الله د دوی ناروغي زیاته کړه او (مقرر) دی دوی لپاره ډېر دردناک عذاب په سبب د دې چې دوی به دروغ ویل (په اظهار د ایمان سره).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ قَالُوٓا۟ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې دوی (منافقانو) ته وویل شي چې په زمکه کې فساد مکوئ، نو دوی وايي، بې شکه خبره داده چې موږ خو اصلاح کوونکي یو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلْمُفْسِدُونَ وَلَٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خبردار اوسئ بې شکه همدوی فساد کوونکي دي مګر دوی شعور نه لري (په خپل فساد نه پوهېږي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا۟ كَمَآ ءَامَنَ ٱلنَّاسُ قَالُوٓا۟ أَنُؤْمِنُ كَمَآ ءَامَنَ ٱلسُّفَهَآءُ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلسُّفَهَآءُ وَلَٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې دوی ته وویل شي چې ایمان راوړئ، لکه چې نورو خلکو ایمان راوړی دی، نو دوی وايي آیا موږ داسې ایمان راوړو لکه څنګه چې ناپوهانو (ایمان) راوړی دی؟ خبردار اوسئ بې شکه همدوی ناپوهان دي خو دوی (په خپله ناپوهۍ) نه پوهېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا لَقُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا۟ إِلَىٰ شَيَٰطِينِهِمْ قَالُوٓا۟ إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې ملاقات وکړي (منافقان) له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی دی نو وايي: موږ هم ایمان راوړی دی. او کله چې خپلو (مشرانو) شیطانانو سره یوازې شي، نو دوی (بیا) وايي: بې شکه موږ له تاسو سره یو. بیشکه هم دا خبره ده چې مونږ مسخرې (ټوکې) کوونکي یو (په مؤمنانو پورې).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِى طُغْيَٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله تعالی پر دوی مسخرې (ملنډې) وهي او دوی ته مهلت ورکوي چې په سرکښۍ کې به سرګردان (حیران) وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشْتَرَوُا۟ ٱلضَّلَٰلَةَ بِٱلْهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَٰرَتُهُمْ وَمَا كَانُوا۟ مُهْتَدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوی هغه کسان دي چې ګمراهي یې د هدایت په بدل کې پېرلې (اخیستې) ده، نو هیڅ ګټه (فائده) ونه کړه سوداګرۍ د دوی او نه وو دوی لارموندونکي (حق ته).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ ٱلَّذِى ٱسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّآ أَضَآءَتْ مَا حَوْلَهُۥ ذَهَبَ ٱللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِى ظُلُمَٰتٍ لَّا يُبْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د دوى (منافقانو) مثال داسې دى، لكه چې يو څوك اور بل كړي او چې كله (دغه اور) د هغه شاوخوا روښانه كړي، نو الله -تعالی- د دوى رڼا (د سترګو بينايي) یوسي او دوی په تیارو کې پرېږدي چې هېڅ نه ویني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْىٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (دوی) کاڼه، ګونګیان او ړانده دي، نو دوی بېرته (له ګمراهۍ څخه) نه را ګرځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْ كَصَيِّبٍ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فِيهِ ظُلُمَٰتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِم مِّنَ ٱلصَّوَٰعِقِ حَذَرَ ٱلْمَوْتِ وَٱللَّهُ مُحِيطٌۢ بِٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا د دوى مثال داسې دی لکه چې له اسمان نه شړكنده جړۍ (باران) اورېږي او له هغه سره تورې تيارې، تالنده او برېښنا هم وي، دوى (د تندر د ګړزار په اورېدلو) د مرګ له وېرې په غوږونو کې ګوتې ننباسي او الله تعالی د کافرانو را ګېروونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَكَادُ ٱلْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَٰرَهُمْ كُلَّمَآ أَضَآءَ لَهُم مَّشَوْا۟ فِيهِ وَإِذَآ أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا۟ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَٰرِهِمْ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نږدې ده چې برېښنا په چټکۍ سره د دوی د سترګو رڼا یوسي، هر کله چې رڼا وکړي دوی ته نو مزل پکې وکړي او کله چې تیاره کړي په دوی نو هک پک ودرېږي او که چېرته د الله تعالی خوښه شي نو د دوی غوږونه او سترګې به یوسي (کاڼه او ړانده به یې کړي) بې شکه الله تعالی په هر څه قادر او برلاسی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعْبُدُوا۟ رَبَّكُمُ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ، هغه (رب) چې تاسي او له تاسي وړاندې خلک یې پيدا کړي، کېدای شي چې تاسي ځانونه وژغورئ (د الله تعالی له عذاب څخه).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ فِرَٰشًا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءً وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَخْرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا۟ لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه (رب) چې ستاسې لپاره یې زمکه فرش (هواره) کرځولې ده او هسک (آسمان) یې چت او د آسمان له لوري یې اوبه نازل کړې دي، نو راویستې یې دي په دې اوبو سره هر ډول مېوې ستاسې لپاره روزي (رزق)، نو له الله سره شریکان مه نیسئ، په داسې حال کې چې تاسي پوهېږئ (چې الله شریک نه لري).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن كُنتُمْ فِى رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا۟ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِۦ وَٱدْعُوا۟ شُهَدَآءَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او که چېرې تاسي د هغه څه (قرآن) په اړه په شک کې یاست، چې مونږ پر خپل بنده باندې نازل کړی دی نو تاسي د دې (سورت) په څېر یو سورت راوړئ او له الله تعالی پرته خپل ټول ګواهان (مشران) راوبلئ، که چېرې تاسي ریښتېني یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا۟ وَلَن تَفْعَلُوا۟ فَٱتَّقُوا۟ ٱلنَّارَ ٱلَّتِى وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس که چېرې مو دا کار ونه کړ او هېڅکله یې (هم) نه شئ کولای، نو پس وساتئ (ځانونه) له هغه اور څخه چې خس (خشاک) د هغې انسانان او تیږې (ګټې) دي، چې تیار کړی شوی دی (دا اور) د کافرانو لپاره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ كُلَّمَا رُزِقُوا۟ مِنْهَا مِن ثَمَرَةٍ رِّزْقًا قَالُوا۟ هَٰذَا ٱلَّذِى رُزِقْنَا مِن قَبْلُ وَأُتُوا۟ بِهِۦ مُتَشَٰبِهًا وَلَهُمْ فِيهَآ أَزْوَٰجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زیری ورکړه (ای محمده) هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی دی (په ټولو مؤمن به شیانو) او ښه (عملونه) یې کړي دي، چې بېشکه د دوی لپاره جنتونه دي چې د هغو (تر ماڼیو او ونو) لاندې ویالې بهېږي، هر کله چې له دې (جنتي مېوو) څخه دوی (جنتیانو) ته د رزق (خوړلو) لپاره (څه) ورکړل شي، نو دا (جنتیان) به وايي، دا هغه شان میوه ده چې موږ ته پخوا هم راکړل شوې وه او رابه وړلی شي دوی ته میوه هم رنګه (او په خوند کې سره بېله) او د دوی لپاره به په دغو (جنتونو) کې پاکې مېرمنې وي او دوی به په دغو (جنتونو) کې همېشه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَسْتَحْىِۦٓ أَن يَضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَيَقُولُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلًا يُضِلُّ بِهِۦ كَثِيرًا وَيَهْدِى بِهِۦ كَثِيرًا وَمَا يُضِلُّ بِهِۦٓ إِلَّا ٱلْفَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه الله تعالی (له دې) حیا نه کوي چې یو مثال (له مثالونو څخه) بیان کړي، که (هغه) د ماشي (مثال هم) وي او یا هم له دې پورته وي، پس هغه کسان دې چې ایمان یې راوړی دی نو پوهیږي چې دا مثال د دوی د رب له لوري حق دی او هغه کسان چې کافران شوي دي نو وايي (له ډیرې ناپوهۍ او عناد څخه) چې الله تعالی په دې مثال سره د څه شي اراده کړې ده، ګمراه کوي په دې (مثال) سره ډیر خلک او ډېرو ته په دې (مثال) سره سمه لاره ښايې او نه ګمراه کوي (الله) په دې (مثال) سره مګر فاسقان.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مِيثَٰقِهِۦ وَيَقْطَعُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه خلك (فاسقان) چې د الله عهد له ټينګ تړون نه وروسته ماتوي او الله چې د كوم شي د پېوندولو امر كړيدى، هغه پرې کوي او په زمكه كې فساد خوروي، په حقيقت کې همدغه کسان (په دنیا او آخرت کې) زيانكاران دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِٱللَّهِ وَكُنتُمْ أَمْوَٰتًا فَأَحْيَٰكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تاسې څنګه پر الله تعالی کافران کېږئ، په داسې حال کې چې تاسې مړه وئ، بیا (الله) تاسې ژوندي کړئ (د روح په درکولو سره) بیا به (الله) تاسې مړه کړي، بیا به (الله) تاسې ژوندي کړي، (او په آخر کې به) بیا هغه ته ورستانه کړای شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ لَكُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ ٱسْتَوَىٰٓ إِلَى ٱلسَّمَآءِ فَسَوَّىٰهُنَّ سَبْعَ سَمَٰوَٰتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هغه ذات دی چې ستاسې لپاره یې د زمکې ټول شیان پیدا کړي دي، بیا یې هسک (آسمان) ته پام وکړ، پس اووه آسمانونه یې برابر کړل او هغه (الله) پر هر څه باندې ښه عالم (پوه) دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَٰٓئِكَةِ إِنِّى جَاعِلٌ فِى ٱلْأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوٓا۟ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ ٱلدِّمَآءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّىٓ أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې ستا پروردګار پرښتو ته وویل، چې بېشکه زه په زمکه کې د یوه خلیفه پیداکوونکی یم، نو پرښتو وویل: آیا ګرځوی (ټاکې) ته په زمکه کې هغه څوک چې په هغې کې به فساد کوي او (په ناحقه سره) به وینې تویوي، په داسې حال کې چې موږ ستا تسبیح او ثنا وایو او نسبت د پاکی کوو تاته، (الله) وویل: بېشکه زه په هغه څه پوهېږم چې تاسې پرې نه پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعَلَّمَ ءَادَمَ ٱلْأَسْمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى ٱلْمَلَٰٓئِكَةِ فَقَالَ أَنۢبِـُٔونِى بِأَسْمَآءِ هَٰٓؤُلَآءِ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (الله) آدم ته دټولو (ضروري شیانو) نومونه وښودل، بیا يې هغه ټول شیان پرښتو ته وړاندې کړل او ویې ویل ماته د دې شیانو نومونه راوښیئ که تاسې (په خپلې دغې وینا کې) ریښتیني یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ سُبْحَٰنَكَ لَا عِلْمَ لَنَآ إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَآ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرښتو وویل، نسبت د پاکۍ کوو تاته (له ټولو عیبونو او اعتراضونو) موږ لره هیڅ علم نشته مګر د هغه څه چې تا موږ ته ښودلي، بېشکه ته هم ښه عالم او ښه د حکمت خاوند يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰٓـَٔادَمُ أَنۢبِئْهُم بِأَسْمَآئِهِمْ فَلَمَّآ أَنۢبَأَهُم بِأَسْمَآئِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّىٓ أَعْلَمُ غَيْبَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (الله) وویل، اې آدمه! خبر کړه دوی په نومونو د دې شیانو، نو کله چې آدم خبر ورکړ دوی ته په نومونو د هغو شیانو، (الله) وویل: آیا ما تاسې ته نه ؤ ویلي چې بېشکه زه پوهیږم په پټو شیانو د آسمانونو او زمکې او په هغو شیانو چې تاسې یې ښکاره کوئ او په هغو شیانو چې تاسې یې پټوئ (په زړونو کې).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِـَٔادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَٱسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړه اې محمده!) کله چې موږ پرښتو ته وویل چې آدم ته سجده وکړئ، پس دوی (ټولو) سجده وکړه، مګر (یوازې) ابلیس سرغړونه وکړه (له سجدی نه) او لويې يې وکړه او دی (له پخوا څخه د الله په علم کې) له کافرانو څخه ؤ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقُلْنَا يَٰٓـَٔادَمُ ٱسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ ٱلْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ ٱلشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ وویل، اې آدمه! ته او مېرمن دې په جنت کې میشت شئ او د جنت له میوو څخه وخورئ (څه چې مو زړه غواړي) پریمانه او چېرته مو چې خوښه وي او دې ونې ته (د خوړلو لپاره) مه نږدې کېږئ نو (که نږدې شوئ) د ظالمانو له ډلې به شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَزَلَّهُمَا ٱلشَّيْطَٰنُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ وَقُلْنَا ٱهْبِطُوا۟ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَٰعٌ إِلَىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس شیطان دوی دواړه له جنته وښویول، نو ویې ایستل دواړه له هغه (عزت او راحت) څخه چې دوی پکې وو او موږ وویل چې (له جنته زمکې ته) ښکته شئ، په داسې حال کې چې ستاسې ځينې به له ځینې نورو سره دښمنان وي او شته تاسې ته په زمکه کې ځای د هستوګنې او اسباب د ګټې (فائدی) اخستلو تر یوه وخته پورې (چې اجل یا قیامت دی).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَلَقَّىٰٓ ءَادَمُ مِن رَّبِّهِۦ كَلِمَٰتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس آدم له خپل پروردګاره څو کلمې زده کړې، نو په هغو یې (الله ته) رجوع وکړه (په رحمت سره) بېشکه هغه (الله) ښه توبه قبلوونکی (او) رحیم دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْنَا ٱهْبِطُوا۟ مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّى هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَاىَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (بیا) موږ وویل، چې ټول له جنته کوز شئ، کله چې تاسې ته زما له لوري كوم هدايت ورسېږي، نو څوک چې زما د هدایت پیروي وکړي، نو پر هغوی به هیڅ وېره نه وي او نه به غمجن کېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَآ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه کسان چې کافران شول او زموږ آیاتونه یې دروغ وګڼل، هم دغه کسان د اور (دوزخ) څښتنان دی او هم دوی به په هغه (اور د دوزخ) کې همېشه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا۟ بِعَهْدِىٓ أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّٰىَ فَٱرْهَبُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده)! یاد کړئ زما هغه نعمت چې پر تاسو مې انعام کړی دی او وفا وکړئ زما پر وعدې (په متابعت د نبي کې) نو زه به هم وفا وکړم ستاسو پر وعدو (جنت ته په ننویستلو) او خاص له ما څخه ووېرېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَءَامِنُوا۟ بِمَآ أَنزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوٓا۟ أَوَّلَ كَافِرٍۭ بِهِۦ وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِى ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّٰىَ فَٱتَّقُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پر هغه (کتاب) ایمان راوړئ چې ما نازل کړی دی، تصدیق کوونکی د هغه (کتاب) دی چې تاسې سره دی او تر ټولو وړاندې په دې (قرآن) مه کافر کېږئ او زما آیاتونه په لږه بیه مه پلورئ او خاص له مانه ووېرېږئ!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَلْبِسُوا۟ ٱلْحَقَّ بِٱلْبَٰطِلِ وَتَكْتُمُوا۟ ٱلْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او حق پر باطل مه پوښئ او حق مه پټوئ په داسې حال کې چې تاسې پوهېږئ (چې دا حق دی).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱرْكَعُوا۟ مَعَ ٱلرَّٰكِعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ او له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو) سره رکوع وکړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَتَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ ٱلْكِتَٰبَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا تاسې نورو خلکو ته د نېکۍ امر کوئ او خپل ځانونه هېروئ؟ په داسې حال کې چې تاسې کتاب لولئ، نو آیا تاسي له عقل څخه کار نه اخلئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱسْتَعِينُوا۟ بِٱلصَّبْرِ وَٱلصَّلَوٰةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى ٱلْخَٰشِعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ او په تحقیق سره لمونځ ډېر دروند دې مګر (نه دی دروند) په عاجزي کوونکو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَٰقُوا۟ رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَٰجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه کسان چې باور لري په دې چې بېشکه هغوی له خپل پروردګار سره مخامخ کېدونکي دي او په تحقیق دوی هم هغه (الله) ته (په آخرت کې) ورستنېدوکي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّى فَضَّلْتُكُمْ عَلَى ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده)! زما هغه نعمت یاد کړئ چې ما پر تاسې پېرزو کړی دی او دا چې د نړۍ پر ټولو امتونو مې تاسې ته فضيلت دركړى وْ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّقُوا۟ يَوْمًا لَّا تَجْزِى نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْـًٔا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَٰعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغې ورځې (له عذاب) څخه ووېرېږئ چې هیڅ نفس به له بل (کافر) نفس څخه هیڅ شی نه شي لرې کولی او نه به دهغه نفس په اړه شفاعت (سپارښتنه) منل کېږي او نه به له هغه څخه فدیه قبلېږي او نه به له هغوی (کافرو او ګناه کوونکو سره) له كوم لوري مرسته وكړاى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ نَجَّيْنَٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ وَفِى ذَٰلِكُم بَلَآءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ تاسي وژغورلۍ له فرعونیانو څخه چې تاسي ته به یې سخت عذاب درکولو، ستاسي زامن به یې حلالول او ستاسي ښځې (لوڼې) به یې (دخدمت لپاره) ژوندۍ پرېښودلې او په دې کې ستاسې د رب له لوري پر تاسي لوی ازمیښت ؤ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ ٱلْبَحْرَ فَأَنجَيْنَٰكُمْ وَأَغْرَقْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړئ!) هغه وخت چې موږ ستاسي لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو مو وژغورلئ او فرعونیان مو غرق کړل، په داسې حال کې چې تاسي ورته کتل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ وَٰعَدْنَا مُوسَىٰٓ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ ٱتَّخَذْتُمُ ٱلْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَأَنتُمْ ظَٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه وخت چې وعده کړې وه موږ له موسی علیه السلام سره څلويښت شپې، بیا تاسي خوسی ونیوه (معبود) پس له (تللو) د موسی علیه السلام (طور ته) او تاسې ظالمان وئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ عَفَوْنَا عَنكُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بیا موږ تاسي ته بخښنه وکړه وروسته له هغې (د خوسي له عبادت څخه) تر څو تاسي (د الله) شکر وباسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړئ!) هغه وخت چې ورکړی ؤ موږ موسی علیه السلام ته کتاب (تورات) او بېلونکی (د حق او باطل) د دې لپاره چې تاسي سمه لار ومومئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ يَٰقَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَكُم بِٱتِّخَاذِكُمُ ٱلْعِجْلَ فَتُوبُوٓا۟ إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَٱقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ عِندَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه وخت (در یاد کړئ) چې موسی خپل قوم ته وویل، ای زما قومه! بېشکه تاسي پر خپلو ځانونو ظلم کړی دی، په سبب د نیولو د خوسي لره (په خدايۍ سره) پس توبه وباسئ خپل خالق ته او خپل ځانونه ووژنئ، همدا کار (ځان وژنه) ستاسو د خالق پر وړاندې تاسو لپاره غوره دی، پس (الله) ستاسي توبه قبوله کړه، بېشکه هغه ښه توبه قبلوونکی او ډېر مهربان دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قُلْتُمْ يَٰمُوسَىٰ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى ٱللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ ٱلصَّٰعِقَةُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړئ) هغه وخت چې تاسي وویل، ای موسی علیه السلام! مونږ به ستا پر خبره هېڅکله باور ونه کړو (تر څو) چې څرګنده الله ونه وینو، پس تاسي تندر ونیولئ په داسې حال کې چې تاسي (ورته) کتل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ بَعَثْنَٰكُم مِّنۢ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس بيا موږ ستاسي له مړينې وروسته راپاڅولئ، د دې لپاره چې تاسي شکر وباسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ ٱلْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْكُمُ ٱلْمَنَّ وَٱلسَّلْوَىٰ كُلُوا۟ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقْنَٰكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (هغه مهال) موږ وریځ پر تاسي سیوری کړه او تاسي ته مو ترنجبین او مړزان نازل کړي وو، وخورئ له هغو پاکو شیانو چې موږ تاسو ته روزي کړي دي نو هغوی پر موږ ظلم نه ؤ کړی، بلکې پر خپلو نفسونو (ځانونو) یې ظلم کولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قُلْنَا ٱدْخُلُوا۟ هَٰذِهِ ٱلْقَرْيَةَ فَكُلُوا۟ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُوا۟ حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَٰيَٰكُمْ وَسَنَزِيدُ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ (بني اسرائیلو ته) وویل، چې دې کلي ته ننوځئ، پس هرڅه مو چې زړه غواړي هغه پرېمانه وخورئ او سجده کوونکي په دروازه (د دې ښار) ننوځئ او ووایئ: حطة (اې ربه! موږ ته بخښنه وکړه) چې ستاسې ګناهونه وبخښو او پر نېکانو به زیات (اجر) پېرزو کړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ قَوْلًا غَيْرَ ٱلَّذِى قِيلَ لَهُمْ فَأَنزَلْنَا عَلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ رِجْزًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس هغو کسانو چې ظلم يې کړی و خبره په بل شان بدله کړه له هغې خبرې څخه کومه چې دوی ته شوې وه، نو نازل کړ موږ پر هغو کسانو چې ظلم يې کړی و عذاب له (طرفه) د اسمانه په سبب د دې چې دوی به (د الله له فرمانه) سرغړونه کوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذِ ٱسْتَسْقَىٰ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ فَقُلْنَا ٱضْرِب بِّعَصَاكَ ٱلْحَجَرَ فَٱنفَجَرَتْ مِنْهُ ٱثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ مِن رِّزْقِ ٱللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړئ) هغه وخت چې موسی -علیه السلام- خپل قوم لپاره د اوبو غوښتنه وکړه (په میدان د تیه کې) پس موږ وویل (موسی -علیه السلام- ته) چې په خپلې همسا تېږه (ګټه) ووهه، (نو چې ويې وهله) پس روانی شوی له هغې تېږې (ګټی) څخه دولس چېنې، په تحقیق سره هر قوم د خپلو اوبو څښلو ځای وپېژنده (وویل موږ) خورئ او څښئ د الله له روزۍ څخه او مه تېرېږئ له حده په زمکه کې حال دا چې ورانی کوونکی اوسئ تاسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قُلْتُمْ يَٰمُوسَىٰ لَن نَّصْبِرَ عَلَىٰ طَعَامٍ وَٰحِدٍ فَٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلْأَرْضُ مِنۢ بَقْلِهَا وَقِثَّآئِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ ٱلَّذِى هُوَ أَدْنَىٰ بِٱلَّذِى هُوَ خَيْرٌ ٱهْبِطُوا۟ مِصْرًا فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلْتُمْ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ ٱلذِّلَّةُ وَٱلْمَسْكَنَةُ وَبَآءُو بِغَضَبٍ مِّنَ ٱللَّهِ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَيَقْتُلُونَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا۟ وَّكَانُوا۟ يَعْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړئ) هغه وخت چې وویل تاسي ای موسی علیه السلام! موږ پر یو طعام صبر نه شو کولای، له خپل رب نه دې وغواړه چې موږ ته د زمکې هغه حاصلات راوباسي (لکه)، تره، بادرنګ، غنم، دال او پياز، نو وویل (موسی علیه السلام) آیا بدلوئ تاسي هغه شی چې ناکاره دي په هغه څه چې ډیر غوره دی. (نو اوس) کوز شئ یوه ښار ته پس بېشکه ستاسي لپاره هغه څه دي چې غوښتنه يې کوئ او مقرر کړی شو پر دوی ذلت او محتاجي او اخته شول دوی په غضب د الله، دا په سبب د دې چې دوی د الله په آیاتونو کفر کولو او په ناحقه به یې پیغمبران وژل، دا (کفر او قتل) په دې سبب ؤ چې سرکشي يې کوله او وو دوی چې له حدودو به تېرېدل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلنَّصَٰرَىٰ وَٱلصَّٰبِـِٔينَ مَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَعَمِلَ صَٰلِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې له شکه هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی او هغه کسان چې یهودان شوي دي او نصرانیان او بی دینان دي، هر څوک چې (د دوی له ډلې) پر الله او د قیامت پر ورځ ایمان راوړي او (له محمدي شریعت سر سم) نیک عمل و کړي، نو د دوی لپاره به د دوی د رب (پالونکي) په نزد اجر (ثواب) وي، او نه به وي (هیڅ قسم) ویره پر دوی باندې او نه به دوی خپه کېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَٰقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ ٱلطُّورَ خُذُوا۟ مَآ ءَاتَيْنَٰكُم بِقُوَّةٍ وَٱذْكُرُوا۟ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ له تاسي څخه ټینګه وعده واخیسته او پورته کړ موږ په سر تاسې د طور (غر)، واخلئ هغه څه (احکام) چې درکړي دي موږ تاسي ته په ښه کوښښ سره او یاد کړئ هغه (احکام) چې په هغه کې دي، ښایي چې تاسې ځانونه وساتئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ تَوَلَّيْتُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ فَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَكُنتُم مِّنَ ٱلْخَٰسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له هغه وروسته تاسي واوښتئ، نو که چېرې د الله فضل او د هغه رحمت پر تاسو نه وی نو هرومرو (خامخا) به تاسو له زیانکارانو څخه وای.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ ٱلَّذِينَ ٱعْتَدَوْا۟ مِنكُمْ فِى ٱلسَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا۟ قِرَدَةً خَٰسِـِٔينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په تحقیق سره تاسي هغه کسان ښه پېژندلي وو چې تجاوز يې کړی ؤ ستاسي له ډلې څخه (د کبانو په ښکار) د شنبې (په ورځ) نو موږ دوی ته وویل چې ذلیله بیزوګان شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَجَعَلْنَٰهَا نَكَٰلًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو وګرځاوه مونږ دا (عقوبت او مسخه کول) عبرت لپاره د هغو خلکو چې حاضر وو او د هغو لپاره چې وروسته راځي او پند دی پرهیزګارانو لره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تَذْبَحُوا۟ بَقَرَةً قَالُوٓا۟ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا قَالَ أَعُوذُ بِٱللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْجَٰهِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې موسی علیه السلام خپل قوم ته وویل: بیشکه الله امر کوي تاسي ته چې یوه غوا حلاله کړئ (بني اسرائیلو) وویل: آیا ته په موږ ملنډې وهې؟ (موسی علیه السلام) وویل: زه له دېنه الله ته پناه وروړم چې له ناپوهانو څخه شم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِىَ قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا فَارِضٌ وَلَا بِكْرٌ عَوَانٌۢ بَيْنَ ذَٰلِكَ فَٱفْعَلُوا۟ مَا تُؤْمَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وویل (بني اسرايېلو) چې وغواړه مونږ لپاره له خپل پروردګاره چې بیان کړي موږ ته چې هغه غوا څنګه ده؟ (موسی علیه السلام) وویل: بېشکه الله جل جلاله وایي هغه یوه غوا ده چې نه ډیره زړه ده او نه ډیره ځوانه، میانه حاله ده په منځ د دغو کې پس هغه څه وکړئ چې امر درته شوی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا لَوْنُهَا قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَآءُ فَاقِعٌ لَّوْنُهَا تَسُرُّ ٱلنَّٰظِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (بني اسرائیلو) وویل: وغواړه (ای موسی علیه السلام) موږ لپاره له خپل پروردګاره چې بیان کړی موږ ته چې رنګ یې څه شان دی؟ (موسی علیه السلام) وویل: بېشکه الله وایې: هغه یوه زېړه غوا ده چې رنګ یې ډېر روښانه دی او لیدونکي خوشحالوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِىَ إِنَّ ٱلْبَقَرَ تَشَٰبَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّآ إِن شَآءَ ٱللَّهُ لَمُهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (بني اسرائیلو) وویل: له خپل پروردګاره وغواړه چې بیان کړي موږ ته چې څه قسم ده دغه غوا؟ بېشکه غوا موږ په شک کې اچولي یو، او که د الله خوښه وه موږ خامخا لارموندونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا ذَلُولٌ تُثِيرُ ٱلْأَرْضَ وَلَا تَسْقِى ٱلْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لَّا شِيَةَ فِيهَا قَالُوا۟ ٱلْـَٰٔنَ جِئْتَ بِٱلْحَقِّ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا۟ يَفْعَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (موسی علیه السلام) وویل: الله جل جلاله وايي: دا يوه غواده، نه خواري كښه چې زمكه يوې كوي او نه كښت خړوبوي، سالمه پاتې شوې، هيڅ عيب پكې نشته، هغوى ويل: اوس دې سمه (حق) خبره راوړه نو حلاله يې كړه خو نږدې وو چې ويې نه كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَٱدَّٰرَْٰٔتُمْ فِيهَا وَٱللَّهُ مُخْرِجٌ مَّا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (او یاد کړئ) هغه وخت چې تاسي یو کس وژلی ؤ، نو د هغه (مقتول) په اړه په جګړه شوئ او الله ښکاره کوونکی دی د هغه څه (قتل) چې تاسو پټولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقُلْنَا ٱضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا كَذَٰلِكَ يُحْىِ ٱللَّهُ ٱلْمَوْتَىٰ وَيُرِيكُمْ ءَايَٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو موږ وویل چې پر وژل شوي د هغې (غوا) یوه ټوټه ووهئ (بیا هغه مړی ژوندی شو)، هم داسې الله تعالی (په قیامت کې) مړي ژوندي کوي او تاسې ته (د خپل قدرت) آیتونه (نښانې) درښیي ترڅو تاسو غور وکړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ فَهِىَ كَٱلْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ ٱلْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ ٱلْأَنْهَٰرُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ ٱلْمَآءُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ ٱللَّهِ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بیا پس له دې ستاسو زړونه سخت شول، نو دغه (زړونه) په شان د تیږې (ګټی) دي بلکې ډیر زیات دي په سختوالي کې. او بېشکه چې له ځینو تیږو (ګټو) هغه دي چې بهیږي له هغو څخه ویالې او په تحقیق سره ځینې له دې تیږو (ګټو) څخه هغه دي چې چوي نو راوځي له هغو څخه اوبه او بیشکه ځینې له دې تیږو (ګټو) څخه هغه دی چې د الله له وېرې رارغړي او الله له هغه څه چې تاسو یې کوئ نا خبره نه دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَتَطْمَعُونَ أَن يُؤْمِنُوا۟ لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلَٰمَ ٱللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُۥ مِنۢ بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا نو تمه کوئ تاسې (ای مسلمانانو) چې ایمان به راوړي دوی (په وینا ستاسې) او بیشکه وه یوه ډله (د پخوانیو) له دوی چې اوریده به يې کلام د الله بیا به يې اړوله هغه خبره وروسته له دې چې پوه به شول په داسې حال کې چې دوی به پوهېدل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا لَقُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ قَالُوٓا۟ أَتُحَدِّثُونَهُم بِمَا فَتَحَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَآجُّوكُم بِهِۦ عِندَ رَبِّكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې دوی ملاقات وکړي له هغو کسانو سره چې مؤمنان دي نو وايې موږ ایمان راوړی دی او کله چې له یو بل سره یوازې شي، نو وایې، آیا خبروئ تاسې دوی په هغه شي چې پرانستلي دي الله په تاسې (په تورات کې) د دې لپاره چې جګړه وکړي له تاسې سره مؤمنان په هغه سره په نزد د پروردګار ستاسې آیا نو نه پوهیږي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَا يَعْلَمُونَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا نه پوهیږي دوی چې بیشکه الله عالم دی په هغه څه چې پټوي يې دوی او په هغه څه چې ښکاره کوي يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ ٱلْكِتَٰبَ إِلَّآ أَمَانِىَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ځینې له هغوی څخه امیان (ناپوهه) دي چې په کتاب (تورات) باندې نه پوهېږي، مګر دا چې بې بنسټه هیلې (امیدونه) لري او نه دي دوی مګر ګومانونه کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ ٱلْكِتَٰبَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَٰذَا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ لِيَشْتَرُوا۟ بِهِۦ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا يَكْسِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو عذاب (هلاک او خرابي) دی لپاره د هغو خلکو چې لیکي کتاب په خپلو لاسونو بیا وايې چې دا د الله له لوري دی، دې لپاره چې په دغه (کتاب) لږ قیمت ترلاسه کړي، نو هلاکت (عذاب) دی دوی لره د هغه شی چې لیکلی دی لاسونو د دوی او بیا هلاکت دی دوی لره د هغه کار چې دوی یې کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ لَن تَمَسَّنَا ٱلنَّارُ إِلَّآ أَيَّامًا مَّعْدُودَةً قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِندَ ٱللَّهِ عَهْدًا فَلَن يُخْلِفَ ٱللَّهُ عَهْدَهُۥٓ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وایې دوی چې موږ ته به کله هم (د جهنم) اور ونه رسېږي، مګر څو شمېرل شوې ورځې، ته ورته ووایه (ای محمده) آیا تاسې له الله -تعالی- څخه عهد (ژمنه) اخیستې؟ نو الله د خپل عهد مخالفت نه کوي، یا په الله پورې داسې خبرې تړئ چې تاسې پرې نه پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلَىٰ مَن كَسَبَ سَيِّئَةً وَأَحَٰطَتْ بِهِۦ خَطِيٓـَٔتُهُۥ فَأُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلکې ولې نه، (رسېږي تاسې ته دائمي اور) هر چا چې بدي وکړه او چاپيره شوه پر ده ګناه د ده. نو هم دغه کسان څښتنان د اور (د دوزخ) دي، دوی به په هغه اور (د دوزخ) کې تل وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه کسان چې مؤمنان دي او نېک عملونه یې کړي دي، هم دغه کسان دجنت څښتنان دي، دوی به په هغه جنت کې تل وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَٰقَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا ٱللَّهَ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَقُولُوا۟ لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِّنكُمْ وَأَنتُم مُّعْرِضُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې موږ کلکه وعده له بني اسرائیلو څخه واخیستله، دا چې له الله پرته د بل چا عبادت به نه کوئ او له مور او پلار سره به نېکي کوئ، او له خپلوانو سره به هم او له یتیمانو او مسکینانو سره به هم (نیکي کوئ) او خلقو ته ښایسته خبرې وکړئ او لمونځ سم قائموئ او ورکوئ زکات، بیا تاسې (له دې وعدې) وګرځیدئ مګر لږ له تاسې څخه (ونه ګرځیدل)، حال دا چې همدا تاسي (له الهي احکامو څخه) مخ ګرځوونکي یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَٰقَكُمْ لَا تَسْفِكُونَ دِمَآءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُونَ أَنفُسَكُم مِّن دِيَٰرِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړئ ای بني اسرايېلو) هغه وخت چې ستاسو له پلرونو مو کلکه وعده واخیستله دا چې خپلې وینې مه تویوئ او مه وباسئ ځانونه خپل له خپلو کورنو، بیا تاسې اقرار وکړ، حال دا چې تاسې حاضر واست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ أَنتُمْ هَٰٓؤُلَآءِ تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِّنكُم مِّن دِيَٰرِهِمْ تَظَٰهَرُونَ عَلَيْهِم بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَإِن يَأْتُوكُمْ أُسَٰرَىٰ تُفَٰدُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ ٱلْكِتَٰبِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَآءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْىٌ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰٓ أَشَدِّ ٱلْعَذَابِ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس (له دې وعدې) تاسې هغه کسان یاست چې خپل ځانونه وژنئ او وباسئ تاسې یوه ډله خپله له خپلو کورونو له دوی څخه، مرسته (مدد) کوئ پر دوی په ګناه او ظلم سره، او که راشي دوی تاسې ته بندیان نو فدیه ورکوئ تاسې د دوی په ځای، حال دا چې حرام کړی شوي دي پر تاسې ایستل د هغو آیا پس ایمان راوړئ تاسې پر ځینو (احکامو) د کتاب (چې فدیه ده) او کافران کیږئ په ځینو نورو (احکامو د کتاب چې بی ګناه وژنه ده او په ګناه سره مرسته (مدد) کوئ د دوی او مغلوبان له وطنه شړئ). پس نه ده سزا د هغه چا چې کوي دا (کارونه) له تاسې څخه مګر رسوايي ده په ژوند د دنیا کې او په ورځ د قیامت کې ګرځول کیږي دوی ډیر سخت عذاب د (دوزخ) ته او نه دی الله غافل له هغه څه چې کوئ يې تاسې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشْتَرَوُا۟ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا بِٱلْـَٔاخِرَةِ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ ٱلْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا هغه کسان دي چې د دنیا ژوند یې په بدل د آخرت کې اخیستئ دی، سپک به نه کړی شي له دوی څخه عذاب او نه به له دوی سره مرسته (مدد) وکړل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ وَقَفَّيْنَا مِنۢ بَعْدِهِۦ بِٱلرُّسُلِ وَءَاتَيْنَا عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱلْبَيِّنَٰتِ وَأَيَّدْنَٰهُ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ أَفَكُلَّمَا جَآءَكُمْ رَسُولٌۢ بِمَا لَا تَهْوَىٰٓ أَنفُسُكُمُ ٱسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center یقینًا یقینًا موږ موسٰی علیه السلام ته كتاب وركړى و او له هغه نه وروسته مو پرلپسې رسولان لېږلي وو، او موږ د مریمې زوى عیسٰی علیه السلام ته څرګندې نښې وركړې وې۔ او موږ هغه په پاك روح سره قوي كړى و، آیا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښَوَل، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو یوه ډله (د پېغمبرانو) مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به مو ووژله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ قُلُوبُنَا غُلْفٌۢ بَل لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلًا مَّا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وايي: زموږ زړونه مو په پردو کې دي (وینا پرې اثر نه کوي داسې نه ده) بلکې الله پر دوی لعنت کړی، په سبب د کفر د دوی، نو ډېر لږ (کسان د دوی له ډلې څخه) ایمان راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا جَآءَهُمْ كِتَٰبٌ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا۟ مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَلَمَّا جَآءَهُم مَّا عَرَفُوا۟ كَفَرُوا۟ بِهِۦ فَلَعْنَةُ ٱللَّهِ عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هر کله چې راغی دوی ته کتاب (قرآن) د الله له لوري چې تصدیق کوونکی دی د هغه کتاب چې له دوی سره دی، حال دا چې وو دوی پخوا له دې چې فتح به يې غوښته (له الله څخه په قرآن او محمد سره) په مقابل د هغو کسانو چې کافران وو نو کله چې راغی دوی ته هغه رسول چې پيژندلی ؤ دوی، نو کافران شول پرې، نو لعنت د الله دې په کافرانو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بِئْسَمَا ٱشْتَرَوْا۟ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمْ أَن يَكْفُرُوا۟ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بَغْيًا أَن يُنَزِّلَ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ فَبَآءُو بِغَضَبٍ عَلَىٰ غَضَبٍ وَلِلْكَٰفِرِينَ عَذَابٌ مُّهِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بد دې هغه څه چې پلورلی (خرڅ کړی) دی دوی په مقابل د هغه ځانونه خپل، دا چې کافران کېږي په هغه څه (قرآن) چې الله نازل کړی دی په سبب د دې حسد او کينی چې (ولې) الله خپل فضل نازلوي په هغه چا چې اراده یې وکړي له خپلو بندګانو، نو اخته شول په یو غضب (چې کفر دی په محمد صلی الله علیه وسلم او قرآن) د پاسه د بل غضب (چې کفر دی په عیسی علیه السلام او انجیل)، او د کافرانو لپاره سپکوونکی عذاب (مقرر) دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا۟ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ قَالُوا۟ نُؤْمِنُ بِمَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرُونَ بِمَا وَرَآءَهُۥ وَهُوَ ٱلْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَهُمْ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنۢبِيَآءَ ٱللَّهِ مِن قَبْلُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې وویل شي دوی ته چې ایمان راوړئ پر هغو (کتابو) چې الله نازل کړي دي، دوی وایي: موږ ایمان راوړو په هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی پر موږ (یعنې تورات) حال دا چې له هغه ور هغه خوا (په نورو) کافران کیږي، په داسې حال کې چې دا (نور کتابونه هم) حق دی، تصدیقونکي دي د هغه کتاب چې له دوی سره دی، ووایه (ای محمده!) نو ولې به وژل تاسې پېغمبران د الله پخوا (له دې) که چيری وئ تاسې ایمان راوړنکي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ جَآءَكُم مُّوسَىٰ بِٱلْبَيِّنَٰتِ ثُمَّ ٱتَّخَذْتُمُ ٱلْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَأَنتُمْ ظَٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشکه راغلی و تاسو ته موسی علیه السلام په ښکاره (معجزو) سره، بیا ونیولو تاسي خوسی (په خدایۍ سره) وروسته د موسی علیه السلام (له تللو څخه د طور غره ته) حال دا چې تاسي ظالمان واست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَٰقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ ٱلطُّورَ خُذُوا۟ مَآ ءَاتَيْنَٰكُم بِقُوَّةٍ وَٱسْمَعُوا۟ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا۟ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُم بِهِۦٓ إِيمَٰنُكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړئ!) هغه وخت چې موږ له تاسو کلکه وعده واخیستله، او ستاسو (پر سرونو) مو د طور غر پورته کړ، (او ومو ویل) او کلک ونیسئ هغه (احکام) چې تاسو ته مو درکړي دي او واورئ، وویل (دوی) (ستا خبره) مو اوریدلې، او (ستا حکم) مو نه دی منلی، او ورڅښل (څکل) شوی وه په زړونو د دوی کې (مینه د) خوسي (سخی) په سبب د کفر د دوی. ووایه (ای محمده! دوی ته) بد دې هغه شی چې امر کوي تاسي ته په هغه ایمان ستاسو که چېرې یاست تاسو ایمان راوړونکي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِن كَانَتْ لَكُمُ ٱلدَّارُ ٱلْـَٔاخِرَةُ عِندَ ٱللَّهِ خَالِصَةً مِّن دُونِ ٱلنَّاسِ فَتَمَنَّوُا۟ ٱلْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوی ته ووایه (اې محمده!) که چېرې د آخرت كور له نورو ټولو انسانانو پرته يوازې تاسو له پاره خاص ګرځول شوی وي، نو تاسې ته ښايي چې د مرګ غوښتنه وکړئ كه تاسې رښتیني یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَن يَتَمَنَّوْهُ أَبَدًۢا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هیڅکله به د مرګ هیله ونه کړي، په سبب د هغو عملونو چې د دوی لاسونو وړاندې لېږلي دي او الله د ظالمانو په (احوالو) ښه پوه دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ ٱلنَّاسِ عَلَىٰ حَيَوٰةٍ وَمِنَ ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِۦ مِنَ ٱلْعَذَابِ أَن يُعَمَّرَ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ته به هرومرو دوی له بل هر چا څخه پر ژوند ډېر حريصان ومومې او له مشرکانو څخه هم ډېر حریصان دي، هر یو د دوی (یهودو) خوښوي چې کاش زر کاله عمر وکړي او نه دی دا (ډېر عمر) ده لره د عذاب څخه خلاصوونکی، دا چې ډیر عمر ورکړل شي، او الله ښه لیدونکی دی په هر څه چې دوی يې کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ مَن كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِيلَ فَإِنَّهُۥ نَزَّلَهُۥ عَلَىٰ قَلْبِكَ بِإِذْنِ ٱللَّهِ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووایه (اې محمده!) هر څوک چې د جبریل دښمن وي (نو ودې مري له قهره!) ځکه چې هغه (جبریل) نازل کړی دی قرآن ستا پر زړه په اذن (او حکم) د الله په داسې حال کې چې تصدیق کوونکی دی (دا کتاب) د هغو کتابونو چې پخوا له ده دی، او لارښوونکی دی او زیری ورکوونکی دی مؤمنانو ته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَن كَانَ عَدُوًّا لِّلَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَرُسُلِهِۦ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَىٰلَ فَإِنَّ ٱللَّهَ عَدُوٌّ لِّلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څوك چې د الله او د هغه د پرښتو او د هغه د پېغمبرانو او د جبريل او ميكائيل دښمن وي نو الله د دې كافرانو دښمن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ءَايَٰتٍۭ بَيِّنَٰتٍ وَمَا يَكْفُرُ بِهَآ إِلَّا ٱلْفَٰسِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په تحقیق مونږ تاته روښانه آیاتونه نازل کړي دي او له فاسقانو پرته بل څوک پرې نه کافر کېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَكُلَّمَا عَٰهَدُوا۟ عَهْدًا نَّبَذَهُۥ فَرِيقٌ مِّنْهُم بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هر کله چې دوی یو عهد (هوډ) کړی، نو له دوی څخه یوې دلې هغه مات کړی دی، بلكې ډېری کسان د دوی (د زړه له كومي) ايمان نه راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا جَآءَهُمْ رَسُولٌ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ كِتَٰبَ ٱللَّهِ وَرَآءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هر کله چې راغی دوی ته رسول (محمد) له طرفه د الله چې تصدیقوونکی دی د هغه کتاب (تورات) چې له دوی سره دی، نو له دې اهل كتابو څخه يوې ډلې د الله كتاب په داسې شان شاته وغورځاوه ، لكه چې دوى په هېڅ نه پوهېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّبَعُوا۟ مَا تَتْلُوا۟ ٱلشَّيَٰطِينُ عَلَىٰ مُلْكِ سُلَيْمَٰنَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَٰنُ وَلَٰكِنَّ ٱلشَّيَٰطِينَ كَفَرُوا۟ يُعَلِّمُونَ ٱلنَّاسَ ٱلسِّحْرَ وَمَآ أُنزِلَ عَلَى ٱلْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَٰرُوتَ وَمَٰرُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَآ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيْنَ ٱلْمَرْءِ وَزَوْجِهِۦ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُوا۟ لَمَنِ ٱشْتَرَىٰهُ مَا لَهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ مِنْ خَلَٰقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا۟ بِهِۦٓ أَنفُسَهُمْ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او متابعت وکړ (یهودو) د هغه څه چې شیطانانو به د سلیمان علیه السلام په زمانه (د پاچاهۍ) کې لوستل، او سلیمان علیه السلام کفر نه و کړی، بلکې شیطانانو کفر وکړ، چې خلکو ته به یې کوډې (سحر) ښودلې او (متابعت به يې کاوه) د هغه شي چې نازل کړی شوی ړ په دوو پرښتو د بابل په (ښار) کې چې هاروت او ماروت وو، او ښودنه به نه کوله دوی هیچا ته تر هغه پورې چې وبه ویل دواړو بیشکه هم دا خبره ده چې موږ آزموینه (ازمیښت) یو نو مه کافر کیږه (په زده کولو د سحر) نو زده کاوه به هغوی له دوی دواړو نه هغه شی چې بیلتون به يې کاوه په هغه سره په منځ د میړه (خاوند) او ښځی د هغه کې، او نه وو دوی ضرر رسوونکي په دغه سحر سره هیچا ته مګر په اذن (حکم) د الله سره، او زده کوي دوی (یعنې یهودان) هغه څه چې ضرر رسوي دوی ته او نفع نه رسوي دوی ته، او هرومرو (خامخا) په تحقیق پوهیدل دوی چې خامخا هغه څوک چې پيری (اخلي) (زده کوي به اعتقاد د جواز) سحر نشته ده لره په آخرت کې هیڅ برخه (د نیکی)، او هرومرو (خامخا) ډیر بد دې هغه شی چې پلورلې (اخستی) دی دوی به هغه شی سره (حصه د) ځانو خپلو که چېرې وي دوی چي پوهیدلی (به بد انجام د سحر نو نه به يې زده کاوه).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ أَنَّهُمْ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّقَوْا۟ لَمَثُوبَةٌ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ خَيْرٌ لَّوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او که په تحقیق دوی ایمان راوړی وی او پرهېز يې کړی وی (له سحره او له یهودیته) نو هرومرو (خامخا) ثواب له طرفه د الله څخه ډیر غوره دی که چېرې دوی پوهېدلی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَقُولُوا۟ رَٰعِنَا وَقُولُوا۟ ٱنظُرْنَا وَٱسْمَعُوا۟ وَلِلْكَٰفِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی (یعنې ای مؤمنانو) مه وایئ تاسې (لفظ د) راعنا (رسول الله ته) او ووایئ (لفظ د) انظرنا، او واورئ تاسې. او د کافرانو لپاره دردوونکی عذاب دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّا يَوَدُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ وَلَا ٱلْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَٱللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نه خوښوي هغه کسان چې کافران شوي دي له اهل کتابو څخه او (نه) له مشرکانو څخه دا (خبره) چې نازله شي پر تاسي کومه ښه خبره ستاسو د رب لخوا، او الله تعالی ځانګړي کوي (خاصوي) په رحمت خپل سره هغه څوک چې اراده (يې) وکړي او الله د ډېر لوی فضل خاوند دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا نَنسَخْ مِنْ ءَايَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِّنْهَآ أَوْ مِثْلِهَآ أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center مونږ نه منسوخوو یو آیت او نه یې هېروو (له زړونو) مګر پر ځای یې له هغه غوره راوړو، آیا نه پوهېږئ چې الله پر هر څه برلاسی (قادر) دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا ته نه پوهېږې چې بېشکه الله جل جلاله لره ده باچاهي د آسمانو او زمکې او نشته تاسي لره پرته له الله څخه هیڅ دوست او نه مرستندوی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ تُرِيدُونَ أَن تَسْـَٔلُوا۟ رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَىٰ مِن قَبْلُ وَمَن يَتَبَدَّلِ ٱلْكُفْرَ بِٱلْإِيمَٰنِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا اراده لرئ تاسې چې سوال وکړئ له رسول خپله (محمد صلی الله علیه وسلم ځینی) لکه چې سوال کړل شوی و له موسی علیه السلام څخه پخوا له دې، او هر څوک چې بدلوي (او غوره کوي) کفر په ایمان (چې ایمان ورکوي او کفر آخلي) نو په تحقیق سره ورکه يې کړه سمه لار.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّنۢ بَعْدِ إِيمَٰنِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ ٱلْحَقُّ فَٱعْفُوا۟ وَٱصْفَحُوا۟ حَتَّىٰ يَأْتِىَ ٱللَّهُ بِأَمْرِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خوښوي (او دوست ګڼی) ډیر له اهل کتابو څخه (دا) چې وګرځوي دوی تاسې پس له ایمان راوړلو ستاسې کافران د حسد (له کبله) چي له (خبیثو) نفسونو د دوی (پیدا شوي) دي، وروسته له هغه چې ښکاره شو دوی ته حق (چې رسول قرآن او د اسلام دین دی). نو عفو وکړئ! او مخ تری وګرځوئ! تر هغه پورې چې راولېږي الله امر خپل، بېشکه چې الله په هر څه ښه قادر دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَمَا تُقَدِّمُوا۟ لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ ٱللَّهِ إِنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center لمونځ قائم کړئ او زکات ورکړئ، او هغه خیر (ښېګڼه) چې د ځانونو لپاره یې مخ کې لیږئ، وبه مومئ (ثواب د) هغه په نزد د الله، بېشکه چې الله په هغه څه چې تاسي یې کوئ ښه لیدونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ لَن يَدْخُلَ ٱلْجَنَّةَ إِلَّا مَن كَانَ هُودًا أَوْ نَصَٰرَىٰ تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ قُلْ هَاتُوا۟ بُرْهَٰنَكُمْ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (اهل کتاب) وایي: هېڅکله به جنت ته نننوځي پرته له هغو چې یهودي یا نصراني وي، دا د دوی هیلې (غوښتنې) دي، (دوی ته) ووایه: (ای محمده!) خپل دلیل راوړئ، که تاسې رښتیني یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلَىٰ مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُۥ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُۥٓ أَجْرُهُۥ عِندَ رَبِّهِۦ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center داسې نه ده، حقه خبره دا ده هر څوك چې ځان الله ته تسلیم كړي او په عملي توګه ښه چلن غوره كړي، هغه لپاره د هغه د رب په نزد د هغه اجر شته او پرداسې خلكو څه وېره او خپګان نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَتِ ٱلْيَهُودُ لَيْسَتِ ٱلنَّصَٰرَىٰ عَلَىٰ شَىْءٍ وَقَالَتِ ٱلنَّصَٰرَىٰ لَيْسَتِ ٱلْيَهُودُ عَلَىٰ شَىْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ ٱلْكِتَٰبَ كَذَٰلِكَ قَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ فَٱللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يهوديان وايي ، له عیسویانو سره هېڅ حق نشته او عیسویان وايي، له يهودو سره هېڅ حق نشته په داسې حال کې چې دوى دواړه كتاب لولي، همدا شان هغه خلك هم وايي (دعوه كوي) چې هغوى د كتاب عالمان نه دي (مشركان). الله به دا اختلافونه چې دا خلك په کې اخته دي د قيامت په ورځ فيصله كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَٰجِدَ ٱللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا ٱسْمُهُۥ وَسَعَىٰ فِى خَرَابِهَآ أُو۟لَٰٓئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَآ إِلَّا خَآئِفِينَ لَهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا خِزْىٌ وَلَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هغه چانه به غټ ظالم څوك وي چې نه پرېږدي د الله په جوماتونو کې چې د هغه نوم واخيستل شي او د هغه په ورانولو کې هڅه کوي، دغه کسان د دې وړ نه دي چې دې جوماتونو ته پرته (د مؤمنانو) له وېرې ننوځي، دوی ته په دنیا کې ذلت دی او په آخرت کې ورته لوی عذاب دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِلَّهِ ٱلْمَشْرِقُ وَٱلْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا۟ فَثَمَّ وَجْهُ ٱللَّهِ إِنَّ ٱللَّهَ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ختیځ او لویدیځ خاص الله لره دي، نو هر لوري ته چې مخ وګرځوئ (په لمانځه کې) نو هماغه لوري ته د الله مخ دى. الله د ډېرې پراختيا خاوند او په هر څه پوهېدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدًا سُبْحَٰنَهُۥ بَل لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ كُلٌّ لَّهُۥ قَٰنِتُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى (کفار) وايي چې الله څوك په زوى ولۍ سره نيولى دى، الله له دې خبرو پاك دى. اصل حقيقت دا دى چې څه په آسمانونو او زمکې کې دي ټول د هغه (الله) دی او ټول د هغه د امر منونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَدِيعُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَإِذَا قَضَىٰٓ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه د آسمانونو او زمکې (نوی او پرته له نمونې) پیدا کوونکی دی او هر کله چې د یوه کار اراده وکړي نو وايي هغه کار ته چې وشه! نو هغه وشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ لَوْلَا يُكَلِّمُنَا ٱللَّهُ أَوْ تَأْتِينَآ ءَايَةٌ كَذَٰلِكَ قَالَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِم مِّثْلَ قَوْلِهِمْ تَشَٰبَهَتْ قُلُوبُهُمْ قَدْ بَيَّنَّا ٱلْـَٔايَٰتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وايي هغه کسان چې نه پوهېږي: ولې الله له موږ سره خبرې نه کوي؟ یا ولې موږ ته یوه نښه (ستا په رښتینولۍ دلالت کوونکې) نه راځي؟ همدا رنګه به ویل هغو کسانو چې پخوا له دوی وو د دوی د خبرو په شان، یو رنګ شوي دي زړونه د دوی، په تحقیق بیان کړي دي موږ آیاتونه هغو خلقو ته چې یقین کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّآ أَرْسَلْنَٰكَ بِٱلْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَا تُسْـَٔلُ عَنْ أَصْحَٰبِ ٱلْجَحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه موږ ته لیږلی يې (ای محمده!) په حقه سره زیری ورکوونکی (په جنت) او ویروونکی (له دوزخ). او تا څخه به د دوزخ د خاوندانو په اړه پوښتنه ونشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ ٱلْيَهُودُ وَلَا ٱلنَّصَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى ٱللَّهِ هُوَ ٱلْهُدَىٰ وَلَئِنِ ٱتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم بَعْدَ ٱلَّذِى جَآءَكَ مِنَ ٱلْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هیڅ کله به له تا څخه (ای محمده!) یهودان او نه نصرانیان راضي نشي تر څو چې ته د دوی د دین متابعت ونکړې، ووایه (ای محمده!) دوی ته چې بېشکه هدایت د الله (اسلام) همدا هدایت دی او قسم دی که چېرې پیروي وکړې ته د آرزوګانو د دوی وروسته له هغې چې تا ته علم (د وحي او توحید) راغلی دی، نه به وي تا لره له (عذابه د) الله هیڅ دوست او مرستندوی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَٰهُمُ ٱلْكِتَٰبَ يَتْلُونَهُۥ حَقَّ تِلَاوَتِهِۦٓ أُو۟لَٰٓئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ وَمَن يَكْفُرْ بِهِۦ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه کسان چې موږ ورته کتاب ورکړی دی، هغو په حق سره کتاب لولي (دغه د اهل کتابو مؤمنان) همدا کسان ایمان راوړي په دغه (کتاب)، او هغه څوک چې کافر شي په دې نو دغه کسان زیانکاران دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّى فَضَّلْتُكُمْ عَلَى ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده!) یاد کړئ زما هغه نعمت چې انعام کړی دی ما پر تاسي (او بل دا یاد کړئ چې) بېشکه ما غوره کړي یاست تاسي (یعنې نیکونه ستاسې) پر عالمیانو (د زمانې ستاسي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّقُوا۟ يَوْمًا لَّا تَجْزِى نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْـًٔا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا تَنفَعُهَا شَفَٰعَةٌ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ووېرېږئ، له (عذابه د) هغې ورځې چې لرې کولې به نه شي هیڅ نفس له هیڅ (کافر) نفس څخه هیڅ شی (له عذابه) او نه به شي قبلولی له دغه نفس څخه بدل (فدیه) او نه به نفع رسوي ده ته شفاعت (سپارښتنه) او نه به له دوی سره مدد وکړی شي (په دفع د عذاب کې).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذِ ٱبْتَلَىٰٓ إِبْرَٰهِـۧمَ رَبُّهُۥ بِكَلِمَٰتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّى جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِى قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِى ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ياد كړه (اې محمده) هغه وخت چې پر ابراهيم (علیه السلام) د هغه رب د څو خبرو ازمېښت وكړ او (ابراهيم) هغه ټولې سرته ورسولې؛ نو (الله) وویل: بېشکه زه تا د ټولو خلكو امام ټاكم، (ابراهیم) وویل: او زما له اولادې سره هم همدا وعده ده؟ (الله) وویل: زما وعده ظالمانو ته نه رسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ جَعَلْنَا ٱلْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَٱتَّخِذُوا۟ مِن مَّقَامِ إِبْرَٰهِـۧمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَآ إِلَىٰٓ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَٰعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِىَ لِلطَّآئِفِينَ وَٱلْعَٰكِفِينَ وَٱلرُّكَّعِ ٱلسُّجُودِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاده کړه اې محمده) کله چې موږ دا كور (كعبه) د خلكو لپاره (د ثواب) مركز او د امن ځاى جوړ كړ، او (امر مو وکړ چې) د ابراهیم علیه السلام له مقام (اودرېدلو ځای) څخه د لمانځه ځای جوړ کړئ او موږ ابراهیم او اسماعیل ته حکم کړی و چې زما کور د طواف کوونکو، اعتکاف کوونکو او رکوع کوونکو او سجده کوونکو (لمونځ کونکو) لپاره پاک کړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ رَبِّ ٱجْعَلْ هَٰذَا بَلَدًا ءَامِنًا وَٱرْزُقْ أَهْلَهُۥ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ مَنْ ءَامَنَ مِنْهُم بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُۥ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُۥٓ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلنَّارِ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړه اې محمده!) هغه وخت چې وویل ابراهیم علیه السلام: اې زما ربه دا ښار (چې کعبه پکې ده) د امن ځای وګړځوه، او د دې له اوسېدونكو څخه هغه چا ته چې پر الله او اخرت ایمان لري، هغو ته له هر ډول مېوو څخه روزې وركړه، (الله) وفرمایل: او هر څوک چې کافر شو نو هغه ته هم لږه ګټه (د دنیا د ژوند) ورکوم، بیا به یې په زور د اور عذاب (جهنم) ته ورکاږم، او بد ځای د ورتلو دی (هغه اور).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَٰهِـۧمُ ٱلْقَوَاعِدَ مِنَ ٱلْبَيْتِ وَإِسْمَٰعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّآ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړه اې محمده!) هغه وخت چې پورته کړل ابراهیم او اسماعیل بنیادونه (دېوالونه) د دې کور (کعبې) (او دواړو وویل) اې زموږ ربه (پالونکیه) له موږ څخه دا (چاره) قبوله کړه، بېشکه همدا ته ښه اوریدونکی (او پر هر څه) ښه پوهیدونکی يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبَّنَا وَٱجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَآ أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَآ إِنَّكَ أَنتَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې زموږ ربه! وګرځوه موږ (دواړه) حکم منونکی ستا او (وګرځوه) له اولادې زموږ یوه ډله حکم منونکي ستا او موږ ته د حج احکام وښایه او زموږ توبه قبوله کړه، بېشکه همدا ته ښه توبه قبلوونکی (او) رحم کوونکی يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبَّنَا وَٱبْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې زموږ ربه! په دوی (دې خلکو) کې د همدوى له قوم نه يو داسې پیغمبر راپاڅوه چې دوی ته ستا ايتونه لولي او دوی ته کتاب (یعنې قرآن) او حکمت (شرعي احکام) ورښايي او پاک کړې دوی (له ګناهونو)، بېشکه همدا ته ښه غالب (او) د حکمت خاوند یې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَن يَرْغَبُ عَن مِّلَّةِ إِبْرَٰهِـۧمَ إِلَّا مَن سَفِهَ نَفْسَهُۥ وَلَقَدِ ٱصْطَفَيْنَٰهُ فِى ٱلدُّنْيَا وَإِنَّهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د ابراهیم علیه السلام له دین څخه مخ نه کړځوي، مګر هغوی چې ځان یې احمق کړی وي، او په تحقیق سره غوره کړی و موږ ابراهیم علیه السلام په دنیا کې (په نبوت او د بیت الله په ودانولو سره)، او بېشکه په آخرت کې له (خاصو) نیکانو څخه دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ لَهُۥ رَبُّهُۥٓ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یاد کړه) چې كله يې رب (ابراهیم علیه السلام ته) وویل: (زما احکامو ته) غاړه كېږده! نو هغه (ابراهیم) وویل: ما د عالمیانو رب ته غاړه ايښې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَوَصَّىٰ بِهَآ إِبْرَٰهِـۧمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَٰبَنِىَّ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰ لَكُمُ ٱلدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر همدې مسلك د تللو وصیت (سپارښتنه) ابراهيم علیه السلام خپلو زامنو ته كړې وه او یعقوب علیه السلام (هم)، چې اې زما زامنو! بېشکه چې الله غوره کړی دی تاسې ته دین (د اسلام) نو مه مرئ تاسې مګر په هغه حال کې چې تاسي مسلمانان یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ كُنتُمْ شُهَدَآءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ ٱلْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِنۢ بَعْدِى قَالُوا۟ نَعْبُدُ إِلَٰهَكَ وَإِلَٰهَ ءَابَآئِكَ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَٰعِيلَ وَإِسْحَٰقَ إِلَٰهًا وَٰحِدًا وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا تاسې هغه مهال حاضر واست چې یعقوب علیه السلام ته مرګ راغی کله چې (یعقوب علیه السلام) خپلو زامنو ته وویل، چې زما له مرګ وروسته به د څه عبادت کوئ؟ نو دوی وویل چې ستا د معبود عبادت به کوو او ستا د پلرونو چې ابراهیم او اسمعیل او اسحاق علیهم السلام دي د معبود عبادت به کوو، هغه یو الله دی (شریک نه لري) او موږ ټول هغه ته غاړه ایښودونکي یو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْـَٔلُونَ عَمَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه یوه ډله وه چې تېره شوی ده، هغوی لپاره ده (جزا) د هغه څه چې کړی يې دي او ستاسې لپاره (جزا) ده، د هغه څه چې تاسې کړي او له تاسې نه به د هغوی د کړنو په اړه پوښتنه نه کېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ كُونُوا۟ هُودًا أَوْ نَصَٰرَىٰ تَهْتَدُوا۟ قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَٰهِـۧمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (اهل کتاب مسلمانانو ته) وایي چې یهودیان یا نصرانیان شئ چې سمه لاره ومومئ. ووایه (اې محمده دوی ته) بلکې د ابراهیم د دین (متابعت کوو) چې له باطل څخه حق ته مائل دی او هغه (ابراهیم) د مشرکانو څخه نه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُولُوٓا۟ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَآ أُنزِلَ إِلَىٰٓ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَٰعِيلَ وَإِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطِ وَمَآ أُوتِىَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَآ أُوتِىَ ٱلنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووایئ (اې مؤمنانو!) چې موږ ایمان راوړی دی پر الله او پر هغه (قرآن) چې نازل شوی دی پر موږ او پر هغو (صحیفو) چې نازل کړل شوي دي پر ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب علیهم السلام او اولادې (د دوی) او پر هغو (کتابونو او معجزاتو هم ایمان لرو) چې موسی او عیسی علیهما السلام ته ورکړل شوي دي او (پر) هغو (کتابونو) چې ورکړی شوي دي (نورو) انبیاوو ته د دوی د رب لخوا، حال دا چې نه کوو فرق په منځ د یوه تن د دوی کې او موږ الله ته غاړه ایښودونکي یو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنْ ءَامَنُوا۟ بِمِثْلِ مَآ ءَامَنتُم بِهِۦ فَقَدِ ٱهْتَدَوا۟ وَّإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا هُمْ فِى شِقَاقٍ فَسَيَكْفِيكَهُمُ ٱللَّهُ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو که ایمان راوړي دوی (یهود او نصاری) لکه چې تاسې ایمان راوړی دی په هغه (مؤمن به شیانو) نو په تحقیق سره چې سمه لاره یې وموندله او که يې مخ وګرځاوه (له ایمانه) نو بېشکه هم دا خبره ده چې دوی (له تاسي سره) په مخالفت کې دي، نو ژر ده چې کافي به شي په (دفع د شر) د دوی کې تا لره الله، او هم دی ښه اوریدونکي دی (د اقوالو)، ښه عالم دی (په احوالو).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
صِبْغَةَ ٱللَّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ ٱللَّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُۥ عَٰبِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (ووایئ اې مؤمنانو! چې موږ الله رنګ کړی یو) په رنګ د الله، او څوک د الله له رنګ (دین) څخه غوره دي؟ او موږ یوازې د هغه (الله) عبادت کوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ أَتُحَآجُّونَنَا فِى ٱللَّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَآ أَعْمَٰلُنَا وَلَكُمْ أَعْمَٰلُكُمْ وَنَحْنُ لَهُۥ مُخْلِصُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووایه (اې محمده! دوی ته) ایا جګړه کوئ تاسې له موږه سره په (دین) د الله کې حال دا چې هغه زموږ او تاسې رب (پالونکی) دی او زموږ خپلې کړنې (عملونه) دي او ستاسې خپلې کړنې او موږ یوازې الله لره په اخلاص (عبادت کوونکي) یو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَٰعِيلَ وَإِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطَ كَانُوا۟ هُودًا أَوْ نَصَٰرَىٰ قُلْ ءَأَنتُمْ أَعْلَمُ أَمِ ٱللَّهُ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهَٰدَةً عِندَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا تاسې داسې واياست (اې اهل کتابو)، چې ابراهیم او اسماعیل او اسحق او یعقوب علیهم السلام او د هغوی اولاد (ټول) یهودیان یا نصرانیان وو، (هغوی ته) ووایه (اې محمده) آیا تاسې ښه پوهیږئ، که الله؟ او له هغه چا نه به بل لوی ظالم څوك وي، چې د الله له لوري هغه ته د يوې شاهدۍ ذمه واري ورتر غاړى شوې وي او هغه پټه كړي او نه دی الله بې خبره له هغه څه چې تاسي يې کوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْـَٔلُونَ عَمَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه یوه ډله وه چې په تحقیق سره تېره شوې ده، د هغوی کړنې (عملونه) د هغوی لپار ه وې او ستاسې کړنې ستاسې لپاره دي او له تاسې نه به د هغه څه په اړه پوښتنه و نشي چې هغوی ترسره کول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَيَقُولُ ٱلسُّفَهَآءُ مِنَ ٱلنَّاسِ مَا وَلَّىٰهُمْ عَن قِبْلَتِهِمُ ٱلَّتِى كَانُوا۟ عَلَيْهَا قُل لِّلَّهِ ٱلْمَشْرِقُ وَٱلْمَغْرِبُ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هرومرو به د خلکو ناپوهان ووایي چې څه شي وګرځول دوی (یعنې رسول صلی الله علیه وسلم او مؤمنان) له قبلی د دوی څخه هغې نه چې وو دوی په هغې باندې؟ ووایه (اې محمده! دوی ته) چې مشرق او مغرب (بلکې ټول جهات) د الله له پاره دي، هر چاته چې وغواړي د سمې لارې (اسلام) هدایت کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَٰكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا۟ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ وَيَكُونَ ٱلرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا ٱلْقِبْلَةَ ٱلَّتِى كُنتَ عَلَيْهَآ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ ٱلرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَٰنَكُمْ إِنَّ ٱللَّهَ بِٱلنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هم داسې (لکه چې هدایت مو درته کړی دی) ګرځولي یئ موږ تاسې یوه ډله غوره لپاره د دې چې شئ شاهدان پر نورو خلقو (د جزا په ورځ د انبیاؤ له خوا) او چې شې (محمد) رسول (د الله) پر تاسې شاهد. او نه ده ګرځولې موږ (دا) قبله هغه چې وې ته (پخوا له هجرت نه) پر هغې باندې مګر لپاره د دې چې موږ (بیل او) ښکاره کړو هغه څوک چې پيروي کوي د رسول له هغه چانه چې بیرته ګرځي په پوندو خپلو، اګر که دي دا ګرځیدل (کعبې ته) هرومرو (خامخا) ډیر ګران (سخت) مګر نه دي ګران (سخت) په هغو کسانو چې سمه لاره ورته ښوولې ده الله. او نه دی الله چې ضایع کړي ایمان (لمونځ) ستاسې (اې مؤمنانو!) بېشکه الله پر خلکو ډېر مهربان، پوره رحم کوونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَدْ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِى ٱلسَّمَآءِ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَىٰهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا۟ وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُۥ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په تحقیق سره وینو موږ (بیا بیا) ګرځول د مخ ستا په (طرف د) آسمان، نو موږ به وګرځوو هرومرو (خامخا) تا (هغې) قبلی ته چې ته یې خوښوې. نو وګرځوه مخ خپل په لوري د مسجد الحرام (کعبې ته په لمانځه کې). او په هر ځای کې چې یې، نو وګرځوئ (تاسې) مخونه خپل (په لمانځه کې) په لوري د هغې (کعبی)، او بېشکه هغه کسان چې هغوی ته کتاب ورکړل شوی دی، خامخا پوهېږي چې دا د دوی د رب له لوري حق ده او الله غافل نه دی له هغو کړنو چې دوی یې کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَئِنْ أَتَيْتَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ بِكُلِّ ءَايَةٍ مَّا تَبِعُوا۟ قِبْلَتَكَ وَمَآ أَنتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ وَمَا بَعْضُهُم بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ وَلَئِنِ ٱتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم مِّنۢ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ ٱلْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَّمِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او که چېرې ته دې اهل كتابو ته هر دلیل (نښانه) راوړې، دوی به ستا د قبلې پیروي و نه کړي او نه یې ته (اې محمده) د دوی د قبلې پېروي کوونکی او نه دي ځینې د دوی پېروان د قبلی د ځینو (نورو). او که چېرې ته تابع شې د هیلو (آرزوګانو) د دوی وروسته له هغه علم (وحي) څخه چې تا ته راغی، نو بېشکه ته به له ظالمانو ځينې شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَٰهُمُ ٱلْكِتَٰبَ يَعْرِفُونَهُۥ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَآءَهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ ٱلْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغو کسانو ته چې موږ کتاب ورکړی دی، هغوی هغه (یعنې محمد یا اسلام) داسې پېژني لکه خپل اولاد چې پېژني او په تحقیق سره یوه ډله له دوی (یعنې کتابیانونه) ځینې حق پټوي په داسې حال کې چې دوی پوهېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center حق ثابت دی ستا د رب له لوري، نو ته د شک کوونکو له ډلې څخه مه کېږه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا فَٱسْتَبِقُوا۟ ٱلْخَيْرَٰتِ أَيْنَ مَا تَكُونُوا۟ يَأْتِ بِكُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًا إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هر چا (امت) لپاره یو لوری (قبله) ده چې هغې ته (په لمانځه کې) مخ اړوي، نو تاسې نېکیو ته وړاندی شئ، هر چېرته چې یاست الله به تاسي ټول راولي (د اعمالو د بدلې لپاره په قیامت) بېشکه چې الله په هر شي ښه قادر دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَإِنَّهُۥ لَلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هر ځایه چې ته ووځې (اې محمده!) نو خپل مخ (په لمانځه کې) د مسجد حرام په لوري وګرځوه او بېشکه چې دا ستا د رب په حقه فيصله ده او نه دی الله بې خبر له هغه څه چې تاسې یې کوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا۟ وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُۥ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَٱخْشَوْنِى وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِى عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هر ځایه په هر وخت کې چې ووځې ته (اې محمده! سفر ته، او قصد د لمانځه وکړې) نو وګرځوه ته مخ خپل لوري د مسجد حرام ته (په لمانځه کې) او په هر ځای او هر وخت کې چې یاست (اې مومنانو) نو وګرځوئ خپل مخونه په لوري د هغې (کعبی)، د دې لپاره چې پر تاسي د خلکو (یعنې یهودانو او مشرکانو) هیڅ اعتراض نه وي مګر د هغو کسانو چې ظالمان دي له دوی ځینې نو له هغوی مه وېرېږئ، بلکې له ما څخه ووېرېږئ (او زما نافرماني مه کوئ!). او دې لپاره چې پوره کړم زه نعمت خپل پر تاسي (د هدایت) او ښايي چې تاسې (حق ته) لار ومومئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَمَآ أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِّنكُمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْكُمْ ءَايَٰتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا۟ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center لکه څنګه مو چې په تاسي کې ستاسې (له جنس) څخه رسول درولېږه (د اتمام د نعمت لپاره) چې پر تاسي به زموږ آیاتونه (قرآن) لولي او تاسي به (له کفره) پاکوي او تاسي ته به کتاب (قرآن او حلال او حرام) او حکمت (سنت) در زده کوي او تاسي ته به هغه شیان در ښایي چې تاسي پرې نه پوهېدلئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱذْكُرُونِىٓ أَذْكُرْكُمْ وَٱشْكُرُوا۟ لِى وَلَا تَكْفُرُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس تاسې ما یاد کړئ زه به هم تاسې یاد کړم او زما شکر وباسئ او ناشکري مه کوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱسْتَعِينُوا۟ بِٱلصَّبْرِ وَٱلصَّلَوٰةِ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! په صبر او لمانځه سره له (الله) څخه مرسته وغواړئ، بېشکه الله له صبر کوونکو سره دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَن يُقْتَلُ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أَمْوَٰتٌۢ بَلْ أَحْيَآءٌ وَلَٰكِن لَّا تَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغو کسانو ته چې د الله په لار (جهاد) کې وژل کېږي، مړه مه وایئ، بلکې هغوی ژوندي دي، خو تاسي (د دوی په ژوند) نه پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَىْءٍ مِّنَ ٱلْخَوْفِ وَٱلْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ ٱلْأَمْوَٰلِ وَٱلْأَنفُسِ وَٱلثَّمَرَٰتِ وَبَشِّرِ ٱلصَّٰبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ به ار مرو په وېره، خطر، لوږې، د سراو مال په زیان او دمیوو په تاوان (په وچکالۍ او نورو افتونو سره) تاسې ازمایو او (اې پیغمبره) صبره کوونکو ته زېری ورکړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَٰبَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوٓا۟ إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّآ إِلَيْهِ رَٰجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (دا) هغه کسان دي چې کله کوم مصیبت ورورسېږي، نو وایي: بېشکه موږ (مملوک) د الله یو او بېشکه موږ هم ده (الله ته) بیا ورتلونکي یو (په آخرت کې).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَٰتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په همدوی درودونه (بخښنې) او مهرباني ده له (طرفه) د رب د دوی او همدوی (حق ته) لارموندونکي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلصَّفَا وَٱلْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ ٱللَّهِ فَمَنْ حَجَّ ٱلْبَيْتَ أَوِ ٱعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ ٱللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په يقيني توګه صفا او مروه د الله د دین له نښانو ځینې دي، نو څوک هم چې د حج بیت الله او یا عمرې (اراده) وکړي، نو پر ده هیڅ وبال (ګناه) نه شته (په دې کې) چې طواف وکړي په دې دواړو، او هر څوک چې په خپله خوښه څه نیکي وکړي، نو بېشکه الله قدرکوونکی، ښه عالم دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَآ أَنزَلْنَا مِنَ ٱلْبَيِّنَٰتِ وَٱلْهُدَىٰ مِنۢ بَعْدِ مَا بَيَّنَّٰهُ لِلنَّاسِ فِى ٱلْكِتَٰبِ أُو۟لَٰٓئِكَ يَلْعَنُهُمُ ٱللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ ٱللَّٰعِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه كوم کسان چې زموږ نازلې کړل شوې روښانه لارښوونې او هدايات پټوي پس له هغه چې موږ هغه خلکو (بني اسرائیلو) ته په کتاب (تورات) کې. روښانه کړل، دا هغه کسان دي چې الله پرې لعنت وايي او لعنت ویونکي (پرښتې، انسانان، پېریان او نور مخلوقات) هم پرې لعنت وايي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ وَأَصْلَحُوا۟ وَبَيَّنُوا۟ فَأُو۟لَٰٓئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center مګرهغه کسان چې توبه یې وویستله (له شرکه او پټولو د نعمت څخه) او ځانونه یې جوړ (اصلاح) کړل او (هغه څه یې چې پټول) هغه یې بیان کړل، نو دا هغه کسان دي چې زه به ورته بخښنه وکړم او زه ښه توبه قبلوونکی، همیشه رحم کوونکی یم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَمَاتُوا۟ وَهُمْ كُفَّارٌ أُو۟لَٰٓئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ ٱللَّهِ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه هغه کسان چې کافران شوي او د کفر په حالت کې مړه شوي دي، په دې کسانو د الله او ملایکو او ټولو خلکو لعنت دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خَٰلِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ ٱلْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (په داسې حال کې چې) دوی به همېشه وي په دې (لعنت، یا اور، یا عقوبت) کې، نه به د دوی په عذاب کې سپکوالی راځي او نه به دوی ته مهلت ورکولی شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلرَّحْمَٰنُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ستاسې (په حقه) معبود یو دی، نشته بل څوک لائق د عبادت مګر هغه (الله) ډېر مهربان پوره رحم کوونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى خَلْقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱخْتِلَٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَٱلْفُلْكِ ٱلَّتِى تَجْرِى فِى ٱلْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ ٱلنَّاسَ وَمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن مَّآءٍ فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ ٱلرِّيَٰحِ وَٱلسَّحَابِ ٱلْمُسَخَّرِ بَيْنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه د آسمانو او زمکې په پیداکولو کې او په اختلاف د شپې او د ورځې کې (چې اوږدیږي، لنډیږي پرله پسې رڼا او تیاره راځي، یخیږي او ګرمیږي) او په بیړیو (کښتیو) هغو کې چې روانې وي په دریاب کې په هغه سره چې فائده رسوي خلکو ته او په هغه څه کې چې نازل کړي دي الله تعالی له (طرفه د) آسمانه له اوبو ځينې نو ژوندۍ (زرغونه) کړې یې ده په هغو (اوبو) سره زمکه وروسته له مرګه (وچوالی) د هغې او خواره کړي یې دي په دې زمکه کې له هر قسمه خوځیدونکو (حیواناتو) څخه، او په ګرځولو (بدلولو) د بادونو کې او په (ودرولو) د هغې وریځې کې چې مسخره کړل شوې ده په مینځ د اسمان او زمکې کې، خامخا دلیلونه دي (په وحدانیت د الله تعالی) لپاره د هغه قوم چې له عقله کار اخلي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ وَلَوْ يَرَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ إِذْ يَرَوْنَ ٱلْعَذَابَ أَنَّ ٱلْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعَذَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ځینې خلک داسې دي چې له الله پرته شریکان (په عبادت کې) نیسي، له هغوی سره داسې مینه کوي لکه څنګه چې له الله سره (مینه لازمه) ده او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی له الله سره ډېره (بې درېغه) مینه کوي او که ووینې هغه کسان چې ظلم یې کړی دی (په خپلو نفسونو په شرک سره) په هغه وخت کې چې وویني دوی عذاب چې بېشکه ټول قوت خاص الله تعالی لره دی او بېشکه الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ تَبَرَّأَ ٱلَّذِينَ ٱتُّبِعُوا۟ مِنَ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوا۟ وَرَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ ٱلْأَسْبَابُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center کله چې مشران (چې پرته له الله یې تابعداري کېدله) له خپلو پیروانو (کشرانو) بېزاري څرګنده کړي او دوی عذاب وویني او غوڅ شي په دوی (هغه ټول) سببونه (د خپلولۍ اړیکې).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوا۟ لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا۟ مِنَّا كَذَٰلِكَ يُرِيهِمُ ٱللَّهُ أَعْمَٰلَهُمْ حَسَرَٰتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُم بِخَٰرِجِينَ مِنَ ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه خلك (چې په دنيا كې) پیروان وو، و به وايي چې كاشكې يو ځل بېرته دنيا ته ستانه شوي وای؛ نو څنګه چې نن دوى له موږ بېزاري څرګندوي، نو موږ به هم له دوی څخه بېزاري ښكاره كړې واى، همداسې (لکه چې وښوده الله جل جلاله دوی ته د عذاب سختي او د یوه بل نه بیزاري) وبه ښایي دوی ته الله (ناکاره) عملونه د دوی افسوسونه په دوی باندې او نه به وي دوی هېڅکله (د دوزخ) له اور څخه وتونکي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ كُلُوا۟ مِمَّا فِى ٱلْأَرْضِ حَلَٰلًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا۟ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَٰنِ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې خلکو! خورئ تاسې له (ځینو هغو) شیانو څخه چې په زمکه کې دي حلال پاک او د شیطان د قدمونو پیروي مه کوئ (شیطان پسې مه ځئ!) بېشکه چې هغه (شیطان) ستاسې ښکاره دښمن دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا يَأْمُرُكُم بِٱلسُّوٓءِ وَٱلْفَحْشَآءِ وَأَن تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه هغه (شیطان) خو تاسې ته د بدو کړنو او ګناه حکم کوي او تاسې ته د الله تعالی په اړه داسې څه وايي (په الله پورې دروغ خبرې تړي) چې تاسې پرې نه پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱتَّبِعُوا۟ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ قَالُوا۟ بَلْ نَتَّبِعُ مَآ أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَآ أَوَلَوْ كَانَ ءَابَآؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْـًٔا وَلَا يَهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې دوی ته وویل شي چې تابعداري وکړئ د هغه حکم چې نازل کړی دی الله تعالی نو دوی وايي: بلکې موږ د هغه څه (دین) پيروي كوو چې موږ پر هغه خپل پلرونه (نيكونه) موندلي دي، که څه هم د دوی پلرونه په هیڅ نه پوهېدل او نه (حق ته) لارموندونکي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَثَلُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ كَمَثَلِ ٱلَّذِى يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَآءً وَنِدَآءً صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْىٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او حال د هغو کسانو چې کافران شوي دي د هغو کسانو (د حال) په څېر دی، چې هغه چا ته نارې وهي چې هغه یوازې غږ او بلنه اوري او نور هیڅ هم نه اوري، (دوی) کاڼه، ګونګیان او ړانده دي، نو دوی عقل نه لري (چې حق ته لار ومومي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُلُوا۟ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقْنَٰكُمْ وَٱشْكُرُوا۟ لِلَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، خورئ تاسې! له پاکو حلالو هغو شیانو څخه چې موږ تاسې ته درکړي دي او د الله تعالی شکر وباسئ (په دغو حلالو شیانو) که چېرې (په ریښتیا) یوازې د هغه (الله) بندګي کوونکي یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ ٱلْمَيْتَةَ وَٱلدَّمَ وَلَحْمَ ٱلْخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ بِهِۦ لِغَيْرِ ٱللَّهِ فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَآ إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه (الله) پر تاسې حرام کړي دي خوړل د مردارې او وینې او د خوګ (خنزیر) د غوښې او هغه حلال کړل شوي څاروي چې د ذبحې پر مهال له الله پرته د بل چا نوم پرې اخيستل شوى وي (دا ټول یې حرام کړي دي)، پس که څوک د ضرورت له مخې (د دې شیانو خوړلو ته) اړ شول، پرته له دې چې د الهي حكم ماتولو اراده ولري يا له حده تېری وكړي، بېشکه چې الله تعالی لوی بخښونکی مهربان دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلْكِتَٰبِ وَيَشْتَرُونَ بِهِۦ ثَمَنًا قَلِيلًا أُو۟لَٰٓئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِى بُطُونِهِمْ إِلَّا ٱلنَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ ٱللَّهُ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه هغه کسان چې د الله د نازل کړل شوي کتاب شیان (حکمتونه) پټوي او پر هغو لږه (دنیایي) ګټه اخلي، نو دغه کسان خپلو خېټو کې له اور پرته بل څه نه خوري، او د قیامت په ورځ به الله له دوی سره خبرې و نه کړي (په خوښئ سره) او نه به دوی (له کفر څخه) پاک کړل شي او د دوی لپاره به دردناک عذاب وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشْتَرَوُا۟ ٱلضَّلَٰلَةَ بِٱلْهُدَىٰ وَٱلْعَذَابَ بِٱلْمَغْفِرَةِ فَمَآ أَصْبَرَهُمْ عَلَى ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوی هغه کسان دي چې ګمراهي یې د هدایت په بدل کې او عذاب یې د بخښنې (مغفرت) په بدل کې اخیستی (غوره کړی دی)، نو (ځای د تعجب دی چې) دوی د اور په مقابل کې څومره زغم لري!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ نَزَّلَ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ ٱخْتَلَفُوا۟ فِى ٱلْكِتَٰبِ لَفِى شِقَاقٍۭ بَعِيدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا د دې لپاره چې الله تعالی په حق سره کتاب نازل کړی دی او هغه کسان چې اختلاف يې کړی دی په کتاب کې نو هغوى په خپلو لانجو كې له حق نه ډېر لرې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّيْسَ ٱلْبِرَّ أَن تُوَلُّوا۟ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ ٱلْمَشْرِقِ وَٱلْمَغْرِبِ وَلَٰكِنَّ ٱلْبِرَّ مَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةِ وَٱلْكِتَٰبِ وَٱلنَّبِيِّـۧنَ وَءَاتَى ٱلْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِۦ ذَوِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينَ وَٱبْنَ ٱلسَّبِيلِ وَٱلسَّآئِلِينَ وَفِى ٱلرِّقَابِ وَأَقَامَ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَى ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَٰهَدُوا۟ وَٱلصَّٰبِرِينَ فِى ٱلْبَأْسَآءِ وَٱلضَّرَّآءِ وَحِينَ ٱلْبَأْسِ أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ صَدَقُوا۟ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (یوازې دا کار) نيكي نه ده چې تاسي خپل مخونه ختيځ یا لوېدیځ لوري ته (په لمانځه کې) واړوئ؛ بلكې (غوره) ښېګڼه (نېکي) هغه ده چې چا پر الله، د قیامت پر ورځ او پريښتو او کتابونو او پر پیغمبرانو ایمان راوړی وي او د الله په مینه خپل مال خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، پرديسانو (مسافرو)، سوالګرو او د مريانو په آزادولو کې ورکوي، د لمانځه پابندي کوي او زکات ورکوي او خپلې (هغه) وعدې پر ځای کوي چې کله وعده وکړي او د تنګستیا او غمونو پر مهال او د حق او باطل په جګړه کې صبر وكړي همدا ريښتیني او همدا کسان متقیان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلْقِصَاصُ فِى ٱلْقَتْلَى ٱلْحُرُّ بِٱلْحُرِّ وَٱلْعَبْدُ بِٱلْعَبْدِ وَٱلْأُنثَىٰ بِٱلْأُنثَىٰ فَمَنْ عُفِىَ لَهُۥ مِنْ أَخِيهِ شَىْءٌ فَٱتِّبَاعٌۢ بِٱلْمَعْرُوفِ وَأَدَآءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَٰنٍ ذَٰلِكَ تَخْفِيفٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ فَمَنِ ٱعْتَدَىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَلَهُۥ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسي (په قصد سره) وژل شویو (قتل شویو کسانو) کې قصاص فرض کړل شوی دی. اصیل (آزاد) په اصیل باندې (قصاصېږي) او مریی په مریي (قصاصېږي) او ښځه په ښځه باندې (قصاصېږي). نو که چا ته (مصلحتاً) د ده د (مسلمان) ورور له طرفه څه بخښنه وشوه، نو لازمه ده (په دې عفوه کوونکي) مطالبه د دېت (له قاتله) په ښې طریقې سره او ورکول (د دېت دی) هغه ته په غوره طریقې سره، دا کار (د قصاص جواز، یا دیت، یا عفوه) ستاسې د رب له لوري اسانتيا او رحمت دى، كه له دې (پرېکړې) وروسته څوك تېری وكړي د هغه لپاره دردوونكى عذاب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَكُمْ فِى ٱلْقِصَاصِ حَيَوٰةٌ يَٰٓأُو۟لِى ٱلْأَلْبَٰبِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تاسې لپاره په قصاص کې (لوی) ژوند دی اې د عقل څښتنانو! په کار ده چې تاسي ځان وساتئ (له ناحقو وینو څخه).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ ٱلْمَوْتُ إِن تَرَكَ خَيْرًا ٱلْوَصِيَّةُ لِلْوَٰلِدَيْنِ وَٱلْأَقْرَبِينَ بِٱلْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى ٱلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر تاسي فرض کړی شوې ده چې کله له تاسو څخه یو چا ته مرګ راشي، که ډېر مال یې پرېښی وي نو مور، پلار او (نورو) خپلوانو ته دې په غوره توګه وصیت وکړي، دا حکم لازم دی پر پرهیږګارانو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَنۢ بَدَّلَهُۥ بَعْدَ مَا سَمِعَهُۥ فَإِنَّمَآ إِثْمُهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ يُبَدِّلُونَهُۥٓ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو چا چې وصيت له اورېدو وروسته بدل كړ؛ نو بېشکه د هغه ګناه به د (وصیت) بدلوونكو پر غاړه وي، بېشکه الله (د ټولو اقوالو) ښه اورېدونكى (او پر ټولو اقوالو) ښه پوهېدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَآ إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو کله چې څوک له وصیت کوونکی څخه وېره لري د ظلم (په خطا سره) یا د ګناه (په قصد سره) او د دوی (د موصي او موصی له) تر مینځ سوله وکړي، نو پر هغه هیڅ ګناه نه شته، بېشکه الله ښه بښوونکی او پوره رحم کوونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسې روژه فرض کړی شوې ده لکه څنګه چې ستاسي پر پخوانیو فرض کړی شوې وه، د دې لپاره چې تاسي پرهېزګاران شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَيَّامًا مَّعْدُودَٰتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى ٱلَّذِينَ يُطِيقُونَهُۥ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُۥ وَأَن تَصُومُوا۟ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د شمېرل شویو ورځو روژې دي، پس چې څوک له تاسي څخه ناروغه او یا په سفر کې وي (او روژه وخوري) نو په نورو ورځو كې دې همدغه شمېر پوره كړي. او په هغو کسانو باندې چې د روژې نیولو توان لري (او روژه نه نیسي) فدیه ورکول دي (چې) د یوه مسکین خواړه (د یوې روژې برابر دي). او څوك چې په خپله خوښه زياته نيكي وكړي؛ نو دا د هغه لپاره غوره ده؛ خو كه تاسي (د روژې په فضیلت) پوهېږئ، نو ستاسي لپاره غوره همدا ده چې روژه ونيسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
شَهْرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلْقُرْءَانُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَٰتٍ مِّنَ ٱلْهُدَىٰ وَٱلْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ ٱللَّهُ بِكُمُ ٱلْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ ٱلْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا۟ ٱلْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا۟ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center روژه هغه میاشت ده چې قرآن په کې نازل کړی شوی دی، چې د خلکو لپاره هدایت او ښکاره دلیلونه دي (له جنسه د هغو شیانو) چې هغه لار ښایي او بېلوونکی د حق او باطل دی. نو هر څوک له تاسي (مکلفینو) څخه چې دا میاشت ومومي، نو هرومرو دې د دې (رمضان) روژه ونیسي او هغه څوک چې ناروغ یا مسافر وي، نو هغه دې په نورو ورځو كې د روژو شمېر پوره كړي، الله پر تاسې اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي، او لپاره د دې چې پوره کړئ (تاسي په قضا سره) شمار (د روژې د میاشتې) او چې الله په لویۍ سره یاد کړئ په دې چې هدایت يې تاسي ته کړی دی او (د الله) شکر وباسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِى عَنِّى فَإِنِّى قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ ٱلدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا۟ لِى وَلْيُؤْمِنُوا۟ بِى لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې (اې محمده) له تا څخه زما بنده ګان زما په هکله پوښتنه وکړي، نو بېشکه چې زه نږدې یم (دوی ته په علم او اجابت سره)، زه د غوښتونکي سوال قبلوم چې کله ما وبلي، نو هغوی ته هم ښايي چې زما بلنه (احکام) ومني او پرما ټینګ ایمان راوړي، کېدای شي چې سمه لاره ومومي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ ٱلصِّيَامِ ٱلرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتَانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَٱلْـَٰٔنَ بَٰشِرُوهُنَّ وَٱبْتَغُوا۟ مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ ٱلْخَيْطُ ٱلْأَبْيَضُ مِنَ ٱلْخَيْطِ ٱلْأَسْوَدِ مِنَ ٱلْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا۟ ٱلصِّيَامَ إِلَى ٱلَّيْلِ وَلَا تُبَٰشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَٰكِفُونَ فِى ٱلْمَسَٰجِدِ تِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ ءَايَٰتِهِۦ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تاسي لپاره د روژې په شپو كې خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل (جماع کول) حلال کړل شوي دي، هغوی ستاسي جامې (لباس) دي او تاسي د هغوی لباس یاست، الله ته څرګنده ده چې تاسي په پټه له خپلو ځانونو سره خيانت کوئ؛ پس ستاسي له ګناه نه تېر شو او ویې بخښلئ، نو اوس له خپلو ښځو سره یوځای کېږئ (د روژی په شپو کې) او له الله نه هغه څه وغواړئ چې تاسي ته یې لیکلي دي. خورئ، څښئ تر هغه وخته چې د شپې د تروږمۍ له تورې ليكې نه مو (د سهار) سپینه کرښه (خط) تر سترګو شي. بیا تر شپې پورې خپله روژه بشپړه (پوره) کړئ او کله چې په جوماتونو کې اعتکاف کوئ نو (بیا) خپلو ښځو ته مه نږدې کېږئ (په جماع سره). دا احکام او حدود د الله تعالی دي، نو دې ته مه نږدې کېږئ (چې هغه مات کړئ) هم داسې (لکه چې دا یې درته بیان کړل) بیانوي الله تعالی خپل آیتونه د خلکو لپاره تر څو دوی تقوا غوره کړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَكُم بَيْنَكُم بِٱلْبَٰطِلِ وَتُدْلُوا۟ بِهَآ إِلَى ٱلْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا۟ فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَٰلِ ٱلنَّاسِ بِٱلْإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تاسي په خپلو كې يو د بل مال په ناروا توګه مه خورئ او مه حاکمانو ته دا مال د دې لپاره ورکوئ چې ستاسي یوه ډله په ناروا سره د خلکو مالونه وخوري، سره له دې چې تاسي پوهېږئ (چې دا ظلم دی).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْأَهِلَّةِ قُلْ هِىَ مَوَٰقِيتُ لِلنَّاسِ وَٱلْحَجِّ وَلَيْسَ ٱلْبِرُّ بِأَن تَأْتُوا۟ ٱلْبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَلَٰكِنَّ ٱلْبِرَّ مَنِ ٱتَّقَىٰ وَأْتُوا۟ ٱلْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَٰبِهَا وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خلك له تا څخه (اې پیغمبره!) د نویو میاشتو (سپوږمۍ د نرۍ كېدو او غټېډو) په اړه پوښتنه كوي، ته دوی ته ووایه: چې دا د خلكو لپاره د نېټې (تاریخونو) او د حج نښانې دي او نېکي دا نه ده چې تاسې خپلو کورونو ته د شا له لوري راشئ، بلکې نېکي داده چې (له الله تعالی څخه) و وېرېږئ او خپلو کورونو ته د دروازو له لورې راشئ، نو له الله وېره وکړئ، کېدای شئ چې بریالي شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَٰتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ يُقَٰتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْمُعْتَدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (اې مؤمنانو!) د الله تعالی په لار کې وجنګېږئ له هغو کسانو سره چې له تاسي سره جګړه کوي، او تېرى مه كوئ، ځکه چې الله تېري كوونكي نه خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَٱلْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ ٱلْقَتْلِ وَلَا تُقَٰتِلُوهُمْ عِندَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ حَتَّىٰ يُقَٰتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِن قَٰتَلُوكُمْ فَٱقْتُلُوهُمْ كَذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوی ووژنئ! په هر ځائ کې مو چې وموندل او هغوى وباسئ له هغه ځايه چې تاسې یې ترې ايستلي ياست، او فتنه (شرک او له دین څخه اړول) له وژلو څخه ډېر سخت دي او له هغوی سره د مسجد حرام په خوا کې جګړه مه کوئ، تر هغو چې دوی له تاسي سره په دې (حرم) کې و نه جنګېږي، نو که دوی تاسي سره جګړه وکړه، نو تاسي هم دوی ووژنئ، د کافرانو همداسې سزا ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنِ ٱنتَهَوْا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس که دوی منعه شول، نو بېشکه چې الله بخښوونكى او رحم كوونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَٰتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ ٱلدِّينُ لِلَّهِ فَإِنِ ٱنتَهَوْا۟ فَلَا عُدْوَٰنَ إِلَّا عَلَى ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تاسي له هغوی سره تر هغې پورې وجنګېږئ چې فتنه (شرک او فساد) پاتې نشي او دين (حکم یوازې) د الله لپاره شي، نو که هغوی لاس پر سر شول (له جګړې څخه)، نو (پوهه شئ) چې بیا پرته له ظلم کوونکو څخه پر بل چا زیاتی نه شته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلشَّهْرُ ٱلْحَرَامُ بِٱلشَّهْرِ ٱلْحَرَامِ وَٱلْحُرُمَٰتُ قِصَاصٌ فَمَنِ ٱعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَٱعْتَدُوا۟ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا ٱعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د حرامې مياشتې بدله هماغه حرامه مياشت ده او ټول حرام شیان بدل لري، نو که چا پر تاسي تېری وکړ، نو تاسي هم د هغوی د تېري په شان پر هغو تېری وکړئ او له الله و وېرېږئ او پوهه شئ چې بېشکه الله تعالی له متقیانو سره دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنفِقُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا تُلْقُوا۟ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى ٱلتَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د الله تعالی په لار كې (خپل مالونه) ولګوئ او په خپلو لاسونو خپل ځانونه (په سر او مال سره د جهاد په پرېښودلو) په هلاكت كې مه غورځوئ او ښېګڼه کوئ، بېشکه چې الله ښېګڼه کوونکي خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَتِمُّوا۟ ٱلْحَجَّ وَٱلْعُمْرَةَ لِلَّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا ٱسْتَيْسَرَ مِنَ ٱلْهَدْىِ وَلَا تَحْلِقُوا۟ رُءُوسَكُمْ حَتَّىٰ يَبْلُغَ ٱلْهَدْىُ مَحِلَّهُۥ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِۦٓ أَذًى مِّن رَّأْسِهِۦ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ فَإِذَآ أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِٱلْعُمْرَةِ إِلَى ٱلْحَجِّ فَمَا ٱسْتَيْسَرَ مِنَ ٱلْهَدْىِ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَٰثَةِ أَيَّامٍ فِى ٱلْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ذَٰلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُۥ حَاضِرِى ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (یوازې) د الله لپاره حج او عمره ادا کړئ، نو که چېرې ایسار شوئ (د حج او عمرې له پوره کولو)، نو د توان په اندازه هدیه (قرباني) وکړئ او خپل سرونه (وېښتان) مه خرئی تر څو چې قرباني خپل ځای ته نه وي رسېدلي، خو كه څوك له تاسې نه ناروغ وي يا يې په سر كې څه تكليف وي (او له دې امله خپل سر وخريي) نو هغه دې د فديې په توګه روژې ونيسي، يا دې خيرات ورکړي، يا دې قرباني وكړي. نو کله چې په امن کې شوئ (او تاسې دحج له ورځو وړاندې مكې ته ورسېدئ) نو چا چې له تاسې څخه له حج نه وړاندې له عمرې څخه ګټه واخيستله، هغه دې د خپل وس په اندازه قرباني وكړي، او كه (قرباني) یې ونه موندله، نو درې روژې دې په حج كې ونيسي او اوه روژې چې کله (خپل ځای ته) ستانه شئ، دا لس پوره ورځې دي دا (حکم د حج تمتع) د هغه چا لپاره دی چې کورنۍ (ځای یې) په مسجد الحرام کې نه وي. او له الله و وېرېږئ او پوهه شئ چې الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلْحَجُّ أَشْهُرٌ مَّعْلُومَٰتٌ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ ٱلْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِى ٱلْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا۟ مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ ٱللَّهُ وَتَزَوَّدُوا۟ فَإِنَّ خَيْرَ ٱلزَّادِ ٱلتَّقْوَىٰ وَٱتَّقُونِ يَٰٓأُو۟لِى ٱلْأَلْبَٰبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د حج (وخت) معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې میاشتو کې پر خپل ځان حج فرض کړ (د حج نیت یې وکړ)، نو نه دې هغه جماع (شهواني عمل) کوي، نه ګناهونه او نه جګړې د حج (په ورځو) کې او تاسې چې څه ښېګڼې (نېکۍ) کوئ الله تعالی پرې پوهېږئ او (له ځانونو سره) توښه واخلئ، بېشکه (تر هرڅه) غوره توښه تقوا (پرهېزګاري) ده او له ما نه ووېرېږئ اې د عقل خاوندانو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُوا۟ فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ فَإِذَآ أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَٰتٍ فَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ عِندَ ٱلْمَشْعَرِ ٱلْحَرَامِ وَٱذْكُرُوهُ كَمَا هَدَىٰكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِۦ لَمِنَ ٱلضَّآلِّينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نشته په تاسې باندې هیڅ ګناه په دې کې چې غواړئ فضل (روزي) د رب خپل، نو هر کله چې راکوز شئ له عرفات څخه نو له مشعر الحرام (د مزدلفې وروستۍ برخې) سره د الله تعالی ذکر (یادونه) کوئ او هغه شان یې یادوئ، لکه څنکه یې چې تاسي ته لارښوونه کړې ده، که نه نو تاسي له دې وړاندې له ګمراهانو ځینې واست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ أَفِيضُوا۟ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ ٱلنَّاسُ وَٱسْتَغْفِرُوا۟ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بیا له هغه لوري راکوز شئ (له عرفات څخه) له کوم لوري چې خلک راکوزېږي او له الله څخه بخښنه وغواړئ، بېشکه الله تعالی بخښونکی او رحیم دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِذَا قَضَيْتُم مَّنَٰسِكَكُمْ فَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ كَذِكْرِكُمْ ءَابَآءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا فَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ رَبَّنَآ ءَاتِنَا فِى ٱلدُّنْيَا وَمَا لَهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ مِنْ خَلَٰقٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو کله مو چې د حج مناسک ترسره کړل، نو د الله د تعالی داسې یادونه وکړئ، لکه څنګه به مو چې خپل پلرونه (د جاهلیت پر مهال په ویاړ) یادول، بلکې له هغې هم زیات، نو له خلکو نه ځینې داسې دي چې وايي: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا کې (زموږ برخه او نعمتونه) راکړه، نو داسې (انسان) ته په آخرت کې هیڅ برخه نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَآ ءَاتِنَا فِى ٱلدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له دوی نه ځینې هغه څوک دي، چې وايي: اې زموږ ربه، موږ ته په دې دنیا (لږ ژوند) کې ښېګڼه (نعمت) راکړه او په آخرت کې هم ښېګڼه (جنت) راکړه او موږ د اور له عذابه وساته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّمَّا كَسَبُوا۟ وَٱللَّهُ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د دغو کسانو لپاره د خپلو کړنو (نېکو اعمالو) په سبب (لویه) برخه ده او الله تعالی ډېر ژر حساب اخیستونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ فِىٓ أَيَّامٍ مَّعْدُودَٰتٍ فَمَن تَعَجَّلَ فِى يَوْمَيْنِ فَلَآ إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَن تَأَخَّرَ فَلَآ إِثْمَ عَلَيْهِ لِمَنِ ٱتَّقَىٰ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او یادوئ! الله تعالی په څو شمیرل شویو ورځو (د تشریق) کې، نو هر چا چې بیړه وکړه (په تلو کې له منی څخه مکې ته) په دوو ورځو کې نو نشته هیڅ ګناه پر دغه تلوار کوونکی او هر چا چې تاخیر وکړ نو نشته هیڅ ګناه په ده باندې دا (بېګناهی) د هغه چا لپاره ده چې پرهیز يې کړی وي (له مناهیو څخه). او له الله څخه (تل) وېرېږئ! او پوهه شئ چې بېشکه تاسې خاص الله ته ورټولېږئ (د سزا لپاره).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُۥ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَيُشْهِدُ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا فِى قَلْبِهِۦ وَهُوَ أَلَدُّ ٱلْخِصَامِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په انسانانو كې ځینې داسې دي چې د هغه خبرې د دنيا په ژوند كې تا ته ډېرې ښې ښكاري او هغه الله شاهد نيسي پر هغه څه چې په زړه کې یې دي، حال دا چې هغه ډېر سخت دي په جګړه او عداوت کې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا تَوَلَّىٰ سَعَىٰ فِى ٱلْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ ٱلْحَرْثَ وَٱلنَّسْلَ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلْفَسَادَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې بېرته وګرځي (له تانه اې محمده!) نو ګړندی ګرځي په زمکه کې د دې لپاره چې په هغې (زمکه) کې فساد وکړي، او کښت (فصل) او ساکښان (ذي روح) (په سوځولو او وژلو سره) له منځه یوسي، حال دا چې الله فساد نه خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا قِيلَ لَهُ ٱتَّقِ ٱللَّهَ أَخَذَتْهُ ٱلْعِزَّةُ بِٱلْإِثْمِ فَحَسْبُهُۥ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې ورته وویل شي چې له الله تعالی څخه ووېرېږئ، نو غرور (عار او ننګ) یې په ګناه کولو ټینګوي، نو پس کافي دی ده ته جهنم (عذاب د اور) او ډېر بد ځای د اوسېدو دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَشْرِى نَفْسَهُ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ رَءُوفٌۢ بِٱلْعِبَادِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په انسانانو کې ځینې داسې کسان دي چې د الله د رضا لپاره خپل نفس خرڅوي (قرباني کوي) او الله پر بندګانو ډېر مهربان دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱدْخُلُوا۟ فِى ٱلسِّلْمِ كَآفَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا۟ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَٰنِ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! په اسلام کې په هراړخیز ډول ننوځئ او د شیطان پیروي مه کوئ، بېشکه هغه (شیطان) ستاسي ښکاره دښمن دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِن زَلَلْتُم مِّنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْكُمُ ٱلْبَيِّنَٰتُ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بیا که تاسي وښویېدئ وروسته له هغې چې تاسي ته ښکاره معجزې راغلي دي، نو پوهه شئ چې بېشکه الله ډېر غالب دی (په انفاذ د احکامو) لوی حکمت والا دی (چې هر کار په تدبیر او مصلحت سره کوي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّآ أَن يَأْتِيَهُمُ ٱللَّهُ فِى ظُلَلٍ مِّنَ ٱلْغَمَامِ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ وَقُضِىَ ٱلْأَمْرُ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوی انتظار نه كوي مګر د دې چې الله تعالی دوی ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (پریښتې هم) او معامله فیصله كړى شي، او ټولې چارې یوازې الله ته ورګرځول كېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَلْ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ كَمْ ءَاتَيْنَٰهُم مِّنْ ءَايَةٍۭ بَيِّنَةٍ وَمَن يُبَدِّلْ نِعْمَةَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پوښتنه وکړه (ای محمده!) له بني اسرايېلو څخه چې څومره ورکړي دي موږ دوی ته له څرګندو معجزاتو څخه؟ او هر څوک چې بدل کړي نعمت د الله تعالی (په ناشکرۍ سره) وروسته له هغه چې راغلی و دا (نعمت) ده ته نو بېشکه الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ فَوْقَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَٱللَّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ژوند د دنیا ښایسته کړی شوی دی هغو کسانو ته چې کافران شوي دي، نو پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دوی (کافران) ملنډې وهي، او هغه کسان چې تقوا یې غوره کړې ده د دوی (کافرانو) له پاسه به وي د قیامت پر ورځ او الله تعالی هر چا ته چې اراده وکړي بې حسابه (پراخه) روزي ورکوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَانَ ٱلنَّاسُ أُمَّةً وَٰحِدَةً فَبَعَثَ ٱللَّهُ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ ٱلنَّاسِ فِيمَا ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ وَمَا ٱخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا ٱلَّذِينَ أُوتُوهُ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَٰتُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ فَهَدَى ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لِمَا ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ مِنَ ٱلْحَقِّ بِإِذْنِهِۦ وَٱللَّهُ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ټول خلک (په لومړیو کې) یو امت (ډله) وو، (بیا ځینې کافران شول) نو الله پیغمبران ولېږل چې (مؤمنانو ته) زيري وركوونكي او (کافرانو ته) وېروونكي وو ، او له دوی سره یې په حقه کتاب راولېږه د دې لپاره چې د خلکو ترمنځ فیصله (حکم) وکړي په هغه څه کې چې دوی په هغه کې اختلاف کړی دی او اختلاف نه دی کړی په هغه کې مګر هغو کسانو چې ورکړی شوی و دوی ته کتاب وروسته له هغه چې راغلی و دوي ته دلیلونه ښکاره په سبب د کینې په منځ د دوی کې پس سمه صافه لاره وښووله الله تعالی هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی دی هغه شی ته چې جګړه کړی وه دوي په هغه کې (چې عبارت دی) له حقه په حکم خپل سره او الله تعالی هر چا ته چې اراده وکړي د سمې لارې هدایت کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلِكُم مَّسَّتْهُمُ ٱلْبَأْسَآءُ وَٱلضَّرَّآءُ وَزُلْزِلُوا۟ حَتَّىٰ يَقُولَ ٱلرَّسُولُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ مَتَىٰ نَصْرُ ٱللَّهِ أَلَآ إِنَّ نَصْرَ ٱللَّهِ قَرِيبٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ایا ګمان کوئ تاسي (اې مؤمنانو) چې تاسي به جنت ته (پرته له ازمیښت څخه) داخل شئ او حال دا چې تر اوسه نه دي راغلي تاسو ته واقعات د هغو کسانو چې له تاسو څخه مخکې تیر شوي دي، رسیدلي وو هغوئ تکلیفونه (د مال) او مرضونه (د بدن) او لړزول شوي وو په ډیرو تکلیفونو، تر دې چې ویل به رسول او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی و د هغه ملګرتیا کې؛ کله به وي د الله تعالی مدد؛ ځواب راغی یقینا خبر شئ د الله تعالی مرسته نږدې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَسْـَٔلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلْ مَآ أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَٰلِدَيْنِ وَٱلْأَقْرَبِينَ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُوا۟ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له تا څخه (اې محمده! مومنان) پوښتنه کوي چې څه شی مصرف کړي دوی (په لار د الله کې)؟ ووایه (اې محمده!) څومره چې خرچ کوئ تاسي له حلال مال څخه نو مور، پلار، خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو ته (یې ورکړئ) او تاسي چې هره ښېګڼه کوئ یقینا الله تعالی پر هغه پوهه دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَىٰٓ أَن تَكْرَهُوا۟ شَيْـًٔا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَىٰٓ أَن تُحِبُّوا۟ شَيْـًٔا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center فرض کړی شوی دی پر تاسي باندې جنګ کول (له کفارو سره)، حال دا چې دغه (جنګ) بد ښکاري تاسي ته (ستاسي مزاج یې نه خوښوي) او کېدای شي چې بد ګڼئ تاسي یو شی، حال دا چې هغه تاسي ته ډېر غوره وي، او ښایي چې ښه وګڼئ تاسي یو شی حال دا چې هغه به ډیر بد وي تاسي ته او الله تعالی عالم دی (په خیر ستاسي) او تاسي (په خپل خیر) نه پوهیږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلشَّهْرِ ٱلْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَكُفْرٌۢ بِهِۦ وَٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِۦ مِنْهُ أَكْبَرُ عِندَ ٱللَّهِ وَٱلْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ ٱلْقَتْلِ وَلَا يَزَالُونَ يُقَٰتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ ٱسْتَطَٰعُوا۟ وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِۦ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُو۟لَٰٓئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَٰلُهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَأُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پوښتنه کوي له تا نه (اې محمده!) د حرام (عزت) میاشتې په اړه، له جنګ کولو په دې کې (چې روا دی که ناروا؟) ووایه (ته اې محمده!) چې جنګ کول په دې (میاشتو) کې (عمداً) لویه ګناه ده او منع کول له لارې (دین) د الله څخه او پر الله کفر کول او (منع کول له) مسجد حرام نه او ایستل د اهل د مسجد حرام له هغه څخه ډېره لویه (ګناه) ده په نزد د الله تعالی (له قتاله په اشهر الحرام کې). او فتنه (له دېن څخه د خلکو ایستل) ډیره لویه (ګناه) ده له جنګ څخه. او همیشه به وي دوی (کافران) چې جنګ به کوي له تاسي سره تر هغو پورې چې بیرته وګرځوي دوی تاسي له دین څخه ستاسي که يې لاس ورسېږي. او هر څوک چې وګرځي له تاسي څخه له خپل دین نه، پس مړ شي په داسې حال کې چې کافر وي، نو برباد دي (تیر) عملونه د دوی په دنیا او آخرت کې او دغه کسان خاوندان د اور (د دوزخ) دي. هم دوی به په دې (اور) کې تل وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ وَجَٰهَدُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أُو۟لَٰٓئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَتَ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی او هغه کسان چې هجرت يې کړی دی او جهاد يې کړی دی په لار د الله جل جلاله کې دغه کسان امید لري د رحمت (مهربانۍ) د الله او الله ښه بخښونکی، مهربان دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْخَمْرِ وَٱلْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَآ إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَٰفِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا وَيَسْـَٔلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ ٱلْعَفْوَ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوی پوښتنه کوي له تا نه په باره د شرابو او جوارۍ (قمار) کې! ته ورته ووایه په دې دواړو کې لویه ګناه ده او (څه لږ) فایده هم پکې شته د خلکو لپاره، خو د دې دواړو ګناه له ګټې څخه ډېره زیاته (غټه) ده. او پوښتنه کوي دوی له تا څخه چې (د الله په لاره کې) څه شی مصرف کړو؟ ته ورته ووایه! هغه څه چې ستاسي له اړتيا نه زيات وي، په دې ډول الله تاسي ته خپل احكام په څرګنده توګه بيانوي چې کېدایشي فكر وكړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْيَتَٰمَىٰ قُلْ إِصْلَاحٌ لَّهُمْ خَيْرٌ وَإِن تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَٰنُكُمْ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ ٱلْمُفْسِدَ مِنَ ٱلْمُصْلِحِ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَأَعْنَتَكُمْ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center فکر وکړئ په باره د دنیا او آخرت کې او پوښتنه کوي دوی له تا نه -ای محمده!- په باره د یتیمانو کې، ته ورته ووایه: په كوم ډول چلن كې چې د هغو ښېګڼه وي، هماغه غوره کار دي، او که د هغوی او خپل خرڅ سره یوځای کړئ نو هغوی ستاسي ورونه دي او الله مفسد (ضایع کوونکي د مال) له اصلاح کوونکو (دواړه) ښه پېژني، او که اراده کړې وي الله تعالی (ستاسي د مشقت) نو خامخا به يې پرتاسي مشقت راوستی وای. بېشکه چې الله ښه غالب، ښه تدبیرونکی دی (چې هر کار په حکمت او مصلحت سره کوي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَنكِحُوا۟ ٱلْمُشْرِكَٰتِ حَتَّىٰ يُؤْمِنَّ وَلَأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلَا تُنكِحُوا۟ ٱلْمُشْرِكِينَ حَتَّىٰ يُؤْمِنُوا۟ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُو۟لَٰٓئِكَ يَدْعُونَ إِلَى ٱلنَّارِ وَٱللَّهُ يَدْعُوٓا۟ إِلَى ٱلْجَنَّةِ وَٱلْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِۦ وَيُبَيِّنُ ءَايَٰتِهِۦ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له مشرکو ښځو سره نکاح مه کوئ! تر هغو چې ایمان را نه وړي او بېشکه مومنه وینځه له اصیلې مشرکې نه غوره ده، که څه هم (مشرکه ښځه) تاسي په تعجب کې واچوي او په نکاح مه ورکوئ (مسلمانې ښځې) کافرانو ته تر څو چې هغوی ايمان نه وي راوړى او خامخا مومن مریی تر اصیل کافر غوره دی، که څه هم هغه (کافر) تاسي په تعجب کې واچوي دا كسان تاسي د اور لوري ته دعوت كوي او الله په خپل اذن سره تاسي ته د جنت او بخښنې په لور بلنه دركوي، او هغه خلكو ته خپل حكمونه په څرګنده توګه بيانوي، كيداى شي چې هغوى پند ومومي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَٱعْتَزِلُوا۟ ٱلنِّسَآءَ فِى ٱلْمَحِيضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىٰ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ ٱللَّهُ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلتَّوَّٰبِينَ وَيُحِبُّ ٱلْمُتَطَهِّرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پوښتنه کوي دوی له تا نه -اې محمده!- د حیض (د احکامو) په اړه، ته ورته ووایه! دا یوه پلیتي ده نو په څنګ (جدا) شئ (له جماع د) ښځو (خپلو) په وخت د حیض کې. او مه نږدې کېږئ! (په جماع سره) دوی ته تر څو پورې چې (ښې) پاکې شي، نو هر کله چې ښې پاکې شوې، نو له هغو سره له هغې خوا يوځاى شئ (جماع وکړئ) چې الله درته امر كړيدى، بېشکه الله تعالی خوښوي توبه ایستونکی (له ګناهونو څخه) او خوښوي ځان ساتونکي له (پلیتیو څخه).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُوا۟ حَرْثَكُمْ أَنَّىٰ شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا۟ لِأَنفُسِكُمْ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّكُم مُّلَٰقُوهُ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ستاسو ښځې ستاسي کروندې (د کرلو ځایونه) دي، نو خپلو کروندو ته مو چې په کوم ډول (طریقه) خوښه وي، راشئ. او له ځان نه وړاندې (نیک اعمال) ولېږئ او له الله و وېرېږئ او وپوهېږئ! چې بېشکه تاسي له الله سره ملاقات کوونکي ياست او زېری ورکړه! (اې محمده!) مومنانو ته (د جنت).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَجْعَلُوا۟ ٱللَّهَ عُرْضَةً لِّأَيْمَٰنِكُمْ أَن تَبَرُّوا۟ وَتَتَّقُوا۟ وَتُصْلِحُوا۟ بَيْنَ ٱلنَّاسِ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او مه ګرځوئ! د الله (نوم) نښانه لپاره د قسمونو خپلو (پر دغه) چې (نه) به نیکي کوئ او (نه) به پرهېزګاري کوئ او (نه) به روغه کوئ په مینځ د خلکو کې. او الله (د ټولو اقوالو) ښه اوریدونکی، (پر ټولو اعمالو) ښه عالم دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّا يُؤَاخِذُكُمُ ٱللَّهُ بِٱللَّغْوِ فِىٓ أَيْمَٰنِكُمْ وَلَٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ وَٱللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله تعالی تاسي ستاسو په بې ارادې (بې معنا) قسمونو نه نیسي، بلکې په هغه (قسم) مو (الله) نیسي چې قصد کړی وي (د هغه) زړونو ستاسي. او الله ډېر بخښونکی او زغمونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِّلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِن نِّسَآئِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ فَإِن فَآءُو فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغو کسانو ته چې قسمونه کوي له (جماع د ) خپلو ښځو څخه انتظار د څلورو میاشتو دی، نو که بیا رجوع وکړه دوی او سره یو ځای شول پس بېشکه الله تعالی ښه بخښونکی مهربان دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنْ عَزَمُوا۟ ٱلطَّلَٰقَ فَإِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او که قصد وکړ دوی طلاق (او رجوع يې ونه کړه) پس بېشکه چې الله ښه اوریدونکی (د ټولو اقوالو) ښه عالم دی (پر ټولو احوالو).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْمُطَلَّقَٰتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَٰثَةَ قُرُوٓءٍ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ فِىٓ أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِى ذَٰلِكَ إِنْ أَرَادُوٓا۟ إِصْلَٰحًا وَلَهُنَّ مِثْلُ ٱلَّذِى عَلَيْهِنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او طلاقې کړی شوې ښځې دې انتظار کوي په ځانو خپلو (له نکاح نه تر) درې حیضونو (کاملو) پورې او نه دی روا دوی لره چې پټ کړي هغه څه چې پیداکړي الله تعالی د دوی په رحمونو کې که دوی پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لري. او د دوی مېړونه حقدار دي چې بېرته یې راوګرځوي په دې موده کې که چېرې د جوړښت اراده لري (په خپلو منځو کې). او د دوی (ښځو) لپاره هغه (حقوق) دي څرنګه چې پر دوي (ښځو) لازم دي په غوره طریقه، البته نارينه پر هغوی يوه درجه (فضيلت) لري. او الله ښه غالب (د احکاموپه انفاذ) او ډېر تدبیر والا دی (چې هر کار په حکمت او مصلحت سره کوي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلطَّلَٰقُ مَرَّتَانِ فَإِمْسَاكٌۢ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌۢ بِإِحْسَٰنٍ وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَأْخُذُوا۟ مِمَّآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ شَيْـًٔا إِلَّآ أَن يَخَافَآ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ ٱللَّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ ٱللَّهِ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا ٱفْتَدَتْ بِهِۦ تِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ ٱللَّهِ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center طلاق دوه ځلې (کرته) دی، نو بیا ساتنه د ښځو ده په رجوع سره په معروف (ښه طریقه) یا پرېښودل دي د دې ښځو په غوره طريقې سره. او روا نه دي تاسو ته -اې خاوندانو- چې واخلئ تاسي له هغه مال څخه هیڅ شی چې ورکړی وي تاسي دوی ته په مهر کې، مګر که وېرېږي دوی (مېړه او ښځه) چې وبه نشي ساتلی دوی دواړه احکام د الله تعالی. پس که تاسي وېره لرئ -اې حاکمانو- چې وبه نشي ساتلی دوی دواړه حکمونه د الله تعالی، پس نشته هیڅ ګناه پر دې دواړو باندې په هغه شي کې چې (دا ښځه) فدیه ورکړي (او ځان خلاص کړي). دا (ذکر شوي احکام) د الله تعالی حدود (پولې) دي نو له هغو تېری مه کوئ؛ او هر هغه څوک چې د الله تعالی له پولو تېرېږي نو همدا کسان ظالمان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُۥ مِنۢ بَعْدُ حَتَّىٰ تَنكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُۥ فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَآ أَن يَتَرَاجَعَآ إِن ظَنَّآ أَن يُقِيمَا حُدُودَ ٱللَّهِ وَتِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ يُبَيِّنُهَا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو وروسته له دې دوو طلاقو څخه که بیا يې طلاقه کړه دا ښځه (درېیم ځل) پس بیا (دا ښځه) ده ته له دې نه وروسته حلاله نه ده تر څو چې له ده پرته بل کس سره نکاح و نه کړي، نو که هغه (دویم مېړه) طلاقه کړه (او عدت يې تېر شو) پس په دوی دواړو څه پړه (ګناه) نه شته چې بېرته (یو بل ته) رجوع وکړي، که چېرې ګمان کوي چې د الله حدود به پر ځای کوي، دا د الله حدود (پولې) دي هغو خلکو ته یې بیانوي چې پوهېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا طَلَّقْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَلَا تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لِّتَعْتَدُوا۟ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُۥ وَلَا تَتَّخِذُوٓا۟ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ هُزُوًا وَٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمَآ أَنزَلَ عَلَيْكُم مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ وَٱلْحِكْمَةِ يَعِظُكُم بِهِۦ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې طلاق ورکړئ تاسو ښځو ته (رجعي طلاق) او د هغو د عدت نېټه نږدي شي، نو (یا یې) په ښه توګه له ځان سره ایسارې کړئ او (یا یې) په غوره طریقه رخصت کړئ او یوازې د ځورولو لپاره يې مه ايساروئ چې له حده تېری وکړئ. او څوک چې دا کار وکړي نو پر خپل ځان یې ظلم وکړ او د الله پر آیاتونو ملنډې مه وهئ او یاد کړئ د الله تعالی نعمت پر تاسي او هغه چې پرتاسي له کتاب او حکمت نه نازل شوي دي چې تاسي ته پر هغو الله پند درکوي او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی پر هر څه ښه پوه دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا طَلَّقْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَن يَنكِحْنَ أَزْوَٰجَهُنَّ إِذَا تَرَٰضَوْا۟ بَيْنَهُم بِٱلْمَعْرُوفِ ذَٰلِكَ يُوعَظُ بِهِۦ مَن كَانَ مِنكُمْ يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ذَٰلِكُمْ أَزْكَىٰ لَكُمْ وَأَطْهَرُ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې تاسو ښځو ته طلاق ورکړئ او هغوی د خپل عدت آخر ته ورسېږي، نو هغوی له خپلو پخوانیو خاوندانو سره له نکاح مه منع کوئ، چې په نیکه طریقه په خوښه سره وي. په دې (حکم د نه منع کولو) باندې هغه چا ته پند ورکول کېږي څوک چې له تاسي نه پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لري، دا پاکوونکی (بچ کوونکی) دی تاسو لپاره (له بدنامۍ نه) او پاکوونکی دی (له بد کارۍ نه) او الله تعالی پوهیږي او تاسو نه پوهیږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْوَٰلِدَٰتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَٰدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ ٱلرَّضَاعَةَ وَعَلَى ٱلْمَوْلُودِ لَهُۥ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا لَا تُضَآرَّ وَٰلِدَةٌۢ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَّهُۥ بِوَلَدِهِۦ وَعَلَى ٱلْوَارِثِ مِثْلُ ذَٰلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُوٓا۟ أَوْلَٰدَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ ءَاتَيْتُم بِٱلْمَعْرُوفِ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او میندې دې خپلو اولادونو ته تر دوه کاله (پس له طلاق او عدت نه هم) شيدې (پۍ) ورکوي، هغه چې غواړي د رضاعت (پۍ ورکولو) موده پوره کړي او د بچي پر پلار د هغوی (میندو) خواړه او جامې دي، په غوره طریقه (له دود او دستور سره سم) او پر هیڅ نفس (کس) د هغه له توان نه زیاتی نه شي کولی او نه به مور ته د هغه د بچې په سبب ضرر رسول کېږي او نه به پلار ته په سبب د هغه د اولاد، او شته په وارث (د پلار) باندې په شان د هغه (نفقه چې په پلار وه). نو که دوی دواړه (مور او پلار) وغواړي (له تي ځینې پخوا له دوه کلونو څخه) بېلول (دماشوم) په خوښۍ او مشورې (د دواړو سره)، پس نشته هیڅ ګناه پر دوی دواړو باندې (په دې کې) او که قصد وکړئ تاسي چې دایې (پۍ ورکوونکې ښځې) ونیسئ! د خپلو بچو لپاره. نو نشته هیڅ ګناه پر تاسي کله چې وسپارئ هغه شی چې مقرر کړې وي تاسو د عرف مطابق او له الله نه ووېرېږئ، او پوه شئ! چې بېشکه الله تعالی هغه عملونه چې تاسي یې کوئ ویني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَٰجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا فَعَلْنَ فِىٓ أَنفُسِهِنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کوم کسان چې ستاسي نه مړه شي او ښځې پرېږدي (کونډې ترې پاتې شي) دوی دې انتظار کوي پر خپلو ځانو څلور میاشتې او لس (ورځې او نکاح دې نه کوي). نو کله چې د دوی (د عدت) موده پوره شي، پس نشته هیڅ ګناه پر تاسي باندې په هغه کار کې چې کوي يې دا ښځی په (حق د) نفسونو خپلو کې په ښه توګه (له شرعي اصولو سره سم). او الله په هغه څه چې تاسي یې کوئ ښه خبر دی (نو جزا به پرې درکړي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُم بِهِۦ مِنْ خِطْبَةِ ٱلنِّسَآءِ أَوْ أَكْنَنتُمْ فِىٓ أَنفُسِكُمْ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَٰكِن لَّا تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّآ أَن تَقُولُوا۟ قَوْلًا مَّعْرُوفًا وَلَا تَعْزِمُوا۟ عُقْدَةَ ٱلنِّكَاحِ حَتَّىٰ يَبْلُغَ ٱلْكِتَٰبُ أَجَلَهُۥ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِىٓ أَنفُسِكُمْ فَٱحْذَرُوهُ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پر تاسي باندې هیڅ ګناه نه شته په هغه (کار) کې چې اشاره کوئ تاسي په هغه سره چې غوښتل (د هغو) ښځو دي (چې په عدت کې وي) یا (يې) پټ ساتئ په زړونو خپلو کې، الله تعالی پوهېږي چې بېشکه تاسې به دوئ (ښځې) یادې کړئ، خو له دوی سره په پټه (د نکاح) وعده مه کوئ، مګر دا چې غوره خبرې ورته وکړئ! (له شریعت او رواج سره سم) او تر هغو د نکاح تړلو قصد مه کوئ، ترڅو چې عدت خپلې ټاکلې (وروستۍ) نېټې ته ورسیږي. او پوه شئ! چې بېشکه الله تعالی عالم دی په هر هغه څه چې ستاسو په زړونو کې دي، نو له هغه څخه ووېرېږئ، او پوه شئ چې بېشکه الله بخښوونکی (او) صبر کوونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن طَلَّقْتُمُ ٱلنِّسَآءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا۟ لَهُنَّ فَرِيضَةً وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى ٱلْمُوسِعِ قَدَرُهُۥ وَعَلَى ٱلْمُقْتِرِ قَدَرُهُۥ مَتَٰعًۢا بِٱلْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نشته پر تاسو هیڅ قسم ګناه او پړه چې طلاق کړئ تاسي ښځې (خپلې) تر څو چې صحیح خلوت مو له هغوی سره نه وي کړی او مقرر کړی مو (نه) وي د هغوی لپاره ټاکلی مهر، او هغوی ته څه خرڅ ورکړئ، (واجب) دی پر مالداره (مېړه) باندې په اندازه (د توان) د ده او (شته) په فقیر (مېړه) په اندازه د هغه د توان، په غوره طریقه خرڅ (ورکول) چې په نیکي کوونکو لازم (حق) دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّآ أَن يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَا۟ ٱلَّذِى بِيَدِهِۦ عُقْدَةُ ٱلنِّكَاحِ وَأَن تَعْفُوٓا۟ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ وَلَا تَنسَوُا۟ ٱلْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او که طلاقې کړئ تاسي دوی (ښځې) وړاندې له دې چې ورسره یوځای شئ، او تاسي د هغوی مهر ټاکلی وي، نو (لازم) دي (پر تاسې) نیمایي د هغه مهر چې ټاکلی مو وي، مګر دا چې دا ښځې ټول مهر خاوند ته وروبخښي، یا بخښنه وکړي هغه څوک چې په لاس د ده کې د نکاح غوټه ده، او دا چې بخښنه وکړئ تاسو نو (دا بخښنه) پرهیزګارۍ ته ډېره نږدې ده او مه هیروئ تاسي فضل (احسان کول) په خپلو منځو کې بېشکه چې الله تعالی پر هغه څه چې کوئ يې تاسي ښه لیدونکي دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حَٰفِظُوا۟ عَلَى ٱلصَّلَوَٰتِ وَٱلصَّلَوٰةِ ٱلْوُسْطَىٰ وَقُومُوا۟ لِلَّهِ قَٰنِتِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د (ټولو) لمونځونو ساتنه وکړئ او (په ځانګړې توګه) د منځني لمانځه (چې د مازدیګر لمونځ دی) او الله تعالی ته په عاجزۍ سره ودرېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا فَإِذَآ أَمِنتُمْ فَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ كَمَا عَلَّمَكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا۟ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو که ویریدئ تاسي (له دښمنه یا له بل شي نه) نو (لمونځ کوئ تاسي) په پلي (پیاده) تګ یا په سورلۍ سره نو کله چې تاسي په امن کې شئ، نو یادوئ تاسي الله تعالی لکه څنګه یې چې درته ښوونه کړې چې (تر دې وړاندې) تاسي په هغې نه پوهیدئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَٰجًا وَصِيَّةً لِّأَزْوَٰجِهِم مَّتَٰعًا إِلَى ٱلْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِى مَا فَعَلْنَ فِىٓ أَنفُسِهِنَّ مِن مَّعْرُوفٍ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه کسان چې مړه شي له تاسي نه او پرېږدي دوی خپلې ښځې (لازم) دي پر دوی باندې چې وصیت دې وکړي د خپلو د ښځو لپاره د خرچ ورکولو تر یوه کاله پورې بې له ایستلو (له خپلو کورونو څخه). نو که پخپله ووتلې (دا ښځی له خپلو کورونو څخه وروسته له پوره کولو د عدت واجبه نه) نو نشته هیڅ ګناه پر تاسي باندې په هغه کار کې چې دوی پر خپلو ځانونو کې په شرعی طریقه تر سره کوي او الله تعالی زورور دی حکمتونو والا دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِلْمُطَلَّقَٰتِ مَتَٰعٌۢ بِٱلْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى ٱلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او شته طلاقې کړی شویو ښځو ته خرڅ ورکول په نیکې طریقې سره. چې مقرر لازم کړی شوی دی پر پرهیزګارانو باندې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هم داسې (لکه چې دا احکام يې بیان کړل) الله تعالی تاسي ته خپل آیتونه (احکام) بیانوي د دې لپاره چې تاسو له عقل نه کار واخلئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ خَرَجُوا۟ مِن دِيَٰرِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ ٱلْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ ٱللَّهُ مُوتُوا۟ ثُمَّ أَحْيَٰهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا نه ګورې ته حال د هغو کسانو ته چې وتلي وو له خپلو کورونو نه، حال دا چې دوی په زرګونو وو د مرګ له وېرې، پس الله تعالی دوی ته وفرمایل، چې مړه شئ (پس مړه شول) بیا يې ژوندي کړل، بېشکه الله تعالی خامخا (خاوند) د فضل او مهربانۍ دی پر خلکو باندې، خو اکثره کسان شکر نه باسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَٰتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او جنګ کوئ (ای مؤمنانو!) د الله تعالی په لار کې او پوه شئ تاسي چې بېشکه الله تعالی ښه اورېدونکی (د ټولو اقوالو) ښه عالم (په ټولو احوالو) دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّن ذَا ٱلَّذِى يُقْرِضُ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَٰعِفَهُۥ لَهُۥٓ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَٱللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْصُۜطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه څوک دی چې قرض ورکړی الله تعالی ته، قرض په اخلاص، نو الله تعالی به یې هغه ته څو چنده کړي، په چندونو ډیرو او الله تنګوي (رزق) او پراخوي (رزق) او هم یوازې هغه ته به تاسي وګرځولی شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلْمَلَإِ مِنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ مِنۢ بَعْدِ مُوسَىٰٓ إِذْ قَالُوا۟ لِنَبِىٍّ لَّهُمُ ٱبْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلْقِتَالُ أَلَّا تُقَٰتِلُوا۟ قَالُوا۟ وَمَا لَنَآ أَلَّا نُقَٰتِلَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِن دِيَٰرِنَا وَأَبْنَآئِنَا فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ ٱلْقِتَالُ تَوَلَّوْا۟ إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا ته نه ګورې حال د یوې ډلې د بني اسرائيلو ته وروسته له زمانې د موسی -علیه السلام- نه کله چې دوی خپل نبي ته وویل: ته موږ ته یو پاچا وټاکه چې موږ (د هغه تر مشرۍ لاندې) د الله په لاره کې جګړه وکړو، (نو) وویل (نبي) یقینا نږدې ده که فرض کړی شي پر تاسو دا جنګ، تاسو به جګړه ونه کړئ. دوی وویل: دا څنګه کېدای شي چې موږ د الله په لاره کې جنګ ونه کړو؟ حال دا چې موږ له خپلو کورونو ویستل شوي یو او له اولادونو نه (لرې کړای شوي یو) نو کله چې فرض کړی شو پر دوی باندې جنګ، نو له لږ کسانو پرته نورو ټولو (له جګړې) مخ وګرځولو او الله تعالی ښه عالم دی پر ظالمانو باندې (نو هغوی ته جزا ورکوي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا قَالُوٓا۟ أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُ ٱلْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِٱلْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِّنَ ٱلْمَالِ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُۥ بَسْطَةً فِى ٱلْعِلْمِ وَٱلْجِسْمِ وَٱللَّهُ يُؤْتِى مُلْكَهُۥ مَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وویل دوی ته نبي د دوی چې بېشکه الله تعالی تاسي ته طالوت (د) پاچا (په توګه) غوره کړی دی. دوی (بني اسرائیلو) وویل: چې څنګه به (طالوت) پر موږ پاچا وي؟ په داسې حال کې چې موږ ډېر مستحق یو له هغه نه چې په پاچايۍ؛ او هغه ته د مال پراخي (هم) نه ده ورکړل شوې، (نبي) وویل: چې بېشکه الله تعالی غوره کړی دی دا طالوت پر تاسي باندې او زیات کړی يې دی هغه له جهته د پراخۍ په علم او (په) جسم کې او الله تعالی ورکوي خپله پاچاهي چاته یې چې وغواړي او الله تعالی پراخ فضل والا عالم دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ ءَايَةَ مُلْكِهِۦٓ أَن يَأْتِيَكُمُ ٱلتَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌ مِّمَّا تَرَكَ ءَالُ مُوسَىٰ وَءَالُ هَٰرُونَ تَحْمِلُهُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د دوی نبي دوی ته وویل: چې بېشکه علامه د پادشاهۍ د ده (طالوت) دا ده چې تاسې ته به (یو) صندوق راشي چې په هغه کې به ستاسې د رب (له لوري) آرامتیا او د موسی او هارون د اولادې میراثونه وي چې هغه (صندوق) به ملایکې حمل کوي، بېشکه په دې کې ستاسو لپاره لویه نښه ده که چېرې تاسي مومنان یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِٱلْجُنُودِ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّى وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُۥ مِنِّىٓ إِلَّا مَنِ ٱغْتَرَفَ غُرْفَةًۢ بِيَدِهِۦ فَشَرِبُوا۟ مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُۥ هُوَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ قَالُوا۟ لَا طَاقَةَ لَنَا ٱلْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦ قَالَ ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَٰقُوا۟ ٱللَّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةًۢ بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو کله چې طالوت سره له لښکرو وخوځېد، نو ویې ویل: بېشکه الله تعالی ازمویونکی ستاسي دی په یوې ویالې (نهر) سره نو هر هغه څوک چې (اوبه) وڅکي له هغې ویالې (نهر) څخه نو نه دی زما له تابعدارانو څخه، او هر هغه څوک چې ونه څکي دا (اوبه) نو بېشکه زما له تابعدارانو څخه دی. مګر هغه څوک چې اخلي یوه لپه اوبه په لاس خپل سره، نو وڅښلې دوی (ټولو) له هغې (ویالې) مګر (ونه څښلې) لږو له دوی څخه، نو کله چې تېر شو له هغې ویالې نه دی (طالوت) او هغه کسان چې ایمان لرونکي وو له ده سره، دوی (وروستو پاتی کیدونکو) وویل: نشته طاقت موږ لره نن ورځ د جالوت او د ده د لښکرو د مقابلې، وویل هغو کسانو چې یقین يې و (په دې) چې بېشکه دوی ورتلونکي دي الله تعالی ته، ډېر (ځلې) وړه ډله غالبه شوې په ستره ډله د الله په حکم سره، او الله تعالی دی خاص مددګار د صبرناکو خلکو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا بَرَزُوا۟ لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦ قَالُوا۟ رَبَّنَآ أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَٱنصُرْنَا عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې راووتل (مخامخ شول) دوی لپاره (د جنګ) د جالوت او د لښکرو د ده نو دوی وویل (یعنې مومنانو) اې زموږ ربه! نازل (راتوی) کړه پر موږ صبر او کلک کړه قدمونه زموږ (په جنګ کې) او پر کافر قوم موږ برلاسي کړه (له موږ سره مرسته وکړه).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُۥدُ جَالُوتَ وَءَاتَىٰهُ ٱللَّهُ ٱلْمُلْكَ وَٱلْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُۥ مِمَّا يَشَآءُ وَلَوْلَا دَفْعُ ٱللَّهِ ٱلنَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ ٱلْأَرْضُ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو پس مؤمنانو هغوی (کافرانو) ته د الله تعالی په حکم ماتې ورکړه او داود علیه السلام جالوت مړ کړ او الله هغه ته سلطنت او حكمت ور په برخه كړ او هر هغه څه يې ور زده كړل چې د الله خوښه وه، كه دغه شان الله د يوې ډلې مخنيوى په بلې ډلې نه كولاى نو زمکه به فاسده شوې وه (نظام به یې ګډوډ شوی و)، لیکن الله تعالی خاوند د لوی فضل دی په خلکو باندې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِٱلْحَقِّ وَإِنَّكَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا د الله آیاتونه دي چې مونږ یې تاته (اې پیغمبره) په حق سره لولو او بېشکه ته د رسولانو څخه یې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تِلْكَ ٱلرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ مِّنْهُم مَّن كَلَّمَ ٱللَّهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَٰتٍ وَءَاتَيْنَا عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱلْبَيِّنَٰتِ وَأَيَّدْنَٰهُ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقْتَتَلَ ٱلَّذِينَ مِنۢ بَعْدِهِم مِّنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَٰتُ وَلَٰكِنِ ٱخْتَلَفُوا۟ فَمِنْهُم مَّنْ ءَامَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقْتَتَلُوا۟ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا رسولان (چې يادشول) ځينې مو پر ځينو غوره كړي، له دوى نه څوك داسې دي چې الله ورسره كلام (خبرې) كړې او د ځينو يې مرتبې لوړې كړي او د مريمې زوى عيسى ته مو ښكاره معجزې وركړې وې او په پاك روح مو يې مرسته كړې وه. او كه الله غوښتلى نو دوى به نه سره جنګېدل، پس له هغه چې څرګندې معجزې هم ورته راغلې، خو سره وران شول نو ځينو يې ايمان راوړلو او ځينې يې كافر شول او (بياهم) كه الله غوښتي وى نو دوى به نه سره جنګېدل خو الله هغه څه كوي چې اراده يې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَٰكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌ لَّا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفَٰعَةٌ وَٱلْكَٰفِرُونَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى موْمنانو ! څه مال شتمني چې موږ دركړې ده ، له هغې نه لګښت وكړئ مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې به نه پېرل پلورل وي، نه دوستي (په درد خوري) او نه (به) سپارښت (كار وكړي) او ظالمان اصلاً هغه كسان دي چې د كفر لاره غوره كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْحَىُّ ٱلْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُۥ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ مَن ذَا ٱلَّذِى يَشْفَعُ عِندَهُۥٓ إِلَّا بِإِذْنِهِۦ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَىْءٍ مِّنْ عِلْمِهِۦٓ إِلَّا بِمَا شَآءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَلَا يَـُٔودُهُۥ حِفْظُهُمَا وَهُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْعَظِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هماغه دى چې له ده پرته بل معبود نشته تل ترتله ژوندى سمبالونكى دى، نه پركالي پرې راځي او نه خوب، څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د هغه دي، دا به څوك وي چې د هغه له خوښې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟ په هر هغه څه پوهيږي چې د دوى مخې يا يې شاته دي، او دوى د هغه له معلوماتو هيڅ شى نه شي راګيرولاى مګر هغه چې د ده خوښه وي، كرسۍ يې پر اسمانو او ځمكې پراخه ده، او د دې دواړو (ځمكى او اسمان) ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوى اوچت ذات دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَآ إِكْرَاهَ فِى ٱلدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ ٱلرُّشْدُ مِنَ ٱلْغَىِّ فَمَن يَكْفُرْ بِٱلطَّٰغُوتِ وَيُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱسْتَمْسَكَ بِٱلْعُرْوَةِ ٱلْوُثْقَىٰ لَا ٱنفِصَامَ لَهَا وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دين (منلو) كې زور نشته، سمه لار له بې لارۍ څخه څرګنده شوې ده، نو څوك چې د طاغوت (شيطان او بت) څخه منكر شي او په الله ايمان راوړي نو په داسې ټينګې كړۍ يې منګولې ولګولې چې پرې کېدل يې نشته او الله اوريدونكى پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ وَلِىُّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يُخْرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَوْلِيَآؤُهُمُ ٱلطَّٰغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ ٱلنُّورِ إِلَى ٱلظُّلُمَٰتِ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله د هغو خلكو دوست دى چې ايمان يې راوړى، له تيارو يې د رڼا خوا ته باسي او هغوى چې كافر شوي، دوستان يې شيطانان دي چې له رڼا يې د تيارو لوري ته باسي، دا خلك د اور والا دي، همدوى به تل پكې اوسېدونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِى حَآجَّ إِبْرَٰهِـۧمَ فِى رَبِّهِۦٓ أَنْ ءَاتَىٰهُ ٱللَّهُ ٱلْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ رَبِّىَ ٱلَّذِى يُحْىِۦ وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا۠ أُحْىِۦ وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَأْتِى بِٱلشَّمْسِ مِنَ ٱلْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ ٱلْمَغْرِبِ فَبُهِتَ ٱلَّذِى كَفَرَ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغه کس دې ندى ليدلى چې له ابراهيم سره يې د خپل رب په هكله جګړې کولې (د انکار په طریقه) خکه چې الله پاچاهي وركړې وه، كله چې ابراهيم وويل: زما رب خو هماغه دى چې ژوندي كول او مړه كول كوي، ويى ويل: زه هم ژوندي كول او مړه کول كوم، ابراهيم وويل: ښه نو الله خو لمر له ختيځه راخېژوي نو ته يې له لويديځه راوله نو هغه كافر شوى كس حيران پاتې شو. او الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي [کله چې پخپل ظلم کلک پاتې شي].
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْ كَٱلَّذِى مَرَّ عَلَىٰ قَرْيَةٍ وَهِىَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىٰ يُحْىِۦ هَٰذِهِ ٱللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ ٱللَّهُ مِا۟ئَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُۥ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِا۟ئَةَ عَامٍ فَٱنظُرْ إِلَىٰ طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَٱنظُرْ إِلَىٰ حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ ءَايَةً لِّلنَّاسِ وَٱنظُرْ إِلَى ٱلْعِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُۥ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يا لكه هغه كس چې په يو داسې كلي تېر شو چې پريوتی و پر بامونو يې، ويې ويل: الله به دا پس له دغې مړينې څرنګه را ژوندی كوي؟ نو الله هغه په سل كاله مرګ مړ كړ او بيا يې راپور ته كړ، ورته یې وويل: څومره وځنډېدې؟ ویې ويل: يوه ورځ به ځنډېدلى يم يا د ورځې څه برخه! ويې فرمايل: نه، ته سل كاله ځنډېدلى يې خو دې خوراك او څښاك ته دې وګوره چې لا ندي خراب شوي! او خره ته دې وګوره، او دا د دې لپاره چې خلكو ته دې يوه نښانه وګرځوو، او دې هډوكو ته ګوره چې څرنګه يې خوځوو او بيا يې په غوښه پټوو! نو كله چې ورته څرګنده شوه، ویې ویل اوس پوهېږم چې بېشكه الله پر هر څه قادر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ رَبِّ أَرِنِى كَيْفَ تُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن قَالَ بَلَىٰ وَلَٰكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِى قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِّنَ ٱلطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ ٱجْعَلْ عَلَىٰ كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ٱدْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا وَٱعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې ابراهيم وويل: اي ربه! ته راوښايه چې د مړي څرنګه را ژوندي كوې؟ ويې فرمايل: آيا باور نه كوې؟ وېلې څنګه نه، خو د دې لپاره چې زړه مې (ښه) ډاډه شي [ایمان مې ډیرشي]. ويې فرمايل: ښه نو له دې مرغانو څلور ونيسه بيا يې ښه درنږدې كړه او ټوټه ټوټه یې کړه بيا يې په هر غره يوه يوه برخه كيږده، بيا يې را وبوله، په منډه به درته راشي، او پوه شه چې بېشکه الله حکمت والا برلاسى ذات دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنۢبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِى كُلِّ سُنۢبُلَةٍ مِّا۟ئَةُ حَبَّةٍ وَٱللَّهُ يُضَٰعِفُ لِمَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغو خلكو مثال چې خپل مالونه د الله په لار كې لګوي داسې دى لكه يوه دانه (تخم) چې اوه وږي راشنه كړي (بيا) په هر وږي كې سل دانې وي او چا ته چې الله وغواړي (نورهم) زياتوي او الله ښه پوه د پراخۍ څښتن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَآ أَنفَقُوا۟ مَنًّا وَلَآ أَذًى لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه کسان چې خپل مالونه د الله په لار كې لګوى بيا په خپلو لګښتونو پسى منت بارول او ځورول نه كوي نو له خپل رب سره يې اجرونه دي چې نه به پر دوى څه ډار وي او نه به خپه كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَوْلٌ مَّعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِّن صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَآ أَذًى وَٱللَّهُ غَنِىٌّ حَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ښه خبره او بخښنه تر هغه خيراته ډېره غوره ده چې ځورول ورپسې وي او الله خو د ډېر زغم والا غني ذات دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُبْطِلُوا۟ صَدَقَٰتِكُم بِٱلْمَنِّ وَٱلْأَذَىٰ كَٱلَّذِى يُنفِقُ مَالَهُۥ رِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ فَمَثَلُهُۥ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُۥ وَابِلٌ فَتَرَكَهُۥ صَلْدًا لَّا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَىْءٍ مِّمَّا كَسَبُوا۟ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى مومنانو! خپل خيراتونه مو په احسان بارولو او كړولو مه باطلوئ، لكه هغه كس چې خپل مال خلكو ته د ځان ښودنې په خاطر لګوي حال دا چې په الله او ورستۍ ورځ ايمان هم نه لري. نو مثال يې هغې تيږې ته ورته دى چې څه خاوره ورباندى پرته وي، بيا پرې يو سخت باران وشى چې پاكه ښويه يې پريږدي. له خپلو لاسته راوړنو به په هيڅ شي ونه توانېږي. او الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمُ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍۭ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَـَٔاتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِن لَّمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغو كسانو مثال چې خپل مالونه د الله د رضا په لټون او د خپلى ځاني ټينګښتيا په بنا لګوي، لكه په لوړه ځمكه يو باغ وي چې كه زورور باران ور ورسيږى نو دوه برابره مېوه وركوي او كه زورور باران ور ونه رسيږى نو نری باران يا پرخه (هم بس ده) او الله ستاسو د كړو وړو ښه ليدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَن تَكُونَ لَهُۥ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ لَهُۥ فِيهَا مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ وَأَصَابَهُ ٱلْكِبَرُ وَلَهُۥ ذُرِّيَّةٌ ضُعَفَآءُ فَأَصَابَهَآ إِعْصَارٌ فِيهِ نَارٌ فَٱحْتَرَقَتْ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ايا له تاسي نه يو څوك دا خوښوي چې د هغه يو ښېرازه تك شين بڼ وي، په ويالو خړوبه، له كجورو، انګورو او هر ډول مېوو نه ډك وي، او په داسې حال كې ناڅاپه د اور بړبړه كۍ ورباندې پرېوځي او ويې سوځوي، په داسې حال کې چې هغه خپله هم بوډا او اولادونه يې ماشومان او د هېڅ كار نه وي؟ په دغه ډول الله تاسي ته خپلې خبرې بيانوي، تاسې ته ښايې چې غور او فكر وكړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنفِقُوا۟ مِن طَيِّبَٰتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّآ أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ وَلَا تَيَمَّمُوا۟ ٱلْخَبِيثَ مِنْهُ تُنفِقُونَ وَلَسْتُم بِـَٔاخِذِيهِ إِلَّآ أَن تُغْمِضُوا۟ فِيهِ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ حَمِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى مؤمنانو! له هغو پاكو مالونو لګښت وكړئ چې تاسو ګټلي او له هغو چې موږ له ځمكى درته را ايستلي دي او هغو نا پاكو ته يې قصد مه كوئ چې تاسو يى لګوئ خو په خپله يې اخيستونكي نه ياست، مګر دا چې هسې سترګى پرې پټې كړئ او پوه شئ چې يقيناً الله ستايل شوى له هر شي بې پروا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلشَّيْطَٰنُ يَعِدُكُمُ ٱلْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِٱلْفَحْشَآءِ وَٱللَّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلًا وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center شيطان تاسي له بېوزلۍ نه وېروي او شرمناك چلن غوره كولو ته مو هڅوي، خو الله خپلې بخښنې او پېرزونې ته تاسي هيله من كوي، الله د پراخۍ څښتن او پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُؤْتِى ٱلْحِكْمَةَ مَن يَشَآءُ وَمَن يُؤْتَ ٱلْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِىَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّآ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَٰبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چاته يې چې خوښه شي حکمت (په قران پوهه) وركوي، او چاته چې حکمت (په قران پوهه) وركړای شو، هغه ته په حقيقت كې ستر دولت وركړ شو، له دې خبرو نه يوازې هغه كسان پند اخلي چې د خالص عقل خاوندان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُهُۥ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كوم لګښت چې تاسو يې كوئ يا څه نذر (منښته) منئ نو الله (ښه) ورباندى پوهيږي او د ظالمانو لپاره څوك مرستيالان نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِن تُبْدُوا۟ ٱلصَّدَقَٰتِ فَنِعِمَّا هِىَ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا ٱلْفُقَرَآءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّـَٔاتِكُمْ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خيراتونه كه څرګند وركوئ نو هم ښه دي او كه پټ يې كړئ او خوارانو ته يې وركوئ نو دا درته غوره ده او له تاسو به (الله) څه ګناهونه ورژوي، او الله ستاسو له عمله ښه خبر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّيْسَ عَلَيْكَ هُدَىٰهُمْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَهْدِى مَن يَشَآءُ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنفُسِكُمْ وَمَا تُنفِقُونَ إِلَّا ٱبْتِغَآءَ وَجْهِ ٱللَّهِ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خلكو ته د هدايت نصيب كولو مسئوليت پر تا نشته يوازې الله دى چې چا ته يې خوښه شي هدايت ور په برخه كوي او تاسي چي كوم مال په خيرات كې لګوئ ښېګڼه همدا تاسي ته ده او تاسې خو يې په همدې خاطر لګوئ چې الله خوشحاله كړئ؛ نو كوم مال چې تاسي په خيرات كې ولګوئ، د هغه پوره او بشپړ ثواب به دركړاى شي او هېڅكله به ستاسي حق ونه سوځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِلْفُقَرَآءِ ٱلَّذِينَ أُحْصِرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِى ٱلْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ ٱلْجَاهِلُ أَغْنِيَآءَ مِنَ ٱلتَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَٰهُمْ لَا يَسْـَٔلُونَ ٱلنَّاسَ إِلْحَافًا وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (له بل هر چا څخه زيات د مرستي وړ) هغه بېوزلي دي چې د الله په لار كې داسې بند دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د ځمكې پر مخ هېڅ راز هلې ځلې نشي كولاى د هغو د استغناء په ليدلو بې خبره خلك ګومان كوي چې دوى شتمن دي ته د هغو د څېرو په ليدو د هغو پر حال خبرېداى شې؛ خو هغوى داسې خلك ندي چې چاته كلك ودرېږي او څه وغواړي د هغو په لاس نيوي كې چې تاسې څه مال ولګوئ هغه به له الله نه پټ پاتې نشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُم بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې خپل مالونه شپه ورځ، پټ او ښكاره (په ښه لار كې) لګوي نو اجرونه يې له الله سره دي او نه به ورباندې څه ډار وي او نه به غمجن شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَأْكُلُونَ ٱلرِّبَوٰا۟ لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ ٱلَّذِى يَتَخَبَّطُهُ ٱلشَّيْطَٰنُ مِنَ ٱلْمَسِّ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوٓا۟ إِنَّمَا ٱلْبَيْعُ مِثْلُ ٱلرِّبَوٰا۟ وَأَحَلَّ ٱللَّهُ ٱلْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰا۟ فَمَن جَآءَهُۥ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِۦ فَٱنتَهَىٰ فَلَهُۥ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كوم خلك چې سود خوري، د هغو حال به د هغه چا غوندې وي چې پېريانو نيولى وي او پر دې حال د هغو د اخته كېدو دليل دا دى چې وایي: تجارت خو هم لكه سود غوندې دى پداسې حال كې چې الله تجارت روا او سود ناروا كړيدى نو چا ته چې د هغه د رب له لوري دا نصيحت ورسېده او په راتلونكي كې يې د سود له خوړولو نه ډډه وكړه، نو څه چې يې مخكې خوړلي هغه خو يې خوړلي دي، د هغه معامله له الله سره ده او څوك چې له دې حكم نه وروسته بيا هم همداسې كار كوي، هغوى دوزخيان دي تل به په كې اوسېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَمْحَقُ ٱللَّهُ ٱلرِّبَوٰا۟ وَيُرْبِى ٱلصَّدَقَٰتِ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله سود له مينځه وړي او خيراتونو ته وده او ښېرازي وركوي او الله هېڅ نا شكره بدعمله انسان نه خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هو، كوم كسان چې ايمان راوړي او غوره عملونه وكړي او لمونځ وکړي او زكات وركړي، د هغو ثواب بېشكه د هغو له رب سره دى او پر هغو څه وېره او غم نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَذَرُوا۟ مَا بَقِىَ مِنَ ٱلرِّبَوٰٓا۟ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى مؤمنانو! له الله څخه وډار شئ او له سود څخه چې څه پاتې وي هغه پرېږدئ كه چېرې (رښتيني) مؤمنان یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا۟ فَأْذَنُوا۟ بِحَرْبٍ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَٰلِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو كه تاسي داسې ونه كړل، نو خبر اوسئ چې د الله او د هغه د رسول له خوا ستاسي پر خلاف د جګړې اعلان دى، كه اوس هم توبه وباسئ (او سود پرېږدئ) نو تاسي د خپلې پانګې اخېستلو حقدار ياست، مه تاسي تيرى كوئ او نه به پر تاسي تيرى وشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَىٰ مَيْسَرَةٍ وَأَن تَصَدَّقُوا۟ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه (ستاسي پوروړى) تنګلاسى و نو تر لاس چلېدو پورې مهلت وركړئ او كه خيرات وكړئ نو دا تاسي لپاره ډېره ښه ده، كه پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّقُوا۟ يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى ٱللَّهِ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هغې ورځې څخه ځان وژغورئ، چې د الله لوري ته ورستنېږئ، هلته به هر چا ته د هغه د كړې نيكۍ يا بدۍ پوره بشپړه بدله وركړل شي او پر هېچا به هېڅكله هم تيرى ونشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى فَٱكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كَاتِبٌۢ بِٱلْعَدْلِ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَن يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ ٱللَّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ ٱلَّذِى عَلَيْهِ ٱلْحَقُّ وَلْيَتَّقِ ٱللَّهَ رَبَّهُۥ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْـًٔا فَإِن كَانَ ٱلَّذِى عَلَيْهِ ٱلْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَن يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُۥ بِٱلْعَدْلِ وَٱسْتَشْهِدُوا۟ شَهِيدَيْنِ مِن رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَٱمْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ ٱلشُّهَدَآءِ أَن تَضِلَّ إِحْدَىٰهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَىٰهُمَا ٱلْأُخْرَىٰ وَلَا يَأْبَ ٱلشُّهَدَآءُ إِذَا مَا دُعُوا۟ وَلَا تَسْـَٔمُوٓا۟ أَن تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَىٰٓ أَجَلِهِۦ ذَٰلِكُمْ أَقْسَطُ عِندَ ٱللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَٰدَةِ وَأَدْنَىٰٓ أَلَّا تَرْتَابُوٓا۟ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَٰرَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوٓا۟ إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلَا يُضَآرَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ وَإِن تَفْعَلُوا۟ فَإِنَّهُۥ فُسُوقٌۢ بِكُمْ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ ٱللَّهُ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى مومنانو، كله چې د كومې ټاكلې نېټې لپاره تاسي په خپلو مينځو كې د پور د راكړې وركړې معامله كوئ، نو ویې ليكئ، د دواړو خواو ترمينځ دې يو څوك چې هغه ته الله د ليكلو اهليت وركړى وي په انصاف سره سند وليكي هغه دې له ليكلو نه انكار نه كوي ليكنه او املا دې هغه څوك وكړي چې حق ورباندې دى ( يعنې پوراخيستونكى) او هغه دې له الله، خپل رب نه ووېرېږي چې څه معامله شوې وي په هغې كې دې كمى زياتى نه كوي. خو كه پور اخيستونكى په خپله نا پوه يا كمزورى وي، يا املا نشي كولاى، نو د هغه ولي دې په انصاف سره املا وكړي بيا له خپلو نارينه وو دوه تنه پرې شاهدان ونيسئ او كه دوه سړي نه وي نو يو سړى او دوه ښځې دې وي، دا شاهدان دې له داسې خلكو څخه وي چې د هغو شاهدې ستاسې په مينځ كې قبلېدونكې وي، چې كه يوې يې هېر شي، نو هغه بله به يې ور په زړه كړي، او شاهدان ته چې كله شاهدۍ ته راوغوښتل شي نو هغوى دې انكار نه كوي، كه معامله وړه وي او كه غټه، د هغې نېټه ټاكل او سند ليكل بې اهميته مه ګڼئ، د الله په وړاندې دا چلن ستاسي لپاره ښه د انصاف كار دى، په دې سره شاهدۍ تېرولو كې ښه اسانتيا راځي، او په شكونو او شبهو كې ستاسي د اخته كېدو امكان كمېږي. هو، كه تاسې په خپلو مينځو كښې لاس په لاس تجارتي راكړه وركړه كوئ، نو د هغه د نه ليكلو هېڅ پروا نشته؛ خو د سوداګرۍ د راكړې وركړې په وخت كې شاهدان ونيسئ ليكونكى او شاهد دې نه ځورول كېږي كه داسې وكړئ نو ګناه كوئ د الله له قهره ووېرېږئ هغه تاسي ته د عمل سمه لار درښايي او هغه پر هر څه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن كُنتُمْ عَلَىٰ سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا۟ كَاتِبًا فَرِهَٰنٌ مَّقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ ٱلَّذِى ٱؤْتُمِنَ أَمَٰنَتَهُۥ وَلْيَتَّقِ ٱللَّهَ رَبَّهُۥ وَلَا تَكْتُمُوا۟ ٱلشَّهَٰدَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُۥٓ ءَاثِمٌ قَلْبُهُۥ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه تاسي د مسافرۍ په حال كې واست او د سند ليكلو لپاره مو كوم ليكونكى پيدا نکړ، نو د شيانو په ګرو اخېتسلو معامله وكړئ كه له تاسې نه څوك پر بل باور وكړي يا له هغه سره څه معامله وكړي نو پر چا چې باور شوی دى هغه دې امانت ادا كړي او له خپل رب الله څخه دې ووېرېږي او شاهدي هېڅكله مه پټوئ څوك چې شاهدي پټوي د هغه زړه ګنهګار دى او الله ستاسي له عملونو څخه بې خبره ندى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِّلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَإِن تُبْدُوا۟ مَا فِىٓ أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُم بِهِ ٱللَّهُ فَيَغْفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center یوازې الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو او زمكه كې دي، او زړه كې مو چې څه دي څرګندوئ يې كه پټوئ، الله به يې حساب درسره وكړي، نو چا ته چې وغواړي بخښي يې او چا ته چې وغواړي عذاب ورکوي، او الله پر هر څه قادر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ءَامَنَ ٱلرَّسُولُ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِۦ وَٱلْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِۦ وَقَالُوا۟ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پېغمبر صلی الله علیه وسلم (پر هغه هدايت) ايمان راوړی دي چې د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شوی دى او څوك چې د دې پېغمبر منونكي دي، هغوى هم دا هدايت د زړه په مينه منلى دى، دوى ټولو الله، د هغه پریښتې، د هغه كتابونه او د هغه پېغمبران (علیهم السلام) منلي دي او د هغو وينا دا ده چې: موږ د الله د پېغمبرانو ترمنځ توپير نه كوو، موږ حكم واورېده او اطاعت مو ومانه ای الله! موږ ستا څخه د ګناه بخښنې غوښتنونكي يو او همدا ستا لوري ته زموږ درتګ دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا يُكَلِّفُ ٱللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا ٱكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَآ إِن نَّسِينَآ أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَآ إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِۦ وَٱعْفُ عَنَّا وَٱغْفِرْ لَنَا وَٱرْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلَىٰنَا فَٱنصُرْنَا عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هېڅ ساكښ ته د هغه له وسې څخه پورته مسؤوليت نه متوجه كوي چا چې څه ښه كړيدي، د هغه ګټه د هماغه ده او چا چې څه بدي كړېده، د هغه ګناه پر هماغه ده. (موْمنانو! تاسې داسې دعا وكړئ) اى زموږ ربه! كه له موږ څخه څه هېره او خطا شوې وي، موږ پرې مه نيسه، ای ربه! پر موږ هغه پېټى مه ږده چې له موږ څخه پر مخكېنېو خلكو دې ايښى و. زموږه ربه! د كوم پيټي پورته كولو چې په موږ كې وس نشته، هغه پر موږ مه ږده، له موږ سره اساني وكړه، زموږ (له ګناهونو) څخه تېر شه، پر موږ رحم وكړه، ته زموږ كار جوړونكى يې، د كافرانو په مقابل كې زموږ مرسته وكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الفاتحة
سورت آل عمران ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.