وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَٰهِـۧمُ ٱلْقَوَاعِدَ مِنَ ٱلْبَيْتِ وَإِسْمَٰعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّآ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (یاد کړه اې محمده!) هغه وخت چې پورته کړل ابراهیم او اسماعیل بنیادونه (دېوالونه) د دې کور (کعبې) (او دواړو وویل) اې زموږ ربه (پالونکیه) له موږ څخه دا (چاره) قبوله کړه، بېشکه همدا ته ښه اوریدونکی (او پر هر څه) ښه پوهیدونکی يې.