وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ وَلَوْ يَرَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ إِذْ يَرَوْنَ ٱلْعَذَابَ أَنَّ ٱلْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعَذَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ځینې خلک داسې دي چې له الله پرته شریکان (په عبادت کې) نیسي، له هغوی سره داسې مینه کوي لکه څنګه چې له الله سره (مینه لازمه) ده او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی له الله سره ډېره (بې درېغه) مینه کوي او که ووینې هغه کسان چې ظلم یې کړی دی (په خپلو نفسونو په شرک سره) په هغه وخت کې چې وویني دوی عذاب چې بېشکه ټول قوت خاص الله تعالی لره دی او بېشکه الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.