caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت البقرة، آیت ۱۶۴

مدني · د نزول ترتیب ۸۷ · 2:164

إِنَّ فِى خَلْقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱخْتِلَٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَٱلْفُلْكِ ٱلَّتِى تَجْرِى فِى ٱلْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ ٱلنَّاسَ وَمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن مَّآءٍ فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ ٱلرِّيَٰحِ وَٱلسَّحَابِ ٱلْمُسَخَّرِ بَيْنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه د آسمانو او زمکې په پیداکولو کې او په اختلاف د شپې او د ورځې کې (چې اوږدیږي، لنډیږي پرله پسې رڼا او تیاره راځي، یخیږي او ګرمیږي) او په بیړیو (کښتیو) هغو کې چې روانې وي په دریاب کې په هغه سره چې فائده رسوي خلکو ته او په هغه څه کې چې نازل کړي دي الله تعالی له (طرفه د) آسمانه له اوبو ځينې نو ژوندۍ (زرغونه) کړې یې ده په هغو (اوبو) سره زمکه وروسته له مرګه (وچوالی) د هغې او خواره کړي یې دي په دې زمکه کې له هر قسمه خوځیدونکو (حیواناتو) څخه، او په ګرځولو (بدلولو) د بادونو کې او په (ودرولو) د هغې وریځې کې چې مسخره کړل شوې ده په مینځ د اسمان او زمکې کې، خامخا دلیلونه دي (په وحدانیت د الله تعالی) لپاره د هغه قوم چې له عقله کار اخلي.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70