caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت البقرة، آیت ۲۳۳

مدني · د نزول ترتیب ۸۷ · 2:233

وَٱلْوَٰلِدَٰتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَٰدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ ٱلرَّضَاعَةَ وَعَلَى ٱلْمَوْلُودِ لَهُۥ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا لَا تُضَآرَّ وَٰلِدَةٌۢ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَّهُۥ بِوَلَدِهِۦ وَعَلَى ٱلْوَارِثِ مِثْلُ ذَٰلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُوٓا۟ أَوْلَٰدَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ ءَاتَيْتُم بِٱلْمَعْرُوفِ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو میندې دې خپلو اولادونو ته تر دوه کاله (پس له طلاق او عدت نه هم) شيدې (پۍ) ورکوي، هغه چې غواړي د رضاعت (پۍ ورکولو) موده پوره کړي او د بچي پر پلار د هغوی (میندو) خواړه او جامې دي، په غوره طریقه (له دود او دستور سره سم) او پر هیڅ نفس (کس) د هغه له توان نه زیاتی نه شي کولی او نه به مور ته د هغه د بچې په سبب ضرر رسول کېږي او نه به پلار ته په سبب د هغه د اولاد، او شته په وارث (د پلار) باندې په شان د هغه (نفقه چې په پلار وه). نو که دوی دواړه (مور او پلار) وغواړي (له تي ځینې پخوا له دوه کلونو څخه) بېلول (دماشوم) په خوښۍ او مشورې (د دواړو سره)، پس نشته هیڅ ګناه پر دوی دواړو باندې (په دې کې) او که قصد وکړئ تاسي چې دایې (پۍ ورکوونکې ښځې) ونیسئ! د خپلو بچو لپاره. نو نشته هیڅ ګناه پر تاسي کله چې وسپارئ هغه شی چې مقرر کړې وي تاسو د عرف مطابق او له الله نه ووېرېږئ، او پوه شئ! چې بېشکه الله تعالی هغه عملونه چې تاسي یې کوئ ویني.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70