أَمْ كُنتُمْ شُهَدَآءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ ٱلْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِنۢ بَعْدِى قَالُوا۟ نَعْبُدُ إِلَٰهَكَ وَإِلَٰهَ ءَابَآئِكَ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَٰعِيلَ وَإِسْحَٰقَ إِلَٰهًا وَٰحِدًا وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا تاسې هغه مهال حاضر واست چې یعقوب علیه السلام ته مرګ راغی کله چې (یعقوب علیه السلام) خپلو زامنو ته وویل، چې زما له مرګ وروسته به د څه عبادت کوئ؟ نو دوی وویل چې ستا د معبود عبادت به کوو او ستا د پلرونو چې ابراهیم او اسمعیل او اسحاق علیهم السلام دي د معبود عبادت به کوو، هغه یو الله دی (شریک نه لري) او موږ ټول هغه ته غاړه ایښودونکي یو.