أَيَّامًا مَّعْدُودَٰتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى ٱلَّذِينَ يُطِيقُونَهُۥ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُۥ وَأَن تَصُومُوا۟ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد شمېرل شویو ورځو روژې دي، پس چې څوک له تاسي څخه ناروغه او یا په سفر کې وي (او روژه وخوري) نو په نورو ورځو كې دې همدغه شمېر پوره كړي. او په هغو کسانو باندې چې د روژې نیولو توان لري (او روژه نه نیسي) فدیه ورکول دي (چې) د یوه مسکین خواړه (د یوې روژې برابر دي). او څوك چې په خپله خوښه زياته نيكي وكړي؛ نو دا د هغه لپاره غوره ده؛ خو كه تاسي (د روژې په فضیلت) پوهېږئ، نو ستاسي لپاره غوره همدا ده چې روژه ونيسئ.