caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت البقرة، آیت ۲۸۲

مدني · د نزول ترتیب ۸۷ · 2:282

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى فَٱكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كَاتِبٌۢ بِٱلْعَدْلِ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَن يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ ٱللَّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ ٱلَّذِى عَلَيْهِ ٱلْحَقُّ وَلْيَتَّقِ ٱللَّهَ رَبَّهُۥ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْـًٔا فَإِن كَانَ ٱلَّذِى عَلَيْهِ ٱلْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَن يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُۥ بِٱلْعَدْلِ وَٱسْتَشْهِدُوا۟ شَهِيدَيْنِ مِن رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَٱمْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ ٱلشُّهَدَآءِ أَن تَضِلَّ إِحْدَىٰهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَىٰهُمَا ٱلْأُخْرَىٰ وَلَا يَأْبَ ٱلشُّهَدَآءُ إِذَا مَا دُعُوا۟ وَلَا تَسْـَٔمُوٓا۟ أَن تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَىٰٓ أَجَلِهِۦ ذَٰلِكُمْ أَقْسَطُ عِندَ ٱللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَٰدَةِ وَأَدْنَىٰٓ أَلَّا تَرْتَابُوٓا۟ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَٰرَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوٓا۟ إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلَا يُضَآرَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ وَإِن تَفْعَلُوا۟ فَإِنَّهُۥ فُسُوقٌۢ بِكُمْ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ ٱللَّهُ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاى مومنانو، كله چې د كومې ټاكلې نېټې لپاره تاسي په خپلو مينځو كې د پور د راكړې وركړې معامله كوئ، نو ویې ليكئ، د دواړو خواو ترمينځ دې يو څوك چې هغه ته الله د ليكلو اهليت وركړى وي په انصاف سره سند وليكي هغه دې له ليكلو نه انكار نه كوي ليكنه او املا دې هغه څوك وكړي چې حق ورباندې دى ( يعنې پوراخيستونكى) او هغه دې له الله، خپل رب نه ووېرېږي چې څه معامله شوې وي په هغې كې دې كمى زياتى نه كوي. خو كه پور اخيستونكى په خپله نا پوه يا كمزورى وي، يا املا نشي كولاى، نو د هغه ولي دې په انصاف سره املا وكړي بيا له خپلو نارينه وو دوه تنه پرې شاهدان ونيسئ او كه دوه سړي نه وي نو يو سړى او دوه ښځې دې وي، دا شاهدان دې له داسې خلكو څخه وي چې د هغو شاهدې ستاسې په مينځ كې قبلېدونكې وي، چې كه يوې يې هېر شي، نو هغه بله به يې ور په زړه كړي، او شاهدان ته چې كله شاهدۍ ته راوغوښتل شي نو هغوى دې انكار نه كوي، كه معامله وړه وي او كه غټه، د هغې نېټه ټاكل او سند ليكل بې اهميته مه ګڼئ، د الله په وړاندې دا چلن ستاسي لپاره ښه د انصاف كار دى، په دې سره شاهدۍ تېرولو كې ښه اسانتيا راځي، او په شكونو او شبهو كې ستاسي د اخته كېدو امكان كمېږي. هو، كه تاسې په خپلو مينځو كښې لاس په لاس تجارتي راكړه وركړه كوئ، نو د هغه د نه ليكلو هېڅ پروا نشته؛ خو د سوداګرۍ د راكړې وركړې په وخت كې شاهدان ونيسئ ليكونكى او شاهد دې نه ځورول كېږي كه داسې وكړئ نو ګناه كوئ د الله له قهره ووېرېږئ هغه تاسي ته د عمل سمه لار درښايي او هغه پر هر څه پوه دى.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70