وَإِذْ قُلْنَا ٱدْخُلُوا۟ هَٰذِهِ ٱلْقَرْيَةَ فَكُلُوا۟ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُوا۟ حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَٰيَٰكُمْ وَسَنَزِيدُ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (یاد کړئ) هغه وخت چې موږ (بني اسرائیلو ته) وویل، چې دې کلي ته ننوځئ، پس هرڅه مو چې زړه غواړي هغه پرېمانه وخورئ او سجده کوونکي په دروازه (د دې ښار) ننوځئ او ووایئ: حطة (اې ربه! موږ ته بخښنه وکړه) چې ستاسې ګناهونه وبخښو او پر نېکانو به زیات (اجر) پېرزو کړو.