caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت البقرة، آیت ۸۳

مدني · د نزول ترتیب ۸۷ · 2:83

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَٰقَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا ٱللَّهَ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَقُولُوا۟ لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِّنكُمْ وَأَنتُم مُّعْرِضُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې موږ کلکه وعده له بني اسرائیلو څخه واخیستله، دا چې له الله پرته د بل چا عبادت به نه کوئ او له مور او پلار سره به نېکي کوئ، او له خپلوانو سره به هم او له یتیمانو او مسکینانو سره به هم (نیکي کوئ) او خلقو ته ښایسته خبرې وکړئ او لمونځ سم قائموئ او ورکوئ زکات، بیا تاسې (له دې وعدې) وګرځیدئ مګر لږ له تاسې څخه (ونه ګرځیدل)، حال دا چې همدا تاسي (له الهي احکامو څخه) مخ ګرځوونکي یاست.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70