فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُۥ مِنۢ بَعْدُ حَتَّىٰ تَنكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُۥ فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَآ أَن يَتَرَاجَعَآ إِن ظَنَّآ أَن يُقِيمَا حُدُودَ ٱللَّهِ وَتِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ يُبَيِّنُهَا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو وروسته له دې دوو طلاقو څخه که بیا يې طلاقه کړه دا ښځه (درېیم ځل) پس بیا (دا ښځه) ده ته له دې نه وروسته حلاله نه ده تر څو چې له ده پرته بل کس سره نکاح و نه کړي، نو که هغه (دویم مېړه) طلاقه کړه (او عدت يې تېر شو) پس په دوی دواړو څه پړه (ګناه) نه شته چې بېرته (یو بل ته) رجوع وکړي، که چېرې ګمان کوي چې د الله حدود به پر ځای کوي، دا د الله حدود (پولې) دي هغو خلکو ته یې بیانوي چې پوهېږي.