يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْأَهِلَّةِ قُلْ هِىَ مَوَٰقِيتُ لِلنَّاسِ وَٱلْحَجِّ وَلَيْسَ ٱلْبِرُّ بِأَن تَأْتُوا۟ ٱلْبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَلَٰكِنَّ ٱلْبِرَّ مَنِ ٱتَّقَىٰ وَأْتُوا۟ ٱلْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَٰبِهَا وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخلك له تا څخه (اې پیغمبره!) د نویو میاشتو (سپوږمۍ د نرۍ كېدو او غټېډو) په اړه پوښتنه كوي، ته دوی ته ووایه: چې دا د خلكو لپاره د نېټې (تاریخونو) او د حج نښانې دي او نېکي دا نه ده چې تاسې خپلو کورونو ته د شا له لوري راشئ، بلکې نېکي داده چې (له الله تعالی څخه) و وېرېږئ او خپلو کورونو ته د دروازو له لورې راشئ، نو له الله وېره وکړئ، کېدای شئ چې بریالي شئ.