أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلِكُم مَّسَّتْهُمُ ٱلْبَأْسَآءُ وَٱلضَّرَّآءُ وَزُلْزِلُوا۟ حَتَّىٰ يَقُولَ ٱلرَّسُولُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ مَتَىٰ نَصْرُ ٱللَّهِ أَلَآ إِنَّ نَصْرَ ٱللَّهِ قَرِيبٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerایا ګمان کوئ تاسي (اې مؤمنانو) چې تاسي به جنت ته (پرته له ازمیښت څخه) داخل شئ او حال دا چې تر اوسه نه دي راغلي تاسو ته واقعات د هغو کسانو چې له تاسو څخه مخکې تیر شوي دي، رسیدلي وو هغوئ تکلیفونه (د مال) او مرضونه (د بدن) او لړزول شوي وو په ډیرو تکلیفونو، تر دې چې ویل به رسول او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی و د هغه ملګرتیا کې؛ کله به وي د الله تعالی مدد؛ ځواب راغی یقینا خبر شئ د الله تعالی مرسته نږدې ده.