ٱلَّذِينَ يَأْكُلُونَ ٱلرِّبَوٰا۟ لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ ٱلَّذِى يَتَخَبَّطُهُ ٱلشَّيْطَٰنُ مِنَ ٱلْمَسِّ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوٓا۟ إِنَّمَا ٱلْبَيْعُ مِثْلُ ٱلرِّبَوٰا۟ وَأَحَلَّ ٱللَّهُ ٱلْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰا۟ فَمَن جَآءَهُۥ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِۦ فَٱنتَهَىٰ فَلَهُۥ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكوم خلك چې سود خوري، د هغو حال به د هغه چا غوندې وي چې پېريانو نيولى وي او پر دې حال د هغو د اخته كېدو دليل دا دى چې وایي: تجارت خو هم لكه سود غوندې دى پداسې حال كې چې الله تجارت روا او سود ناروا كړيدى نو چا ته چې د هغه د رب له لوري دا نصيحت ورسېده او په راتلونكي كې يې د سود له خوړولو نه ډډه وكړه، نو څه چې يې مخكې خوړلي هغه خو يې خوړلي دي، د هغه معامله له الله سره ده او څوك چې له دې حكم نه وروسته بيا هم همداسې كار كوي، هغوى دوزخيان دي تل به په كې اوسېږي.